دراني کورنۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د درانيانوکورنۍ
Temur-Shah.jpg
اعليحضرت تېمور شاه درانى' (په انگرېزي: Timur Shah Durrani) د افغانستان د لوى او نوميالي مشر ، د افغان دولت د بنسټ اېښودونكى او ټولواكمن اعليحضرت احمد شاه بابا زوى وو ، چې د ۱۷۴۸ ز كال د مى په ۱۸ زېږېدلى دى . تېمور شاه په ۱۷۷۳ ز كال كې د خپل پلار له مړينې وروسته د افغانستان پر پلاز كېناست . د افغانستان پلازمینه دده د واكمنۍ پر مهال له كندهار نه كابل ته ولېږدول شوه .
Shah-Zaman-Khan.jpg
اعليحضرت شاه زمان د اعليحضرت تېمور شاه زوى ، د لوى ، ملي اتل او ټولواكمن اعليحضرت احمد شاه بابا لمسى وو ، چې په ۱۷۷۰ ز كال كې زېږېدلې دى . دغه نوميالى امپراتور په ۱۷۹۳ ز كال كې د خپل پلار تېمور شاه له مړينې وروسته د افغانستان پاچا شو . له احمد ساه بابا نه وروسته په ملي تاريخ كې اعليحضرت شاه زمان يوه داسې روښانه څېره ده ، چې ملي تاريخ يې په ښه نامه يادوي . شازمان ته كه ربړونه نه واى پېښ شوي نه يوازې چې افغانستان يې ساته ، بلكې هندوستان ته يې هم د انگرېزانو له نېواك نه نجات وركاوه .
Shah-Shuja-ul-Mulk.png
شاه شجاع د اعليحضرت تېمور شاه زوى د ۱۷۸۵ ز كال د نوامبر د مياشتې په ۴ زېږېدلى دى . دده لومړنۍ دوره پاچاهۍ په ۱۸۰۳ ز كال كې د شاه محمود سدوزي تر واكمنۍ وروسته پيل كيږي او تر ۱۸۰۹ ز كاله دوام كوي . پر ۱۸۰۳ ز كال د کابل ، لوگر ، كلات او غزني غلځيو په گډه شاه شجاع ته بلنه وركړه، چې كابل ته راشي . دا مهال وزير فتح خان په پېښور كې وو . په پايله كې شاه محمود سدوزى يا ياغي محمود خلع شو او شاه شجاع د محمود تر درې كلنې واكمنۍ وروسته پادشاه شو . خو د لوى افغانستان د خراسان ولايت ، نيشاپور او مشهد له لاسه ووتل .
ټوله آبادي
څو میلیونونه
هغه سيمې چېرته چې دا قبيله آباده ده
افغانستان
ژبې

پښتو, بلوڅي

مذهبونه

اسلام

دراني سلسله په ۱۷۴۷ ز کال کې د افغانستان په کندهار کې د احمدشاه دراني له خوا تاسیس شوه. هغه ګڼ شمېر پښتنې قبیلې سره یوځای کړې او له خپلو بلوڅو متحدینو سره یې دراني سترواکي جوړه کړه، چې په خپل اوج کې نننی افغانستان، پاکستان، د ایران یو شمېر شمال ختیځې برخې، ختیځ ترکمنستان، شمال لویدیځ هند او د کشمیر سیمه په کې شاملېدل. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې بارکزي سلسله، د درانیو ځای ناستې شوه.

احمدشاه او د هغه لمسیان د درانیو(چې په رسمي ډول د ابدالیانو په توګه پېژندل کېږي) له پوپلزي قوم نه و، چې په کندهار کې له هوتکي سترواکۍ وروسته یې دویمه پښتني سترواکي جوړه کړه. د اتلسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې درانیان د احمدشاه دراني د رهبرۍ له امله ډېر د پام وړ وو.[۱][۲]

د دراني سلسلې پیل[سمول]

د ۱۷۴۷ ز کال په جون میاشت کې د نادر افشار له واکمني وروسته، کله چې نوموړی د خپلو فارسي سرتېرو له خوا ووژل شو، د نادر شاه رول پای ته ورسېده. د ۱۷۴۷ ز کال په جولای میاشت کې کله چې افغان مشران په کندهار کې په یوه لویه جرګه کې  سره راغونډ شول، څو د ابداليانو نوی مشر وټاکي، ځوان ۲۵ کلن احمد خان دغه مقام ته وټاکل شو. ځوان احمد خان د واکمنۍ د نورو مدعیانو په خوا کې په خپله ګټه څو فکتورونه لرل:[۳]

  • هغه د سدوزي قبیلې چې هغه مهال په پښتنو قبایلو کې تر ټولو مخکښه قبیله وه د لوی مشر اسدالله خان لمسی و.
  • هغه له شک پرته یو کاریزماتیک رهبر او پیاوړی جنګیالی و چې ۴۰۰۰۰ پیاوړی، روزل شوی او وفاداره ځواک یې په واک کې درلود.[۴]
  • هغه د نادر افشار د کوه نور د الماسو په ګډون، د نادر افشار د خزانې ډېره برخه په واک کې لرله.

احمدشاه خپله مبارزه له غلجايي پښتنو نه د غزني په نیولوسره پیل کړه، کابل او پېښور یې د مغولي والي نصیر خان نه ونیول او د سیند تر سیند پورې سیمه یې په ۱۷۴۷ ز کال کې ونیوله. په ۱۷۴۹ ز کال کې مغولي واکمن اړ شو، څو سیند، پنجاب سیمه او د اباسین سیند (Indus River) احمدشاه ته وسپاري، څو خپله پلازمېنه د افغانانو له برید نه وژغوري. له جګړې پرته په ختیځ کې د پام وړ قلمروله لاسته راوړوسره سم، احمدشاه لوېدیځ ته مخه کړه، څو هرات چې د نادرافشار د لمسي فارسي شاهرخ له خوا اداره کېده ونیسي. له نږدې یو کال کلابندي او په مشهد (د نن ورځې ایران) کې له خونړۍ نښتې وروسته هرات د احمدشاه لاسته ورغی. له هغه وروسته ،احمدشاه خپل ځواکونه د هندوکش غرونو د شمالي سیمو په نیولو پسې ولېږل. دغه پیاوړی ځواک، په لنډ مهال کې د شمالي افغانستان ترکمني، ازبکي، تاجیکي او هزاره ګي قبیلې تر خپل کنترول لاندې راوستې. احمدشاه د درېیم ځل او بیا د څلورم ځل لپاره د مغولي سترواکي په پاتې شونو برید وکړ، پنجاب او کشمیر یې په بشپړ ډول ونیول. له هغه وروسته، د ۱۷۵۷ ز کال په لومړیو کې یې په ډیلي برید وکړ، خو مغولي سلسلې ته یې اجازه ورکړه، تر هغه مهاله چې د پنجاب، سیند او کشمیر حاکم د احمدشاه واکمني تصدیق کوي، یوازې تش په نامه په خپل ځای پاتې شي. احمدشاه خپل زوی تیمورشاه د خپلو ګټو ساتلو په موخه په هند کې پرېښود او افغانستان ته راوګرځېد.[۵]

احمد شاه چې د قزاقستان تر پولو پورې د چینايي چینګ سلسلې له مخکې تګ نه اندېښمن و، هڅه یې وکړه چې ګاونډي مسلمان خانات (سمرقند او بخارا) او قزاقان ظاهراً د خپلو لوېدیځو مسلمانو د آزادولو لپاره په چین باندې د برید په موخه یو موټی کړل. احمد شاه له چینايي چینګ سره سوداګري بنده کړه او قوقند ته یې ځواکونه ولېږل. په ورته مهال په هند باندې د ده بریدونو دولتي خزانه تشه کړې وه او په مرکزي آسیا کې یې د ځواکونو د کمېدو لامل شوی و، له همدې امله د کافي منابعو د نشتوالي له امله هغه نه شو کولای، هرڅه وکړي، یوازې دا چې د ناکامو خبرو په موخه بیجینګ ته پلاوی ولېږي.[۶][۷]

د یوه ملت جوړول او له کړکېچ جوړوونکو ګاونډیانو سره مبارزې[سمول]

په شمالي هند کې د مغولو واکمني د اورنګزېب د واکمنۍ له مهاله، چې په ۱۷۰۷ ز کال کې مړ شو، د زوال پر لور وه. د ۱۷۵۱- ۱۷۵۲ ز کلونو ترمنځ د مرهټیانو او مغولو ترمنځ هغه مهال چې بالاجي باجيراو د مرهټیانو پیشوااو وزیر و، د احمدیه هوکړه لاسلیک شوه. د دغې هوکړې له مخې مرهټیانو له خپلې پلازمېنې پونې نه نږدې ټول هند کنټرول کاوه او د مغولو واکمني یوازې دیلي ته اړوند شوه (مغولیان یوازې تش په نامه د ډیلي واکمنان وو). مرهټیانو هڅه وکړه چې، خپله واکمني د هند تر شمال لوېدیځه وغځوي. احمد شاه په مغولي پلازمېنه برید وکړ او د غنایمو په ترلاسه کولو ترې په شا شو. پیشوا بالاجي باجیراو له افغانانو سره د مقابلې په موخه راغونترائو (Raghunathrao) ولېږه. هغه روهیلانو او افغانانو ته په پنجاب کې ماتې ورکړه او بریالی شو چې تیمور شاه او د هغه دربار له هنده وباسي. لاهور، ملتان او د اټک نه یې هندي پلو ته ټولې صوبې د مرهټیانو تر کنترول لاندې راوستې.[۸][۹]

احمدشاه ابدالي د مرهټیانو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ، بېلابېلې پښتنې قبیلې او د بلوڅانو۰۰۰ ۲۵ تنه د قلات د خان میر نوري ناصر خان بلوچ تر مشرۍ لاندې د هغه له پوځ سره یوځای شول. په لومړیو نښتو کې افغانان او بلوڅان د کوچنیو مرهټي ډلو پر وړاندې په شمال لوېدیځ هند کې بریالي شول. په ۱۷۶۰ ز کال کې مرهټي ډلې د سادیشراو بهاو (Sadashivrao Bhau) تر قوماندې لاندې په کافي اندازه لوی پوځ سره یوځای شوې. یو ځل بیا، په شمالي هند د کنترول په موخه پاني پت د دوو دښمنو ډلو د سیالۍ صحنه وه. د پاني پت درېیمه جګړه (۱۷۶۱ ز کال جنوري میاشت) د دوو لویو هندي او مسلمانو ځواکونو ترمنځ په ۱۲ کیلومترۍ جبهه کې وشوه. د مرهټیانو د قاطعانه ماتې سره، هغه ډول چې ممکن و، احمدشاه د خپلې ولکې لاندې سیمو کې په سوله ییز ډول کنټرول ولري، د ګڼو ګواښونو له امله اخلال شو. تر هغه ځایه چې تلفاتو ته اړوندېږي، افغانانو د پاني پت په درېیمه جګړه کې زیات زیانونه ومنل. دغې کمزورتیا په پنجاب د هغه واکمني کمزورې کړه، چې د مخ پروده یاغي سکانو لاس ته ولوېد. همدارنګه په شمال کې د بخارا په سیمه کې هم یو شمېر بغاوتونه رامنځته شول.[۱۰]

په پاني پت کې د احمد شاه بریا د هغه د اوج ټکی و.هغه مهال دراني سترواکي له عثماني سترواکي وروسته دویمه لویه اسلامي امپراتوري وه. په ورته مهال، د هغه له مړینې وړاندې د دغې سترواکي په شیندل کېدو پیل وکړ. په ۱۷۶۲ ز کال د شپږم ځل لپاره له افغانستان نه د سکانو د ځپلو په موخه ووت. هغه په لاهور برید وکړ او د هغوی د سپېڅلي ښار امریستار له نیولو وروسته یې په زرګونو سیکان قتل عام کړل او د هغوی د درناوي وړ طلايي معبد یې ړنګ کړ. د دوو کلونو په اوږدو کې سکانو یوځل بیا بغاوتونه پیل کړل او خپل سپېڅلی ښار امریستار یې بیا ورغاوه. احمدشاه څو ځله هڅه وکړه، چې سکان د تل لپاره تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو پاتې راغی.[۱۱]

د ۱۷۷۱ ز کال په لومړیو کې، د پاني پت په درېیمه جګړه کې په شمالي هند کې د مرهټیانو د واکمنۍ له سقوط نه لس کاله وروسته، مرهټیانو د مهدجي سیندي تر مشرۍ لاندې ډیلی بېرته ونیو او مغولي امپراتور دویم شاه عالم یې په ۱۷۷۲ ز کال کې د واک پر ګدۍ کښېناوه. احمدشاه په شمال کې له بغاوتونو سره مخامخ شو چې په پایله کې هغه او د بخارا ازبک امیر هوکړې ته ورسېدل چې آمو سیند به د دوی د سیمو ترمنځ د وېش نښه وي. احمدشاه د کندهار په ختیځ غرونو کې خپل کور ته راوګرځېد، چېرې چې د ۱۷۷۳ ز کال د اپریل په ۱۴ مه مړ شو. هغه د قبیلوي همکاریو او مخالفتونو د توازن په برابرولو کې په پام وړ توګه بریالی و او هغه تر ډېره قبیلوي انرژي له بغاوتونو نه په لرې کېدو هدایت کاوه. هغه د احمدشاه بابا یا «د افغانستان پلار» په توګه پېژندل کېږي.[۱۲][۱۳]

واک ته د احمدشاه د رسېدو پر مهال، په پښتنو کې ګڼ شمېر قبیلې موجودې وې، د کومو چې سرچینه نامعلومه وه. باور پر دې دی چې ډېری هغه له لرغونو آریايي قبیلو نه دي، خو د هغوی مشترکه وجه د پښتو ژبه وه. په ختیځ کې وزیرو او د هغوی نږدې خپلوانو مسعودیانو له ۱۴ مې پېړۍ راهیسې د مرکزي سلیمان غرونو په غونډیو کې ژوند کاوه. د ۱۶ مې پېړۍ په وروستیو او د مغولو له وروستیو بریدونو وروسته، یو شمېر قبیلې، لکه: شینواري، یوسفزي او مومند د کابل سیند له پورتنیو درو نه د پېښور لوېدیځو، شمالي او شمال ختیځو درو او دښتو ته کډه شول. افریدیان له ډیر مهاله د خیبر لارې د سویلي غرونو په لړیو او غونډیو کې استوګن و. د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې درانیان د کندهار ولایت په لوېدیځو او شمالي سیمو کې مېشت وو.[۱۴]

د دراني سلسلې د زوال اصلي لامل د مرهټیانو پر وړاندې د زرګونو افغان جنګیالیو له لاسه وتل او همدارنګه د سیکانو بې وقفې هڅې وې. په داسې حال کې چې افغانانو مرهټیانو ته د پاني پت په درېیمه جګړه کې سخته ماته ورکړه، خو د دراني سترواکۍ نظامي ځواک هم تر ډېره په دغه جګړه کې له منځه ولاړ. سیک یاغیانو د هغو ستونزو له امله چې وړاندې یې د افغانانو له لاسه تحمل کړې وې، له مرهټیانو سره په جګړه کې د افغانانو له کمزورتیا او پر پنجاب د هغوی د کنټرول له کمښت نه استفاده وکړه، په یاغیتوب یې پیل وکړ او په پایله کې د رنجیت سنګ تر مشرۍ لاندې سره یو موټي شول. دوی وتوانېدل امریستار (په ۱۸۰۲ ز کال کې)، لودیانا (۱۸۰۶ز)، ملتان، کشمیر، لادکا، پېښور، خیبر دروازه او لاهور ونیسي. د رنجیت سنګ د مړینې پر مهال، سیکانو کشمیر او پنجاب په بشپړ ډول له افغانانو نیولي وو.

په ۱۸۳۷ ز کال کې د جمرود جګړه، د افغانانو او سیکانو ترمنځ وروستۍ جګړه وه. غازي اکبر خان د سیکانو پر وړاندې په دغه جګړه کې د افغانانو مشري کوله، چې کابل ته له راګرځېدو وړاندې یې د سیکانو قوماندان هري سنګ نالوا وواژه.

سرچینې[سمول]

  1. "Ahmad Shah and the Durrani Empire". Library of Congress Country Studies on Afghanistan. 1997. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Durrani dynasty". Louis Dupree, Nancy Hatch Dupree and others. (2010). Encyclopædia Britannica Online. 
  3. Vogelsang, Willem (2003). The Afghans. Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 228. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-19841-3. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Durrani dynasty". Louis Dupree, Nancy Hatch Dupree and others. (2010). Encyclopædia Britannica Online. 
  5. Vogelsang, Willem (2003). The Afghans. Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 229. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-19841-3. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kim, Ho-dong (2004). Holy war in China: the Muslim rebellion and state in Chinese Central Asia, 1864–1877. Stanford University Press. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-4884-1. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Newby, Laura J. (2005). The Empire and the Khanate: a political history of Qing relations with Khoqand c. 1760–1860. BRILL. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-14550-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Patil, Vishwas. Panipat.
  9. Roy, Kaushik (2004). India's Historic Battles: From Alexander the Great to Kargil. Permanent Black, India. د کتاب پاڼي 80–1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7824-109-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Treaty of Kalat between Balochistan and Afghanistan in 1758" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Afghanistan and the Search for Unity" Omrani, Bijan, published in Asian Affairs, Volume 38, Issue 2, 2007, pp. 145–157.
  12. Reddy, L. R (2002). Inside Afghanistan: end of the Taliban era?. APH Publishing. د کتاب پاڼې 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7648-319-3. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ganḍā, Singh (1959). Ahmad Shah Durrani: Father of Modern Afghanistan. Asia Pub. House. د کتاب پاڼې 457. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4021-7278-6. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Ahmad Shah and the Durrani Empire". Library of Congress Country Studies on Afghanistan. 1997. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)