افغان
افغان نوم د افغانستان د اساسي قانون له مخې د افغانستان د ټولو وګړو ملي نوم دی.
په اساسي قانون کې
څلورمه ماده:
- په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله يايې د خپلو استازيو له لارې عملي كوي.
- د افغانستان ملت عبارت دې له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري.
- د افغانستان ملت له پښتون، تاجك، هزاره، ازبك، تركمن، بلوچ، پشه يې، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دى.
- د افغان كلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق كيږي.
- د ملت هيڅ يو فرد د افغانستان له تابعيت څخه نه محروميږي.
- په تابعيت او پناه وركولو پورې مربوطې چارې د قانون له ليارې تنظيميږي.
د نامه تاریخی ارزښت
د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د اسيا په زړه کې تر ټولو تاريخي، وټه ييزه او ټولنيزو شرايطو لاندې يو نه بيلېدونکی واحد دی چې ځینې يې اووه سوه (۷۰۰) کلن تاريخي لرغونتوب گڼي او ځینې يې لکه هیونتسنگ هم د (نقش رستم) د کتيبې په شان د سلېمان غره په لړ کې د (اې - پې ـ گان) په نامه د ځينو خلکو يادونې کوي. دا ټول لفظونه یعنې (اسواغان، اب گائین، اپاکان او اې پې گان) د لفظ افغان سره ډېره نژدېوالی لري او امکان لري چې ددې لفظونو ريښه هم د ارمني ژبې لفظ (اوغان) وي. ددې نه دا اټکل کېدای شي چې د لومړي شاه پور په منصبدارانو کې په دې لفظ (اوغان ـ ابگان ـ افغان) موسوم ځينې خلک موجود وو، او دا نوم به په اغلب گمان دوی د خپلو غرنیزو سیمو په وجه ايښودلی وي.
افغان کليمه د عبدالحی حبیبي په وینا
عبدالحی حبیبي د خلکو او عامه ذهنيتونو د روښانولو په خاطر ، او د هغوی د سیمې لارښوونې لپاره د شک او تردید د ورکولو په خاطر د (افغان) کلمه ښه راڅپړلې ، او وايي چې د (افغان) کلمه يوزرواووه سوه ۱۷۰۰ کاله لرغونتوب د تاریخي اسنادو، شواهدو، او لاسوندونو په رڼا کې لري .او ملي اصالت لري.
په افغانستان کې دننه او دباندې ځينې کسان فکر کوي چې دانومونه د احمدشاه ابدالي په لاس د افغاني دولت تر بيا جوړولو وروسته په اتلسمه پېړۍ کې رامينځ ته شوي او زمونږ هغه هېوادوال چې له تاريخي پېښوڅخه خبر نه دي تل پوښتي چې ايا دا نومونه لرغونی تاريخ لري که نه؟ نو ځکه په دې ليکنه کې په ډېر لنډيز سره دا موضوع لوستونکو ته وړاندې کېږي. د افغان نوم تر کومه ځايه چې څرگند دی په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سند د دوو لويو سيندونو تر مينځ په همدې نامه يوې ډلې وگړو ژوند کاوه چې تفصيل يې دادی.
شل کاله پخوا (اوس پنځه پنځوس کاله مترجم) د ايران د شېراز په نقش رستم کې د شيکاگو د ختيځې موسسې د لرغونپوهانو يوې ډلې د هغه ځای په ډبر ليکونو کې د زردشت په کعبه کې په دوو پهلوي اشکاني (پارتي) او يوناني ژبو يو ډبر ليک وموند چې هغه د ساساني کورنی دوهم بادشاه لومړني شاه پورتر ۲۶۰ ميلادي کال او د او يسي په جگړه کې د روم د امپراتور واليرين ( valerian ) تر ماتې او اسارت وروسته دلته د زردشت د کعبې د ديوال په ډبرو ليکلي دي.
څرنگه چې لومړی شاپور ۲۷۳ م کال مړشوی نو د دې ډبرليکلو نېټه د ۲۶۰ تر ۲۷۳ ع کال پورې د ديارلسو کلونو تر مينځ ټاکلای شو.
د دې ډبر ليک نيمگړې فارسي ژباړه دې د لرغونپوهنې د رپوټونو د ۴ ټوک په ۱۸۱ مخ کې چې په ۱۹۵۹ ع کال په شېراز (ايران) کې خپور شوی، وکتل شي). د دې ډبرليک په دوهم بند کې د پشکابور ( Pashkabur ) د ښار نوم د کوشان خساتر ( kushan-khsatr ) يعنې د کوشاني هېواد د وروستني ختيځ سرحد په توگه ياد شوی دی چې هغه يې د يوناني له “کسپاپوروس” د چيني هيون تسنگ له پو-لو-شا-پو-لو او د اسلامي دورې د مورخينو له پرشا پور او پر شاور (پېښور) سره يو بللی دی. دهمدې ډبرليک په شپږمه برخه کې د شاه پور د واکمنۍ په مهمو کسانو کې د “ وينده فرو ابگان رزمه ود” ( ۱ ) نوم ياد شوی دی چې د سپرنگ لونگ ( Sprengling ) په نامه يوه محقق لومړی ځل دا ډبر ليک ولوست او دامريکې په سامي مجله کې يې په ۱۹۴۰ کال يوه مقاله وليکله او دوهمه کلمه “ابگان” يې په قاطع ډول د افغان له او سني پاچا دريم شاه پور له نامه سره چې له ۳۰۹ تر ۳۷۹ ع کال پورې يې او يا کاله پاچاهي کړې د اپکان ( Apkan ) په بڼه يو صفت او لقب ياد شوی دی چې دا کلمه هم کولای شو د “ ابگان” د يادې شوې کلمې غوندې وگڼو چې د زړورتوب، رشد او نجابت د صفت او يا به هم د نژادي تړون په بنا راوړل شوې وي او همدا موضوع ده چې ځينې مورخين لکه سر او لف کيرو يې د ساساني دربارپه مشرانو کې د درانيو او يو سفزيو د شته والي په فکر کړی دی (و گورئ پټانان – انگليسي متن ۸۰ مخ) او موږ نوموړی نوم “وينده فرن افغان رزم بد” يعنې يو افغان د جگړې سالار وينده فرن ويلای شو چې ښايي يو افغاني سلار وي. د فردوسي په شهنامه کې هم دوه ځله د “آوگان” نوم راغلی چې د فريدون د وخت له سپه سالارانو څخه ؤ.
سپهدار چون قارن کاو گان
سپه کش چو شيروي وچون آوگان
( شاهنامه، د مسکوچاپ، لومړی ټوک، ۱۱۰ مخ)
همدا د فريدون په داستان کې يوځل وايي:
همه گرد ايوان، دورويه سپاه
بزرين غمود و به زرين کلاه
سپهدار چون قارن کاوان
به پيش سپاه اندرون آوگان
(لومړی ټوک، ۱۱۶ مخ)
په هر حال له دې يادونې څخه داسې څرگندېږي چې اوه – اوگان په لرغونو اريايي رواياتو او شاهنامو کې دود و او که د بو ستي د وينا له مخې يې اصل او ستايي و بولو نو معنی به يې مهربان او لاس نيوونکی وي چې نومونه له لرغونو اتلانو سره وړ وو او که بيا وروسته د يوه قوم او يا ټولنې په معنی او ښتی وي ليرې نه ده. که د ابگان، په اگان کلمو ته په زړو رواياتو او د ساساني دورې په پاتې شونو کې د باور وړ اهميت ورکړل شي لکه چې سپرنگ لنگ او او لف کيرو همدا نظر لري نو دعوه کولای شو چې د افغان نوم يا صفتد بگان او اپه گان په بڼه له دريمې غيسوي پېړۍ (صدۍ) څخه اخيستل کېده او بادشاهانو، اداره چيانو او او وا کمنانو پېژانده او دا سند تر اوسه د دې نامه د لرغونتوب په باب د يادولو وړ زوړ سند دی چې د زړو روايتونو “او گان” هم ورته دی.
دوهم له ترلاسه شويو او پاتې شويو آثار سره اړه لري چې دا نوم د اوه گانه ( Avagana ) بڼه چې د ساساني دورې د ابگان او اپه گان له بڼو سره ورته دی، په هندي آثارو کې په لاندې تفصيل مومو.
ورهامي هيرا ( Varha-Mihira ) هندي شاعر او نجومي دی چې د پنځمې عيسوي پېړۍ په پای کې د هند په راجين کې وزېږېد او د ۵۰۵ ع شاوخوا يې ښه شهرت وموند، د ده مهم کتاب “پنجد سيد هانتيکا” ) pance Siddhantika ) نومېده چې د نجوم د علم د پنځو کتابونو لنډيز ؤ او دی د نجوم په باب يو منظوم کتاب هم لري چې پکې يې د ښکلو ډبرو. د هند د جغرافيې او نور د کار وړ موضوعاتو په باب هم خبرې کړې او نوم يې پرې بهريته سنهيته ( Bhrita Sanhita ) اېښي دي چې په ۶۱ - ۱۱ او ۳۱ - ۱۶ بيتونو کې يې دافغان نوم داوه گانه په بڼه ياد شوی دی. لکه څرنگه چې فرانسوي عالم موسيو فوشه په خپل تکسيلا ته د هند او باختر زړه لار “ ۱۹۴۷ ” کال کې د پاريس چاپ، ۲۳۵ - ۲۵۲ مخونه، ۱۷ نوټ کې شرح کړی دی. دا د شپږمې پېړۍ په مينځ-مينځ کې د افغان ډېر زوړ ياد دی، ځکه هندي منجم “ورهاميهيرا” په ۵۸۷ ع کال مړشوی او وايي چې د ده نجومي معلومات يو ناني سرچينه درلوده او د ځمکې په کرويتوب (گردوالي) قايل و، دده دوه کتابونه ابو ريحان بېروني په عربي ژباړلي نوله همدې امله په پوهانو کې د ده شهرت او ثقه والی تل د باور وړو.
د همدې تاريخي سند له مخې د “افغان” کلمه په هنديانو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کاله وړاندې هم مشهوره وه او هندي ليکوالو ياده کړې ده.
تر اسلام وړاندې پېړيو کې مو د افغان نوم په دوو پخوانيو سندونو لويديځ ته په پارس او ختيځ ته په هندوکې در وښود او موږ پوهېږو چې همدا وخت بودايي دين د افغانستان په ختيځ او شمال کې دودؤ بېلو ښارونو لکه بلځ، کندز، کاپيسا، هډې، لغمان او له غزني نه تر کندهاره پورې ودان وو او څرنگه چې د چين خلک هم د دين له مخې بودايان وونو ځکه به د چين بودايي زيارت کوونکي تل د زيارت او تبرک له پاره دې هېواد ته تلل له دې زيارت کوونکو څخه يو هم “هيون تسنگ” دی چې د اوومې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د اسلام له ظهورسره سم خو د عربو په لاس د افغانستان تر فتح کېدو وړاندې دې هېواد ته راغلی دی، دی د ۶۲۹ ع کال د اگست په لومړۍ نېټه له “ليانگ چو” نه را روان شو او د ۶۳۰ ع د مارچ په ۵ ”سمرقند” او په ۲۰ نېټه د افغانستان “خلم” ته راورسېدل، دی د اپريل په ۲۰ په “بلخ” او د اپريل په ۳۰ په باميانو کې ؤ او د هندوکش په له واورو ډک غره د می په لسمه نېټه “کاپيسا” ته راورسېد، د اوړي تر پايه پورې د کابل شاهانو په دې پايتخت کې پاتې شو او بيا يې خپل سفر ته داسې دوام ورکړ.
د اگست په ۱۵ لغمان ته راغی او درې ورځې يې هلته تېرې کړې، د اگست په ۲۰ ننگرهار ته راغی، دوې مياشتې هلته پاتې شو، د نومبر له لومړۍ نيټې نه د گندهارا په نورو برخو او ددسمبر له لومړۍ نيټې نه د گندهارا په نورو برخو او د درسمبر له اومړۍ نېټې نه د پېښور په سيمو کې ؤ، د ۶۳۱ ع د جنوري په لومړۍ نېټه د سند د سيند په کڅونو کې په سفر روان شو او د اپريل په ۱۰ نېټه ټکسيلا ته ورسېد، دی ۱۲ کاله په هند کې پاتې شو او په بېرته راستنيدو کې د ۶۴۳ ع کال د دسمبر په ۱۵ نېټه بېرته ټکسيلا ته راغی او بيايې د افغانستان لاندني ښارونه وليدل.
د دسمبر په ۲۵ نېټه د فيل په سورلۍ له اباسين نه راواوښت، د ۶۴۴ ع کال د مارچ په ۱۵ نېټه لغمان ته راورسېد او دهغه ځای له پاچا سره يوه مياشت پاتې شو، د جون په ۱۵ “فه-له-نه” يعنې “بنو” ته ورسېد، د جون په ۲۰ “و – پو-کين” او دجون په ۲۵ “ تساو-کيو-تو” (غزني) ته ولاړ، د جولای په ۵ کاپيسا، د جولای په لومړۍ نېټه اور تسپانه (کابل) د جولای په ۵ کاپيسا، د جولای په ۲۰ اندراب، د اگست په لومړۍ نېټه توخار (تخار) د ستمبر په ۸ بدخشان او د دسمبر په ۱۲ پامير ته ورسيد چې بيا له هغه ځايه يار کند او ختن ته تېر شو.
د هيون تسنگ سفر نامه د “سي-يو-کي” يعنې د لويديځو هيوادو خاطرې نومېږي او له چيني ژبې نه په انگليسي ژباړل شوې او په وارو – وارو خپره شوې ده چې د دې ارښتناک کتاب يوه برخه دهغه وخت د افغانستا د خاورې او خلکو د جغرافيايي، ديني، سياسي او اجتماعي او ضاعو په باب ډېر په زړه پورې مواد لري او کله چې دی له هند نه په راغبر گېدو کښې “فه-له-نه” يعنې د "بنو" ولايت ته رسېږي، د " سي-يو-کي” د لومړي ټوک په ۲۵۶ مخ کې (انگليسي ژباړه) د “او-پو-کين” ( o-po-kien ) په نامه يوه سيمه د بنون او غزني تر منځ د بنو شمال لويديځ او دغزني جنوب ختيځ ته، يادوي چې تر ده وړاندي يوه بل چيني زايرفاهيان هغه د “لو-يې” يعنې “روه” ( Roh ) په نامه ياده کړې وه ( ۲ ) څېړونکو خصوصا جنرال کننگهم د هند د لرغوني جغرافيې ليکوال دا “او-پو-کين” د “اوه گان” (افغان) له کلمې سره تطبيق کوي او وايي چې هيون تسنگ د دې خلکو ژبه هندي نه بولي خو دده په وينا يې دهند له ژبو سره لږ ورته والی درلود نو له دې نه به مطلب پښتو وي لو څرنگه چې چيني “او-پو-کين” همغه د لرغوني “اوه-گان” هجاوې (څپې) لري نو بويه په باور ووايو چې مراد همدا افغان دی چې اوس هم د سنده او غزني تر مينځ د پکتيا – پکتيکا او غزني ولايتونه د افغاني اصيلو او لرغونو قبيلو استوگنځي دي، دی حتما د همدې کورمې او گوملې په غرونو چې د “او-پو-کين” يعنې “افغان” استوگنځی و او په همدې نامه يادېده، او پکتيا ولايت ته ور او ښتی دی.
تر اسلام وړاندې د افغان د نامه په باب همدا درې لرغوني ساساني، هندي، چيني سندونه لرو او تر دې وروسته په اسلامي دوره کې د دې نامه ياد په درې او عربي کتابونو کې په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد يې په “حدودالعلم” کې دی چې په دې کتاب کې د عبدالجبار عتبي په “تاريخ يميني” کې “افغان” د سبکتگين او د ده د کورنۍ په عصر کې په وارو – وارو ياد کړی ان چي ابن اثير په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املاهم ليکي، ترې راوروسته مور خانو لکه فخر مدبر په اداب الحرب والشجاعه، قاضي منهاج سراج جوزجاني په طبقات ناصري، حمدالله مستوفي په تاريخ گزېده او محمد قاسم فرشته او نوروهم “افغان” او “اوغاني” قبايل په وارو – وارو ياد کړی دي.
همدا راز د افغانستان د کلمې په باب هم ويلای شو چې دا داسې نوی نوم نه دی چې د احمدشاه ابدالي په وخت کې دې جوړ شوی وي، بلکه تر ده په پېړيو وړاندې يعنې ( ۷۰۰ ) کاله مخکې هم موجود او داستعمال وړ او موږ د سيفي هروي په تاريخ هرات کې چې د ۷۲۱ ه ( ۱۳۲۱ )ع کال شا او خوا تاليف شوي وينو چې همدا د افغانستان ختيځي سيمې يې د سند تر څنډو پورې د “د افغانستان” په نامه بللې او له دې نه هيواد د غزنويانو او غوريانو د سياسي وحدت له دورنه د چنگيزيانو د تېريو له امله د تجزيې او ورانۍ په لور روان و، د افغانستان نوم هغه وخت هم موجود وخو دومره پراختيا يې نه درلوده لکه د احمدشاه بابا په وخت کې يې چې ترلاسه کړه.
د هرات دتيموريانو په وخت کې مولانا کمال الدين عبدالرزاق سمرقندي هروي چې په ۸۱۶ ه ) ۱۴۱۳ ) کال په هرات کې زېږيدلی او د هرات د دربار د پوهانو، مورخانو قضا او سياست له کسانو څخه و خپل د “مطلع سعدين او مجمع بحرين” تاريخ په ۸۷۵ ه ( ۱۴۷۰ ع)کال وليکه، دی هم په خپل کتاب کې افغانستان په همهغه جغرافيايي وسعت چې سيفي پېژانده و وارو – وارو يادوي چې د هرات د تيموريانو د لوی هېواد خراسان يوه برخه و او معين الدين اسفزاري هم په روضات الجنات کې افغانستان په وارو – وارو ياد کړی دی.
کله چې بابر په ۹۳۲ ه ( ۱۵۲۶ )ع کال له افغانستان نه د هند په لور ولاړ او په ډيلي کې يې د هند د مغولو امپراتوري جوړه کړه نو دال بابر په اکثرو تاريخونو کې وينو چې همدا د افغانستان نوم په همهغه واړه جغرافيايي مفهوم موجود او مستعمل دی او د دې سيمې خلک تل د هند د تيموريانو او دايران د صفويانو د يرغلگرو امپراتوريو په مقابل کې د خپل ژوند او ازادۍ د ساتلو په جگړه بوخت دي – څو چې په همدې افغانستان کې ددووپېړيو د اوږده مقاومت او مقابلې په نتيجه کې د ميرويس او احمدشاهد مېړنيو قيامونو په وسيله يو ځل بيا ددې خاورې په سياسي وحدت، بيا احياء او دلوي افغانستان په جوړولو بريالي شولاو دادی موږ اوس د افغان يو زر اووه سوه کلن او دافغانستان اووه سوه کلن وياړ من نومونه د خپل ملي وحدت او تاريخي سوابقو د وياړ وړ پيل او مبداء په توگه پېژنو ( ۳
افغان مخینه
د افغان کلمه د لرغوني افغانستان د اوسېدونکو لپاره له پخوا راهيسې دود ده . د افغان او پښتون کلمې په ډېرو ځايونو کې په مترادفه (هممانيزه) توگه کارېدلي دي . د پښتون کلمه د (پکت) او (پکتويکي) له مفاهيمو څخه اشتقاق شوې ده، (پکتوکي) يا (پکتويکي) يوولس گونو آريايي ټبرونو نه يو ټبر دی، چې د پښتون له کلمې سره سمون لري. دغه مطلب د پروفيسور ډورن (Dorn) په آند ، د هېرودوټس په کتاب(Istorii) کې راغلی دی . او ويلي ېې دي چې اوسينی پښتون او افغان د همدغه (پکت) له کلمې نه جوړ شوی دی. د هيرودوټس (Herodotus) په ارزښتمن اثر د (گندهارا رپوټ) کې راغلي دي چې د (کسپاتورس) ښار ، يانې (پېښور ) په دغه پکتويکي کې موقعيت لري. پروفيسور گورډن (Gordon) هم دا مني او گڼي چې، پښتانه د ( پکتيکوس) يا (پکتويس ) له نسله دي. په لرغونو ختيځو آثارو کې معمولاً د (افغان) او (پښتون) ترمېنځ کوم توپير نشته دا ځکه چې ددغه ټاټوبي اوسېدونکي ټول اکثریت پښتانه ؤ، او د دوی تر اړخ نور واړه واړه ټبرونه راټول او ځانو ته يې د افغانانو خطاب وکړ. دا په دې مانا ده چې اصل او اساس د دې کلمې لپاره هماغه آريايي د (پکت) يا (پکتويکي) ټبر موجوديت دی ، موږ د (پښتون ) او د (افغان) کلمې يو دبل څخه نه شو بېلولای ، خو دا جوته ده چې پښتنو قومونو ځانته (افغان) وئيل ، او پښتون قوم ېې د افغان په نامه پېژانده . دې خلکو خپله نظريه په دې بنسټ قايمه کړې ده چې پښتون افغان دی ، او دا لفظ د ټولو پښتنو لپاره وکارېده. دې نامه دومره پراختيا او عموميت وموند چې د ټول پښتون قام نوم افغان وگرځېد او هغه ټول خلک د افغان په نامه مشهوره شول. افغان د پښتنو يو ملي نوم دی ، نه قومي او تاريخي د پروفيسور مورگن ستيرنه په عقيده (افغان) د دغې اصطلاح نوې بڼه او پښتون ېې کلاسيکه بڼه بولي ، او پختون (پښتون) د شمال ختيځو سيمو د اوسېدونکو د محلي گړدود دی. دی هم د بېلي(Baily) پشان تائيدوي چې Kht خت وروستی ډياليکتيکي بڼه ده او Sht (شت) احتمالآ هم د يونان Kt نه منل شوی دی. او په دې دليل د دغو غږونو ورته والی او يووالی ردوي، خو دا څرگنده ده چې پښتون (پختون) له (پکتيوس ) سره گډه ريښه او ټينگه اړيکه لري هنري بېلو(Henry Bellow)، هېنري لوونتال (Henery Lowental)، اولف کارو او د آف اېنډيا سروې کتاب مولف جورج گريرسن (George Grerson)، د هیرودوټس (پکت)، (پکتويس) او پکتويک (پکتيکا) او (پختويس) په عبارتونو کې دا الفاظ په ترتيب د نننۍ (پختونخوا) او (پښتون) د کلمو معادل بولي، څومره چې مالومه ده د (افغان) کلمه د (اوغان) له کلمې نه معربه ده، چې د اسلام ا عربو په دوره کې د (اوغان) پر ځای د ليکوالو له خوا ليکل شوې ده . (اوغان) يا (افغان) د پښتنو د ټبر ډېر پخوانی نوم دی، چې د پکت يا پښت يا پښتون هممانيزه دي . او د پښتون د ټبر لپاره د پخوا نه استعمالېده . دا يوه پخوانۍ آريايي کبمه ده . دغه کلمه د (افغان) په بڼه هم راغلې او بيا ېې زيات شهرت او پراختيا موندلی ده . دا شهرت دومره زيات او عام شو چې ، دا نوم په دوولسمه هـ لمريزه پېړۍ کې د افغانستان د ټولو پښتنو او نورو اوسېدونکو نوم وگرځېد . د (افغان) د لفظ په باره کې د يو شمېر څېړونکو عقيده دا ده چې دا تر ټولو د مخه د ايران د (نقش رستم) په هغې کتيبې کې راغلې ده چې په درېيمې زېږدي (ميلادي) پېړۍ کې د ساسانيانو د يوه واکدار ، لومړي شاه پور ، په هدايت او حکم په پارتي او يوناني ژبو ليکل شوې ده، (دشپرنگ لنگ) يا (دشپرنگ لن) په خپلې هغې مفصلې ليکنې کې چې سرليک ېې (( لومړيشاه پور د زردشت پر هديره باندې )) دی ، د دغې کتيبې د تشريحاتو په ترڅ کې يو ځای ليکي چې دی ، د دې کتيبې د (ابگان) يا (اوگان) کلمې ته معاصر (افغان) له نامه نه بل غوره معادل نه شي پيدا کولی څينې نوميالي پوهان بيا په دې عقيده دي چې د (افغان) نوم د لومړي ځل لپاره يوه لرغوني هندي منجم (وراهه ميهيرا) د (اوگان) په بڼه يد کړی دی. (اچ کرن) چې (براټ سنهتيا) ېې آن په کال ۱۳۴۸ هـ.. ل. (۱۸۶۹ ز. ) کې په انگرېزي ژباړلی دی. د (اوگان) وی ېې د (افغان) په بڼه ليکلی دی. دا داسې مانا لري چې (کرن) بيخي باور درلود چې د (وراهه ميهيرا ) د اوگان وی د افغان سره کټ مټ يو شی دي. (جورج گرېسن ) هم وايي چې ده وراهه میهیرا د اوگانه لفظ په ډېر ډاډ سره د (افغان) له کلمې سره يو شی گڼل شوي دي. الکسانډر کننگهم د هند په لرغوني جغرافيه کې اوپوکين يا افغان تر سرليک لاندې يوازې يو ځل په يو لنډ عبارت کې ياد کړی دی. او د هغه موقيعت د (Fa-La-na) لمنه يعنې بنو او غزني تر مېنځ د بنو شمال لوېديځ او د غزني جنوب غرب تخ ښودلی دی، کننگهم خپله په دې باور دی چې د هيون تسنگ د اپوکين مطلب هرومرو افغان دی. ځکه د چیني ژبو په هجايي حرکاتو (سېلابونو) کې د (افغان) لفظ له دې په زياته څرگندتيا نه شي اداکېدلای . دا د افغانانو تر ټولو نه لرغونې يادونه ده . د آخوند دروېزه مخزن الاسلام کې ، هم د پښتون د کلمې ياد په کراتو شوی دی د (ابگان) او (اوگان) له پاره معاصر (افغان) پرته ، لیکونکي کومه بله غوره کلمه نه شي موندلای . نو ټولې هغه کلمې چې په لرغوني حالت شته ، د (افغان) کلمه ترې نه اشتقاق کېدای شي. که د ساساني عصر (اپگان) او (اوگان) ته اعتبار ورکړو، نو په هغه صورت کې به دا ډېر لرغونی سند وي، چې دغه نوم په کې یاد شوی او د میلادي درېيمې پېړۍ نه راوروسته د استعمال ځای لري. تر کومې اندازې چې معلومه شوې ده د(افغان) کلمه د لفظ (اوغان) نه معربه ده چې په اسلامي دوره کې د مؤرخینو له خوا د پښتنو له پاره کارول شوی ، ابو نصرمحمد عبدالجبار العتبي په تاریخ يمني کې په څرگند ډول دا لیکي چې په (افغان) کې د (اوغان) تعریب دی په اسلامي مؤرخینو کې ابو ریحان البېروني ، فردوسي طوسي ، ابوالفضل بیهقي ، منهاج السراج، او داسې نورو مؤرخینو هم د افغان نوم بيا بيا د دې خلکو (پښتنو)له پاره کارولی دی . سره له دې په اتمه هجري پېړۍ کې داسې مؤرخین هم ؤ ، چې هغه لرغونی لفظ (اوغان) ېې کارولی دی ، لکه ظفرنامه ، ملفوضات، تېموري مطلع السعدین او نور. سنسکرېټ په لرغونو لغاتو کې (اب گائن) د يوداسي قوم د پاره کارول شوی دی چې موسیقي نه لري ، احتمال لري چې دا لفظ به د پښتنو لپاره استعمال شوی وي . او وروسته به هم دغه لفظ د زمانې په تېرېدو سره به په افغان اوښتی وي، مشهور چیني سېلانی هیون تسنگ هم د (نقش رستم) د کتيبې په شان د سلېمان غره په لړ کې د (اې - پې ـ گان) په نامه د ځينو خلکو يادونې کړي . دا ټول لفظونه یعنې (اسواغان، اب گائین، اپاکان او اې پې گان) د لفظ افغان سره ډېره نژدېوالی لري او امکان لري چې ددې لفظونو ريښه هم د ارمني ژبې لفظ (اوغان) وي . ددې نه دا قياس او اټکل کېدای شي چې د لومړي شاه پور په منصبدارانو کې په دې لفظ (اوغان ـ ابگان ـ افغان) موسوم ځينې خلک موجود وو، او دا نوم به په اغلب گمان دوی د خپلو غرنیزو سیمو په وجه ايښودلی وي . عبدالحی حبیبي د خلکو او عامه ذهنيتونو د روښانولو په خاطر ، او د هغوی د سیمې لارښوونې لپاره د شک او تردید د ورکولو په خاطر د (افغان) کلمه ښه راڅپړلې ، او وايي چې د (افغان) کلمه يوزرواووه سوه ۱۷۰۰ کاله لرغونتوب د تاریخي اسنادو، شواهدو، او لاسوندونو په رڼا کې لري . د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د آسيا په زړه کې تر ټولو تاریخي ، اقتصادي، او ټولنیزو شرايطو لاندې يو نه بېلېدونکی واحد جوړ کړی او يو غښتلی، لرغونی او ملي اسالت لري. د افغان نوم په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سندهـ د دوؤ لويو سیندونو تر مېنځ په همدې نامه ، همدې خلکو ژوند کاوه. د افغان کلمه چې تر دا اوسه پورې په عملمي اثارو کې لیدل شوې ده د هغو ټولو مېشتو وگړو نوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې ېې په آريانا ، خوراسان، او افغانستان کې ژوند کړی دی . د افغانانو څانگې او ډلگۍ ډېرې دي ، خو دوی ټول افغانان او د واحد افغان ملت بچيان دي . موږ د اسلام نه دمخه د افغان د کلمې په باب همدا ياد شوي درې لرغوني سندونه لکه ساساني ، هندي، او چينايي لرو او لدې نه وروسته په اسلامي دوره کې ددې نامه ياد د (دري) او عربي ژبو په اثارو کې په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد ېې په حدود العالم کې دی . چې په نهه سوه اودوه اتيا ۹۸۲ زېږيز کال کې د جوزجان د آلفريغون له کورنۍ او يا مربوطينو نه گڼې لیکلي ېې دي . پدې کتاب کې د عبدالجبار العطبي په تاریخ يمني کې فغان د سبکتگین او دده د کورنۍ په عصر کې په وار وار ياد کړی. آن چې ابن اثیر په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املا هم لیکلې، بيا وروسته نورو مؤرخانو لکه فخر مدبر په آداب الحرب و الشجاعه ،قاضي منهاج السراج جوزجاني په طبقات ناصري حمدالله مستفي، په تاریخ گزیده او محمد قاسم فرشته او نورو هم افغان او اوغاني قبايل په وار وار ياد کړي دي .
د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ کتاب څخه
د"افغان" کلمه داسلام دخپریدو نه دمخه په ډیرو زړو متونو اولرغونو اثارو کښې دځینو مؤرخینو په قول د" اووه گانه" ، "ابگان"،"اپه گان" ،"اوگان "،"اوغان " او "اغوان "په بیلا بیلو نومونو کې راغلې ده . او دسپیڅیلي دین له خپریدو سره جوخت دځینو مورخینو او پوهانو له خوا د"افغان" کلمه دا"اوغان" دکلمې نه معربه شوه . ابو نصر محمدبن عبدالجبار عتبي په خپل یمیني نومي کتاب کښې ښکاره لیکلي دي چې ( افغان د اوغان معرب دی ) .
بیلو � په دې عقیده دی چې دانوم لومړی � اعوان � ؤ . چې ډیر پخوانی او داریائي ریښې نه اخستل شوی دی . د اوان چې بیا"ؤ" .چې ډیر پخوانی او اریائي ریښې نه اخستل شوی دي. چې بیا "اوغان" او ډیر وروسته "افغان" شوی دي.
د اوغان او افغان په اسلامي مؤلفانو کښې په څلورمه هجري پېړۍ کښې د ( حدود العالم من المشرق الی المغرب) د جغرافیې نوم ورکي مؤلف لخوا داسې ذکر شوی دی. "دسول په یوه ودان غره کښې یوه کلی دی چې افغانان په کښې شته دی......"
همدا رنگه د پوهاند عبدالحی حبیبي په قول چې ( افغان او افغانستان ) تر سرلیک لاندې مقاله کښې کښلي دي "د ایران د شېراز په نقش رستم کښې دشیکاگو د ختیځې موسسې دلرغونپو هانو یوې ډلې د هغه ځای په ډبر لیکونو کښۍ.... یو ډبرلیک و موند چې په ددو ژبو پهلوي اشکاني ( پارتي ) او یوناني ژبو کښل شوی ؤ ... د دې ډبر لیک د لیکو نېټه ( چې د زر دشت د لمانځنې په دېوال لیدلشوې )۲۶۰ ع نه ۲۷۳ ع کال پورې د یارلسو کلونو تر منځ ټاکلای شو..... ددې ډبرلیک په دوهم بند کښې د پشکابور Pashkabur د ښار نوم د کوشان خساتر Khastr- Kushaan یعنې د کوشاني هیواد د وروستي ختیځ سرحد په توگه یاد شوی دی چې هغه ئې د یوناني له کسپاپودوس د چیني هیون تسن؛ له پو-لو-شا-پو-لو او سلامي دورې د مؤر خینو له پرشاپور او پرشاور ( پېښور ) سره یو بللی دی. دهمدې ډبرلیک په شپږمه برخه کښې د شاېور دواکمنۍ ( لومړی شاپور په ۲۷۳ ع مړ ) په مهمو کسانو کښې د" وینده فون ابگان زر موود ) نوم یاد شوی دی. چې د سپرنگ لونگ Sprengling په نامه یوه محقق لومړی خل دا ډبر لیک ولوست او د امریکې په سامي مجله کښې ئې په ۱۹۴۰ ع کال یوه مقاله ولیکه او دوهمه کلمه "ابگان" ئې په قاطع ډول د ا "افغان" له اوسني نامه یره تطبیق کړ. د ساساني پاچا دریم شاپور ( ۳۰۹- ۳۷۹ع ) چې اویا کاله ئې پاچائې کړې ده د "اپگان" Apkan په لقب یاد شوی دی........
لکه څنگه چې څرکنده شوه دایران د شېاز په نقش رستم کښې چې کوم ډبرلیکونه له پامه تېر شوي نو دا خو ښکاره ده چې شیراز داوسني ایران په جغرافیوي موقیعت کښي قرار لري نو مهدا وجه ده چې له ځنې نورو مور خینو او لرغون پوهانو سره افغان د کلمې په هکله ځنې دا پوښتنې پیدا شوي چې گنې دا لفظ او یا دا کلمه یوه ایراني کلمه ده خو شاپور چې دا تخلص یا لقب د ځان لپاره راوړی هغه ئې په دې مفهوم نه دی راوړی چې گنې دا ایراني نوم دی بلکې دا ئې د زړوراو ننگیالي په مفهوم د ځان تخلص ټاکلی دی. یو الماني مؤرخ "دیوستي" هم په همدې نظر دی چې دا یو ایراني نوم دی او فارسي لفظ د افغان کلمه د صفت له مخې لکه چې د مخه ورته اشاره وشوه یواځې دزړورتوب په مفهوم نه ده راغلې بلکې په بېلا بېلو وختونو کې ئې یېلا بېل صفتونه خپل کړي دي. ځنې پوهان په دې عقیده دي چې که چېرې دغه کلمه او ستائي وبولو نو معنا به ئې مرسته کومکی ، لاس نیونکی ، مرستندوی ، زړه بسوی او مهربان وي او هر څوک چې به په د غو خویونو او خصلتونو برابرؤ نو هغه ته به ئې "ابگان" او یا دده معاصر بل شکل ورته ویل . اوس هم افغان په معاصر مفهوم هغه چاته ویل کیږي چې ننگیالی ، مېړنی ، تورزن ، میلمه پال او نور دا ډول ښېگڼې ولري.
د ساسانيانو په پیر کې د ابگان ، دارني او يوسف زي ويېکې
د سا سانیانو په دوره کې د "ابگان" له یادې شوې کلمې نه سربېره ځنې نورې کلمې او توکمونه چې داوسني افغان د توکمونو او قومونه په سلسله کې اوس هم راځي ذکر شوي دي چې دارني او یوسف زي د بلگې په توگه یادولای شو او سر اولف کیرو هم د ساساني در بار په مشرانو کې د درانیو او یو سفزو یادونه کوي. له دې نه په راوروسته وختونو کې فردوسي هم په شهنا مه کې دوه ځایه د "آوگان" نوم یادونه او ذکر کوی. همداراز ابو ریحان البېروني ، ابوافصل بیهقي ، منهاج اسراج او نور د افغان نوم پرلپسې ذکر کړی دی او ځنې داسې لبکوال هم گورو چې د ایلام د سپېڅلي دین له خپرېدو وروسته بر عکس دافغان د معاصر نوم په ځای ئې له دې نه مشر لومړنی نوم "اوغان" ذکر کړی دی. لکه د ظفر نامې ملفوظات تیموري او مطلع السعدین مؤلفین او نور.
اریائي واحد ټبر چې د اریایانو له اصلي ټاټوبي ( البته له هندو اروپائي هجرت نه وروسته) باکتر ( باختر) نه وکوچېدل، د هند او ایران ( فرارس) په ځمکو کې مېشت شول، تر ډیره وخته په فرهنگي لحاظ ډېر نزدې پاتې شول او کوم ټاکلی جغرافیوي سرحد ئې نه درلود. اوس هم که چیری دافغانستان ، هندوستان اوسنی پاکستاناوایران موزیمونه ، گالرۍ ، ارشیفونه اونور ځایونه چې لرغوني اثار ئې خوندي کړي دي وگورو ددغو لرغونو اثارو ډیرې بیلگې یو بل ته ورته دي او دیوه واحدفرهنک او ثقا فت استاځي کوي . لکه چې وویل شول د اوس نه تقریباً ۱۸ پیړۍ دمخه دسا سا نیانو په دوره کې داوغان ، اوگان اونوردېدې نومونوته ورته یادونه شوې . همدارنگه په هندي اثارو کې هم ددی نوم ذکر په ورته بڼه شوی دی .
د پخواني هندي څېړونکو له خوا د افغان ويېکه
لومړی هندی شاعر اولیکوال " ورهار میهرا varaha _ Mihra " دپنځمې عیسوي پیړۍ په پای کې زیږیدلی اود شپږمې عیسوۍ پیړۍ په پیل کې دپوره شهرت خاوند شو. په خپل کتاب "Brrita _ Sanhita " کې اوس نه ( ۱۵ ) پیړۍ دمخه دافغان نوم د � اوه گانه � په بڼه یاد کړی دی . فرانسوي عالم � موسیو فوشه � پخپل کتاب � ټکسلا ته دهند او با ختر زړه لاره � چې په ۱۹۴۷ م کال په پاریس کې ځپور شوی ، ددی یاد چې افغان کلمه په شپږمه پیړۍ کې یاده شوې یو پخونې سند بلل کیږي .
دټکسلا سیمه هم دبودائي دین دخپریدو یوه سیمه ده چې دهمدې دین ډیر اثار اوس هم دټکسلا په موزیم کې چې د گندهارا دتمدن بیلا بیلې بیلگې ښیئ خوندي شوي دي او ټکسلا هم لکه پیښور ، ننگرهار ، لغمان ، کاپیسا ، کابل ، بامیان اونور و سیمو په لرغونې سیمه ده چې د بودیزم دفرهنگ نما یندگي کولای شي .دچین مشهور مؤرخ او جغرافیه پوه � هیون تسنگ � هم له دغو یاد شووسیمو څخه په هغه مهال کې لیدنه کړې وه چې داسلام مقدس دین لا په دغو برخو کې خپور شوی نه ؤ . نوموړی داوومې پیړۍ په دریمه لسیزه کې له � لیانک چو � نه سرقند ته ورسید ، بیا دافغا نستان خلم ، بلخ ، بامیان ، کا پیسا ،کابل ،لغمان ، ننگرهار ، پیښور ، ټکسلا او دگندهارا نورې سیمې ولټولې اوبیا تر هنده پورې ورسیداو وروسته له دولس کالو بیرته راستون شو.
د گڼ شمېر څېړنيزو لیکنو څخه اخځ
د � او ، پو ، کین O-po-Kien � په نامه یوه سیمه دبنو او غزني تر منځ په گوته کوي چې دغه سیمه ځنې لرغون پو هان د � رو � په نوم هم بللې ده چې ممکن د کورمې ، گوملې اونورې په دغه جغرافیوي موقیعتکې پرتې سیمې د � او ـــ پوـــ کین � یعنې افغان استوگنځی وي چې جنرال کنگم د� او ـــ پو ــ کین لفظ د � اوه گان � یعنې افغان سره تطبیق کړ .
موږ دمخه وویل چې دافغان کلمه داسلام دسپیڅلي دین له خپریدو دمخه او وروسته په بیلا بیلو بڼو ذکر شوې ده . پخوا تر هغی چې دا کلمه پښتو ادبیاتو ته
لار ومومي په حدودالعالم ( ۹۸۲ م ـــــ ۳۶۱ هجري ) کې ( دجوزجان یو نوم ورکې عالم ) ، په تاریخ یمیني، په اداب الحرب ولشجاعه ، طبقات ناصري ، تاریخ گزیده اونورو کې ددی کلمی یادونه شوی ده .
په پښتو ادبیاتو کې هم دافغان کلمې معاصره بڼه په وار وار راغلې ده چې هدف ترې دننگ ، تورې ، میړانې ، اتلولۍ اونورو مفا هیمو ستاینه ده .
خوشحال خان خټک په خپلو شعرونو کې دافغان کلمې یادونه کړې ده او ویل کیږي کله چې دمغل بادشاه اورنگزیب له زندان نه از اد شو نو بیا ئېداشعر وکیښ :
{{| دافغان په ننگ مې وتــــړلـــه تــــوره| ننگیالې دزمانې خوشحال خټک یم}}
له دې شعر څخه څرگندیږي چې خوشخال خان خټک ته هم ددې کلمې مفهوم په گوته شوی ؤ او ممکن له پلاراونیکه نه دافغانیت له سیکالوژۍ سره بلد ؤ ځکه چې داکلمه دمغلو درباریانو او دهغه وخت مؤرخینو په خپلو لیکنو کې وار وار ذکر کړی ده . دچنگیز دتیري په موده کې هم دغه نوم موجود ؤ ، دسیفي هروي په تاریخ کې چې تقریبا په ۱۳۱۲ ع تالیف شوی دافغانستان ختیځې سیمې ئې تر سنده دافغا نستان په نامه بللي دي .
له دې نه دې پایلې ته رسیږو چې دافغان نوم دتاریخ په اوږدو کې د ( ۱۸ ) پیړیو را پدیخوا اوږد تاریخ لري خو هغومره پراختیا چې دمیر ویس نیکه او احمد شاه ابدالي په زمانه کېورکړ شوه لا پخوانې دومره پراختیا نه درلوده اوددې علت ښکاره ده ځکه چې دغه
دوه سیاسي او ادبي شخصیتونه که له یوی خوا پشتانه وو خوله بلې خوا دیوې پښتنې سیاسي مرکز جوړوونکې هم وو .
ډیر وخت دافغان او پښتون نوم دیوه واحد مفهوم لپاره تفهیم شوی دی .
اوغان یا افغان دپښتنو دټبز یو پخوانې نوم دی . چې دپکت یا پښت یا پکهت یا پښتون مترادف دی خو استعمال بې دپښتون په نسبت یو وخت کې محدود شوی ؤ لیکن په اولسمه پیړۍ کې دافغان نوم یواځې یو ادبی نوم پاتې نه شو بلکې دومره مشهور شو چې هوتکیانو دفتو حاتو له کبله ایران ته ورسید اوهم
دپښتنو دبیلا بیلو قو مو نو نوم دافغان ترنامه لاندې په هندوستان کې شهرت وموند او بیا دهندي اوایراني مؤرخینوله خوا په لوی اوپراخ مفهوم استعمال شو.
خان جهان لودي او ابو فضل به تل په خپلو اثارو کې دټولو پښتنو لپاره ددغه نوم عمومیت ته اعتبار ورکاوه. همدا سبب ؤ چې دلسمې پیړۍ هندوستا نیانو مخکې دپښتانه نوم په پټان تعریف کړی ؤ. ځنې په دې نظر دي چې دانوم قصدي دیوه سیاسي غرض لپاره دهند په نیمه وچه ( اوسني هند او پاکستان )کې
استعمالیده . چې دافغان او پټان تر منځ اختلاف پیداکړي او ځنې بیا په دې نظر دي چې سوري شیرشاه دبهار په مرکز � پټنه � کې له ټول هندوستان او یا بر صغیر نه افغانان وبلل .لومړی ئې بنگال ونیو او بیا ئې همایون تیښتې ته اړ کړ نو ځکه لومړی دغه نوم بنگالیا نو خپور کړ او بیا وروستو په هند کې نورو میشتو قومونو تو کمونو .
اوس دې نتیجې ته رسیږو چې پښتون دنړیۍ په تاریخ کې یو ډیر پخوانې نوم دی چې لږ تر لږه ځان دویدي تر عهده پورې رسوي .
( ۲۵۰۰ ) کاله پخوا هېرودت یوناني مورخ دغه نوم او دغه قبایل د پخواني پکتویس په نوم یاد کړي او د اوگان یعنې او سني افغان نوم تقریبا ( ۱۸ ) پېړۍ را په دېخوا ځنې مور خینو یاد کړی دی نو په دې اساس دغه دواړه نومونه د یوه ټبر دوه بېلا بېل نومونه دي.
په ( ۱۸ ) پېړۍ کۍ کله چۍ احمد شاه ابدالي په ۱۷۴۷ ع کال واکمنۍ ته ورسېد، لومړی که د افغان نوم د اوسني افغانستان په ځنې سیمو پورې مختص ؤ خو دده په زما نه کې ټول هیواد ته افغانستان وویل شو.
ځنې داسې فکر کوي چې گنې د افغان نوم د اخمد شاه ابدالي له واکمنۍ څخه پیل شوی دی خو حقیقت دا دی چې د مخه ورته اشاره وشوه البته داحمد شاه ابدالي په زمانې کې دې نوم دومره پراختیا وموندله چې زموږ دهیواد رسمي نوم افغانستان شو.
سر چينې
- http://www.samsoor.com/fullstory.php?id=113&CatID=16
- د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ کتاب څخه څېړونکی :(شهسوار سنگروال)
- آريانا دايره المعارف (پوهنغونډ)