کوروش ۲

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کوروش ۲
(قدیم فارسی: 𐎤𐎢𐎽𐎢𐏁 د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کوروش ۲
کوروش ۲

د شخص معلومات
پيدايښت ۰۶۰۰ ق.م
مړینه کال 530 ق م  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سیر سیند  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره د ستر کوروش آرامګاه[۱]  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د هخامنشیانو ټولواکمني  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد کامبوجيه ۲  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لرغونې پاړسي
ايلاميټ ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د پارس دويم کوروش (۶۰۰ – ۵۳۰ مخزېږديز) چې په عامه توګه د لوی کوروش په نوم پېژندل کېږي او يونانيان يې مشر کوروش بولي، د هخامنشي سترواکۍ بنسټګر و، کومه چې لومړۍ پارسي سترواکي وه. د هغه د واکمنۍ پر مهال دې سترواکۍ د لرغوني نژدې ختیځ ټول پخواني مدنيتونه په خپله غېږ کې ونيول، ډېره پراخه شوه او په پايله کې يې د لويديځې اسيا او مرکزي اسیا ډېرې برخې ونيولې. په لويديځ کې د مديترانې بحيرې او «هليسپونيټ» څخه په ختيځ کې د سیند تر سيند پورې غځېدلې وه، دا سترواکي چې کوروش يې بنسټ اېښی و، د نړۍ په تاريخ کې تر ټولو لويه سترواکي وه. د هغه د ځای ناستو پر مهال د هخامنشي سترواکۍ پراختيا د بالکان (ختيځه بلغاريا، پايونيا او ترکيه مقدونيه) له ځينو برخو او سويل ختيځې اروپا پورې په لويديځ کې او په ختيځ کې د سیند تر درې پورې غځېدلې وه.[۲][۳][۲][۴][۵][۶]

د کوروش واکمنۍ تر نږدې دېرشو کلونو پورې دوام وکړ، د هغه د سترواکۍ جرړې هغه مهال پخې شوې، کله چې هغه «مادي» سترواکي ونيوله، له هغې وروسته يې «لیديا» سترواکي او بيا يې «نيو بابلي» سترواکي ونيوله. هغه د مرکزي اسيا پر لور هم لښکرې واستولې، په پايله کې يې سترې جګړې رامنځ ته شوې چې ويل کېږي ټول هېوادونه يې بې له استثنا څخه تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستل. کوروش په مصر کې قدم کښېنښود او ادعا شوې چې هغه په ۵۳۰ مخزېږديز کې د سردريا سيند په اوږدو کې له «Massagetae» سره د جګړې پر مهال مړ شو، خو زينوفون ادعا کړې چې کوروش په جګړه کې نه دی مړ شوی او يو ځل بیا هخامنشي رسمي پلازمېنې «تخت جمشيد» ته راستون شوی و.د هغه زوی «دويم کمبوجيه» د هغه ځای ناستی شو، نوموړي وکولای شول د خپلې لنډې واکمنۍ پر مهال مصر، نوبيا او سيرنايکا ونيسي.[۷][۸][۹][۱۰]

کوروش له دې امله شهرت لري چې د نيولو سیمو د دودونو او مذهبونو درناوی يې کاوه. هغه د سترواکۍ په سرحدي سيمو د «پاسرګادي» په اداره کوونکو کې د مرکزي نظام په جوړولو کې پرېکنده و، کوم چې هم د واکمنو او هم د خلکو لپاره په اغېزناک ډول ګټور و. کله چې هغه د نيو بابلي سترواکي ونيوله، نو د بېرته راستنېدو يو فرمان يې صادر کړ، دا فرمان په استوانيي مهر تاييد شوی يو اعلان و، په کوم کې چې کوروش د اسرائيلو ځمکې ته د اسرائيلیانو د بېرته ستنيدو واک ورکړی او هغوی يې هڅولي وو، همدا فرمان په سپيڅلي کتاب بايبل کې تشرېح شوی دی او په دې ترتيب يې په يهودي مذهب ځکه تلپاتې اغېز پرېښی، چې هغه په دې سيمه د بابليانو واکمني پای ته ورسوله او يهوديانو ته يې اسانتيا برابره کړه چې صهيون ته بېرته راستانه شي. د عبري بابل د اشعيا ۴۵:۱ له مخې: خدای د دې موخې لپاره کوروش مسح کړ، ان تر دې چې د هغه يادونه د يو مسيحا په ډول هم شوې ده (مسح شوی، لاس پرې راکش شوی) کوروش په بابل کې يواځينی غېر يهودي څوک دی، چې په دې حيثيت يې ستاينه او درناوی کېږی.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

کوروش په بشري حقوقو، سیاست او پوځي تګلارو کې د لاسته راوړنو او تر څنګ يې په لوېديځو او ختيځو مدنيتونو د هغه د اغېزو له امله هم پېژندل کېږي. په لرغونې نړۍ کې هخامنشي اغېز ان تر «اتن» پورې هم ورسېد، چېرې چې د لوړې طبقې اتنيانو د پاريس د هخامنشي سترواکۍ د واکمنې طبقې د کلتور ځينې اړخونه د خپلو دودونو په توګه خپل کړل. د «پرسس» څخه راپورته شوی چې اټکلاً د اوسني ايران د فارس له ولايت سره سم دی، کوروش د اوسني ايران په ملي پېژندګلوي کې د پام وړ دنده تر سره کړې ده. د اوسنيو ايرانيانو په منځ کې هغه يو فرقه يي څېره ده او د هغه مزار د ميليونونو خلکو لپاره د درناوي ځای دی. د ۱۹۷۰ز لسيزې پر مهال، د ايران ورستي پاچا رضا شاه پهلوي، د کوروش مشهوره اعلاميه چې د کوروش په استوانه کيندل شوې، د بشري حقوقو تر ټولو لرغونې پېژندل شوې اعلاميه اعلان کړه او له هماغه وخته دا استوانه په دې ډول مشهوره شوې ده. ځينو لوېديځو تاريخ پوهانو په دې اند اعتراض کړی او ويلي يې دي چې د دې استوانې څخه ناسم پوهاوی شوی، بلکې هغه يوه دوديزه اعلاميه ده، کومه چې نوي پاچايان د خپلې واکمنۍ په پيل کې بيانوي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

لغوي

د کوروش نوم یوه لاتيني شوې بڼه ده چې د يوناني ژبې له (Kỹros) ټکي څخه اخستل شوی، يوناني ژبې ته بيا خپله له زړې پارسي ټکي Kūruš څخه راغلی دی. د بېلا بېلو ژبو په ډبرليکونو کې دا نوم او د هغې معنا ثبت شوې ده. د لرغوني يونان تاريخ پوهان هر يو «کتسياس» او «پلوتاريخ» په دې باور دي چې کوروش ټکی له لمر (Kuros) څخه اخستل شوی، دا مفهوم په دې ډول تشرېح شوی چې معنا يې ده «د لمر په څېر» (Khurvash)، په دې ډول دا ټکی د لمر لپاره د پارسي نوم «خور» سره اړيکه لري چې «واش» ورسره د وروستاړي په توګه تړل شوی او معنا يې ده ورته والی.[۲۸][۲۹][۳۰]

«کارل هوفمان» د دې نوم ژباړه، د اندو-اروپايي ژبې په جرړو سره کړې ده چې معنا يې ده «سپکاوی کول» او په همدې ترتيب د کوروش معنا ده «په لفظي سيالۍ کې د دښمن سپکاوی کوونکی». د يو بل ممکنه اشتقاق معنا يې ده «ډېر ځوان، ماشوم» چې له «کوردش کور» سره اړيکه لري (زوی، کوچنی هلک) يا اوستايي i-gur-un  (زېږېدلی) او کور (ځوان غویی). په فارسي ژبه او په ځانګړي ډول ايران کې، کوروش ليکل کېږي. په بابل کې په عبري ژبه د هغه يادونه د Koresh  په ډول شوې ده. ځینې اسناد وړانديز کوي چې کوروش همدا کيخسرو دی، څوک چې د کياني واکمنۍ کورنۍ افسانوي پارسي پاچا او په پارسي حماسه شاهنامه کې ياد شوی کرکټر دی.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

ځينې پوهان په دې باور دي چې نه کوروش او نه کمبوجيه ايراني نومونه دي، وړانديز کوي چې کوروش په اصل کې ايلامي نوم دی او په له منځه تللې ايلامي ژبه کې د دې نوم معنا ده «هغه څوک چې پاملرنه کوی». يو لامل يې دا دی، په داسې حال کې چې ايلامي نومونه په «يوس» پای ته رسېدای شي، هېڅ ايلامي متن نوم په دې ډول نه لیکل کېږي – يواځې Kuraš. په همدې حال کې، په زړه پارسي کې کوم نوم په «اس» پای ته نه رسېده، په همدې بنسټ دا منطقي ده چې پارسي ژبي د « Kuraš» اصلي بڼه په ډېر سم ډول د « Kuruš» بڼې ته بدله کړې وي. له بلې خوا د ايلامي ژبې ليکونکو ته هېڅ داسې دليل نه شته چې « Kuruš» په « Kuraš» بدل کړي، ځکه چې دواړه بڼې يې د منلو وړ وې. په همدې بنسټ، شونې ده چې Kuraš يې اصلي بڼه و اوسي.[۳۵]

د واکمنې کورنۍ تاريخ

په ايراني خاوره ايراني واکمني او پاچهي د هخامنشي واکمنې کورنۍ د پراختيا په توګه پيل شوه، چا چې شونې ده له نهمې مخزېږدېزې پېړۍ څخه راپدېخوا د خپلې واکمنۍ پراختيا پيل کړې وي. د دې واکمنې کورنۍ بنسټګر هخامنش (له زړې فارسي Haxāmaniš څخه) و. هخامنشيان د «هخامنشيانو» له نسل څخه دي، ځکه چې د دې واکمنې کورنۍ نهم پاچا ستر داريوش خپله سلسله نسب هغه ته رسوي او وايي:«له همدې امله موږ ته هخامنشيان ويل کېږي».هخامنش د ايران په سويل لويديځ کې د «پارسوماش» ايالت جوړ کړ او «تيسپس» د «انشان» ښار له نيولو وروسته، د «انشان پاچا» لقب خپل کړ، خپله پاچهي يې پراخه کړه او پارس يې هم په کې شامل کړ. لرغوني اسناد څرګندوي چې «تيسپس» يو زوی درلود چې کوروش اول نومېده او هغه هم د خپل پلار د ځای ناستي په توګه د «انشان پاچا» شو. لومړي کوروش يو سکنی ورور درلود چې نوم يې «اريارمنس» ښودل شوی.[۳۶][۳۷][۳۸]

د کوروش نوم

د تاریخ پوهانو په نظر د کوروش نوم ډېر پخوانی نوم دی چی په فارسی ژبه کی د خورشید معنی لری. ( په پښتو ژبه کی لمر) د کوروش نوم یوازې په پخوانی فارسی او عصری فارسی متنونو کی راغلی دی. مگردغه نوم ( کوروش ) په اروپایی متنونو کی ډېر مغایر نومونه لری.

  • پخوانی فارسی : کوروش
  • عصری فارسی : کوروش
  • یونانی ژبه :Κύρος Β'
  • یهودی ژبه:کورِوش Koresh כורש
  • لاتینی ژبه :سیروس Cyrus؛

تاریخ

په ۷ ق.م. پېړۍ کی ایران د ماد واکمني په لاس کی وو. په دی وخت کی د کوروش پلار د هخامنشیانو د کورنی څخه یو حکمران وو چی په فارس کی یی حکومت کاوه. د کوروش نیکه د ماد حکمران وو.

کوروش ۲ د پلار تر وفات وروسته په ۵۵۹ ق.م. د فارس حکمران شو. په ۵۵۳ ق.م. کال کی کوروش ۲ د ماد د حکمران سره د اختلاف په سبب د هغه په ضد قیام وکړ. په ۵۴۹ ق.م. کال کی د ماد اردو د کوروش پوځ لخوا ماته وخوړله او ماد واکمنی د کوروش لاس ته ورغله. په ۵۴۷ ق.م. کال کی د لیدیې باچا(کروزیس)د کوروش پر واکمنی برید وکړ مگر کوروش هغه پوځ ته ماته ورکړه. په ۵۴۰ ق.م. کال کی کوروش باختر ونیو(خو بیا هم باختر د یو خپلواک هېواد غوندې ؤ) د کوروش پوځ د باختر تر نیولو وروسته د بابل واکمنی ته ورسیده او دغه هېواد یی ونیو.

کوروش په فارس کی نوی پایتخت تاسیس کړ چی د پاسارگادا په نوم یادېږی. کوروش دېړ زغمن حکمران وو. خلکو د هخامنشیانو په ولایتونو کی کولای سول د سیمو د خدایانو ستاینه وکړی.

کوروش ۲ په ۵۳۰ ق.م. کال د باختر په جگړه کی د سکانو(لرغونو پښتنو) لخوا ووژل شو.

د کوروش په وخت کې د ډېرو آريايی قبايلو په ځانگړې توگه د افغانانو فرهنگي میراثونو ته ډېر زیان واوښته.

د کوروش مانا (شپون) دی، کوروش په خپل وخت کې دومره ځمکې لاندې کړې، چې ډېرو کمو واکمنانو به دا ډول کړي وي.

سرچینې

  1. https://kaffeketab.ir/%D9%83%D9%88%D8%B1%D9%88%D8%B4%E2%80%8C%D9%86%D8%A7%D9%85%D9%87-%DA%AF%D8%B2%D9%86%D9%81%D9%88%D9%86/
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bachenheimer 2018، ص. 188.
  3. Image: کينډۍ:OldPersکينډۍ:OldPersکينډۍ:OldPersکينډۍ:OldPersکينډۍ:OldPers
  4. Xenophon, Anabasis I. IX; see also M. A. Dandamaev "Cyrus II", in Encyclopaedia Iranica.
  5. Schmitt Achaemenid dynasty (i. The clan and dynasty)
  6. Kuhrt, Amélie (1995). "13". The Ancient Near East: c. 3000–330 BC. Routledge. د کتاب پاڼې 647. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-16763-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Cambridge Ancient History IV Chapter 3c. p. 170. The quote is from the Greek historian Herodotus.
  8. Beckwith, Christopher. (2009). Empires of the Silk Road: A History of Central Eurasia from the Bronze Age to the Present. Princeton and Oxford: Princeton University Press. کينډۍ:ISBN. p. 63.
  9. Cyrus's date of death can be deduced from the last two references to his own reign (a tablet from Borsippa dated to 12 August and the final from Babylon 12 September 530 BC) and the first reference to the reign of his son Cambyses (a tablet from Babylon dated to 31 August and or 4 September), but an undocumented tablet from the city of Kish dates the last official reign of Cyrus to 4 December 530 BC; see R.A. Parker and W.H. Dubberstein, Babylonian Chronology 626 B.C. – A.D. 75, 1971.
  10. Bassett, Sherylee R. (1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Death of Cyrus the Younger"]. The Classical Quarterly 49 (2): 473–483. doi:10.1093/cq/49.2.473. ISSN 0009-8388. PMID 16437854. 
  11. Dandamayev Cyrus (iii. Cyrus the Great) Cyrus's religious policies.
  12. The Cambridge Ancient History Vol. IV p. 42. See also: G. Buchaman Gray and D. Litt, The foundation and extension of the Persian empire, Chapter I in The Cambridge Ancient History Vol. IV, 2nd edition, published by The University Press, 1927. p. 15. Excerpt: The administration of the empire through satrap, and much more belonging to the form or spirit of the government, was the work of Cyrus ...
  13. The Biblical Archaeology Society (BAS) (24 August 2015). "Cyrus the Messiah". bib-arch.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Jona Lendering (2012). "Messiah – Roots of the concept: From Josiah to Cyrus". livius.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Margaret Christina Miller (2004). Athens and Persia in the Fifth Century BC: A Study in Cultural Receptivity. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 243. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-60758-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Vesta Sarkhosh Curtis; Sarah Stewart (2005). Birth of the Persian Empire. I.B. Tauris. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84511-062-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Verify source
  17. Amelie Kuhrt (3 December 2007). The Persian Empire: A Corpus of Sources from the Achaemenid Period. Routledge. د کتاب پاڼې 47. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-07634-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Shabnam J. Holliday (2011). Defining Iran: Politics of Resistance. Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب پاڼي 38–40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4094-0524-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The Cyrus Cylinder travels to the US". British Museum. 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 10 September 2010 باندې). Cyrus cylinder, world's oldest human rights charter, returns to Iran on loan.
  21. (په 13 August 2013 باندې). Oldest Known Charter of Human Rights Comes to San Francisco.
  22. Daniel, Elton L. (2000). The History of Iran. Westport, CT: Greenwood Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-313-30731-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 10 September 2010 باندې). Cyrus cylinder, world's oldest human rights charter, returns to Iran on loan.
  24. (په 13 August 2013 باندې). Oldest Known Charter of Human Rights Comes to San Francisco.
  25. Arnold, Bill T.; Michalowski, Piotr (2006). "Achaemenid Period Historical Texts Concerning Mesopotamia". In Chavelas, Mark W. (المحرر). The Ancient Near East: Historical Sources in Translation. London: Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-631-23581-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Mitchell, T.C. (1988). Biblical Archaeology: Documents from the British Museum. London: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-36867-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Llewellyn-Jones 2017، ص. 67.
  28. ; Plutarch, Artaxerxes 1. 3 classics.mit.edu; Photius, Epitome of Ctesias' Persica 52 livius.org Archived 2016-11-23 at the Wayback Machine.
  29. Schmitt, Rüdiger. "Cyrus (name)". Encyclopædia Iranica. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ Schmitt 2010، ص. 515.
  31. Tavernier, Jan (2007). Iranica in the Achaemenid Period (ca. 550-330 B.C.). Leuven: Peeters. د کتاب پاڼي 528–9. OCLC 167407632. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789042918337. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (Dandamaev 1989, p. 71)
  33. Al-Biruni 1879، ص. 152.
  34. Tait 1846، ص. 342-343.
  35. Waters 2014، ص. 171.
  36. e. g. Cyrus Cylinder Fragment A. ¶ 21.
  37. (Schmitt 1985b) under i. The clan and dynasty.
  38. Schmitt Achaemenid dynasty (i. The clan and dynasty)