کتاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کتاب د هغې کاغذي پاڼو څخه عبارت دی چې یو متن په کې لیکلی وي او په یوه پوخ کې سره تړلي وي. کتابونه په مختلفو کچو وي. رحلي، وزیري او جیبي یې له مشهورو هغو څخه دي. د نړۍ کوشنی کتاب چې تر دې دمه موندل شوی، هغه د انجیل یوه نسخه ده چې د اصفهان په د یوې کلیسا په موزیم کې اېښودل شوې. د کتاب له نورو بڼو څخه ډیجیټلي کتاب (eBook) دی چې د سافټویرو په وسیله جوړېږي او بله نمونه یې پي ډي اېف ډیجیټلي کتاب دی. د ناچاپو کتابونو بله بڼه د غږیز کتاب ده.