پاچا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د روميانو د باچا د سر تاج یا د باچاهی نښان

پاچا د ټول ژوند یا له واکه د ګوښه کېدو تر مهاله د یوه دولت یا سلطنت مشر ته ویل کېږي. پاچا کولای شي په یوه دولت کې له تر ټولو عالي اقتدار څخه کار واخلي او یا هم خپل دغه واک نورو ته تفویض کړي. په معمول ډول یو پاچا د قانوني یا شخصي میراث پر بنسټ د دولت حاکمیتي حقوق (چې په عامه توګه ورته تاج او تخت ویل کېږي) ترلاسه کوي او یا هم د یو ځانګړي بهیر له مخې د یوې کورنۍ او یا هم د پاچاهۍ په شرایطو برابرې ډلې له خوا ټاکل کېږي. بل پلو یو کس کېدای شي د پاچاهۍ ادعا وکړي چې احتمال لري د ټاکنو، د فتح کولو د حق او یو لړ نورو مواردو د ترکیب له مخې مشروعیت ومومي. [۱][۲]

که چېرې یو ماشوم د پاچا په توګه وټاکل شي، ډېری مهال د حکومتي چارو د مخته وړو په موخه نایب السلطنت ټاکل کېږي تر هغه چې خپله پاچا د چارو د مخته وړو په موخه ټاکلي عمر ته ورسېږي. د پاچایانو واقعي قدرت له یو سلطنت څخه بل او له یوې دورې څخه بلې ته توپیر لري؛ له افراطي اړخه هغه کېدای شي مستبد نظام (مطلق سلطنت) رامنځته کړي چې واقعي حاکمیت په واک کې ولري، بل پلو کېدای شي تشریفاتي دولت مشر وي چې له مستقیم واک څخه ډېره لږ ګټنه کوي او یا هم هېڅ واک نلري؛ یا داچې یوازې ډېر محدود واکونه ورکړل شوي وي او واقعي واک د پارلمان یا بل ورته جوړښت په واک کې وي (مشروطه سلطنت ورته ویل کېږي).

یو پاچا کولای شي په هم مهاله توګه په څو پاچاهیو واکمني وکړي. د بېلګې په توګه د کاناډا پاچاهي او د لویې بریتانیا پاچاهي (د څوارلسو ټولګټو قلمرونو په ګډون) چې جدا هېوادونه دي خو د خپلې شخصي اتحادیې پر بنسټ یو پاچا لري.

تاریخچه[سمول]

په افریقا کې پاچاهۍ[سمول]

د فرعونانو یوې لړۍ د درې زره کلونو لپاره (له میلاد څخه وړاندې ۳۱۵۰ کال څخه له میلاد څخه وړاندې ۳۱ کال پورې) په لرغوني مصر حکومت وکړ تر هغه چې د روم د سترواکۍ له خوا ونیول شو. په همدغه مهالیزه دوره کې په څېرمه نوبیا سیمه کې څو پاچاهۍ رامنځته شوې چې حد اقل له دغو څخه یوې ته یې د اې ګروپ کلتور ویل کېدل چې په ښکاره توګه یې د مصر په دود او کلتور اغېز درلود. له شپږمې پېړۍ څخه تر ۱۹مې پېړۍ پورې مصر په متفاوت ډول د بیزانسي سترواکۍ، اسلامي سترواکۍ، مملوک سلطنت، عثماني سترواکۍ او د بریتانیا د سترواکۍ برخه و چې د لرې څخه پاچا په لرلو اداره کېده. د مصر سلطنت له ۱۹۱۴ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې د لنډ مهال لپاره د بریتانیا تحت الحمایت و او هغه مهال د مصر په پاچاهۍ واوښت چې سلطان لومړی فواد یې خپل پاچا وټاکه. په ۱۹۵۲ زکال کې د مصر انقلاب پاچاهي له منځه یووړه او مصر په جمهوریت واوښت.

د افریقا لویدیځ د کانم سترواکۍ (۷۰۰- ۱۳۷۶ زکال) او د هغو د ځای ناستې برونو شهزاده نشین کوربه و چې تر نن ورځې پورې د نایجریا د سنتي ایالت په توګه پاتې دی.

د افریقا په ښاخ کې د اکسوم پاچاهي او وروسته د زاګوۍ لړۍ، ایتوپیايي سترواکي (۱۲۷۰ زکال – ۱۹۷۴ زکال) او د اوسا سلطنت د یو شمېر پاچاهانو له خوا اداره کېده. د ایتوپیا وروستی سترواک هایله سلاسي د یوې کمونیستي کودتا په لړ کې له واکه ګوښه کړای شو.

اوس مهال په افریقا کې د مراکش، لستو او اسواتیني (سوازیلنډ) خپلواکې پاچاهۍ شتون لري چې د دغې لویې وچې بومي لړیو ته اړوندې دي. یو شمېر سیمې لکه سنټ هلنا، سئوتا، ملیلا او قناري ټاپو ګان د لویې بریتانیا او شمالي ایرلنډ د متحدې پاچاهۍ د پاچا یا د هسپانیا د پاچا تر واکمنۍ لاندې دي.

په اروپا کې پاچاهۍ[سمول]

د روم په سپېڅلې سترواکۍ هغو اشرافو چې د خپلو سیمو دننه یې په مختلفو درجو حاکمیت درلود له مختلفو عناوینو ګټنه کوله. دغه ډول عناوین د سترواک یا پاپ له خوا اعطا یا په رسمیت پېژندل کېدل. د بشپړ یا نیمه حاکمیت د وضعیت څرګندولو په موخه د نوي عنوان ټاکل ډیری مهال د دولتونو یا ملتونو په واسطه په رسمیت نه پېژندل کېدل او ځینې وختونه به یې له امله دیپلماتیکې ستونزې راپارېدلې.

د نولسمې پېړۍ پر مهال په اروپا کې ډېری کوچنۍ پاچاهۍ د لویوالي په موخه له یوبل سره ادغام شوې، خو د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې وروسته ډیری دغه پاچاهۍ لغو شوې او یوازې د لوکزامبورګ، لختن اشټاین، آندورا، واټیکان او موناکو له پاچاهیو پرته نورې ټولې د یو پاچا یا یوې ملکې له خوا رهبري کېدلې.

په ۲۰۲۲ زکال کې په اروپا کې ۱۲ پاچاهي نظامونه شتون لري: اووه پاچاهۍ (د بلجیم، ډنمارک، هالنډ، ناروې، هسپانیا، سویډن او بریتانیا پاچاهۍ)، یو لوی دوک نشین (لوکزامبورک)، یو پاپي نظام (د واټیکان ښاري دولت)، دوه شهزاده نشین (لختن اشټاین او موناکو) او همدارنګه د اندورا دیارشي شهزاده نشین نظام.

په آسیا کې پاچاهۍ[سمول]

په ۱۹۱۲ زکال کې په چین کې د سلطنت له لغو کېدو وړاندې د چین سترواک په سنتي توګه «له آسمان لاندې» د ټولو شیانو د واکمن په توګه په پام کې نیول کېده. د وانګ 王 کلمه چې معموله ژباړه یې «پاچا» ده، د کین لړۍ او د لسو پاچاهیو په دوره کې پاچا ته کارول کېده. د هان د لومړۍ دورې پر مهال په چین کې ګڼ شمېر پاچاهیو شتون درلود چې هر یو د خپل ایالت په کچه واکمني لرله او د سترواک تابع وو.

اوس مهال د جاپان سلطنت یوازنۍ پاتې شوې پاچاهي ده چې لا هم د سترواک له عنوان څخه ګټنه کوي.

په معاصر تاریخ کې له ۱۹۲۵ زکال څخه تر ۱۹۷۹ زکال پورې ایران پهلوي لړۍ ته د اړوندو دوه سترواکانو له خوا اداره کېده چې د شاهنشاه له لقب څخه یې ګټنه کوله. وروستی ایراني شاهنشاه، پاچا محمد رضا پهلوي و چې د ایران د انقلاب له امله له تاج او تخت څخه لاس پر سر کېدو ته اړ شو. په حقیقت کې د فارسي پاچاهۍ مخینه له میلاد څخه وړاندې ۲۷۰۰ کال ته رسېږي، خو هغه مهال یې پاچاهي اوج ته ورسېده چې لوی کوروش د هاخامنشي لړۍ بنسټ کېښود؛ د نوموړي د واکمنۍ پر مهال په دغه سترواکي کې د لرغوني نږدې ختیځ ډېری متمدن هېوادونه ور ګډ شول او په مخ پر زیاتېدوني ډول یې وده وکړه چې بالاخره یې د قفقاز سربېره د سویل لویدیځې او مرکزي آسیا ډیری برخې ونیولې. لوی کروش له مدیترانې سمندرګي څخه په لویدیځ کې تر هلسپونټ او په ختیځ کې تر سند سیند پورې د نړۍ تر ټولو لویه سترواکي رامنځته کړه.

تایلنډ او بوتان د لویې بریتانیا د متحدې پاچاهۍ په څېر مشروطه پاچاهۍ دي چې د یو پاچا له خوا اداره کېږي. اردن او د منځني ختیځ ډېری نورې پاچاهۍ د یوه ملک له خوا اداره کېږي؛ همدارنګه د متحده عربي متحده اماراتو یو شمېر برخې لکه دوبۍ د پاچاهانو له خوا اداره کېږي.

سعودي عربستان چې د مساحت له پلوه د لویدیځې آسیا تر ټولو لوی او په عربي نړۍ کې له الجزایر وروسته دویم لوی هېواد دی په ۱۹۳۲ زکال کې یې د عبدالعزیز بن سعود له خوا بنسټ کېښودل شو په داسې حال کې چې په ۱۹۰۲ زکال کې یې د خپلې پلرنۍ سیمې ریاض له فتح کولو وروسته د آل سعود کورنۍ پاچاهي پیل شوه. تر ۲۰۱۵ زکال پورې هغه مهال چې د نوموړي لمسی ولیعهد وټاکل شو د تاج او تخت ځای ناستوب یوازې د ابن سعود اولادونو ته اړوند و. سعودي عربستان د رامنځته کېدو له مهاله بشپړ شاهي نظام درلودلی او ځان یې اسلامي هېواد معرفي کړی دی. پاچا ته په دغه هېواد کې د دوه سپېڅلو ځایونو یعنې په مکه کې د مسجد الحرام او په مدینه منوره کې د مسجد النبوي د شتون له امله «خادم الحرمین الشریفین» ویل کېږي.

سرچينې[سمول]

  1. "monarch". Oxford Dictionaries. 2014. د اصلي آرشيف څخه پر May 17, 2014 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Webster's II New College Dictionary.Monarch. Houghton Mifflin. Boston. 2001. p. 707. کينډۍ:ISBN