Jump to content

اکدي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اکدي ژبه
lišānum akkadītum

د ژبې کورنی
  • افریقایی-آسیایی ژبې
    • سامی ژبې
      • اکدي ژبه
رسمي ژبه په د بین النهرین سیمې
توری مېخي ليک
د ژبې د پرمختگ اداره نشته

اکدي ژبه (په اکدي:lišānum akkadītum) د سامی ژبو څخه یوه لرغونې ژبه ده چی د ۲۸۰۰ کال عیسوي مخکې په نژدې ختیځ کی د بین النهرین په سیمو کی ویل کېده. دغه ژبه د مېخي ليکدود په واسطه لیکل کېده. د ژبې نوم د بین النهرین د پایتخت نوم (اکد) په مطابق نوم شو. دغه پایتخت چی نوم یی اکد وو، په ۲۳۴۰ عیسوی کال مخکې کی د حکمران سارگن لخوا تاسیس شو.

اکدي يوه ختيځه سامي ژبه ده چې اوس له منځه تللې، له درېيمې مخزېږدېزې زريزې راهيسې په لرغوني بين النهرين (اکاد، اشوريه، اسين، لارسا او بابليون) کې پرې ترهغه وخته خبرې کېدې، چې په اتمه مخزېږديزه پېړۍ کې سوکه سوکه د دې ژبې ځای په بين النهرين کې له اکدي څخه اغېزمنې شوې لرغونې ارامي ژبې ونيو.[۱][۲]

دا تر ټولو لومړۍ مستنده شوې سامي ژبه ده. په دې ژبه کې ميخي الفبا (هجا حروف) کارېدل، له کومې الفبا څخه چې د جلا جلا ليکنو او له منځه تللې سومري ژبې (چې يوه جلا شوې ژبه ده) د ليکلو لپاره کار اخېستل کېده. اکدي ژبې ته د اکاد ښار له امله نوم ورکول شوی، کوم چې د اکادي سترواکۍ (۲۳۳۴ – ۲۱۵۴ مخزېږديز) پر مهال د بين النهرين يو ستر ښار و. د اکدي او سومري ژبې دوه اړخيز نفوذ پوهان دې ته رهي کړل، چې دا ژبې د «سپارچبونډ» (د ژبو يوه ډلبندي ده) په توګه تشرېح کړي.[۳][۴]

د اکدي ژبې ځانګړي نومونه د درېيمې مخزيږديزې پېړۍ د نيمايي په شا او خوا کې په سومري متونونو کې په لومړي ځل تايید شول. د پنځه وېشتمې يا څلور وېشتمې مخزېږدېزې پېړۍ له شا او خوا راهيسې، داسې متنونه پيدا شوي دي چې په بشپړ ډول په اکدي ژبه ليکل شوي. تر لسمې مخزيږديزې پېړۍ پورې په اشوريه او بابليون کې د دې ژبې دوه جلا جلا بڼې کارېدې چې په اشوري او بابيليوني پېژندل کېدې. د خوندي پاتې توکو زیاته برخه کې يې د همدې وروستي پړاو څخه ده چې د نژدې ختيځ اوسپنيز عصر اړوند دي. په ټوليز ډول، سلګونه زره متنونه او د متنونو برخې را سپړل شوې، په کوم کې چې افسانوي نکلونه، قانوني متنونه، ساينسي آثار، خط او کتابت، سياسي او پوځي پېښې او نور ډېر پراخه متني روايتونه رانغښتي دي.[۵]

د اکادي سترواکۍ له ړنګېدو څو پېړۍ وروسته، اکادي (په اشوري او بابيليوني بڼو کې) د ژېړو د عصر د وروستي پړاو په اوږدو کې د بين النهرين د سترواکيو (زړه اشوري سترواکي، بابيليوني، منځنۍ اشوري سترواکي) اصلي ژبه وه او په ۱۱۵۰ مخزېږديز کې د ژېړو د عصر تر ړنګېدو پورې د لرغوني نژدې ختيځ د ډېرو اصلي او خپله ژبه وګرځېده. د دې ژبې سقوط د اوسپنې په عصر کې د نوي اشوري سترواکۍ پر مهال، د اتمې مخزېږدېزې پېړۍ په شا اوخوا کې (تګلات پيلسير: درېیم)، د زړې ارامي ژبې په ګټه پيل شو. په هیلنستي پړاو کې، دا ژبه تر ډېره بريده تر پوهانو او مذهي خلکو پورې محدوده وه ،چې په اشوريه او بابليونيا کې يې په عبادتځايونو کې کار کاوه. د اکدي ژبې د ورستي ميخي پېژندل شوي سند تاريخ تر لومړۍ مخزېږدېزې پېړۍ پورې رسېږي. ماندايي او اشوري هغه دوه (د شمال لويديځ سامي) نوې ارامي ژبې دي، په کومو کې چې د اکدي ژبې ځينې ويي او لغوي ځانګړتياوې (ګرامر/پښويه) شته.[۶][۷]

اکدي د ګرامر لرونکې اغږل شوې ژبه ده (يعنې يو لفظ يې ډېرې معناوې لري) او د نورو ټولو سامي ژبو په څېر، اکدي هم د صامتو وييونو او لغتونو جرړې لري. د «کومټيپ» متنونه چې په زړه اشوري بڼه ليکل کېدل، هم له هايتي څخه پور شوي ويي او نومونه لري، په کومه کې چې د يوې اندو-اروپايي ژبې تر ټولو زاړه ثبت شوي ويي (الفاظ/لغات) موندل کېږي.[۸][۹]

ډلبندي

اکدي ژبه د افرو-اسيايي ژبو په نژدې ختيځه څانګه کې له نورو سامي ژبو سره اړيکه لري، کومه چې د منځني ختيځ، عربي ټاپووزمې، د افريقا د هارن، د اناتوليا د ځينو برخو، د شمالي افريقا، مالټا، کينري ټاپوګانو او د لوېديځې افريقا (هاوسا) د اصلي ژبو يوه کورنۍ ده، خو اکدي او د هغې ځای ناستې ارامي ژبې يواځې په بین النهرين او نژدې ختيځ کې ثابتې شوې دي.

په نژدې ختيځو سامي ژبو کې، اکدي  (له ايبلاتي سره) يوه ختيځه سامي فرعي ډله جوړوي. دا ډله بيا د فاعل-مفعول-فعل په جوړښت سره خپل ځان له شمال ختيځو او سويلي سامي ژبو څخه جلا کوي، په داسې حال کې چې نورې سامي ژبې به عمومي توګه يا د فعل-فاعل-مفعول يا د مفعول-فعل-فاعل د جملې جوړښت لري.

سربېره پر دې، اکدي ژبه يواځینۍ سامي ژبه ده چې د ina او ana  حروف اضافت کاروي (يعنې د ربط توري) (په موضعي حالت کې د انګليسي ژبې in/on/with «په کې/دپاسه/ورسره» ټکي کارول کېږې او په مفعولي-موضعي (مکاني) حالت کې په ترتيب سره د for/to(لپاره/ته) ټکي کاروي). د عربي، عبري او ارامي په څېر نورې سامي ژبې د bi/bə او li/lə  اضافت توري کاروي (په ترتيب سره موضعي او اصلي مفعولي حالتونه). د اکدي ژبې د حروف اضافي مکاني اصليت معلوم نه دی.

د ډېرو سامي ژبو په خلاف، اکدي ژبې يواځې يو د وازې خولې غږيز ټکی لری: . اکدي ژبې د تالو (يا نرۍ ژبې) او مرۍ(حلق) تلفظات له لاسه ورکړي، کوم چې د نورو سامي ژبو ځانګړتيا ده. په زاړه بابلي پړاو پورې، د وازې خولې اکادي توري په ځانګړي ډول ساکن شوي وو (د وازې خولې اواز هغه دی چې ژبه او تالو سره به بشپړډول نه نښلي او له خولې څخه د هوا په اېستلو سره تلفظ کېږي، لکه :د سسس ټکی چې صفيري يې هم بولي ، لکه د شپېلي وهلو په څېر له خولې وځي/ساکن شوی يعنې هغه ټکی چې په ساکن حالت کې پيل کېږي).

تاريخ او لیکنې

ليکل

اکدي ژبه په لرغونو خټينو تختو موندل شوې چې تاريخ يې ۲۵۰۰ مخزېږېديز ته رسېږي. دا ژبه په ميخي خط ليکل شوې، دا يو ليکدود و چې له سومريانو څخه اخستل شوی و چې په لنده خټه کېکاږلو سره د څوکه لرونکو نښو په بڼه ليکل کېده. لکه چې اکدي ليکوالانو خپل کړې، شونې ده چې د ميخي ليکدود خپلول به يا (الف) د سومري معماوو (لکه د انځور بنسټ توري چې د ټولو الفاظو څرګندونه به يې کوله)، (ب) د سوموري سيلابونو (هجاوو)، (ج) د اکدي سيلابونو «هجا»، يا (د) د غږيزو بشپړوونکو استازولي کوله. په هر حال، په اکدي کې متن په عملي بڼه په بشپړ ډول په هجايي متن بدل شو او د ميخي خط اصلي منطقي طبيعيت دويمه درجه خپله کړه، خو د ډېرې کارېدونکو ټکو لکه «خدای» او «عبادتځای» نښه ييز په خپل حال کارېدل. له همدې امله شونې ده چې د AN   نښه يا له يو اړخه د ilum  (خدای) د ټکي لپاره وه او يا له بله اړخه د Anu خدای ښودنه يې کوله، کوي، يا ان د –an- هجا څرګندونه يې کوله. سربېره پر دې، دا نښه د الهي نومونو د ټاکلو لپاره کارېده.

د اکدي ميخي ژبې بله ځانګړنه دا ده چې ډېرې نښې يې ښې تشرېح شوې، خو غږيز ارزښت نه لري. دا ډول نښې لکه AḪ ، د بېلا بېلو حرف علتونو (اواز لرونکي ويي) د څرنګوالي تر منځ توپير نه کوي. نه يې په کوم بل اړخ کې کومه همغږي شته، د بېلګې په ډول: د - ša- نښه د ŠA علامې په توګه ښودل کېږي، تر څنګ يې د NĪĜ نښې په واسطه هم ښودنه کېږي. ډېر ځله په همدې یو متن کې دا دواړه نښې د همدې يوې هجا لپاره کارول کېږي.

ميخي بڼې د اکدي ژبې لپاره په ډېرو لارو سمون نه خوړ: په عيبونو کې يې يو دا هم دی چې نه يې شول کولای، په سامي ژبه کې د مهمو غږونو استازولي وکړي، د تالو، مرۍ او تاکيدي ساکتو ټکو په ګډون. سربېره پر دې، ميخي خط د هيجايي لیکنو يو نظام و -  د نمونې په توګه: يو ساکت ټکي او غږ لرونکي ټکي يو ليکلی واحد منځ ته راوړ – تر ډېره بریده د يوې سامي ژبې لپاره چې د درې غږيزو جرړو څخه جوړ شوی و (يعنې درې غلي ويي او يو غږ لرونکی ویی).

وده

د جغرافيايي او تاریخي پړاوونو پر بنسټ، اکدي ژبه په ګڼو بڼو وېشل شوې ده:[۱۰]

  • زړه اکدي، ۲۵۰ – ۱۹۵۰ مخزېږديز.
  • زړه بابلي او زړه اشوري، ۱۹۵۰ – ۱۵۳۰ مخزېږديز.
  • منځنۍ بابلي او منځنۍ اشوري، ۱۵۳۰ – ۱۰۰۰ مخزېږديز.
  • نوي بابلي او نوي اشوري، ۱۰۰۰ – ۶۰۰ مخزېږديز.
  • وروستۍ بابلي، ۶۰۰ مخزېږديز – ۱۰۰ پسزېږديز.

تر ټولو لرغونی پېژندل شوې ليکنه په «اور» کې په يو کنډول موندل شوې، کوم چې د «اور» تر ټولو لومړي «سرګونک» پاچا «ميسکيګننا» (۲۴۸۶۵ -۲۴۵۰ مخزېږديز) ته د هغه ملکې «ګان سمن» ليکلی و چې ګومان کېږي، له اکاد څخه وه. د اکاد د سرګون له خوا تاسيس شوې اکادي سترواکۍ اکدي ژبه (د اکد ژبه) د ليکلې ژبې په توګه معرفي کړه، چا چې د دې موخې لپاره سومري ميخي لیکدود خپل کړ. د منځني ژېړو د عصر پر مهال (زوړ اشوري او زوړ بابلي پړاو)، دې ژبې په عملي ډول سومريان سره بې ځايه کړل، د کومې په اړه چې ګومان کېږي، چې تر اتلسمې مخزېږديزې پېړۍ پورې د يوې ژوندۍ ژبې په توګه له منځه تللې وه.[۱۱]

سرچينې

  1. Black, Jeremy A.; George, Andrew; Postgate, J. N. (2000-01-01). A Concise Dictionary of Akkadian. Otto Harrassowitz Verlag. p. 10. ISBN 9783447042642. Archived from the original on 2021-05-11. نه اخيستل شوی 2020-10-15.
  2. John Huehnergard & Christopher Woods, "Akkadian and Eblaite", The Cambridge Encyclopedia of the World's Ancient Languages. Ed. Roger D. Woodard (2004, Cambridge) Pages 218-280
  3. John Huehnergard and Christopher Woods, "Akkadian and Eblaite", in Roger D. Woodard, ed., The Ancient Languages of Mesopotamia, Egypt and Aksum, Cambridge University Press, 2008, p.83
  4. Deutscher, Guy (2007). Syntactic Change in Akkadian: The Evolution of Sentential Complementation. Oxford University Press US. pp. 20–21. ISBN 978-0-19-953222-3.
  5. [۱] Archived 2020-07-31 at the Wayback Machine. Andrew George, "Babylonian and Assyrian: A History of Akkadian", In: Postgate, J. N., (ed.), Languages of Iraq, Ancient and Modern. London: British School of Archaeology in Iraq, pp. 37.
  6. Geller, Markham Judah (1997). "The Last Wedge". Zeitschrift für Assyriologie und Vorderasiatische Archäologie. 87 (1): 43–95. doi:10.1515/zava.1997.87.1.43. S2CID 161968187.
  7. "Mandaeans v. Mandaic Language". Encyclopædia Iranica (online 2012). (July 20, 2009).  Zeitschrift für Assyriologie und vorderasitische Archäologie 86 (1997): 43–95.
  8. E. Bilgic and S. Bayram. Ankara Kultepe Tabletleri II. Turk Tarih Kurumu Basimevi, 1995. ISBN 975-16-0246-7
  9. Watkins, Calvert. "Hittite". In: The Ancient Languages of Asia Minor. Edited by Roger D. Woodard. Cambridge University Press. 2008. p. 6. ISBN 978-0-511-39353-2
  10. Caplice, p.5 (1980)
  11. Bertman, Stephen (2003). Handbook to Life in Ancient Mesopotamia. Oxford University Press. p. 94. ISBN 978-019-518364-1. Archived from the original on 11 May 2021. نه اخيستل شوی 16 May 2015.