لرغونې پاړسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لرغونې پارسی
پارسی
زبان پارسی باستان
Cuneiform inscriptions from Persepolis by Nickmard Khoey.jpg
د ژبې کورنی د هند-اروپایی ژبې
  • د هیندو- اروپايي ژبې
    • آريانۍ ژبه
      • د لویدیځ آريانۍ ژبې ډله
رسمي ژبه په د هخامنشیانو واکمني
توری مېخي ليکدود
د ژبې د پرمختگ اداره نشته

لرغونې پارسي (په پارسی:زبان پارسی باستان) د ایران د لویدیځو ژبو څخه یوه پخوانی ژبه ده چی په پخوانی ایران کی ویل کېده. په څلورمه پېړی کی د هخامنشیانو د واکمني رسمی ژبه په توکه ومښال شوه. پخوانی پارسی د هخامنشیانو د حکمرانو په وخت کی د نژدې ختیځ په بیلو بیلو سیمو کی پراخه شوه.

توری

د هخامنشیانو په واکمنې کی پخوانی پارسی، آرامی ژبه (Aramaic language) او اکدی ژبه (Akkadian language) رسمی ژبې ولې. د پاچا کارمندانو په ځانگړی ډول د رسمی یادښتونو لپاره د آرمی ژپې څخه کار اخیست. دغه آرمی ژبه د مېخي ليکدود په واسطه لیکل کېده. په شپږمه ز. پیړۍ کې د داریوش ۱ په سپارښتنې نوي لیک دود جوړ شو، چې په ډ برینو څلو کې د حک کولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېده. د پارسی مېخی لیک ۳۲ توری لری چی په حقیقت کی سیلابونه (څپې) دی. د دغو تورو برسیره علامه (کوږ مېخ)(OldPersian-WORD DIVIDER.svg) وجود لری چی کلمی سره بیلوی او پنځه خاصی علامې (میخونه) شته چی پاچا، خدای، اهورامزدا (د خدای نوم)، هېواد، خاوره معنی لری.

  • پاجا (OldPersian-XSHAAYATHIYA.svgchšájathija)
  • خدای (OldPersian-BAGA.svgbaga)
  • اهورامزدا (OldPersian-AURAMAZDAAHA.svg)
  • هېواد (OldPersian-BUUMISH.svgbúmiš)
  • خاوره (OldPersian-DAHYAAUSH-2.svgdahajauša)

د خاصو میخونو کارول ضرور نه دی پدی معنی چی د مثال په توگه د پاچا کلمه کېدای سی په یو خاص میخ OldPersian-XSHAAYATHIYA.svg او یا اتو سیلابو (څپو) Old Persian ya.png Old Persian i.png Old Persian θa.png Old Persian ya.png Old Persian a.png Old Persian ša.png Old Persian xa.png لرونکو تورو باندی ولیکل سی.