شاه محمود سدوزى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


شاه محمود درانی
سټه شهزاده کامران دراني
کورنۍ دراني
پلار تېمور شاه دراني

محمود شاه درانی، چې د شاه محمود یا محمود شاه ابدالي په نامه هم یادېږي، شهزاده زېږېدلی او وروسته د ۱۸۰۱ز او ۱۸۰۳ز کلونو ترمنځ او بیا د ۱۸۰۹ز او ۱۸۱۸ز کلونو ترمنځ د افغانستان د دراني سترواکۍ واکمن پاتې شوی دی. له ۱۸۱۸ز نه تر ۱۸۲۹ز کال پورې په هرات کې واکمن و. دی د سدوزیو د کورنۍ د یوې برخې او د پوپلزیو د قبیلې درانی پښتون و، محمود شاه د تېمور شاه دراني زوی او د احمد شاه دراني لمسی و.

محمود شاه په ۱۷۶۹ز کال کې د خپل پلار تیمور شاه دراني په کور کې وزېږېد، چې مور یې یوه نامعلومه یوسفزۍ وه. محمود له خپلو وروڼو سره لوی شو، چې تر ټولو مهم یې زمان شاه درانی او شاه شجاع درانی وو. محمود شاه په اته کلنۍ کې د خپل پلار له خوا د هرات حکومت لپاره وټاکل شو. [۱]

تیمور شاه د ۱۷۹۳ز کال د می په ۲۰مه مړ شو. دې چارې په دراني سترواکۍ کې د ځایناستي کړکېچ رامنځته کړ. د هرات واکمن محمود په کندهار کې له خپل ورور همایون سره د زمان شاه دراني پر وړاندې یو ځای شو. زمان شاه د محمود ورور و او د تیمور شاه له خوا د دراني سترواکۍ لپاره ټاکل شوی ځایناستی و. زمان شاه په کابل کې د خپل تاج و تخت لپاره ټول مدعي سیالان راوبلل. وروسته یې خپل ټول ناسکه وروڼه د پینځو ورځو لپاره بندیان کړي وو، دوی له لوږې مړه کېدل، تر هغه وخته چې زمان شاه د دراني سترواکۍ د واکمن په توګه په رسمیت وپېژني، هماغه و، چې ټولو د محمود شاه په ګډون زمان شاه د واکمن په توګه وپېژاند.[۲]

سره له دې چې شاه محمود او همایون سره لاس یو کړی و، خو کله چې زمان شاه د همایون مقابلې ته شاه شجاع ور ولېږه، محمود شاه له خپل ملګري سره مرسته ونه کړه او زمان شاه ته یې د خپلې وفادارۍ ډاډ ورکړ. محمود شاه په هرات کې په داسې شرایطو کې حکومت کاوه، چې زمان شاه ته وفادار او د هغه تر واکمنۍ لاندې و. [۳]

د دراني سترواکۍ لومړۍ واکمني

محمود شاه د کابل پر لور حرکت وکړ، چې هلته په ۱۸۰۱ز کال کې د دراني سترواکۍ پاچا اعلان شو، په داسې حال کې چې زمان شاه په بالاحصار ماڼۍ کې بندي و. [۴]

د دراني سترواکۍ دولت او د الرحیم بغاوت

کله چې شاه محمود واک ته ورسېد، نو درانۍ سترواکي په ډېره ګډوډۍ کې وه، د سلطنت ډېره برخه د نیمه خپلواکو سردارانو ترمنځ وېشل شوې وه. وروسته زمان شاه له زندانه وتښتېد او له خپل ورور شجاع سره یې خوښي لمانځله. دوی دواړو له پېښوره وسله پورته کړه، تر څو محمود له واکه لرې کړي، خو شاه محمود بریالی شو او دغه ائتلاف یې مات کړ. د بخارا خان هم هڅه وکړه، چې پر بلخ یرغل وکړي، خو دغه هڅه یې د محمود شاه له خوا شنډه شوه. د دې په پایله کې، د میرویس هوتک له اولادې نه الرحیم د محمود شاه، د کندهار د نیولو او د غزني د کلابندۍ په اړه ښکاره بغاوت اعلان کړ. په داسې حال کې، چې دویم پوځ پر کابل د برید لپاره حرکت را وکړ. دواړه جګړې په یوې ورځ وشوې؛ لومړۍ جګړه په شیوه کيو کې وه، چې د محمود شاه  لښکرو ټول توخي غلجیان ووژل او د خپلې بریا د لمانځلو لپاره یې د ککریو منار جوړ کړ. دویمه جګړه له غزني نه کابل ته پر لار په سنګي پله کې وشوه، چې په پایله  کې یې الرحیم ووژل شو او د غلجیانو بغاوت له مینځه ولاړ. [۴]

د شاه محمود بیاراتګ

په دراني سترواکۍ کې دویمه واکمني

د شاه محمود په بریا سره فتح خان بیا د وزیر په توګه وټاکل شو. هغه له دغه ځواکمن مقام نه د خپلو دښمنانو او مهمو والیانو د ګوښه کولو لپاره کار واخیست او خپل ناسکه ورور پردل خان یې د کندهار والي وټاکه. د پردل وروڼه هم د غزني، بامیان او کلات والیان وټاکل شول. د پردل کشر ورور د شاه محمود د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو. فتح خان هم خپل کشری ورور محمد عظیم خان د پېښور د والي په توګه ټاکلی و. شاه محمود له سیکانو سره د یوه کمپاین مشري هم کړې وه، چې د کشمیر د بېرته نیولو هڅه وکړي. هغه د سیکانو د سترواکۍ له واکمن رنجیت سینګ سره ائتلاف جوړ کړ او هغه ته یې د پوځي مرستو لپاره د نیمو صوبو عواید وړاندیز کړ. رنجیت سینګ دوه ځلې سرکشي وکړه او د اټک خلک یې اړ کړل، چې دا سیمه وروسپاري. کله چې فتح خان دغه خبر واورېد، نو هڅه یې وکړه، چې ښار بېرته ونیسي، خو د سیکانو له خوا په شا وتمبول شول. له سیکانو سره د شاه محمود ملګرتیا هم پر شخړې واوښته. وروسته کله چې شاه محمود او فتح خان کمپاین کاوه، د خواجه خنجي، سید عطا او د سید اشرف پلویانو بغاوت وکړ او عباس میرزا، چې د تیمورشاه دراني بل زوی و، د واک پر ګدۍ یې کېناوه. کله چې قزلباشو د شاه محمود په پوځ کې د دې کودتا خبر واورېد، پاڅون یې وکړ او بېرته کابل ته راغلل. شاه محمود او فتح خان چې خپله پاچهۍ یې په خطر کې لیدله، نو اړ شول چې خپل عملیات ودروي او بېرته پېښور ته راستانه شي، تر څو کابل ته د تګ لپاره یو پوځ چمتو کړي. شاه محمود هغوی په چټکۍ کابل ته ولېږل، هغه ځای ته چې ده له پلازمېنې بهر ګڼې جګړې کړې وې. شاه محمود بریالی شو او د ده پر وړاندې بغاوت ته یې ماتې ورکړه. مشران یې ونیول او په اعدام یې محکوم کړل، خواجه خنجي له اعدامولو وتښتېد او کوهستان ته لاړ. د فتح خان ناسکه ورور، دوست محمد خان د قزلباشو له پوځ سره پاتې شو، چې د کوهستان شاوخوا ډېرې سیمې یې ویجاړې کړې او فصلونه او باغونه یې وسوځول. خواجه لاهم نه و تسلیم شوی، نو دوست ورته د غوړه مالۍ په پلمه ژمنه ورکړه، چې دی به بښي او شاهي واده به کوي. خواجه یې دوکه کړ، د خواجه او د خوځښت د نورو مشرانو سرونه یې پرې کړل، خو د خواجه دوه زامن له دې ځایه تښتېدلي وو.[۵][۶]

د شاه محمود زوال                      

د فتح خان له اعدامولو وروسته د شاه محمود واک چې له مخکې نه کمزوری شوی و، له مینځه لاړ. د فتح خان وروڼه چې په ټوله سترواکۍ کې په پراخه کچه سره وېشل شوي وو، کله چې یې د دې پېښې په اړه واورېدل، نو بغاوت یې وکړ. دوی په افغانستان کې د سدوزیو د کورنۍ د واک ختمولو هوډ کړی و. د بارکزیو مشري، چې د محمدزي په نامه هم یادېږي، د فتح خان ورور محمد عظیم خان ته سپارل شوې وه. د دې لپاره چې ملاتړ ترلاسه کړي او د شاه محمود ځایناستی شي، نو هڅه یې وکړه چې له شاه شجاع دراني نه مرسته وغواړي، خو پخواني پاچا (شجاع) ډېرې غوښتنې لرلې، نو عظیم خان د تیمور شاه د بل زوی ایوب شاه دراني په لټه کې شو. ایوب به داسې ویل: «ما پاچا کړه او اجازه راکړه، چې زما په نوم پیسې جوړې شي او د سلطنت ټول ځواک او سرچینې به ستا په اختیار کې وي». عظیم خان له سیکانو سره په کشمیر کې بیا جګړه پیل کړه. دوست محمد خان په دې باور و، چې د شاه محمود ګوښه کېدل به اړین وي، نو له یوه کوچني پوځ سره کابل ته را راوان شو، په داسې حال کې چې عظیم خان له سیکانو سره د جګړې د دوام لپاره د خپل پوځ ډېره برخه په پېښور کې ساتلې وه. شاه محمود واورېدل، چې دوست محمد کابل ته را راوان دی، نو له کندهاره ووت، ترڅو له بارکزیو نه د خپلې پلازمېنې دفاع وکړي، خو کله چې غزني ته ورسېد، خبر راغی چې کندهار د شیردل خان لاس ته ورغلی. محمود چې خپل ځان یې ورو ورو په کلابندۍ کې لید؛ نو په غزني کې پاتې شو. شاه  محمود د کامران زوی جهانګیر میرزا له عطا محمد خان سره یو ځای کابل ته واستاوه. دی خبر نه و، چې عطا خان له دوست محمد خان سره په اړیکه کې دی. عطاخان ورته وړاندیز وکړ، چې دی به خپل لوری بدلوي، خو د پاینده محمد خان ټول زامن به په قرآن قسم کوي، چې د فتح خان د ړندولو په خاطر به هغه ته د مرګ سزا نه ورکوي. دوست محمد خان ورته قسم یاد کړ. عطا خان له بالاحصاره ووت او وروسته وتښتېد، یو وخت داسې ځای ته ورسېد، چې دوست محمد خان له خپل پوځ سره ولاړ و، نو د پېښور تر ټولو ځوان سردار پیر محمد خان، چې قسم یې نه و یاد کړی، د عطا خان سترګې یې په خنجر ترې را واېستې. دوست محمد خان بیا د بالاحصار ښکتنۍ برخه ونیوله، جهانګیر غزني ته وتښتېد. شاه محمود پوهېده چې حالات د ده په ګټه نه دي، نو له خپلو شاهي ساتونکو او کورنۍ سره یې د هزاره جاتو له لارې هرات ته وتښتېد. له دې سره د شاه محمود دویمه پلا واکمنۍ پای ته ورسېده. [۷][۸][۹]

سرچینې

  1. Noelle-Karimi 2014، ص. 127.
  2. Drahm 2020، ص. 155.
  3. Drahm 2020، ص. 158.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Drahm 2020، ص. 163.
  5. Drahm 2020، ص. 175.
  6. Drahm 2020، ص. 174.
  7. Drahm 2020، ص. 180.
  8. Drahm 2020، ص. 181.
  9. Drahm 2020، ص. 179.

اخځونه