د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سپاه پاسداران اسلامي انقلابي ځواک (په پارسی کې : سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ) د ایران د ځواکونو څخه دی چی په ۱۹۷۹ کال کي تر اخوندي انقلاب وروسته د خمینی په امر جوړ شو. د سپاه پاسداران اسلامي انقلابي ځواک تقریباً ۱۲۵،۰۰۰ عسکران لري او په هوایي، سمندري، ځمکني او قدس ځواکونو باندي تقسیمېږي. دغه وسله وال ځواک د بسیج نیمه پوځي ځواک هم رهبري کوي.
د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواک
سپاه پاسداران انقلاب اسلامی (پارسي) 
ټوليز مالومات| عمومي مالومات | |
|---|
| مرکز | |
|---|
| هېواد | |
|---|
| کارول | |
|---|
اړين مالومات| مهمې پېښې | |
|---|
| جګړه | |
|---|
نور اړين مالومات| برخې |  لړۍ... |
|---|
| برخه د | |
|---|
سمول - سرچینه سمول - توکی سمول
د سپاه پاسداران انقلابي ځواک د ایران د کورني امنیت ترڅنګ د ایران راکیټي وسله وال سیسټم کنترول هم په خپل لاس کي لری، او د خپلو تبلیغاتو په چوکاټ کي بېلابېل نشرات کاروي. د ۲۰۰۷ کال راهیسي د یاد ځواک قوماندان جنرال محمد علي جعفري دی.
تاریخ
د سپاه پاسداران اسلامي انقلابي ځواک د خپل پیدایښت په وخت کی ۱۰،۰۰۰ سرتیري لرل. په ۱۹۸۰ کال کي کله چي د خلیج جگړه پېل شوه نو د سپاه ځواکونو هم د عراق د ځواکونو په وړاندي جگړه کوله. د خلیج تر جگړې وروسته د سپاه ځواک په ملي ځواک تبدیل شو.
سرچینې
- ↑ "Paraguay afirma que el piloto del avión iraní es miembro de la Guardia Islámica".