شاه زمان خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


شاه زمان خان
د افغانستان پادشاه
کورنۍدراني کورنۍ
پلارتېمور شاه دراني

اعليحضرت شاه زمان (شاه زمان سدوزی) د اعليحضرت تېمور شاه زوى ، د لوى ، ملي اتل او ټولواكمن اعليحضرت احمد شاه بابا لمسى وو ، چې په ۱۷۷۰ ز كال كې زېږېدلې دى . دغه نوميالى امپراتور په ۱۷۹۳ ز كال كې د خپل پلار تېمور شاه له مړينې وروسته د افغانستان پاچا شو . له احمد شا بابا نه وروسته په ملي تاريخ كې اعليحضرت شاه زمان يوه داسې روښانه څېره ده ، چې ملي تاريخ يې په ښه نامه يادوي . شازمان ته كه ربړونه نه واى پېښ شوي نه يوازې چې افغانستان يې ساته ، بلكې هندوستان ته يې هم د انگرېزانو له نېواك نه نجات وركاوه .

اعليحضرت شاه زمان په ملي تاريخ كې يو مدبر ، هيله من ، سياستوال او زړور سرلښكر پېژندل شوى . دغه دوران زموږ په ملي تاريخ كې د اهميت وړ دى ، چې زموږ دوه دوښمنان سره يو كيږي او لوى افغانستان كوچنى كيږي . دې خبرې ته پاملرنه په كار ده ، چې كه چيرې د افغان بچي ته د همت او سرلوړۍ هيله پيدا كېدله ، نو په كار دي چې بيا دغه عوامل وپېژني . كله چې اعليحضرت شاه زمان پاچا شو ، بهرني او كورني حالات ډېره له خطره ډك وو . بهر كې انگليسانو د هند زياته برخه نېولې وه . په ايران كې هم قاجاري حكومت ټينگ شوى وو . ايران ددې لپاره چې د افغانستان لوديځ ولايتونه لكه نېشاپور ، مشهد او هرات ونيسي ، هم له روسانو نه مرسته غوښته او هم يې د لوى افغانستان پر خلاف په ۱۸۰۰ ز كال كې له انگليسانو سره يو تړون لاسليك كړ او په ښكاره يې دا ومنله ، چې كه اعليحضرت شاه زمان د هند خواته حركت وكړي ، ايران به پر لوېديزو ولايتونو بريد كوي او كه چيرې اعليحضرت شاه زمان د ايران په لوري وخوځيږي ، انگليسان به په ختيزو ولايتونو وردانگي . يو بهرنى ليكوال وايي ، چې د اعليحضرت شاه زمان پادشاهي د اس پر زين تېره شوه ، ځكه چې دى هر وخت په سفر كې وو . د خراسان او هند ترمنځ په منډو وو او دده پادشاهي ددې خبرې ښه ثبوت دى ، چې په يوه وخت كې دواړوو خواوو سره جنگېدل گران وو . شاه زمان چې ډېر گړندى سړى وو له هرې خوا گرم شو . په دې مهال انگرېزانو ډيلي ته ځان رسولى وو ، سكهانو هم يوه مشري او انتظام موندلى وو . خو تر ټولو گرانه خبره سلطان محمود دده ورور وو ، چې د شاه محمود درانی په نامه ياديږي . وزير فتح خان ، چې دده ماما او لوى وزير وو ، يو ناكراره او خاين سړى وو. ځينې كورني تاريخ ليكونكي پر اعليحضرت شاه زمان دا اعتراض لري ، چې تا شاه محمود دوه پلا ونيوه ولې دې مړ نه كړ ؟ بهرنيو مورخينو دا نيوكه كوله ، چې شاه زمان لومړى بايد له ايران سره معامله پاى ته رسولې واى ، بيا يې هند ته مخه كړې واى . ټول هندوستان شاه زمان ته انتظار درلود ، چې له انگيسانو يې خلاص كړى واى . شاه زمان د خپلواكۍ اتل بلل كېده او د هند د ميسور استازى دده حضور ته راغى ، چې پر هند حمله وكړي . په داسې حال كې د هند ملي پرگنو د شاه زمان په لوري كتل . انگيسانو بله چاره نه درلوده ، پرته له دې چې د ايران له قاجاري حكومت نه مرسته وغواړي . د ايران قاجاري پاچا آغا محمد خان قاجار يو ډېر ظالم سړى وو . بيا هم د خراسان ولايت په نيولو ايرانيانو ورسره مرسته كوله . د ((دره الزمان )) په كتاب كې د انگلستان د سفير نظر ، چې ايران ته تللى وو ، داسې راغلى دى : (( زمان شاه د افاغنه وو سلطان زه د يوه غښتالي دښمن په توگه په هند كې پېژنم . زمان شاه پرته له كومې بهرنۍ مرستې نه كولاى شي ، چې پخپلو مټو په مساعد وخت كې پر هندوستان حمله وكړي . زمان شاه هله درولى شو ، چې دده په تومن ( هېواد ) كې نفاق ته لمن ووهو . )) د زمان شاه فصل په ملي تاريخ كې په دې ډېر اهميت لري ، چې له همدې ځايه د افغانستان امپراتوري يا لوى افغانستان نړيږي . شاه زمان پخپله يو ملي اتل دى ، خو دده اخلاق داسې وو ، چې وروسته دى پخپلو اخلاقو گرم او ملامت وگڼل شو . اوس چې دا جريان وليكل شو ، تاسو لوستونكي پخپله قضاوت وكړئ ، چې ده څه بايد كړي واى ؟ دې نه مخكې د (( دره الزمان )) له مخې اعليحضرت شاه زمان ملي اتل او د ايران له دولت سره دده كړنه ليكم : په كال ۱۲۱۰ هـ ق كې شاه زمان په هند او پنجاب كې لگيا وو ، آغا محمد خان قاجار د زيارت په پلمه مشهد ته ننوت . د افغانستان له پلوه شاه رخ هلته واكمن وو ، هغه يې مړ كړ ، د هغه زوى نادر ميرزا كابل ته راغى . آقا محمد شاه ، چې له شاه زمان نه په وېره كې وو ، خپل استازى ، چې محمد حسين خان قراكوزلو نومېده ، له ډېر مال او ډاليو سره د شاه زمان دربار ته راولېږه . په دې كې دوه كيفيته وو : يو دا چې د مشهد د دريو كلو د خراج په اندازه يې سوغات ورولېږه ، او بله دا چې ده وويل ، غواړم بخارا ونيسم . افغان اتل شاه زمان مخكې له دې چې د ايران سفير ومني ، هغه ته يې دا وښودله چې دى غواړي هندوستان فتح كړي او انگليسان له هغې زمكې نه وباسي . نو د ايران سفير ته يې خپل پوځي رسم گذشت وښود . كله چې د ايران سفير د افغانستان د لښكرو څرنگوالى آقامحمد قاجار ته څرگند كړ ، دى پوه شو او د خراسان له حدودو يې خپل لښكر په بشپړه توگه وايست . شاه زمان خپل سفير گدا محمد ، چې په گدو خان اوڅار وو ، تهران ته واستاوه . كله چې د آغا محمد خان قاجار درپار ته ورغى ، د هغه مهال له دود سره سم ، ((امين خلوت )) لكه د دربار وزير وو ، گدا محمد يې له لاسه ونيوه ، آقامحمد قاجار ته يې وويل : دا دى د دراني پاچا سفير گدا محمد قدم بوسۍ يانې پښو ښكلولو ته حاضر دى . افغان سفير په قهر شو ، د امين خلوت لاس يې پورې واهه او ويي ويل : دا څه چټيات (( شطحيات )) واييې . آقامحمد قاجار حيران شو ، امين خلوت ته يې وويل ، څوك د يوه معظم دولت سفير داسې نه معرفي كوي . اوس به وگورئ چې شاه محمود سدوزى او وزير فتح خان ، ماما او خوريي څه كوي ؟ په كال ۱۲۱۲ هـ ق كې چې كله آقامحمد قاجار ووژل شو ، فتح علي شاه قاجار دده پر ځاى د تهران پر تخت كېني . شاه محمود سدوزى او وزير فتح خان د فتح علي شاه قاجار دربار ته ځي ، د خراسان ولايت هغه ته سپاري او له شاه زمان سره د مقابلې لپاره مرسته اخلي . يانې د خپل ورور په مقابل كې . شاه زمان او شاه محمود دواړه د تېمور شاه دراني زامن دي . كله چې شاه زمان ته رسيږي ، شاه محمود د مقابلې توان په ځان كې نه ويني ، نو خپله مور ، چې د سردار پاينده خان خور وه ، قران شريف په سر شاه زمان ته ليږي . د شاه محمود مور خپل ټيكرى وغوړوي او قران شريف ورباندې كېږدي . شاه زمان دغه عذر او ننواتې ومنلې ، مگر هېواد ته لويه صدمه ورسېده . شاه زمان بايد دا نه واى منلې ؟ ځكه دى پوهېده ، چې اسلام او پښتونولي دوى صرف خپل ځانونه خلاصوي . نو په كار وو چې دې خبرو ته يې نه واى كتلې ؟ چې ورته ويې كتل بيا هېواد برباد شو . ددې خبرې قضاوت گران دى . بيا هم بويه قضاوت وشي ! ځكه سياست بد فن دى ، اخلاق او صداقت پكې نه ځاييږي . وروسته چې كله شاه محمود په ۱۸۰۹ ز كال كې پاچا شو ، قاجاريانو بې غمه د خراسان افغان ولايت ونيو . هغه ولايت چې صفاريانو ، غزنويانو ، غوريانو ، ابداليانو تر ۱۸۰۹ كاله پورې ساتلى وو . دادى د شخصي او كورنيو جگړو له كبله له لاسه ووت او قاجاريان په دې هم قانع نه شول ، دوى څو څو ځله فتح علي شاه قاجار ، محمد شاه قاجار ، ناصر الدين شاه قاجار بيا پر هرات حملې وكړې او هراتيانو يې پر وړاندې كلك مقاومت وكړ . صوفي اسلام هم د هرات په ساتنه كې شهيد شو . ورپسې سيكهانو په پنجاب كې پښې ټينگې كړې او لوى افغانستان مخ په نړېدو شو ، ځكه چې ملي مصالح چا نه وو پېژندلي او د باركزو سردارانو د سدوزو هېڅ ډول روغه ونه منله . همدغه شاه محمود او وزير فتح خان د شاه شجاع او شاه زمان لاس ته ورغلل ، خو هغو بيا وبښل او دوى بيا وتښتېدل او ايران ته يې پناه يووړه او قاجاريانو بيا مرسته وركړه .

د شاه زمان په اړه د بهرنيانو نظريات[سمول]

فرير د افغانستان په كتاب كې ليكي چي : (( شاه زمان هوښيار، زړور، پوه او فعال مېړنى وو. هغه تل د اس پر زين سپور له يوې جگړې نه بلې ته روان وو. د افغانستان خلكو هغه ته د تېمور شاه له نورو زامنو نه ډېر درناوى درلود )) . سري ويليم جان وايي : (( په هند كې د انگليس ټول دوښمنان د كابل خواته ګوري او ټولو شاه زمان ته بلنه وركړې، چې هند ته راشي.)) وزير علي، سلطان ټيپو او د جوناګړ راجا ټول د افغانستان پادشاه هڅوي چې هندوستان ته راشي او د افغاني لښكر ټول خرڅ به دوى وركړي. ان د رامپور نواب غلام محمد پخپله د شاه زمان دربار ته راغی. افغانستان په نولسمه پېړۍ كې وايي تاريخ شهادت وركوي او بهرني مولفين ټول اتفاق لري ، چې شاه زمان يوه ستره نقشه درلوده. ده غوښتل چې د احمد شاه بابا امپراتوري بېرته ژوندۍ كړي، غوښتل يې چې افغانستان يو مقتدر او متمدن دولت وګرزي ، چې نه يوازې د سياسي او پوځي ځواك ښكارندوى وي ، بلكې په ختپځ كې د پوهنې، كولتور او تمدن مركز هم وپېژندل شي )) له بده مرغه دغه نوميالى افغان مشر له سختو داخلي كړكېچونو سره مخامخ شو. خپل ورور يي پر وړاندې د محمدزيانو په مرسته پاڅون وکړ.

هند ته د شاه زمان د يوې لښكركشۍ په اړه[سمول]

اعليحضرت شاه زمان د ۱۷۹۸ ز كال په سر كې له يوه لوى لښكر سره د هند په لوري حركت كوي او په لاهور كې اړوي. كله چې شاه زمان لاهور ته رسيږي د هند په مسلمانانو او هغو ټولو خلكو كې، چې پوهېدل انگرېزي دوكاندارانو د دوى ملك نيولى، يوه عجيبه ولوله، شور او ځوگ پيدا كيږي او په ټول هندوستان كې د اعليحضرت شاه زمان ډنډورې غږېدلې او خلك دده په انتظار ول، چې افغان ژغورونكى شاه زمان لاهور ته رسېدلى. ان مرهټه او نور هندوان هم دده په راتګ خوشاله وو، چې انگرېزان به د دوى له خاورې وايستل شي. انگرېزان سخت وارخطا شول او حاضر وو، چې په شمالي هند كې افغاني واكمني په رسميت وپېژني، خو په دې شرط چې د فرانسې او روسيې مخه ونيسي، چې په دې وخت كې يې غوښتل ، هند ته ځانونه ورسوي. داسې ويل كيږي ، چې د ناپليون بوناپارت استازى هم د شاه زمان حضور ته راغلى وو، خو له بده مرغه د اعليحضرت شاه زمان ورور محمود، چې د هرات والي وو، پر كندهار راځي ، ځان پادشاه اعلانوي او د كابل په لور خوځيږي . محمود ددې پر ځاى ، چې په دغسې يوه حساس وخت كې د خپل هغه مدبر ورور، چې ختيځ او لوېديځ، روس او انگليس ترې په وېره كې وو، د بخارا، ايران او هند بادشاهان ترې خپل موجوديت په خطر كې ليده، ملاتړ وكړي، د ايرانيانو په مرسته د هغه راپرزولو ته ملا تړي او هېڅ ډول ملي شعور او وجدان نه لري . په اسيا كې افغانستان او د هغه لښكر او سر لښكر يوازينى هېواد دى، چې كولاى شي انگرېزان له هند څخه وشړي او اعليحضرت شاه زمان په همدغه نيت هند خواته تللى دى. اوس دې هر افغان يوه پلا د شاه زمان په موقعيت كې وگوري ، چې څه بايد وكړي ؟ په داسې حال كې ، چې محمود له ايراني پادشاه څخه مرسته اخيستې ، د نيشاپور ، مشهد او نورو لوېدېځو سيمو په سودا كولو كې دى ، د زرگونو افغانانو وينې هلته توى شوې دي . د ملي تاريخ دغه دوران ډېر سخت دوران دى ، چې د ميليونونو افغانانو او پښتنو د تباهۍ موجبات راغونډوي . اعليحضرت شاه زمان د هندوستان د ميليونونو خلكو هيلې هم ( يو شمېر بې خبرو او له ملي شعوره بې برخو افغانانو د غلطو اقداماتو په اثر ) تر پښو لاندې كړې او بېرته د كابل او كندهار په لور راخوځيږي ، خو اعليحضرت شاه زمان له هغو كسانو څخه نه دى ، چې خپل هوډ پرېږدي . مردان خپل هوډ نه پرېږدي له لاسه - كه يې سرشي د خوني زمري تر زامه د بخارا پادشاه هم پر شمالي سيمو رادنگلي وو ، خو شاه زما د بخارا پادشاه ، د ايران پادشاه او سيكهان ټول وځپل او ځينې دده له وېري پخپله په شاه ولاړل .

زوال او له واکمنۍ لري کيدل[سمول]

كله چې محمود كندهار ونيو ، شازمان كندهار ته پسې ورځي ، خو محمود د هرات په لور په شاه ځي . شاه زمان هرات ته ورپسې ځي ، محمود د هرات په كلا كې ځان كلابندوي ، شاه زمان ته د خپلې مور په لاس توبه نامه لېږي او عذر ورنه غواړي . اعليحضرت شاه زمان د محمود د مور ، چې دده هم ميره كيږي ، عذر مني او محمود بښي او بېرته يې د هرات د والي په توگه ټاكي . خو محمود څه موده وروسته د كابل د نېولو په هڅه كې د ايران له قاجاري دولت نه د مرستې د ترلاسه كولو لپاره راوانيږي . مورخ غلام محمد غبار وايي : چې اعليحضرت شاه زمان شخصي او كورني عواطفو ته ولې پر ملي گټو غوره اهميت وركړ .؟ كه چيرې يې د محمود او د هغې د مور عذر نه واى منلى او محمود يې نيولى واى ، لوى افغانستان به نه واى وران شوى ! خو د ښځې پلو اچول او د ننواتې منل هم د پښتنو يو خصوصيت دى ، خو ځوانمردي او ناځوانمردي دوه بېلابېلې خبرې دي . البته په ملي تاريخ كې لويه تېروتنه وه . د ملي تاريخ په اوږدو كې نصير خان بلوڅ د احمد شاه بابا په مقابل كې ښورښ وكړ ، مگر كله چې نصير خان بلوڅ پوخلا شو ، نه يوازې چې پخپله نصير خان بلوڅ پر خپل قول صادق وو ، بلكې دده اولاد هم وفادار ياتې شو . نه يوازې وفادار پاتې شو ، ان نصير خان د هند په جگړه ييز سفر كې داسې كارنامې وكړې ، چې كه دى نه واى پخلا يا احمد شاه بابا دده پخلاتوب نه واى منلى ، لوى زيان به ملي تاريخ ته اوښتى واى . دغه مهال انگليسان هم د روحانيونو په جامه كې او هندي مياگان ، لكه ميا غلام محمد هندى افغانستان ته رالېږي او د اسلام پرده يې پر مخ اچولې وي . تاريخ پوهان وايي ، چې شاه زمان غوښتل ، چې مركزي حكومت پياوړى كړي ، قومي مشرانو نه كار واخلي ( دندې وركړي ) او ماهرو خلكو ته هم دندې وركړي . په دې مهال يو شمېر قومي مشران په دې فكر كې شول ، چې د شاه زمان پر ځاى بل څوك د افغانستان د پاچاه په توگه وټاكي . خو دغو مشرانو وضعه د خپلو شخصي گټو پر بنسټ سنجوله او هغه بدلون چې په هند ، ايران او اروپا كې راغلى وو ، په هغه نه پوهېدل ، نو ځكه يې دغسې له خطره ډك گام پورته كړ . يا په بله وينا ملي شعور كمزورى وو . كله چې د شاه زمان پرضد دغه دسيسه كشف شوه ، نو د هغې مشران اعدام شول ، چې په هغو كې سردار پاينده خان هم وو . وروسته د پاينده خان زامنو ، په تېره بيا وزير فتح خان ، چې چلباز او بې پښتو سړى وو ، د تېمور شاه زامن د پادشاهۍ په تمه استعمال كړل او وروڼه يې سره وجنگول ، چې په پايله كې د محمدزو بې غيرته كورنۍ منځته راغله ، چې يو يا دوه كسه به يې ښه خلك ول . په ۱۷۹۳ ز كال كې نصير خان بلوڅ ، چې يو مجرب ، ځوانمرد او مېړنى سړى وو ، سپين ږيرى شوى وو . شاه زمان پېښور ته ولاړ او هلته يې واورېدل ، چې دده بل ورور همايون پر كندهار بريد كړى . د بخارا امير شاه مراد بلخ ته ننوتى ، كله چې شاه زمان بېرته كندهار ته ولاړ ، همايون هرات ته وتښتېد او له بل ياغي شاهزاده محمود سره يوځاى شو . كله چې شاه زمان كابل ته راغى ، نو د بخارا سفير د عذر لپاره ورته راغى . اعليحضرت شاه زمان په دوو كلونو كې لوى افغانستان تامين كړ . په ۱۷۹۵ ز كال كې اعليحضرت شاه زمان يو ځل بيا د هند په لور وخوځېد ، ددې لپاره چې انگرېزان له هغه ځايه وشړي . بيا خبر شو ، چې آغا محمد خان قاجار ايرانى پادشاه نيشاپور او مشهد ته ننوت ، نو دې ته اړوت چې بېرته راوگرزي . په ۱۷۹۶ كال كې بيا پېښور ته راغى . په همدغه كال لاهور ته ننوت ، په ۱۷۹۷ ز كال كې شاه زمان په لاهور كې وو ، چې د هند د پاشاه شاه علم ليك ورته راغى او ده ته يې بلنه وركړې وه ، چې هندوستان ته تشريف راوړي . شاه زمان انگيسانو ته خبر وركړ ، چې دى غواړي هندوستان ته له سل زره كسيز لښكر سره ننوزي ، نو دوى دې په شاه ولاړ شي . له بده مرغه په دغسې يو تاريخي شېبه كې له افغنستان نه ورته خبر راورسېد ، چې محمود بيا باغي شوى . دغه مهال شاه زمان په دې پوه شو ، چې كه چيرې يې مخكې ځل دده او دده د مور عذر نه واى منلى ، دغه بدمرغي به نه واى ورپښه شوې . نو شاه زمان بيا د هندوستان د ټولو هغو خلكو هيلې ، چې په انگرېزي لومو كې نښتي وو ، خاورې كړې او د خپل احمق ورور او نورو خاينو خلكو د كرارولو لپاره راوگرزېد . په دې وخت كې د ايران پادشاه آغا محمد خان قاجار مړ شو او دده زوى فتح علي شاه يې پر ځاى پاچا شو . محمود او دده زوى كامران ايران ته پناه يووړه ، د ايران پاچا د دوى هركلى وكړ . كله چې شاه زمان هرات ته ورسېد ، نو ايرانيانو د خراسان ولايت ، مشهد او نيشاپور خوشي كړي ول . شاه زمان بېرته د افغانستان له خوا هلته واكمنان وټاكل . پخپله بېرته كابل ته راستون شو ، ددې لپاره چې د هند په لوري وخوځيږي . دى لا په كابل كې وو ، چې محمود له لس زره ايراني ځواك او نورو خپه شويو باركزو او الكوزو په مرسته پر هرات او فراه بريد وكړ . خو د هرات مدافعينو د قيصر او زمان خان په مشرۍ هغوى مات كړل . دا پلا محمود بخارا ته وتښتېد او هلته يې پناه واخيسته . له هغه ځايه خوارزم او بېرته ايران ته ولاړ او هلته يې هركلى وشو . مطلب دا چې اعليحضرت شاه زمان د ايران ، انگليسانو او سيكهانو له گډو عملياتو او تېريو سره هممهال مخامخ وو . كورنيو خپلچارو او جاهلانو تر ټولو بد او خطرناك حالات رامنځته كړل . اتل اعليحضرت شاه زمان اته كاله پر اس سپور له پنجابه تر نيشاپوره منډې وهلې .دومره پياوړې سوق او اداره په تاريخ كې سارى نه لري . ملي تاريخ د لوى افغانستان د سولې او امن د تامين په لاره كې دده پر دغو هلې ځلو افرين وايي او دده پر كورنيو مخالفينو لعنتونه . د ۱۷۹۸ ز كال د اكتوبر په مياشت كې شاه زمان بيا لاهور ته راغى . دا پلا سيكهانو هم اطاعت وكړ . د انگيسانو استازى ميرزا مهدي علي د انگليس حكومت ته ليكي : (( د ايران په مرسته مو شاه زمان دومره مشغول كړى ، چې لږ تر لږه تر دريو كلو پورې پر هند حمله نشي كولاى . )) په دې وخت كې بيا خبر راغى ، چې د ايران پادشاه فتح عليشاه او محمود بيا د خراسان ولايت ته ننوتلي . د ۱۷۹۹ ز كال په سر كې شاه زمان له لاهور نه پېښور ته راغى ، چې د ايران ددفعې لپاره ولاړ شي . ايرانيانو منظم عسكر او ښه وسله نه درلوده ، خو شاه زمان منظم عسكر ، توپخانه او ښه وسله درلوده ، انگرېزانو ايران ته خپل سلاكاران ورلېږلي ول او هغوى يې دغې حملې ته هڅولي وو. افغاني لښكرو د ايران پادشاه بيا په شاه وتمباوه . ميا غلام محمد هندي د اسلام په جامه كې په كندهار كې اوسېده او دانگرېزانو پټ سړى وو . ده دا هڅې كولې چې د شاه زمان پرضد د يوې بلې دسيسې كار ترسره كړي . پاينده باركزي ، عظيم الكوزي ، نورالله بابري ، اسلام پوپلزي ، حكمت سركاني ، سلطان نورزي ، خضر عليزي ، زمان پوپلزي ، جوانشير ارسلان ، جعفر جوانشير ، شريف قزلباش ، د ميا غلام محمد هندي په كور كې د شاه زمان د راپزولو دسيسه جوړه كړه . دغو افغانانو د هندوستان د خلكو د خلاصون ، د لوى افغانستان د تامين او د ايران د دسيسو فكر ونه كړ او د يوه فعال او نه ستړي كېدونكي پادشاه پر وړاندې راپورته شول . انگيسى سر جان ملكم په ايران كې ناست وو او د ايران د پادشاه سلا كار هم دى . شاه زمان دسيسه كوونكي اعدام كړل . پرنس ملكم خان ارمني ليكي : كه دغه مصيبت افغانستان ته نه واى ، چې افغانستان يې په وينو كې ډوب كړ او كه ايران د انگيسانو په چالونو پوهېداى ، هندوستان او ختيځ د انگيسانو له ښكېلاك څخه خلاص شوى وو او شاه زمان پرته له بهرنۍ مرستې نه دا توان درلود چې په يوازې ځان د انگرېزانو بېخ او بنياد وباسي . پورتنى مطلب او نور انگيسي مدارك د قاضي عطاوالله(( د پښتنو تاريخ )) په كتاب كې راغلي ، چې غبار ، فرهنگ ، رښتيا او نورو ليكوالو له هغه څخه نقلا ځينې برخې رااخيستې دي . ملكم په خپلو ليكونو كې خوشالي ښيي ، چې افغان قومي مشران د هغې دسيسې په اثر ، چې د ميا غلام محمد هندي په وسيله ترتيب شوې وه ، وژل شوي او اوس ټول اړوند خلك د شاه زمان پرضد پاڅېدلي دي . مالكم په يوه ليك كې ليكي : د انگليس د گټو لپاره د خراسان ولايت بايد خپلواك وي او كه چيرې د افغانستان يا ايران تر لاس لاندې وي ، نو ايران تر افغانستان ښه دى ، ځكه چې د ايران د پادشاه ځواك د افغانستان د پادشاه تر ځواكه ډېر كم دى . په بل ليك كې ليكي : شاه زمان په هند كې د انگيسي واكمنۍ يو پياوړى دوښمن دى او دى كولاى شي ، چې بې له بهرنۍ مرستې نه پر هندوستان ورودانگي . په بل ليك كې ليكي : (( د هندوستان د نيولو په برخه كې هېڅ يو شى د شاه زمان مخه نشي نيولاى ، پرته له دې چې دده په ملك كې نفاق پيدا شي او شاه زمان موقع ونه مومي ، چې له هند څخه انگرېزان وشړي )) . بل ځاى ليكي : (( افغانان تر نورو اسيايي خلكو مغرور ، كبرجن او كينه ناك دي )) په بل ليك بيا داسې ليكي : له اوسسنيو حالاتو داسې ښكاري ، چې سږ كال او بل كال به د افغانستا له پلوه كوم خطر هندوستان ته متوجه نه وي ، ځكه محمود له خراسان څخه د كندهار په لوري خوځېدلى او د كندهار شاوخوا سيمې يې نيولې ، ناراضي دراني مشران له محمود سره يو ځاى شوي او شاه زمان د ژمې له واورو نه كندهار ته نشي تللاى . د ايران پادشاه ژمنه كړې ، چې تر هغې به پر خراسان حملې كوي ، چې شازمان مصروف وساتل شي او پر هندوستان د حملې فرصت پيدا نه كړي . د داراني مشرانو نفاق او اختلاف يو ښه وخت مساعد كړى چې ايران افغاني خراسان ونيسي . د ملي تاريخ لوستونكي اوس پوهېداى شي ، چې په ملي گټو نه پوهېدل څومره خطر لري او موږ يې څنگه تباه كړي يو !!! له دغو پېښو نه مخكې شاهزاده همايون هم د مركزي دولت د مخالفت او ياغي كېدو په وجه ړوند شوى وو . كه څه هم نصير خان بلوڅ دده شفاعت وكړ او شاه زمان وباښه ، خو بيا هم په بغاوت سر شو . په كال ۱۷۹۶ ز كې د ډيلي سفير سيد محمود د شاه زمان حضور ته راغى او شاه زمان د ډيلي د پادشاه يو لړ اجراات وكتل او په دې ترڅ كې يې د هند د وليعهد تصديق هم وكړ . دغه وخت د سردار پاينده خان زوى فتح خان ايران ته وتښتېد او له ياغي محمود سره يو ځاى شو . سردار پاينده خان د ميا غلام محمد هندي په دسيسه كې اعدام شوى وو . د اعليحضرت شاه زمان ټول پوځ سل زره سپاره او نور پياده بلل كېدل . لوى افغانستان د اسيا لوى طاقت د انگليس ، ايران ، شاهزادگانو او سردارانو د شومو هدفونو ښكاري كيږي . {...} نه وزير فتح خان وزير باتدبير وو ، نه دوست محمد خان امير باتدبير ، نه عبدالرحمان خان سياست پوه . ټول يو شمېر هرزه برزه او بې كفايته مخلوقات وو . ملي تاريخ به هر هغه څوك محكوم كړي ، چې له بهرنيو هېوادو نه د سياسي قدرت د اخيستلو لپاره مرسته وغواړي . شاه زمان خپل سفير د ايران پادشاه ته واستاوه ، چې د محمود او نورو شاهزادگانو له حمايې نه لاس واخلي او د ايران پادشاه هم ومنله ، ځكه چې وزير رحمت الله خان ( وفادار خان ) ويلي ، چې د افغانستان لښكر له هر ډول پېښې سره مفابلې ته چمتو دى . اعليحضرت شاه زمان له هراته بېرته كندهار او كابل ته راغى . كابل ته خبر راورسېد ، چې محمود او تښتېدلي دراني سرداران د ايران په مرسته پرته له دې ، چې خراسان او هرات ته ولاړ شي ، د ترشيز له لارې فراه ته راغلى او بيا كندهار ته نږدې شوي دي او د كندهار سرلښكر مهرعلي خان د هغوى مقابلې ته وتلى او دومره جنگېدلى ، چې شل ورځې يې خاينه اردو پخپله ځاى درولې وه . خو دننه په ښار كې چمكار خلك پيدا شول . مهر عليخان مخكې تر دې چې كندهار پرېږدې ، په لنډه موده كې يې دوه خاينان حسن خان او امام بخش اعدام كړل . شاه زمان د كندهار خواته روان شو ، خو انگليسي او ايراني جاسوسانو بد تبليغات پيل كړي ول .له بلې خوا د محمود لښكر ډېر او يو موټى شوى وو ، ځكه چې د پاينده خان له وژلو وروسته دراني سرداران د محمود ملگري ول . دغه سرداران په ملي كچه د خپلو اعمالو په نتيجه نه پوهېدل ، چې څومره خطرناك كار كوي . هغه وو چې شاه زمان بېرته كابل ته راغى ، ددې لپاره چې پېښور ته ولاړ شي او يو ښه لښكر برابر كړي . نو شاه زمان ، چې يو هوښيار او مدبر سړى وو ، له ډېر لږو كسانو سره د پېښور په لور وخوځېد . كله چې شينوارو ته ورسېد د ملا عاشق په كلا كې ، چې يوه لويه كلا وه ، د دمې جوړولو لپاره پاتې شو . شاه زمان وليدل ، چې د خاين عاشق په كلا كې بندي دى او د كلا شا وخوا ټوپك والا خلك ولاړ دي . دا مهال محمود كابل ته ورسېد او د شاه زمان له ايسارېدو خبر شو . له كابل نه محمود خلك ولېږل ، اعليحضرت ساه زمان يې ونيو لومړى يې دده سترگې ړندې كړې بيايې بندي كړ . په لوى افغانستان كې تياره شوه .د شاه د سترگو له رڼا سره يو ځاى د لوى افغانستان برم ولاړ . د كابل فتح د محمود او دراني سردارانو له خوا د نيشاپور ، مشهد ، اسفزار او نورو سيمو په بيه تمامه شوه ، چې د ايران لاس ته ورغلې . دا هغه لومړنى لوى خيانت وو ، چې د احمد شاه بابا له روح او اخلاقو سره وشو ، له دغې نېټې نه وروسته لوى افغانستان مخ په ځوړ روان شو او بربادي پيل شوه .

د شاه زمان وروستى احوال[سمول]

په ۱۸۰۸ ز كال كې د انگليسانو يو لوى پلاوى د الفينسټن په مشرۍ له ډيلي نه د پېښور په لور وخوځېد، چې د الفينسټن په قول د افغان مغرور پادشاه (شاه زمان) وګوري او د ناپليون د نقشو په اړه خبرې ورسره وكړي. کله چې پلاوى د لوى افغانستان حدودو ته داخليدو ، تر دغه وخته يوازې د خراسان ولايت له لاسه وتلى وو او د شاه شجاع لومړۍ دوره پاچاهي وه. پادشاه په پېښور كې وو. الفنسټڼ داسې ليكي : د ۱۸۰۹ ز كال د جولاى په لسمه مو له شاه زمان سره وكتل، د شاه زمان ليدنه د پادشاه تر ليدنې موږ ته لږ په زړه پورې نه وه. شاه زمان يو وخت په هندوستان او فارس كې د لوى نامه او اعتبار خاوند وو. دى مو په داسې حال كې وليد ، چې په خېمه كې يې غالۍ او ليمڅي هوار وو . شاه زمان پر يو لوى كوچ ناست وو . موږ ده ته مخامخ تر هغو ولاړ وو، چې ده د كېناستلو اجازه راكړه. دده لباس ساده او ازاد بې لستوڼو كوټ يې اغوستى وو، چې ورېښمين گلان پرې ګڼډل شوي وو. پر سر يې توره لونگۍ وه. څېره يې ډېره شاهانه وه، دغه وخت دى څلوېښت كلن ښكارېدو. غږ او حركت يې جگ او منظم وو، اوږد مخ او ښكلې ږيره يې درلوده. دده څېره په هېڅ صورت يوه ړانده ته نه معلومېده ، سره له دې چې سترگې يې زخمي وې، خو بيا هم تورې برېښېدلې او دده څېرې ته يې تازه ګي وربښله. كله چې به چا ورسره خبرې كولې، مخ به يې هغې خواته اړاوه. دده څېره غمجنه او له خپگان نه ډكه وه. كله چې موږ كېناستو ډېره چوپتيا خپره شوه. خو ده پخپله چوپتيا ماته كړه او د شاه شجاع د بدبختيو په باب يې خبرې وكړې او د شرايطو د ښه كېدو هيله يې وكړه د شاه زمان وروستۍ خبره دا وه : (( پادشاهي بې تورې او توره بې هدفه نه وي )) . د لوى افغانستان نوميالى امپراتور اعليحضرت شاه زمان په ۱۸۴۴ ز كال كې مړ او په سرهند كې خاورو ته وسپارل شو .

اخځونه[سمول]

  • [۱]
  • قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۳۷۹ - ۳۸۰-۳۸۷ ، ۳۹۰-۳۹۱ ، ۳۱۳ - ۳۱۴ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا د مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .