امير محمد يعقوب خان
محمد یعقوب خان (زوکړه ۱۸۴۹ زېږدیز کال - مړینه ۱۹۲۳ز کال د نومبر ۱۵) د ۱۲۵۷ لمریز کال د کب له دویمي د ۱۲۵۸ ل کال د تلې تر شلمي د افغانستان امير او د امير شېر علي خان زوی وو.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ښخولو ځای | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې |
مخینه
سردار محمد یعقوب خان د امیر شیرعلي خان درېیم زوی وو، او مور یې د پښتنو له مهمند توکم سره اړه درلوده. نوموړی د پلار د واکمنۍ د پیل پر مهال په هرات کي یو نوښتګر ځوان او څوارلس کاله عمر یې درلود. د یعقوب خان لمړۍ دنده چي د پلار لخوا ورته د سلطنت په پیل کې ورسپارل سوه د هرات ولایت نایب الحکومه وه. له دې دندي وروسته د پلار په لومړي امارت او د فتور په درې کلن دور کي چي په ترڅ کي یې د افغانستان واک یوځل محمد افضل خان او بیا محمد اعظم خان ته ورسېد، تل په هرات کي استوګن وو، او وروسته له هغه چي امیر شیرعلي خان دویم ځل حکومت ته ورسېدی؛ د هرات حکومت سردار محمد ابراهیم خان (د امیر بل زوی) ته ورکړل سو او یعقوب خان د پلار سره یو ځای له کندهار څخه کابل ته ولاړی.
په ۱۲۸۶ کال کي د امیر شیرعلي خان د سفر مسأله رامنځ ته سوه، او امیر خپل کوچنی زوی شهزاده عبدالله جان چي تازه اوه کلنۍ ته رسېدلی وو، له ځان سره هند ته بوت او سردار محمد یعقوب خان یې په کابل کي نایب وټاکه.
تر دې مهاله د امیر شیرعلي خان او محمد یعقوب خان تر منځ د پلار او زوی د اړیکو په توګه داسې څه نه لیدل کیدل ترڅو د دوی ترمنځ د زړه کینه راپورته کړي، خو د ځایناستي په توګه د کشر ورور سردار عبدالله جان د احتمالي ټاکلو پېښه او د پلار په وړاندي د هغه مجبوبیت ده ته شک ورواچاوه.
پر پلار باندي د شک پورتني حالت یعقوب خان په وروسته کي دومره بد ګومانه کړ چي د امیر له سفر څخه د را ستنېدو سره سم یې په ښکاره توګه په هرات کي د حکومت د بدلون غوښتنه وکړه، او د خپل ورور سردار محمد ابراهیم خان د هرات څخه د ایسته کولو او سردار فتح محمد خان ته د ټاکلو غوښتنه یې وکړه. امیر سره ددې چي دده غوښتنه یې ومنل خو بیا هم د سردار محمد یعقوب خان اختلافات د سردار عبدالله جان پر سر له پلار سره دومره زیات سول چي د پلار په وړاندي یې هم ناسمي خبري وکړې، او د دې عمل له کبله د پلار له سترګو وغورځېدی.
یعقوب خان په ۱۲۸۷ هجري کي د پلار په پټه د خپلو نوکرانو او ملاتړو سره قندهار او بیا هرات ته روان سو، او په دې سره یې امیر شیرعلي خان په ښکاره توګه وخښماوه. د امیر په مقابل کي دا وخت د سردار عبدالرحمن خان چي د شمال په سیمو کي یې فعالیت کاوه هم ګواښ موجود وو، او له بلي خوا یعقوب خان په غزني، مقر، قندهار، ګرشک، فراه او هرات کي ګډوډي او فتنه راپورته کړه، چي له امله یې د پلار او زوی ترمنځ جګړې پیل او یوه ستر شخصيت (سپه سالار فرامرز خان) هم پکښي ووژل سو.
د پلار سره د خونړیو جګړو په پایله کي محمد یعقوب خان ډېر ژر هرات ونیو، خو وروسته بیرته کابل ته ولاړ او له پلار څخه یې بخښنه وغوښته، چي د امیر له خوا هم قبول او یو ځل بیا یې د هرات حکومت ورکړ.
سردار محمد یعقوب خان په هرات کي وو چي د سردار عبدالله جان د ټاکلو مراسم په کابل او نورو ولایتونو کي په لویه کچه ترسره سول. او پخواني اختلاف بیا سر راپورته کړ. امیر د شهزاده یعقوب تر نیت پوهېدلو وروسته د هغه د احضار امر وکړ او یعقوب خان په دې شرط راغی چي د امیر دواړه وزیران (امیر سلاح خان او عصمت الله خان) باید دده ضمانت وکړي. امیر هم یاد شرط ومانه او شهزاده کابل ته راغی، خو د پلار او زوی ترمنځ بیا هم اړیکي ښې نه وې او یعقوب خان د پټو لیکونو له لاري په هرات او فراه کي پاڅونونه پیل کړل. دا چي نوموړی د امیر تر سختي څارني لاندي وو، پلان یې سمدستي رسوا او د پلار په امر د کابل په بالاحصار کي بندي سو.[۱]
زندان
سردار محمد یعقوب خان شاوخوا ۸ کاله د بالاحصار په زندان کي د پلار د حرم سرای څنګ ته بندي وو او په یوه داسې توره خونه کي یې ژوند کاوه چي له لمر او رڼا څخه بشپړ محروم وو. د دې سخت ژوند له امله د نوموړي روغتیا ډېره خرابه سوه او حتی د سترګو لید یې هم کم سو.
د یعقوب خان د زندان پر مهال د امیر شیرعلي خان دویمه دوره چي د ۱۲۹۶ هجري سپوږمیز کال په وروستیو میاشتو کي پیل سوې وه، له یو لوی کړکېچ او کش مکش سره مخ وه. په دې دوره کي امیر د خپلو اولادونو (محمد علي خان) او وفات سوي (عبدالله جان ولیعهد) او بندي سوي (محمد یعقوب خان) غمونو سخت غمجن کړی وو. ددې په هاخوا د هند د انګلیسي چارواکو سره د اختلافاتو او په ځانګړې توګه د پېښور کنفرانس د مذاکراتو له پرېکيدو وروسته د انګلیس ځواکونو له لوري پر خیبر، قندهار او کرم د بریدونو له امله نوموړی دې ته اړ سو ترڅو پرته له مشورې د کابینې او چارواکو په پرېښودلو سره شمال ته وخوځیږي او په دې توګه انګرېزانو ته د یرغل لاره پرانیستل سوه.
امیر هیله درلوده ترڅو د انګرېزانو پر ضد له روسیې څخه کومه مرسته ترلاسه کړي، خو روسانو ورسره غدر وکړ او په دې توګه امیر په مزارشریف کي وفات، او د انګرېزانو له یرغل سره یو ځای د امیر محمد یعقوب خان دوره پیل سوه.
واکمني
یعقوب خان د کلونو بند څخه وروسته خپل سالم عقل، درایت او د شجاعت روحیه له لاسه ورکړي وه، او په یوه ویرجن او ناتوانه شخص بدل سوی وو. د پلار تر مرګ وروسته کله چي نوموړی واک ته ورسېدی، انګرېزان زیات خوښ سول، ځکه پوهېدل چي د زندان سختیو دومره کمزوری او کاواکه کړی دی چي ددوی سره به هر تړون ته زړه ښه کړي.
محمدیعقوب خان د واکمنۍ تر لاسه کولو وروسته تزاري روسیې ته په یوه لیک کي د شیرعلي خان د وفات خبر ورکړ، او له هغوی سره یې د شیرعلي خان مخکني تړونونه محترم او عملي وګڼل. همدارنګه یې غوښتنه وکړه چي عبدالرحمن خان له افغانستان له پولو څخه لیري وساتل سي.
د روسانو تر لیک وروسته یعقوب خان په یوه بل لیک کي له لارډ لیټن څخه غوښتنه وکړه ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکي لکه د مخکي په څېر پرخپل ځای پاته سي، او هغه تړونونه چي دده پلار له انګرېز سره لاسلیک کړي وه، په رسمیت وپیژندل سي؛ خو انګرېز چي د افغانستان پر درې اړخونو یې برید کړی وو، د محمدیعقوب خان حکومت یې یو ډول کلابند کړ او د افغانستان سره د سولي شرایط یې له پخوا څخه ډېر بدل سوي وه. انګرېز غوښتل خپلي نوي غوښتني ترتیب او د ګندمک د تړون په اساس یې پر افغانستان وتپي، چي همداسي وسول او افغانستان ته د دویمي افغان-انګرېز جګړې څخه ستر زیان ورسېدی.
د ګندمک د تړون بنسټ افغانستان د خپل بهرني سیاست اختیار په بشپړه توګه انګرېزانو ته ورکړ او د انګرېز د دایمي سیاسي استازي شتون هم په کابل کي ومنل سو. دغه تړون افغانستان په عملي ډول د انګلیس مستعمره کړه، او ددې ترڅنګ یې ځیني سیمي لکه پښین، سبۍ، د کرم درې ټیټه برخه او د افریدو قلمرو چي د خیبر او مچني تنګیاني هم پکښي راتللې، انګرېز ته ورکړل سوې.
د ګندمک تړون تر لاسلیک کولو وروسته انګلیس د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل وکړ او د ګندمک تړون د ۷ مې مادې له مخي د انګلیس استازي په کابل کي د استوګني اجازه ترلاسه کړه. یاد استازي سر لویس کاواګناري (Sir Louis Cavagnari) نومېدی، او د ۱۸۷۹ کال د جولای په ۲۴ مه نېټه د انګلیس د سفیر او سیاسي استازي په توګه کابل ته ورغی او یعقوب خان هم په بالاحصار کي ځای ورکړ. کاواګناري یو هوښیار او سخت کاره شخص وو، خو ددې ترڅنګ کم تجربه او مغروره انسان وو. هغه ځان د افغانستان اصلي مشر ګاڼه او محمدیعقوب خان یې ګوډاګئ غوندي استعمالاوه.
افغانان د کاواګناري له ظالمانه چلند څخه ډېر ژر خفه سول، او عامو خلکو د یو پاڅون په پایله کي د نوموړي د استوګني پر ځای یرغل وکړ، چي له امله یې هغه د خپلو ملګرو سره یو ځای د خپل شوم عمل په سزا ورسېدی او افغانانو نه یوازي دا چي ټول ووژل، بلکي ددوی جسدونو ته یې اور واچاوه.[۲][۳]
مړینه
د کاواګناري تر وژني وروسته په کابل کي د انګرېزانو حالت سخت خراب سو او د خپل غچ له موخه یې د افغان غازیانو د ځپلو لپاره تازه بریدونه پیل کړل. یعقوب خان ددې حالت څخه سخت په ډار کي ولوېدی او د ځان ایستلو لپاره یې له کابل څخه هند ته هجرت وکړ، چي هلته تر څو کالو ژوند کولو وروسته په 1923 کال کي په شملا ایالت کي وفات سو.
کورنۍ
امیر محمد یعقوب خان د امیر شیر علی خان زوی او امیر دوست محمد خان لمسی دی. نوموړی د بارکزیو له کورنۍ سره اړه لري او د افغانستان د مشهوره غازي محمد ایوب خان ورور هم دی.
انځورتون


اخځليک
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- د افغانستان واکمنان
- پښتانه
- افغانان