هرات

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د هرات انځور
د هرات انځور
د هرات انځور

هيواد افغانستان (۱۹ اگسټ ۱۹۱۹–)
د تیموریانو امپراتورۍ (۱۳۷۰–۱۵۲۶)  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پلازمینه د
Map
کورډېناټونه: ۳۴°۲۰′۳۱″شمال ۶۲°۱۲′۱۱″ختیځ / 34.341944°شمال 62.203056°ختيځ / 34.341944; 62.203056  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه هرات ولسوالۍ (۲۶ مې ۱۸۶۳–)  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
ساحه 143 کیلومتره مربع  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالي 920 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس
ټول نفوس 556205 (۱ جنوري ۲۰۲۰)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
کاونسل بلوفس (۲۰۱۶–)[۲]  د (P190) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټليفون کوډ 40  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ 1140026[۳]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هرات د افغانستان درېم لوی ښار دی. په ۲۰۲۰ ز کال کې په کې د وګړو شمېر ۵۷۴۰۰۰ او ۲۷۶ تنه اټکل شوی او د هرات ولایت مرکز دی، چې د افغانستان په لویدیځ کې د هري سیند په حاصلخیزه سیمه کې موقعیت لري. د منځني ختیځ، مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د ورېښمو لارې لرغونی تمدن دی، چې د هېواد په لویدیځ کې د سیمه ییز مرکز په توګه عمل کوي او د فارس د تاریخي اغېز له امله ورته د افغانستان د کوچني ایران لقب هم ورکول کېږي.[۴][۵][۶][۷]

د هرات لرغونتیا د اوستا مهال ته رسېږي او په دودیز ډول د هغو د شرابو (واین) له مخې پېژندل کېده. دغه ښار ډېر تاریخي ځایونه لري چې په کې د هرات ارګ او د مصلی ټولګه (چې د ګوهرشاد بېګم له خوا جوړه شوې) شاملېږي. د منځنیو پېړیو پر مهال هرات د خراسان یو له مهمو ښارونو نه و، چې د خراسان د مروارید په نوم پېژندل کېده. د ګوډ تیمور له خوا د دغه ښار له فتح کولو وروسته، هرات ښار د اسلامي نړۍ د فکري او هنري ژوند په مهم مرکز واوښت. د شاهرخ میرزا تر واکمنۍ لاندې دغه ښار د تیموریانو د رنسانس د محراق ټکي په توګه رول ولوباوه چې د ایتالوي رنسانس د کلتوري بیازېږون له مرکز فلورانس سره یې دبدبه یو شان وه. د تیموري سترواکۍ له ړنګېدو وروسته، هرات د اتلسمې پېړۍ له لومړیو نه د ګڼ شمېر افغان واکمنانو له خوا اداره کېده. په ۱۷۱۶ ز کال کې، په دغه ښار کې مېشتو ابدالي افغانانو بغاوت وکړ او په دغه ښار کې یې د هرات د سدوزايي سلطنت په نوم خپله واکمني جوړه کړه، خو په ۱۷۳۲ ز کال کې د افشاریانو له خوا دغه ښار ونیول شو. د نادرافشار له مړینې وروسته احمدشاه درانی، په ۱۷۴۷ ز کال کې واک ته ورسېد او هرات د افغانستان برخه وګرځېد. د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې دغه ښار د یوه خپلواک ښاري دولت په توګه راڅرګند شو او تر هغه مهاله چې په ۱۸۶۳ ز کال کې له افغانستان سره یوځای کړای شو، د ایرانیانو له یو شمېر بریدونو سره مخامخ شو. له هرات نه ایران (د اسلام قلا بندر له لارې) او ترکمنستان ته (د تورغونډۍ بندري ښار له لارې) سړکونه اوس هم له ستراتیژیک پلوه مهم دي. افغانستان له دغه ښار نه ایران ته د یوې لارې په توګه په لوړه کچه ګمرکي عواید لري. دغه ښار نړیوال هوايي ډګر لري. د ۲۰۰۱ ز کال له جګړې وروسته، دغه ښار د طالب جنګیالیو له بریدونو په امن کې و. په ۲۰۲۱ ز کال کې اعلان وشو چې، دغه ښار به د یونسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې ځای پیدا کړي. د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۱۲ مه، دغه ښار د طالب جنګیالیو د اوړي موسم د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو لاس ته ورغی.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

اقلیم

هرات یخ او نیمه وچ اقلیم لري (د کوپین د اقلیمي طبقه بندۍ له مخې BSk) اورښت په کې ډېر کم دی او ډېری اورښت په کې د ژمي په موسم کې وي. په داسې حال کې چې هرات نږدې ۲۴۰ متره (۷۹۰ فوټه) له کندهار ښارنه لاندې دی، په اوړي کې یې هوا معتدله ده او په ټول کال کې یې د هوا حالات د خوښې وړ دي، خو په ژمي کې یې د تودوخې درجه لږ کمه وي. له مۍ نه تر سپتمبر پورې له شمال لویدیځ لوري نه په کې چټک باد لګېږي. ژمی یې نسبتا معتدل دی؛ واوره چې څنګه اورېږي، ویلي کېږي او ان په غرونو کې هم نه پاتې کېږي. له څلورو کلونو نه په درېو کې یې وګړي نه شي کولای، ځانته یخ زېرمه کړي، خو د هري سیند په ختیځو څنډو کې په ژمي کې ان په هغو ځایونو کې چې اوبه چټکې ځي، اوبه یخ وهي او خلک یې له پاسه د سړک پر څېر ګرځي.

د هرات ولایت نامتو خلک

واکمنان او سترواکان

  • طاهر ابن حسین، په ۹ مه پېړۍ کې د عباسي خلافت د پوځ جنرال او د طاهریانو د لړۍ بنسټ اېښودونکی و.
  • غیاث الدین محمد بن سام، له ۱۱۶۳ ز کال نه تر ۱۲۰۲ ز کال پورې د غوري لړۍ سترواک واکمن و چې د واکمنۍ پر مهال یې غوري لړۍ په نړیوال ځواک واوښته او واک یې له ګرګان نه تر بنګال پراختیا ومونده.
  • شاهرخ میرزا بن تیمور برلاس، د هرات د تیموریانو د لړۍ سترواک.
  • ابو سعید میرزا، د ۱۵ مې پېړۍ په نیمايي کې د تیموریانو د سترواکۍ واکمن.
  • میرزا حسین بایقرا، د هرات د تیموري لړۍ سترواک.
  • ستر شاه عباس، د فارسي صفویانو سترواک.
  • احمد شاه درانی، د دراني سترواکۍ بنسټ اېښودونکی.
  • امیر دوست محمد خان، د بارکزي لړۍ بنسټ اېښودونکی، چې په همدغه ښار کې خښ دی.
  • سلطان جان، په ۱۹ مه پېړۍ کې د هرات واکمن.

شاعران

  • عسجدي، له ۱۰ مې نه تر ۱۱ مې پېړۍ پورې د غزنوي شاهي دربار شاعر و.
  • خواجه عبدالله هروی انصاري، د ۱۱ مې پېړۍ د فارسي ژبې شاعر و.
  • پور بهای جامي، د ۱۳ مې پېړۍ فارسي ژبی شاعر، طنز لیکونکی، تند خویه ټولنیز مبصر و، چې په جام کې زېږېدلی و او ځواني یې ټوله په هرات کې تېره کړې وه.
  • نورالدین جامي، د ۱۵ مې پېړۍ مشهور شاعر و.
  • نظام الدین علي شیر هروي/نوايي، د تیموریانو د دورې نامتو شاعر او عالم و.
  • مولانا عبدالله هاتفي، په ۱۶ مه پېړۍ کې د فارسي ژبې شاعر او د نورالدین جامي وراره و.

پوهان

  • ابو منصور موفق هروي، د لسمې پېړۍ مشهور طبیب و.
  • ابوالفضل هروي، د ۱۰ مې پېړۍ پیاوړی ستور پیژندونکی و.
  • احمد ابن فروخ، د ۱۲ مې پېړۍ پر مهال مشهور طبیب و.
  • تفتازاني، د ۱۴ مې پېړۍ مشهور مسلمان علامه و.
  • محمد ابن یوسف الهروي، د ۱۵ پېړۍ طبیب و.
  • نعمت الله الهروي، په مغولي دربار کې د ۱۷ مې پېړۍ تاریخ لیکونکی و.

مذهبي څېرې

  • فخرالدین راضي، د ۱۲ مې پېړۍ علامه او د اسلامي علومو عالم و.
  • حسین کاشفی، د ۱۵ مې پېړۍ نثر لیکونکی، د اسلامي علومو عالم و.
  • علي الهروي القاري، په ۱۷ مه پېړۍ کې د حدیثو او فقې یو له لویو پوهانو نه و.

هنرمندان

  • علي بن ابي بکر الهروي، په ۱۲ مه او ۱۳ مه پېړۍ کې فارسي ګرځندوی و  او په اسلامي نړۍ کې د ګرافیک د لومړي هنرمند په توګه پېژندل کېږي چې په اصل کې د هرات ولایت دی.
  • استاد کمال الدین بهزاد، د منځنیو پېړیو تر ټولو مشهور انځورګر و.[۱۸]
  • میر علي هروي، د شپاړسمې پېړۍ تکړه خطاط او د نستعلیق خطاطۍ ښوونکی و.

نور

  • ګوهر شاد بېګم، د شاهرخ میرزا مېرمن.

اقتصاد او زیربنا

ترانسپورت

هوايي ترانسپورت

د هرات نړیوال هوايي ډګر په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د امریکايي انجینرانو په واسطه جوړ شو، چې په ۱۹۸۰ مه ز لسیزه کې د افغان ـ شوروي جګړې پر مهال د شوروي د وسله والو ځواکونو له خوا وکارول شو. په ۲۰۰۱ ز کال کې د آزادۍ د عملیاتو پر مهال دغه هوايي ډګر بمبارد شو، خو په راتلونکې لسیزه کې بېرته ورغول شو. د دغه هوايي ډګر د پرواز لیکې په لویولو او پراختیا سره، د ۲۰۱۴ ز کال له اګست میاشتې نه په منظم ډول مستقیمې الوتنې ډیلي، دوبۍ، مشهد او د افغانستان ګڼو هوايي ډګرونو ته کېدلې. لږ تر لږه پنځوهوايي شرکتونو ترې کابل ته مستقیمې الوتنې لرلې.

سړک

د AH76 لویه لار، هرات له میمنې ښار او شمال سره نښلوي. د AH77 لویه لار بیا هرات ښار له ختیځ چغچران او له شمالي لوري نه د ترکمنستان له مری سره نښلوي. لومړۍ نمبر لویه لار (Highway 1) (چې د آسیايي لویې لارې AH1 برخه ده) له شمال لویدیځ لوري د ایران له مشهد سره نښلي او له سویل لوري نه د کندهار- هرات لویې لارې نه دلارام ته رسېږي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

اقتصاد

ولسوالۍ

پوهنه

رسنۍ

تاریخ

لرغونې زمانه

د هرات سیمه د ۵۵۰ کال عیسوي سنی مخکې تر ۳۳۰ کال پورې د هخامنسیانو د حکمرانانو په لاس کې وه. د هخامنشیانو حکمران کوروش ۲ هرات ته د هرایوا نوم ورکړ. د هرایوا ولایت د هري ( په لرغونې پارسي کې هریا ) د سیند په اساسی نومول شوی دی چې په لرغونې پارسي کې طلایی اوبو یا زرینو اوبو معني لري. په ۳۳۰ کال عیسوي سنی مخکې کې ستر سکندر د هخامنشیانو وروستی حکمران ته ماته ورکړه او د هرات په سیمې کې یی نوي ښار جوړ کړ چې د آرتاکوآنا (Artacoana- Ἀρτακόανα) په نوم یادېده. د اسکندر تر وفات وروسته د سېلوکوس نیکاتور نوي حکمران شو. په ۳۰۵ کال عیسوي سنی مخکې کې سېلوکوس نیکاتور پر پنجاب برید وکړ مگر پوځ یی ماته وخوړله او هرات د هندوستانی راجا (پاچا) چندر گپت لاس ته ورغۍ. په ۱۶۷ کال عیسوي سنی مخکې هرات اشکانیانو حکمرانانو لاس ته ورغۍ. د ۲۲۶ کال څخه تر ۶۵۲ هرات د ساسانیانو حکمرانان په لاس کې وو. د ساسانیانو حکمرانان هرات ته د هارېو نوم ودکړل. په ۷ پېړۍ کې عربي پوځ افغانستان ته ورسېده او اسلام یی پراخه کړه.

اسلام

د ۶۵۰ کال څخه تر ۱۲۲۱ کال پورې هرات د لوي خراسان د حکمرانانو په لاس کې وو. په ۱۲۲۱ کال کې د چنگز خان پوځ افغانستان ته ورسېده او هرات د چنگېز خان په امر خراب شو. په ۱۳۸۰ کال کې هرات د تیمور لنگ لاس ته ورغۍ او هرات د کرتیان کورنۍ مرکز شو. په ۱۵۰۷ کال کې هرات د ازبکانو لخوا ونیول شو. په دې وخت کې صفوي امپراطور شاه اسماعیل پر ازبکانو برید وکړ او په ۱۵۱۰ کال کې هرات د صفوی پوځ لخوا ونیول شو. د ۱۷۲۵ کال څخه تر ۱۷۳۶ کال پورې هرات د هوتکی کورنۍ په لاس کې وو. په ۱۷۴۷ کال کې احمد شاه بابا هرات لاس ته راوړ.

۲۰ پېړۍ

په ۶۰ کلونو کې په هرات کې د امریکایی انجنیرانو لخوا هوایی ډگر جوړ شو. دغه هوایی ډگر د ۱۹۷۹ کال ځخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د شوروي پوځ په لاس کې وو. تر جگړې وروسته اسماعیل خان د هرات والي شو. په ۱۹۹۵ کال کې طالبان هرات ته ورسېدل. په ۲۰۰۱ کال کې د هرات جگړه پېل شوه او هرات د امریکایی پوځ، د شمال د اتحادیی او د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په گډ عملیات سره د طالبانو ځخه آزاد کړل شو.

نور ولولئ

  1.   د (P982) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د هرات اړوند په ميوزك برينز کي". MusicBrainz area ID. د لاسرسي‌نېټه ۴ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  2. http://www.karadahproject.com/blog/karadah-project-and-sister-cities-a-winning-combination
  3. پیوستون : 1140026  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  4. Herat - Definition and More from the Free Merriam-Webster Dictionary Archived 2013-10-06 at the Wayback Machine.. Merriam-webster.com (2012-08-31). Retrieved on 2013-07-12.
  5. https://www.rferl.org/a/1101533.html
  6. https://www.jstage.jst.go.jp/article/aija/82/735/82_1367/_pdf
  7. https://www.nytimes.com/2017/08/05/world/asia/iran-afghanistan-taliban.html
  8. Ḥamd-Allāh Mustawfī of Qazwīn (1340). "The Geographical Part of the NUZHAT-AL-QULŪB". Translated by Guy Le Strange. Packard Humanities Institute. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Art of the Timurid Period (ca. 1370–1507)". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Periods of World History: A Latin American Perspective - Page 129
  11. The Empire of the Steppes: A History of Central Asia - Page 465
  12. Singh, Ganda (1959). Ahmad Shah Durrani, father of modern Afghanistan Archived 2016-05-15 at the Wayback Machine.. Asia Publishing House, Bombay. (PDF version 66 MB Archived February 7, 2013, at the Wayback Machine.)
  13. Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries) (په انګلیسي ژبه کي). Austrian Academy of Sciences Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7001-7202-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په August 3, 2009 باندې). Bomb blast hits west Afghan city. BBC News.
  15. (په 4 August 2016 باندې). Do tourists really go to Afghanistan?. BBC News.
  16. "Herat City to Be Listed as UNESCO World Heritage Site". TOLOnews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. . Taliban take Herat, Afghanistan's third-largest city, as they push towards Kabul.
  18. Alka Sadat Archived 2016-06-25 at the Wayback Machine., womensvoicesnow.org, Retrieved 7 June 2016
  19. Khaf-Herat railway, http://www.raillynews.com/2013/khaf-herat-railway/ Archived 2017-12-20 at the Wayback Machine.
  20. afghanistan railways, 2014, http://www.andrewgrantham.co.uk/afghanistan/railways/iran-to-herat/ Archived 2014-10-29 at the Wayback Machine.
  21. "Iran to Herat railway – Railways of Afghanistan". www.andrewgrantham.co.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Opening up Afghan trade route to Iran Archived 2016-01-01 at the Wayback Machine. Railway Gazette International 2008-01-29
  23. "Rail Linkup With Afghanistan by March 2018". 25 February 2017. مؤرشف من الأصل في ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)