کابل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کابل
د کابل انځور

کابل
کابل
کابل

Map
کورډېناټونه: ۳۴°۳۱′۵۸″شمال ۶۹°۰۹′۵۷″ختیځ / 34.532777777778°شمال 69.165833333333°ختيځ / 34.532777777778; 69.165833333333  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د رامنځته کېدو نېټه ۱۲۰۰  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نومول شوی په کابل سيند[۱]  د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هېواد  افغانستان
ولايت کابل
ولسوالو شمېر 18
پلازمینه د:
حکومت
 • ښاروال داوود سلطان‌ زوی
پراخوالی
 • ښار 275 کیلومتره مربع  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی 1790 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (2013) 4273156 (۲۰۲۰)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (2013)
 • ښاري سیمه ۳٬۴۷۶٬۰۰۰ (March ۲٬۰۱۳)[۲]
 • ستره ښاري سيمه ۳٬۳۱۹٬۷۹۴
 • خلک بللي کيږي کابلي/کابليان
  [۳]
وروستي مالومات
وخت زون Afghanistan Standard Time (ه.ن.و+4:30)
سيمه ييز د زنګ کوډ (+93) 20
جيو کوډ 1138958[۴]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
انقره (۲۰۰۳–)
کازان روسیه (۲۰۰۵–)
کانزاس سیټي (۲۰۱۸–)
استانبول (۱۹۹۲–)  د (P190) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کابل د افغانستان پلازمېنه او تر ټول ستر ښار دی، چې د هېواد په لویدیځه برخه کې موقعیت لري. کابل ښار یوه ښاروالي هم لري او دا ولایت په ۲۲ ولسوالیو وېشل شوی دی. د ۲۰۲۱ ز د اټکلونو له مخې، د کابل نفوس ۴,۶ میلونه دی. کابل همدا ډول د افغانستان سیاسی، کلتوري او اقتصادي مرکز دی. د چټک ښاري کېدو له امله، کابل د نړۍ ۷۵یم ستر ښار دی. [۵][۶][۷][۸]

کابل د هندوکش غرونو تر منځ د نرۍ درې په لوړو کې موقعیت لري او کابل سیند پکې بهېږي. کابل د سمندر له کچې ۱۷۹۰ متره (۵۸۷۳ فوټه) پورته دی، نو ځکه د نړۍ یو تر ټولو لوړو پلازمېنو څخه بلل کېږي. ویل کېږي: کابل ښار ۳۵۰۰ کاله لرغونوالی لري، چې د هخامنشیانو په دوره کې يې یادونه شوې ده. کابل د آسیا په څلورلاری کې موقعیت لري، چې نیمايي لاره یې لویدیځ کې استانبول او نیمايي نوره يې ختیځ هانوی ته رسېږي، نو ځکه د جنوبي او منځنۍ آسیا د سوداګرۍ مسیر اوږدو په سټراټيژیک موقعیت کې پروت دی. کابل د لرغونې ورېښمنو لارې کیلي ده. دا ښار د هخامنشي سترواکۍ برخه وه، بیا وروسته ورپسې سلوکیان راغلل، بیا مائوریا، کوشانیان، ساسانیان (کوشانو-ساسانیان)، هندو شاهي او ترک شاهي ګان، صفاریان، سامانیان، غزنویان، غوریان، خوارزمیان، قرلقیان، خلجیان، تیموریان، مغولیان او هوتکیان او ورپسې په ۱۷۴۷ ز کې د افغانستان دراني سترواکي. کابل په ۱۷۷۶ز کال کې د احمدشاه بابا د زوی تیمورشاه دراني پر مهال، د افغانستان پلازمېنه شوه. د ۱۹مې پېړي په لومړیو کې، بریتانویانو دا ښار اشغال کړل، خو د بهرنیو اړیکو له رامنځته کولو وروسته، دوی بیا اړ شول، چې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. [۹][۱۰][۱۱]

کابل د خپلو تاریخي بڼوڼو، بازارونو او ماڼیو له امله پېژندل کېږي. ښې بېلګې یې د بابربڼ او دارالامان ماڼۍ دي. د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې، کابل د سیلانیانو لپاره یو زړه راښکونکی ښار و او د منځنۍ آسیا پاریس یې باله. د ارامۍ دغه موده په ۱۹۷۹ز کال کې د شورویانو په یرغل سره پای ته ورسېده او په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د کورنۍ جګړې له امله، د کابل ډېرۍ سیمې ړنګې شوې. له ۲۰۰۱ ز راوروسته، دا ښارد ناټو په ګډون د ائتلاف ځواکونو له خوا د ۲۰۲۱ ز کال تر اګسټ میاشتې پورې اشغال و، چې له هغه مهال راهیسې د طالب جنګیالیو په ولکه کې دی. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د نوم پېژندنې ځای او د نومونې لامل[سمول]

د تاریخ په اوږدو کې کابل بېلابېل تاریخي نومونه درلودل. د کابل معنا معلومه نه ده ،خو د اسلام له ظهور څخه وړاندې يې هم همدا نوم او د هند او یوناني نړۍ تر منځ په لاره کې پروت یو مهم مرکز و. په سانسکریټ ژبه کې به يې کوبها ورته ویل، چې کلاسیکو لرغونو یوناني مؤلفینو کوپهېن، کوپهېس یا کووا هم بللی دی. چینايي ګرځندوی خوان ژانګ (۷مه میلادي پېړۍ) دې ښار ته کاوفو خطاب کړی دی. د کابل نوم، اول د کابل سیند ته وړاندې له دې کارول کېده، چې د هندوکش او اباسین تر منځ پرتې سیمې ته ویل کېده. دې سیمې ته کابلستان هم ویل کېږي. الکساندر کنېنګهم (مړینه ۱۸۹۳ز) لیکي چې:  د چینايي ګرځندوی له خوا د کوفاو نوم کارول احتمالاً دا ښيي چې، دا نوم د یوچي یا توخاري د پنځو قبیلو څخه د یوې نوم دی. کنېنګهم زیاتوي چې: دې قبیلې خپل نوم دې ښار ته ورکړی، ځکه دوی په دویمه میلادي پېړي قبل المیلاد کې دغه ښار لاندې کړی و. دا ګمان ډېر احتمال ځکه لري چې افغان تاریخپوه میرغلام محمد غبار (۱۸۹۸-۱۹۷۸) لیکي چې: په اوېستا (د زردتشیانو مقدس کتاب) کې، کابل واېکېرېتا بلل شوی، خو په لرغوني یونان کې اورتوسپانا "لوړ ځای" بلل شوی، چې د سانسکریټ ژبې د اوردهاستانا له کلیمې سره سر خوري، چې د کابل لپاره کارول شوې ده. یوناني جغرافیه پوه بطلیوموس (بطلمیوس) (مړینه ۱۷۰ میلادي) کابل ته د کابورا نوم کارولی. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د یوې افسانې له مخې: په کابل کې یو جهیل دی، چې په منځ کې يې "د خوښي ټاپو" موندلای شئ، چې هلته د اهل موسیقي یوه خوشحاله کورنۍ اوسېده. د یوې ورته افسانې پر بنسټ: پاچا امر وکړ، چې دې ټاپو ته د خلکو د ورتګ په موخه، دې د بوسو (چې په دري کې "کاه" ورته وايي) یو پول (چې په دري کې هم پُل دی) جوړ شي. نو ځکه يې دې سیمې ته کاه+پل وویل. د نړۍ د ځایونو د نومونو په تړاو، د اکسفورډ لنډه ډکشنري وايي: "دا وړاندیز، چې د کابل نوم د عربي د قبول 'لیدنو' یا 'ترلاسه کولو' څخه اخیستل شوی، ډېره شونتیا نه لري". [۲۶]

دا هم معلومه نه ده چې، د کابل نوم د لومړي ځل لپاره څه وخت وکارول شو، خو کابل هغه مهال مشهور شو، چې د اوسني افغانستان کاپیسا او نور ښارونه په نولسمه پېړۍ کې د چنګیزخان (۱۱۶۲-۱۲۲۷ز) له خوا ړنګ شول. لکه څرنګه چې دا ښار د سیمې په مرکز کې پروت او په سیمه کې د قومي او نژادي ډلو د اتصال یو مهم کلتوري مرکز دی، نو ځکه کابل د ۲۰مې پېړۍ په وروستیو کې د منځنۍ آسیا پاریس ونومول شو. [۲۷]

تاریخچه[سمول]

د کابل رېښه، چې چا او څه وخت جوړ کړ، معلومه نه ده. د هندوئیزم د دین رېګوېدا کتاب چې د ۱۵۰۰ او ۱۲۰۰ قبل المیلاد تر منځ جوړ شوی دی او د هندوئیزم د کتاب له څلورو اصلي متنونو څخه دی، او اوېستا چې د زردشتیانو اصلي متن دی، کابل سیند يې یاد کړی او د اوسېدو سیمه یې کوبا (کوبها) بللې ده. رېګوېدا کوبا ته د یوه "مطلوب ښار" په سترګه ګوري او د غرونو تر منځ پروت جنت ورته ښکاري. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د کابل دره، د ماد سترواکۍ(۶۷۸-۵۴۹ قبل المیلاد) برخه وه. په ۵۴۹ قبل المیلاد کې، د ماد سترواکي د ستر کوروش له لوري ضمیمه شوه او کابل د هخامنشي سترواکۍ (۵۵۰-۳۳۰ قبل المیلاد) برخه شو. د دې دورې پر مهال، کابل د زردشت دین د زده کړې مرکز شو، ورپسې د بودايي دین او ورپسې د هندوئیزم دین. د ستر داریوش د مزار یو ډبرلیک، کابل د هخامنشي سترواکي یو له ۲۹ هېوادونو څخه بولي. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

کله چې الکساندر هخامنشي سترواکي ضمیمه کړه، د کابل سیمه د هغه تر کنترول لاندې راغله. د الکساندر تر مړینې وروسته، سترواکي يې دخپل جنرال سیلیوکوس تر ولکې راندې راغله او په دې توګه، کابل داسیلیوکي سترواکي برخه شو. په ۳۰۵ قبل المیلاد کې، د سیلیوکي سترواکي د سیند سیند ته پراختیا ومونده، چې د ګاونډۍ مائوریا سترواکي سره د اختلاف لامل شوه، خو په پراخه کچه ګروهه(عقیده) دا ده چې، دغو دواړو سترواکیو د اتحاد تړون درلود. [۳۶][۳۷]

ژبې او توکمونه[سمول]

کابل يو پښتون ميشتی ولايت وو، خو د هيواد نا امنیو له امله د هيواد د بيلابيلو ولايتونو څخه ډير توکمونه کابل ته را کډه شوي،

اوس مهال کابل کې بيلابيل توکمونه اوسېږي، چې هر يو يې بيلابيل کلتور او دودونه لري،

خو د اکثريت له اړخه پښتانه د دي ولايت ۶۰٪ وګړي تشکيلوي،


پښتو او دري د کابل ادارې، او تعليمي ژبې دي، د ۲۰۲۰ زيږيدز کال د وګړشميرنې پر بنسټ د کابل اوسيدونکو توکمونو

پښتانه ۶۰%

تاجکان ۱۵%

هزاره‌گان ۱۰%

ازبکان: ۵%

قزلباش، پشه‌يان او نور لږکیان: ۱۰%


د کابل ولايت خلګو مذهبونه

د دي ولايت 99,9% اوسيدونکي مسلمانان دي، چې 90% يې اهل سنت او 9% شعیه ګان، دي.




.

سفر او سیلانې[سمول]

تاریخ[سمول]

کلتور او ژبي[سمول]

د کابل پېښلیک[سمول]

د فولکوري روایاتو له مخې اوسنی کابل زرگونه کاله وړاندې د اوبو ډنډوو، وروـــ ورو اوبو د ماهیپر په پرښوکې لاره وکړه او دا ډنډ له اوبو تش شو. د پخواني کابل ودانۍ د چکړیو په سیمه کې راپیل شوې او بیا د اوسني بالاحصار په لمنه کې د کابل کلی جوړشو، دې کلي وروـــ ورو تجارتي ارزښت پیداکړ او بیاددې تجارتي ارزښت له امله دې سیمې اهمیت وموند او د ساتنې لپاره یې کابل بالاحصارجوړشو. د کابل ترتجارتي ارزښت موندلو وروسته په دې لاره د ورېښمو تاریخي لار هندوستان ته تېره شوه او بیا کابل د کابل شاهانو پایتخت شو. کابل شاهانو د ښار ساتنې لپاره د اسمايي او شېر دروازې په غرونو دېوالونه جوړکړل او کابل ته یې د یوې کلکې کلا بڼه ورکړه. عربو چې اسلام د خورولو لپاره افغانستان ته لښکرکشي وکړه، تر ماتو او بریو وروسته د کابل دروازو ته هم راورسېدل؛ کابل شاهانو درنې جگړې ورسره وکړې؛ خو په پای کې بریالي شول. د اسلام سپېڅلی دین دلته راغی؛ خو د لښکر قایدین لکه تمیم صاحب، جابرانصار صاحب، شاه دوشمېشره او نور دلته شهیدان شول او ځايي مبلغینو نه یوازې دا چې د هغې وخت په افغانستان کې د اسلام سپېڅلی دین خورکړ، بلکې د اسلام نور او رڼایې د تور هندوستان لتو ته هم ورسوله. په نهمه ، لسمه او یوولسمه هجري پېړۍ کې چې مغولو پر افغانستان ، هند او سیمه واکمني کوله، د کابل زاړه اثار یې ترمیم او نوې ودانۍ یې پکې وکړې؛ خصوصاً د هندي مغولومخکښ ظهرالدین بابر په کابل ښار کې ښې ودانۍ وکړې؛ بیا کله چې د دولسمې هجري پېړۍ په پای کې تېمورشاه دراني د افغانستان پایتخت له کندهار نه کابل ته راولېږداوه، دلته یې ښار ته نوې نقشه جوړه کړه، د کابل د غرونو دېوالونه او بالاحصار یو ځل بیا ترمیم شول او په کابل کې د نویو کوڅو د جوړولو پلان پلی شو. دا کوڅې وروـــ ورو ورپسې زیاتې شوې، چې ځینې قومونو او خېلونو په نامه شوې او ځینې نورې یې د کسبگرو او کاریگرو په نامه شوې او ځینې یې بیا دوخت د مشهورو کسانو او تاریخي کسانو سره وتړل شوې او ځانگړي نومونه پرې کېښودل شول. همداشان په کابل کې گڼ باغونه وو، چې د خاندانو په نامه یې یادېدل او یايي تاریخي نومونه درلودل. په زاړه کابل کې د علم گنج باغ، د مستوفي باغ، د سلطانجان باغ، چهارباغ، د علیمردانخان باغ او نور باغونه موجود وو. همدا راز یوه تېلي کوڅه وه چې له شړشمو، زغرو او نورو څخه به تېل پکې اېستل کېدل او گڼې گاڼۍ پکې وې. دا کوڅه د اوسني میوند واټ په لومړۍ برخه کې وه، د کلالۍ کوڅه په زاړه ښار کې وه او بیا په دهمزنگ کې دې کار وده وکړه. د تنور جوړولو کوڅه د زاړه ښار یوه بله کوڅه وه؛ اهنگران له بالاحصار سره جوخته یوه کوڅه وه، چې وسلې پکې جوړېدلې؛ د مسگرانو په کوڅه کې مسي لوښي جوړېدل؛ د سراجۍ په بازارکې چرمي څېزونه او پایزارونه جوړېدل؛ په سنگتراشۍ کې تېږي توږل کېدلې، د شانه سازۍ په کوڅه کې ږمنځې جوړېدلې؛ د چړو جوړولو، صندوق جوړولو، بنگړیو جوړولو، د پوستین گنډلو، ښیښې جوړولو او نورو مصنوعاتو بېلابېلې کوڅې وې او په دې توگه کابل ترډېره حده خود کفا او په خپلو پښو ولاړ وو او د خلکو د اړتیا وړ شیان همدلته جوړېدل. د کابل ښار ځینې نورې کوڅې وخت پر وخت د اشخاصو او قومونو په نامه جوړې شوې، لکه د ریکاخانې کوڅه، چې د ریکا د قوم لپاره نادر افشار جوړه کړې وه؛ یا د اندرابیوکوڅه چې له اندراب څخه راغلو کسانو ته جوړه شوې وه؛ د باغ علیمردان کوڅه چې شاه جهان پر وخت علیمردانخان جوړه کړې وه؛ د اڅکزو کوڅه چې د تېمورشاه پروخت جوړه شوې وه؛ همداسې د قاضي فیض الله کوڅه؛ د دېوانبېگي کوڅه؛ د هندوانوکوڅه؛ د عليرضاخان کوڅه او نورې کوڅې. په دې ترتیب کابل ښار په خپل زاړه تشکیل کې گڼې کوڅې، تاریخي ځایونه او باغونه درلودل، چې وخت پر وخت د ښار په تعمیراتي بدلونونو کې له منځه لاړل او خصوصاً چارچته او کوټوالۍ گنبځه؛ د میوند واټ او نادر پښتون واټ او پښتونستان واټ په جوړېدو له منځه ولاړې او اوس هم ځینو کوڅو او تاریخي ودانیو نښې شته، باید وساتلې شي او د تاریخي ابداتو د ادارې له خوا ترمیم او تاریخي حیثیت یې خوندي شي .

جغرافیه، موسم او چاپېریال[سمول]

کابل[۳۸]
د اقلیم د ګراف ( مرسته)
جفمامجژآساُنډ
 
 
۳۴
 
۵
۷−
 
 
۶۰
 
۶
۶−
 
 
۶۸
 
۱۳
۱
 
 
۷۲
 
۱۹
۶
 
 
۲۳
 
۲۴
۹
 
 
۱
 
۳۰
۱۲
 
 
۶٫۲
 
۳۲
۱۵
 
 
۱٫۶
 
۳۲
۱۴
 
 
۱٫۷
 
۲۹
۹
 
 
۳٫۷
 
۲۲
۴
 
 
۱۹
 
۱۵
۱−
 
 
۲۲
 
۸
۵−
په ګراد کچه منځنې لوړ او ټیټ حرارت
باران د ملی میټر په کچه


سرچینې[سمول]

  1. The World Factbook — د نشر نېټه: ۲۲ جنوري ۲۰۲۱ — دوتنه: Central Intelligence Agency — خپرونکی: Central Intelligence Agency او United States Government Publishing Office
  2. "Demographia World Urban Areas PDF (March 2013)" (PDF). Demographia. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. پیوستون : 1138958  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  4. "2003 National Geographic Population Map" (PDF). Thomas Gouttierre, Center For Afghanistan Studies, University of Nebraska at Omaha; Matthew S. Baker, Stratfor. National Geographic Society. November 2003. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Population of Cities in Afghanistan (2021)". مؤرشف من الأصل في ۰۸ فبروري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Foschini, Fabrizio (April 2017). "Kabul and the challenge of dwindling foreign aid" (PDF). Peaceworks. العدد 126. United States Institute of Peace. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60127-641-4. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۲۱ – عبر ETH Zurich. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Largest cities in the world and their mayors – 1 to 150". City Mayors. 2012-05-17. مؤرشف من الأصل في ۲۵ اگسټ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Nancy Hatch Dupree / Aḥmad ʻAlī Kuhzād (1972). "An Historical Guide to Kabul – The Story of Kabul". American International School of Kabul. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hanifi, Shah Mahmoud. p. 185. Connecting Histories in Afghanistan: Market Relations and State Formation on a Colonial Frontier Archived 2021-08-15 at the Wayback Machine.. Stanford University Press, 2011.
  10. "Afghanistan: The Heart of Silk Road in Asia". thediplomat.com. مؤرشف من الأصل في June 9, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 26, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 2007-04-16 باندې). Once called paradise, now Kabul struggles to cope.
  12. Abdul Zuhoor Qayomi. "Kabul City: Isn't just capital of Afghanistan but of palaces as well - Afghanistan Times". Afghanistan Times. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sayed A Azimi. "Reversing Kabul's Environmental Setbacks". www.linkedin.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 18 July 1973 باندې). Afghan King Overthrown; A Republic Is Proclaimed.
  15. Dateline Mongolia: An American Journalist in Nomad's Land by Michael Kohn
  16. ""Mein Kabul": ORF-Reporterlegende Fritz Orter präsentiert im "Weltjournal" "seine Stadt" – am 31. August um 22.30 Uhr in ORF 2". OTS.at (په الماني ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۹ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 17 October 2009 باندې). Remembering Afghanistan's Golden Age.
  18. "Kabul Residents, Visitors Recall Capital's Golden Era Before Conflict". RFE/RL. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Taliban Peace Talks in Afghanistan". 28 May 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "History of Kabul". Lonely Planet. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. American Heritage Dictionary of the English Language, 1969.
  22. "Definition of KABUL". www.merriam-webster.com. مؤرشف من الأصل في ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Kakar, M. Hassan (2008). "Kabul". Oxford Encyclopedia of the Modern World. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-517632-2. 
  24. "Kabul". Concise Oxford Dictionary of World Place Names (6). (2020). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-190563-6. 
  25. "Kabul". Concise Oxford Dictionary of World Place Names (6). (2020). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-190563-6. 
  26. Kakar, M. Hassan (2008). "Kabul". Oxford Encyclopedia of the Modern World. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-517632-2. 
  27. Adamec, p.231
  28. Adamec, p.231
  29. Nancy Hatch Dupree / Aḥmad ʻAlī Kuhzād (1972). "An Historical Guide to Kabul – The Name". American International School of Kabul. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 2001-11-12 باندې). Kabul: City of lost glories. BBC
  31. del Castillo, Graciana (2014-04-02). Guilty Party: The International Community in Afghanistan. Xlibris Corporation. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781493185702. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Emadi, Hafizullah (2005). Culture and Customs of Afghanistan. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313330896. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Marsden, Peter (1998-09-15). The Taliban: War, Religion and the New Order in Afghanistan. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781856495226. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Nancy Hatch Dupree / Aḥmad ʻAlī Kuhzād (1972). "An Historical Guide to Kabul – The Name". American International School of Kabul. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Ring, Trudy (1994). International Dictionary of Historic Places: Asia and Oceania. Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781884964046. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Runion, Meredith L. (2007). The History of Afghanistan. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313337987. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "World Weather Information Service - Kabul". United Nations. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

نور ولولئ[سمول]