Jump to content

شاه محمود هوتک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شاه محمود هوتک
اړوند
زېږون‌ځای
زېږون نېټه
۱۶۹۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۲ اپرېل ۱۷۲۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
وروڼه او خويندې
دین
ځایناستی

د افغانستان د ستر ملي او هېوادپال شخصيت مېرويس نيكه زوى ، شاه محمود د خپل پلار د مړينې په كال كه څه هم اتلس كلن وو ، مگر بيا هم ډېر مېړه پښتون وو او پر پلار هم ډېر گران وو ، ځكه چې له پلار سره په ټولو جگړو كې ملگرى وو او په حربي چارو كې ښې تجربېې حاصلې كړې وې.

د پلار تر مرگ وروسته بيا د خپل اكا په خدمت كې وو او د پښتنو د كارو باره سره يې ډېره دلچسپي درلوده ، خو كوم وخت چې يې د خپل اكا پېشنهاد وليد ، نو د اكا له كړو څخه بېزاره شو او د هغه كار يې ورتمام كړ او څنگه چې د کندهار او پارس پخوانى رواج وو ، چې د ښار په هره خوا كې به يوه يوه مناره وه او په هره مناره كې به يوه نغاره د خلكو د خبرولو لپاره پرته وه ، نو هر وخت چې به يو مهم خبر وو ، نو دا نغارې به ډنگېدلې او خلك به راغونډېدل . محمود چې خپل اكا مړ كړ ، نو دا نغارې يې وډنگولې او خلك راغونډ شول . محمود د خپل اكا وړانديز دوى ته وښود او له پارسيانو سره جنگ يې په ايت او حديث ثابت كړ او بيا يې څرگنده كړه ، چې دده اكا د خپلې شخصي ارامۍ او خوش گزرانۍ لپاره غوښته ، چې پښتانه بيا د پارسيانو تر لاس لاندې او د هغوى مطيع كړي او زموږ مملكت بيا وران شي . تر دې وروسته يې نو وويل ، چې (( ما هغه وواژه )) پښتنو چې هغه وړانديز ولوست او ورمالومه شوه ، چې محمود رښتيا وايي ، نو ده ته يې افرين ووايه او دى يې د ځان پاچا كړ او د شاهۍ لقب يې وركړ ، نو (( شاه محمود)) وباله شو . دا زلمى پښتون د پښتنو پاچا شو او تر ۱۱۳۴ هـ كاله پورې يې د افغانستان د پاچا په حيث حكمراني وكړه او څوا واره يې د پارس او سيستان شرقي برخو ته لښكري وايستلې ، څو يې په ۱۱۳۴ هـ كال د پارس د حكومت پايتخت اصفهان محاصره كړ او تر اته مياشتې محاصرې وروسته يې د محرمې د مياشتې په ۱۱ يا ۱۵ په ۱۱۳۵ هـ ( ۱۷۲۲ ) ع كال د صفويانو وروستنى پاچا سلطان حسین شاه خپل ځان او پايتخت د پښتنو لښكرو ته تسليم كړ . د پښتنو زلمي پاچا د خپلې شاهنشاهۍ په وختو كې د اصفهان تر فتح وروسته ډېرې لويې لښكركښۍ وكړې ، خو تر دوه نيمو كالو پاچاهۍ وروسته د برات د مياشتې په ۱۲ شپه ، ۱۱۳۷ هـ كال په اصفان كې د دماغي تاروغې له كبله ووژل شو . دا فاتح مېړه پښتون په ۲۷ كلنې تر دنيا تېر شو او د پښتنو په تاريخ كې يې ځلانده نوم او توره پرېښوده .

مړینه

[سمول]

شاه محمود هوتک په ۱۱۳۷ لمريز (۱۷۲۵زېږديز) کال د اووه ويشت (۲۷) کلونو په عمر وفات شو، خو د شاه محمود د مړينې لامل په اړه اختلاف دی:

  • ځينې تاريخ ليکونکي ليکي چې مور يې د دې لپاره چې خپل زوی د لېونتوب د ژوند له تکليفونو څخه خلاص کړي، نو د شپې يې له ستوني ونيو(زندۍ يې کړ) او مړ يې کړ.[۱][۲]
  • ځينې وايي چې اشرف خان هوتک د خپل پلار(عبدالعزيزخان هوتک)( د شاه محمود هوتک تره چې د هغه د مرګ نسبت شاه محمود ته کوي) د غچ اخيستلو په پار هغه وواژه او هغه وخت يې د شهنشاهۍ تاج ومانه او پر سر يې کېښود چې د شاه محمود سر يې هغه ته راوړ، يانې د شاه محمود مرګ د هغه د تره زوی اشرف خان په اشاره شوی وو.[۳][۴][۵]
  • خو ځينې مورخين بيا د هغه مرګ طبيعي مرګ بولي او ليکي چې هغه په طبيعي مرګ وفات شو.[۶][۷][۸]

خو راجح قول دريم قول دی، ځکه چې په لومړي قول کې يو زوی چې هرڅومره ناروغ او لېونی وي، بيا هم د مورولۍ احساسات او مهرباني به مور دې ته پرېنږدي چې خپل زوی په خپل لاس له مرۍ ونيسي او مړ يې کړي، او يا يې په بل ډول ووژني،
په دوهم قول کې د اشرف خان شخصيت تر دې ډېر لوړ و، چې کورني انتقام ته دې په ملي مسئله ترجيح ورکړي، او که فرضاً اشرف خان غوښتل چې د خپل پلار انتقام له هغه واخلي، نو له اوله يې په کندهار کې د هغه مخالفت کولای شو، او کولای يې شو چې هيڅ د شاه محمود په ګټه ونه جنګيږي، او يا په عين پېښو کې يې چې افغاني عسکر هم زياتره د اشرف خان پلويان او ملګري وو، په ښه شان يې کولای شو چې د شاه محمود پرضد پورته شي او هغه له منځه ليري کړي، خو لکه چې ليدل کيږي اشرف خان کورني انتقام له پيله د ملي مرام په مقابل کې شاته وغورځاوه او ترپايه يې له شاه محمود سره اوږده په اوږه د افغاني شان ساتنې په پار اوږه پر اوږه مبارزه وکړه، نو له داسې ملي شخصيت دا ډېره لرې برېښي چې په داسې وخت کې چې شاه محمود کاملاً خپل روغتيايي او دماغي حالت له لاسه ورکړی وي، هغه ووژني او ځان د هغه په مرګ بدنامه کړي، ځکه شاه اشرف هوتک لا د شاه محمود هوتک د ژوند پرمهال د هغه وليعهد او ځايناستی ټاکل شوی و، نو د هغې د وژلو هيڅ اړتيا نه پېښېده.[۹]

د شاه محمود سکې

[سمول]

په هوتکي وره کې شاه محمود د لومړي ځل لپاره په خپل نوم سکه وهلې ده، چې د سپينو زرو وه، د سکې پرمخ باندې په څلورکونجه چوکاټ کې دننه کلمه طيبه( لااله الاالله محمدرسول الله ) او پرغاړو باندې يې (ابوبکر، عمر، عثمان او علي ) ليکل شوي وو، د سکې پرشا باندې دغه بيت دی: سکه زد از مشرق ايران چو قرص اُفتاب شاه محمود جهانګير سيادت انتساب سربېره پر دې د دغو بيتونو نسب هم د شاه محمود مسکوکاتو ته کيږي: فرو رود بزمين ماه و افتاب منير زرشک سکه محمود شاه عالمګير دين حق را سکه بر زر کرد از حکم الله عاقبت محمود بادشاه دين پناه[۱۰] [۱۱]

د شاه محمود هوتک د واکمنۍ سکې,۱۱۳۶ اصفهان

سرچينې

[سمول]
  1. د پښتنو تاريخ، لومړی ټوک، ۸۴ مخ
  2. هوتکيان، ليکوال عبدالروف بېنوا، ژباړن يونس مراد، ۱۰۹ مخ
  3. جهانکشای نادري، لاهور چاپ، ۱۱ مخ
  4. خورشيد جهان، ۱۳۵ مخ
  5. هوتکيان، ليکوال عبدالروف بېنوا، ژباړن يونس مراد، ۱۰۹ مخ
  6. د پښتنو تاريخ، لومړی ټوک، ۸۴ مخ
  7. تاريخ ايران، سرچان مالکم، مخ
  8. هوتکيان، ليکوال عبدالروف بېنوا، ژباړن يونس مراد، ۱۰۹ مخ
  9. هوتکيان، ليکوال عبدالروف بېنوا، ژباړن يونس مراد، ۱۰۹-۱۱۰ مخونه
  10. رساله مسکوکات افغانستان درعصر اسلام، احمدعلي کهزاد ليکنه، ۸ مخ
  11. هوتکيان، ليکوال:عبدالرؤف بېنوا، ژباړن: يونس مراد، ۱۱۰ مخ