Jump to content

شاه اشرف هوتک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شاه اشرف هوتک
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۷۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۷۳۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
ځایناستی د
ځایناستی

شاه اشرف هوتک زوکړه... کندهار مړینه ۱۷۳۰م کال بلوچستان د عبدالعزیز خان هوتک زوی او د هوتکيانو د واکمنۍ يو پاچا و چې په اوسني ايران او افغانستان يې پاچايي کوله.

شخصیت

واکمني

شاه محمود هوتک د شاه اشرف د تره زوی وو چې د هغه له مړینې وروسته په ۲۶ د اپریل ۱۷۲۵م کال شاه اشرف د اصفهان په تخت کیناست. شاه اشرف چې د واکمنې پرمهال د ۲۶-۲۷ کلونو ترمنهځ عمر لره، د اصفهان او د هوتکیانو د واکمنۍ نه د عثماني او روسي امپراطوریو پروړاندی ښه مقاومت وکړ. اما په افغانستان د واک پر سر د ناندریو له امله نوموړی مجبور شو چې اصفهان پریږدي. د ۱۷۲۶م کال په جون کې د ترکانو د عثماني ټولواکمنۍ له لوری شاه اشرف ته پېک ولیګل شو ترڅو شاه حسین خوشی او د پاچا په توګه ومني، اما د شاه اشرف لخوا د هغه د درې پایکونو سرونه د افغان واکمنانو په کورنیو چارو کې د لاسوښنې په ځواب کې ور ولیږل. د عثمانی پاچا (احمد پاچا) له لوری د ایران په لور ۲۰۰ زره لښکر ولیګه چې د تهران په نږدو کې د شاه اشرف له ۴۰ زره لښکر سره مخامخ او د سختې ماتې وروسته په شاه وتنبول شو. په یاد جنګ کې د ګڼ شمیر عثمانیانو د وژلو ترڅنګ ګڼ ګڼ شمیر وسلې او ۴۶ توپونه افغان واکمن شاه اشرف ونیول. له دې جګړی وروسته د شمال له لوری د روسې واکمن دویم پتر لخوا د شاه اشرف سره د جنګ اعلان وشو، اما د افغان لښکر د بریاوو وروسته دویم پتر له افغانانو سره د سولې تړون ته غاړه کیښوده. د روسانو د لمسون مهم لامل د هوتکیانو له لوری د اصفهان د نیولو وروسته د صفوي واکمنانو او روسانو ترمنځ د ایران د اوسنی ګیلان، ختیځ او لویدیځ آذربایجان ولایویتو روسې واکمنانو ته د یوه تړون پر آساس د روسې د ناورې د قبلولو په بدل کې له ایران نه د افغانانو ویستل وو.

سرچينې