ناپليون بوناپارت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
ناپليون بوناپارت

د فراسنې دولتي شخصيت ، سپاسالار او په ۱۸۰۴ – ۱۸۱۴ ز كلونو كې د فرانسې امپراتور ناپليون بوناپارت د ۱۷۶۹ ز كال د اگست په ۱۵ د كورسيكا د ټاپو په “اياچو” سيمه كې د كورسيكا د يوه ناشتمن مدافع وكيل “ كارلو ( شارل ) بوناپارتې “ په كور كې زېږېدلى دى . مور يې “ لېتيسي رامولينو بوناپارتې “ نومېده . دوى پېنځه زامن او درې لوڼې درلودې ، چې ناپليون يې له هغوى نه دويم وو . په ۱۷۷۹ ز كال كې چې كله ناپليون لس كلن شو ، نو يې د فرانسې د “اوتېن “ په كالج كې شامل كړ ، وروسته بيا د “ بريېن “ په پوځي پوهنتون كې شامل شو . په ۱۷۸۴ ز كال كې يې پوځي پوهنتون پاى ته ورساوه او د پاريس په پوځي ښوونځي كې شامل شو ، هلته يې په ۱۷۸۴ – ۱۷۸۵ كال كې زده كړې وكړې . ناپليون د ۱۷۸۵ ز كال له اكتوبر نه د پوځ په توپچي ټولگي كې د دويم بريدمن په توگه په دنده پيل وكړ . په ۱۷۹۳ ز كال كې يې په تولون كې له انگرېزانو سره په جگړه كې ډېره كارندتيا وښوده او هغه وو چې د جنرالۍ رتبه وركړ شوه . په ۱۷۹۵ ز كال كې يې د شاهي پاڅون پر مهال د پاريس د گارنيزيون قومانداني په غاړه وه . په ۱۷۹۶ – ۱۷۹۷ كلونو كې په ايټاليا كې د فرانسي پوځونو لوى بولندوى ( قوماندان ) وو ، يو شمېر جگړې يې وگټلې او ډېر وځلېد . په ۱۷۹۸ – ۱۷۹۹ كلونو كې مصر او سوريې ته د فرانسي د لښكركشيو لوى بولندوى وو . په ۱۷۹۹ كال كې بېرته فرانسې ته راستون شو . د ۱۷۹۹ ز كال د نوامبر په ۹ – ۱۰ ناپليون يوه كودتاه وكړه ، چې په پايله كې يې په فرانسه كې لنډ مهاله حكومت له پښو وغورځېد او د كونسولانو په نامه نوى واك منځته راغى . د كونسولانو په نامه د نوى واك واكمنان څو كسان ول ، چې ناپليون يې د لومړي واكمن په توگه د لسو كلونو په موده وټاكل شو . ( هغه مهال دا لس كلنه موده له ۱۷۹۹ نه تر ۱۸۰۴ كاله پورې گڼل كېده ) . په ۱۸۰۲ ز كال كې د ټول عمر لپاره د فرانسې د واكمن په توگه وټاكل شو . په ۱۸۰۱ ز كال كې كاتوليكي كليسا ته ټول هغه حقوق بېرته وركړ شول ، چې د فرانسې د انقلاب په موده كې يې له لاسه وركړي ول . ناپليون د ديني چارو په برخه كې د روم له پاپ سره يو تړون لاسليك كړ ، چې د همدغه تړون له بركته يې د كاتوليكي كليسا ملاتړ هم خپل كړ . جنرال بوناپات په ۱۸۰۴ ز كال كې په فرانسه كې د يوې ټولپوښتنې د ترسره كولو په پايله كې د امپراتور په توگه وټاكل شو . د ناپليون بوناپارت د واكمنۍ په لومړيو مياشتو كې مدني ، سوداگريز او جنايي قوانين جوړ او خپاره شول . مدني قانون چې د “ ناپليون قانون “ په نامه يادېده ، په خپله د ناپليون د ځاني واك وځواك او دده د زورواك رژيم سمبالتيا كوله . د اداري چارو او جوړښت لپاره يو سخت او جدي مركزيت رامنځته شو ، په ښارونو كې ښارولان او په كليو كې هم ځانگړي پازوال كسان وټاكل شول . د سرو زرو او كاغذي پيسو د زېرمې د ساتنې لپاره په ۱۸۰۰ ز كال كې د فرانسې دولتي بانك جوړ شو . د ماليو راټولولو سېستم سم شو ، د منځنيو ښوونځيو ، لېسو او لوړو ښونيزو موًسسو سېستم جوړ شو . د پاريس له ۱۷۳ ورځپاڼو نه يې ۱۶۰ بندې او نوري يې د حكومت تر څارنې لاندې راوستل شوې . د څارندويو ( پوليسو ) بېلابېلې څانگې لرونكى سېستم جوړ شو، چې پټ خدمات هم پكې شامل ول . په ۱۸۰۵ ز كال كې ناپليون د ايټاليا د پاچا په توگه ومنل شو . په ۱۸۰۵ ز كال كې يې د اولمې او اوستېرليڅ په جگړه كې ، چې د دريو امپراتورانو جگړه وه ، د ايتلاف پر اردو ، چې د اتريش - المان ، روسيې او انگلستان له پوځونو نه جوړ شوى وو ، برى په برخه شو . په ۱۸۰۶ ز كال كې يې د رېين اتحاد جوړ كړ . په ۱۸۰۷ ز كال كې يې د فريدلانډ په جگړه كې روسانو ته ماتې وركړه او هغوى يې دې ته اړايستل چې د “ تيلزيت “ د سولي تړون لاسليك كړي . ددغه تړون له بركته ناپليون د المان واكمن شو . په ۱۸۱۲ ز كال كې ناپليون روسيې ته لښكركشي وكړه ، خو په دغه جگړه كې يې ماتې وخوړه او له ماتې نه وروسته د فرانسي امپراتورۍ ټوټې كېدل پيل شول . د ۱۸۱۴ ز كال د مارچ په مياشت كې د فرانسي ضد اتحاد پوځونه د پاريس په لور وخوځېدل ، پاريس ته له رسېدو نه وروسته يې ناپليون دې ته اړايست ، چې له پلاز نه ښكته شي . فرانسي ضد متحدينو ، چې دا مهال پر ناپليون برى موندلى وو ، ناپليون ته يې د امپراتور لقب ورپرې ښود ، خو يوازې يې ورته د “ اېلبا “ ټاپو په واك كې وركړ . په ۱۸۱۵ ز كال كې ناپليون فرانسې ته راستون شو او د دويم ځل لپاره يې د مارچ له ۲۰ نه د جون تر ۲۲ پورې سل ورځي واكمني وكړه . د ۱۸۱۵ ز كال د جون په ۲۲ د “ واټرلو “ په جگړه له ماتې نه وروسته يې د دويم ځل لپاره له پلاز نه لاس واخيست او د انگرېزانو له خوا د اتلانتيك سمندر د سپېڅلې ېلېنا ټاپو ته جلاوطن شو . په دغه ټاپو كې دى د ژوند تر پايه د انگرېزانو يرغمل وو او د ۱۸۲۱ ز كال د مى په ۵ په همدغه ټاپو كې ومړ . په ۱۸۴۰ ز كال كې د ناپليون هډوكي پاريس ته ولېږدول شول او هلته د معيوبينو په ودانۍ كې ځاى پر ځاى شول . په ۱۸۳۰ ز كال كې د “ ناپليون يادښتونه “ په نهو ټوكو كې چاپ شول .

  • ژباړن : محمد طاهر كاڼى

اخځونه