امير شېر علي خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امير شېر علي خان
د افغانستان امير
هديرهشین جومات (مار شریف), مزار شريف, افغانستان
سټهامير محمد يعقوب خان امير محمد ايوب خان
کورنۍبارکزي
پلارامير دوست محمد خان
مورخدیجه بېګم پوپلزۍ [۱]

امیر شیر علی خان (۱۸۲۵ زېږديز کال - د ۱۸۷۹ ز کال د فبروري ۲۱، مزارشريف) د ۱۸۶۳ زېږديز کال نه تر ۱۸۶۶ زېږيز کال پورې او بيا د ۱۸۶۸ زېږيز کال نه تر خپلې مړينې پورې د افغانستان امير وو. هغه د امير دوست محمد خان، د بارکزيو د بنسټگر، درېيم زوی وو.

مخينه[سمول]

امير شېر علي خان که څه هم د امير دوست محمد خان درېيم زوی وو، خو امير دوست محمد خان تر خپلې مړينې دمخه دا وصيت کړی وو چې د هغه تر مړينې وروسته بايد امير شېر علي خان د هغه ځایناستی شي. هغه وو چې د امير دوست محمد خان تر مړينې وروسته هغه د افغانستان امير شو، خو ډېر ژر بيا د هغه د مشر ورور امير محمد افضل خان له خوا د پاچاهۍ له پلاز څخه گوښه کړای شو.

د نوي تمدن پېر[سمول]

کله چې امير شېر علي خان دويم ځل د افغانستان امير شو ( ۱۸۶۸ـ ۱۸۷۸ زېږدي کلونه) په هېواد کې د نوي تمدن پير پيل شو. په دغه پیر کې چاپخونه هېواد ته راوړل شوه او په کار ېې پيل وکړ. د لومړي ځل لپاره د شمس النهار اخبار خپور شو. د پوستي ډاگ غونډال فعال شو او د پوست ټکټونه چاپ شول. همدا رنگه عصري لښکر يا پوځ جوړ شو چې ټولې پوځي اړتياوې ېې پوره کولې. په همدې پير کې لومړي ځل کابينه جوړه شوه؛ د بېلا بېلو چارو لپاره د کار وېش او وزارتخونې جوړې او منځ ته راغلې؛ د چارو د ښه والي او ښې سمبالتيا لپاره د مسلکي کدرونو د روزلو لپاره يو پوځي او يو ملکي ښوونځی پرانيستل شو.

د امير شیر علي خان کورنی سياست[سمول]

د امير شیر علي خان بهرنی سياست[سمول]

انځورتون[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. Vogelsang, Willem (2002). "16-War with Britain". The Afghans. LONDON: Willey-Blackwell, John Willey & SOns, Ltd, UK. د کتاب پاڼې 257. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-8243-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)