د فرانسې انقلابي جګړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فرانسې انقلابي جګړي چې په فرانسوي ژبه کې ورته ( ګیریس دي لا ریویلیشن فرینسیز ) وايي، د پراخو نظامي جګړو يوه لړي وه چې له ۱۷۹۲ ز کال څخه تر ۱۸۰۲ ز کال پورې یې دوام وکړ، چې د فرانسې انقلاب سبب شوه. دوی فرانسه د بریټانیا، اطریش، پروس، روسیې او د یو څو نورو پاچاهیو پر وړاندې وجنګوله. هغوی په دوو دورو وېشل شوي دي :

د لومړي ائتلاف جګړه ( له ۱۷۹۲څخه تر ۱۷۹۷ز کلونه) او د دویم ائتلاف جګړه ( له ۱۷۹۸ څخه تر ۱۸۰۲ز  کال پورې ). که څه هم په لومړیو کې دا جګړه تر اروپا محدوده وه، خو وروسته یې نړيواله بڼه خپله کړه. د پرله پسې جګړو او یرغلګري دیپلوماسۍ له یوې لسیزي وروسته فرانسې د ایټالیا د ټاپووزمې ځینې برخې، کمزوري هېوادونه او په اروپا کې یې راینلند نیولي و. په شمالي امریکا کې یې لویزیانا پریښي وه. په دغو جګړو کې د فرانسې بریا په ډېری اروپا کې انقلابی اصول پیاوړي کړل.

د ۱۷۹۱ز کال په لومړیوکې د اروپا نورو پاچاهیو په غوصه ناک ډول د انقلاب او دهغوی د کړنو په وړاندې ودرېدل. دوی په دې فکر کې شول چې ایا د ۱۶ لویي پاچا ملاتړ وکړي ،تر څو د انقلاب د خپرېدو مخنیوی وکړي او که داغوره وګڼي چې په فرانسه کې ګډوډي رامنځته کړي.

همدارنګه اطریش هېواد خپل ځانګړي ځواکونه، د فرانسې له پولي سره نږدې ځای پرځای کړل او له پروس سره یوځای یې د پلینتیم اعلامیه صادره کړه،  په کومه کې چې ویل شوي و چې، که چېرې ۱۶ لویي پاچا او ملکې ماري انتونیت ته څه ورپیښ شي، نو ډېره سخته او خطرناکه پایله به ولري.

له هغه وروسته چې اطریش د فرانسې له پولي څخه د خپلو ځواکونو د بېرته راغوښتلواو له زور څخه د لاس اخیستو انکار وکړ، فرانسې د ۱۷۹۲ز  کال په پسرلي کې په اطریش او پروس باندې د حملې اعلان وکړ.

دواړوهېوادونو په یوځای د فرانسې د حملي ځواب ورکړ چې په پایله کې یې په سپټمبر کې د والمي په جګړه کې شاته شول. دغه بریا ملي کنوینسون ډاډه کړچې دغه پاچهۍ پای ته ورسوي.

د نویو فرانسوي ځواکونو د بریاوو لړۍ په ناڅاپي ډول د ۱۷۹۳ز کال په پسرلي کې په نیرویندین کې په ماتې سره پای ته ورسېده.

فرانسه په دې کال کې څو ځله نوره هم له ماتې سره مخامخ شوه او دغو سختو وختونو ژاکوبنو ته لاره هواره کړه چې واک ته ورسېـږي. دوی دغه وحشي واکمني پر هغوی وتپله ترڅو ملت سره یوځای شي. [۱]

په ۱۷۹۴ز کال کې حالات یو ناڅاپه د فرانسې په ګټه بدل شول، ځکه چې دوی په فلورس کې د اطریشیانو پر وړاندې او په تورغره کې د هسپانویانو په خلاف ستري بریاوي ترلاسه کړي. دا په جګړه کې د یوه نوي پـړاو پیل و.

تر ۱۷۹۵ ز کال پورې فرانسویانو اطریش او د هالنډ جمهوریت نیولی و. همدارنګه فرانسویانو هسپانیا او پروشیا د بازیل د سولې په واسطه له جګړې واېستل.  په داسې حال کې چې یو نا پېژندل شوی جنرال، چې نوم یې ناپلیون بناپارت و ،خپله لومړۍ جګړه په ۱۷۹۶ز کال په اپرېل کې په ايټالیا کې پیل کړه، له يوکال څخه په کمه موده کې فرانسوي ځواکونو د ناپیلیون ترمشرۍ لاندې د هابسبورګ د ځواکونو لویه برخه له منځه یووړله او دوی یې د ایټالیا له ټاپووزمې وشړل. دوی کابوهره جګړه وګټله. همدارنګه یې۱۵۰۰۰۰تنه اسیران کړل.

فرانسوي ځواکونه د ویانا پر لور وخوځیدل، اطریشیانو سولې ته غاړه کېښوده او د کامپو پارمیو تړون یې ومانه چې له دې سره د جمهوریت خلاف لومړی ائتلاف پای ته ورسېد.  

د ټلوالې دویمه جګړه په ۱۷۹۸ز کال کې د ناپیلیون ترمشرۍ لاندې د فرانسوي ځواکونو له خوا په مصر باندې پر یرغل کولوپیل شوه. متحدینوهغه وخت له موکې نه ګټه واخیسته ، کله چې فرانسه په منځنی ختیځ کې د هغو سیمو په نیولو بوخته وه چې په لومړي ائتلاف کې یې لاسه وتلې وي.

د ټلوالي لپاره جګړه په اروپا کې په ښه ډول پیل شوه، دوی کرار کرار  فرانسویان له ايټالیا څخه وشړل او په سویس یې یرغل وکړ. د لارې په اوږدوکې دوی په منګونا، کاسانو او په نېوي کې بریاوي ترلاسه کړې.  د دوی هڅې هلته په پراخ ډول څرګندې شوي، کله چې فرانسې په ۱۷۹۹ ز کال په سپټمبرکې په موریخ کې بریا ترلاسه کړه او دا د دې لامل شوه چې روسیه له جګړې بهرشي او ماته شوه.

په دې وخت کې د ناپلیون ځواکونود مصراوعثماني پوځونه، داهرامونو، د تبورغره او د ابوخیر په جګړوکې له منځه وړی و. په مصر کې د ناپیلیون دغو بریاووپه فرانسه کې دی نورهم  په خلکو ګران کړ.هغه د ۱۷۹۸ز کال په مني کې له ډېـرو بریاوو سره بېرته راستون شو ، که څه هم مصري جګړه په پای کې په ماتې سره پای ته ورسېده.

په دې سربېره شاهي سمندري ځواکونو په ۱۷۹۸ز کال کې د نیل جګړه وګټله، چې په مدیترانې سمندرباندې یې د بریټانیا واک ډېر او د فرانسې سمندري ځواکونه کمزوری شول. [۲]

له مصر څخه د ناپیلیون راتګ، د برومیر په ۱۸ کودتا کې د دایرکتوري د ماتې لامل شو او ناپلیون ځان کنسیل اعلان کړ. ناپیلیون له دې وروسته د فرانسې پوځ رهبري کړاو د ۱۸۰۰ ز کال په پسرلي کې یې د اطریشیانو په خلاف په ایټالیا کې نوی برید پیل کړ چې د ۱۸۰۰ز کال د جون په میاشت کې د مرینګو په جګړه کې فرانسې یوه لویه بریا ترلاسه کړه.

له هغه وروسته اطریشیان یو ځل بیا له ټاپووزمې شاته شول. د فرانسویانو یو بله ستره بریا د بایرین په هوهینلینډین کې د دې لامل شوه چې اطریشیان د دویم ځل لپاره سوله وغواړي او په ۱۸۰۱ز کال کې د لونویل ټرون منلو ته غاړه کېشوده.

له جګړي څخه د روسیې او اطریش په وتلو سره بریټانیا په بشپړه توګه ځان یوازې احساس کړ، له همدې امله یې په ۱۸۰۲ز کال کې د امیان ټرون د ناپیلیون له دولت سره ومانه اوانقلابي جګړې یې پای ته ورسولې، خو اوږد مهاله فشارونه اوستونزې ډېـرې سختې ثابتي شوې.

د ناپیلیون جګړې یو کال وروسته د درېیم ائتلاف په جوړېدو سره بیا پیل شوي او د ائتلافي جګړو لړې ته یې دوام ورکړ.

د لومړی ائتلاف جګړه[سمول]

له ۱۷۹۱ څخه تر ۱۷۹۲ ز کال پورې[سمول]

د لومړني بهرنی غبرګون یو مهم شخص چې د انقلاب پر وړاندې يې غبرګون څرګند کړ، د روم امپراتوار مقدس دویم لوپولد و، چې د ۱۶ لویي پاچا د ملکې ماری انتونیت ورور و..لوپولد په لومړيو کې له انقلاب سره هم فکره و، خو کله چې انقلاب بنسټ پاله کېده او دا هیله څرګندېده چې له جګړو تېرشي، نو تر پخوا زیات غمجن ښکارېده.

د ۱۷۹۱ز کال د اګست په ۲۷ لوپولد د پروس له پاچا فدریک ویلیام ۲ سره د ګډوالو فرانسوي اشرافو په مشوره د پیلنتیم اعلامیه صادره کړه، په کومه چې یې د لویي او د هغه د کورنۍ د ښه والي په اړه یې اروپايي پاچاهانو خیرغوښتنه اعلان کړه چې نامعلوم ګواښ یې له ځان سره درلود، خو که چېرته هغوی ته کوم پېښه ورسېده، له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

همدارنګه لوپولد په دې پوهېده چې د پلینتیم اعلامیه په ښکاره  ډول د فرانسې د پاچاهیو او اشرافو د احساساتو د کرارولو لپاره اشاره ده، خو په فرانسه کې د جدي ګواښ په سترګه ورته وکتل شول او د انقلابي مشرانو له خوا وغندل شوه. [۳]

فرانسې په وروستیو کې وروستنی غوښتني یادي کړې او د اطریش د هسبورګ پاچهۍ چې د دویز لوپولد تر امر لاندې وه، څوک چې د روم امپراتور ور څخه وغوښتل چې دښمنه اتحادیه دې رد کړي او د فرانسې له پولي دې خپل ځواکونه بېرته ور وغواړي، خو د هغوی ځواب غولوونکی و.

د فرانسې مجلس د ۱۷۹۲ ز کال د اګست په ۲۰ د دویم فرانسیس پرخلاف ( څوک چې د دویم لوپولد ځای ناستي وه )  د جګړی رایه ورکړه. وروسته له هغه چې د شکایتونو کچه ډېره لوړه وښودل شوه، کوم چې د بهرنیو چارو وزیر چارلز فرانسوا دومریز له خوا وړاندې شوه. دومریز یوه بیړنۍ حمله د اطریشیانو او هالنډیانو پرخلاف پیل کړه، هغه هیله درلوده چې ګوندې عام وګړي به د اطریش د پاچهي پر خلاف راپورته شي، لکه څنګه چې په ۱۷۹۰ز کال کې راپورته شوی و. همدارنګه انقلاب ټول پوځونه ګډوډ کړي و، نوله همدې امله دومره ځواکونه، نه وو چې د حملې لپاره يې بسنه کړې وای. د جګړي له اعلان وروسته فرانسوي عسکر په ډله ییز شکل وتښتېدل او خپل جنرال تیوبالد دیلون یې وواژه.[۴][۵]

سرچينې[سمول]

  1. TCW Blanning, The French Revolutionary Wars. pp. 78–79.
  2. TCW Blanning, The French Revolutionary Wars. pp. 254–55.
  3. Georges Lefebvre, The French Revolution Volume II: from 1793 to 1799 (1964) ch. 1.
  4. Lecky, William Edward Hartpole, A History of England in the Eighteenth Century Volume V (1890) p. 601
  5. Charles Esdaile (2002). The French Wars 1792–1815. Routledge. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0203209745. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)