تېمور شاه دراني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تېمور شاه درانی
د افغانستان پادشاه
هديرهد تېمور شاه مقبره، کابل
شاه زمان خان
سټهشاه زمان

شاه محمود هوتک

شاه شجاع
کورنۍدراني کورنۍ
پلاراحمد شاه درانی


تیمور شاه دراني چې د تیمور شاه ابدالي په نوم پېژندل کېږي (۱۷۴۸ – ۲۰ مۍ ۱۷۹۳ ز کال) د دراني سترواکۍ دویم واکمن و چې له ۱۷۷۲ ز کال نه یې تر ۱۷۹۳ ز کال پورې د خپلې مړینې تر مهاله واکمني وکړه. هغه په خټه پښتون او د احمدشاه دراني دویم مشر زوی و. هغه د دراني سترواکۍ پر مهال د پنجاب د ګڼ شمېر ښارونو پیاوړی والي و، خو په معمول ډول، کله به چې سیک ځواکونو په کوم ښار کې ده ته ماته ورکړه، هغه ښار به یې خوشی کړ. د تیمورشاه واکمني د هغه د پلار احمدشاه دراني له مړینې وروسته پیل شوه. د ده واکمنۍ په دراني سترواکي کې ګډوډي رامنځته کړه، ځکه یو شمېر جنګیالیو د واک ترلاسه کولو په موخه مبارزه پیل کړه، تیمورشاه د خپل ورور همایون میرزا د ائتلاف پر وړاندې بریالي مبارزه وکړه او واک یې د ځان لپاره خوندي کړ. د هغه د واکمنۍ مهال د دراني سترواکۍ لپاره د سختې دورې شاهد و، تیمورشاه په مشخصه توګه د دراني سترواکۍ پلازمېنه له کندهار نه کابل ته بدله کړه، هغه چاره چې د معاصر افغانستان په ننني وضعیت باندې چې کابل ښار یې پلازمېنه ده اغېز کوي. تیمورشاه له پېښور نه د ژمنۍ پلازمېنې په توګه ګټه اخیستله. [۱]

تیمورشاه د خپلو هغو دښمنانو پر وړاندې چې هڅه یې کوله او باور یې درلود، چې دراني سترواکي له شیندل کېدو سره مخامخ ده، ګڼ شمېر مبارزې ترسره کړې، همدارنګه یې په پنجاب سیمه ګڼ شمېر بریدونه مدیریت کړل. هغه د بخارا له پاچا سره د هغه پر ضد د ګڼ شمېر بغاوتونو پر وړاندې جګړه وکړه. د هغه له مړینې وروسته، د هغه زوی شاه زمان دراني د هغه ځای ناستی شو، او د ځای ناستي توب پر سر کړکېچ د تیمور د ګڼ شمېر زامنو، په پام وړ توګه د شاه شجاع دراني او شاه محمود دراني ترمنځ رامنځته شو.

لومړنی ژوند (۱۷۴۶- ۱۷۲۲ ز کال)[سمول]

تیمورشاه هغه مهال چې پلار یې احمدشاه دراني د افشاري سترواکۍ له واکمن نادر افشار سره یوځای و ،په ۱۷۴۶ ز کال کې په مشهد کې وزېږېد. په ۱۷۴۷ ز کال کې هغه مهال چې نادرافشار ووژل شو، تیمورشاه له خپل پلار احمدشاه دراني سره کندهار ته لاړ، هغه (احمدشاه) هلته د خپل ځان لپاره د واک په جوړولو پیل وکړ او افغان دراني سترواکي یې جوړه کړه. تیمورشاه په ۱۷۵۷ ز کال د مغولي سترواک دویم عالمګیر له لور سره په واده کولو په چټک ډول واک ته د رسېدو شاهد و.[۲][۱][۳]

هغه د سرهند ښار واکمني د خپل واده په تحفه کې ترلاسه کړه او وروسته یې په ۱۷۵۷ ز کال کې (هغه مهال چې یوازې ۹ کلن و) د ۱۷۵۷ ز کال له مۍ میاشتې نه د ۱۷۵۸ ز کال تر اپریل میاشتې پورې د یوه کال لپاره د خپل پلار له خوا د پنجاب، کشمیر او سرهند سیمې د نایب السلطنت لقب هم ترلاسه کړ. احمدشاه دراني له ځنډ پرته د خپل تر ټولو باور وړ سرتېري اولمیر خان اپریدي مشر زوی توریالی خان اپریدي تیمورشاه ته د آس سورلۍ او تورې وهلو د ور زده کولو په موخه وګوماره. توریالي خان اپریدي د تیمورشاه د ساتنې او خوندیتوب مسئولیت هم پر غاړه درلود، له همدې امله هغه تل له تیمورشاه دراني سره په شاهي ماڼۍ کې اوسېده.[۴]

په لومړنیو کلونو کې تیمورشاه خپل وخت د خپل پلار احمدشاه دراني لپاره په هرات او د پنجاب په یو شمېر برخو باندې په واکمنۍ کولو تېر کړ. تیمور شاه د سیکانو او مرهټیانو د سترواکۍ پر وړاندې په جګړه کې د جګړې لومړنۍ تجربه ترلاسه کړه. په دغو جګړو کې د امریستار، لاهور، پېښور او نورې جګړې شاملېدلې. په ورته مهال د جګړې د قوماندان په توګه د هغه لومړی تجربې بریالۍ نه وې، هغه له زیاتو ماتو سره مخامخ شو چې لامل یې هم د جګړې په برخه کې د هغه کمه تجربه او په دغو جګړو کې د هغه پر وړاندې د دښمنانو د شمېر زیاتوالی و. په پایله کې هغه تر ډېره له ماتې سره مخامخ شو او د خپل پلار احمدشاه دراني د ساتنې په موخه افغانستان ته راوګرځېد. په پنجاب کې د هغه د واکمنۍ له محدود کېدلو وروسته، تیمور شاه د خپل لومړني ژوند ډېره برخه په هرات باندې په واک چلولو تېره کړه.[۵]

د احمدشاه مړینه او له همایون سره جګړه (۱۷۷۲ ز کال)[سمول]

په ۱۷۷۲ ز کال کې، احمدشاه له خپلې مړینې څو میاشتې وړاندې تیمورشاه له هرات نه راوغوښت او په عامه توګه یې هغه د دراني سترواکۍ وارث اعلان کړ. احمدشاه دغه پرېکړه د خپلې قبیلوي شورا سره له مشورې پرته وکړه، چې له امله یې د دراني سترواک واک له پوښتنې سره مخامخ او یو مخ پر زیاتوالي درز یې رامنځته کړ چې په راتلونکو کلونو کې یې د دراني سترواکۍ لپاره ستونزې رامنځته کړې، ځکه قبیلوي شورا تر ډېره د احمدشاه له مشر زوی او د تیمور شاه له ورورسلیمان نه ملاتړ کاوه چې د کندهار والي و. د احمدشاه په دربار کې تر ټولو مخکښو څېرو، لکه: د هغه وزیر، شاولي خان او سردار جهان خان له سلیمان نه ملاتړ کاوه. د هغه درباریانو هڅه وکړه، څو له دغه حقیقت نه په کار اخیستو سره چې مشر زوی باید واک ته ورسېږي، احمدشاه وهڅوي، په خپله پرېکړه بیاکتنه وکړي.[۶]

احمدشاه د هغوی غوښتنه رد کړه او څرګنده یې کړه چې: «تیمور شاه له خپل ورور نه ډېر ستاسو په اداره کولو کې وړتیا لري». همدارنګه یې سلیمان په «بې رحمانه تاوتریخوالي» او د کندهاري درانیانو نه په لرې والي تورن کړ.

هغه مهال چې احمدشاه د مرګ په بستر کې پروت و، سردار جهان خان په هرات کې د تیمور شاه په لرې لیدو شاه (احمدشاه) د هغه پر ضد ولمساوه. دغه چاره د دې لامل شوه، څو احمدشاه د مرګ په بستر کې د تیمورشاه له واکمنۍ نه انکار وکړي، په پایله کې تیمورشاه له خپل ورور سره د حتمي جګړې په موخه خپل ځواکونه چمتو کړل. د تیمور شاه پلان له ستونزې سره مخامخ شو، ځکه د درویش علي خان تر مشرۍ لاندې سني هزاره ګانو بغاوت وکړ، چې په ډېر احتمال سره د سلیمان د ډلې له خوا تحریک شوی و. تیمور شاه په چټکۍ سره دغه بغاوت وځاپه او درویش خان یې بندي کړ، خو هغه وتښتېد. وروسته تیمور شاه هغه ته بښنه وکړه او هرات ته یې وروغوښت، چې بیا یې د هغه د اعدام حکم ورکړ او د هغه وراره محمد خان یې د هغه په ماڼۍ کې مقرر کړ.[۷]

د دروېش د بغاوت پر مهال، احمدشاه د خپلې ناروغۍ له امله د ۱۷۷۲ ز کال د اکټوبر په ۱۶ مه مړ شو. شاه ولي خان او سردار جهان خان د هغه د مړینې خبر پټ وساته او د هغه جسد یې په ډبلو تیکو پوښل شوې تخته باندې کېښود. وروسته یې د شاه ماڼۍ پرېښوده او تر هغه بریده یې چې کولای شو د خزانې اموال یې له ځان سره واخیستل او د کندهار پر لور یې حرکت وکړ. شاه ولي خان ټولو ته اعلان وکړ چې شاه ناروغ دی او امر یې کړی چې یوازې له خپلو اعتباري چارواکو پرته څوک ورته مزاحمت نه شي کولای. د دې لپاره چې دغه چلوټي نوره هم د اعتبار وړ وګرځي، د احمدشاه د ماڼۍ ځانګړي خدمتګار یاقوت خان «ناروغ» واکمن ته خواړه هم وروړل. وروسته له دې شاه ولي خان سلیمان ته خبر ورکړ چې احمدشاه مړ شو او سلیمان یې د پاچا په توګه ټاکلی. په داسې حال کې چې د مهداد خان په ګډون د ګڼ شمېر امیرانو د شاه ولي خان له ځان غوښتنې ښه نه راتلل، له همدې امله هغه (مهداد خان) د تیمور خواته ولاړ او هغه یې په کندهار کې له روان حالت نه خبر کړ. تیمورشاه کندهار ته حرکت وکړ، څو له شاه همایون سره مخامخ شي. شاه ولي خان د تیمور له لښکرکشۍ نه په ویرې له شاه همایون سره مشوره وکړه او هوکړه یې وکړه چې، هغه له شاهزاده تیمور نه د هرکلي په موخه د هغه مخې ته ورشي. هغه په آسونو باندې له سپرو ۱۵۰ کسانو سره له کندهار نه حرکت وکړ او په فراه کې د شاهزاده تیمور ځواکونو ته په مخه ورغی. له دې امله چې هغه تیمورشاه ته خبر نه و ورکړي، کله چې هغه له آس نه ښکته شو، تیمور شاه د شاه ولي خان د وژلو امر ورکړ. انګوخان بامیزايي، شاه ولي خان، د هغه دوه زامن او دوه خوریان ووژل. له دغې چارې وروسته شاه سلیمان واک تیمورشاه ته پرېښود او د امیر حبیب الله خان په خبره د هغه له وفادارو پیروانو نه شو.[۷][۸][۹][۱۰]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Timur Shah, Ruler of Afghanistan.
  2. "Taimur Shah". 19 December 2000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Taimur Shah". 19 December 2000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Taimur Shah". 19 December 2000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Christine Noelle-Karimi 2014، ص. 128.
  6. Drahm 2020، ص. 144.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Drahm 2020، ص. 145.
  8. Muhammad Katib Hazarah, Fayz (2012). "The History Of Afghanistan Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj Al Tawārīkh By R. D. Mcchesney, M. M. Khorrami". AAF: 131. https://archive.org/details/the-history-of-afghanistan-fayz-muhammad-katib-hazarahs-siraj-al-tawarikh-by-r.-/page/n255/mode/2up?view=theater. Retrieved 11 November 2021. 
  9. Muhammad Katib Hazarah 2012، ص. 56.
  10. Muhammad Katib Hazarah 2012، ص. 55.