Jump to content

عبدالعزیز خان هوتک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالعزیز هوتک
اړوند
زېږون نېټه
القرن 17 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۷۱۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
عامه معلومات
عمومي معلومات
وروڼه او خويندې
دین

د ميرويس خان هوتک د مړينې وروسته له هغه دوه زامن ( شاه محمود هوتک او شاه حسين هوتک) او يوه لور (زينب هوتک) پاتې شول چې مشر زوی يې اتلس کاله عمر درلود چې د مشرۍ لپاره مناسب نه و، نو هماغه وو چې د ميرويس هوتک کشر ورور عبدالعزيز د هغه ځايناستی وټاکل شو.[۱]

خو له بده مرغه عبدالعزيز لکه د ميرويس نيکه په څېر افغاني لوړ صفتونه نه لرل او د استراحت طلبۍ په وجه يې له مبارزې څخه ډډه کوله او د امن خوښونې حس پکې دومره پياوړی شوی و، چې د اسارت او مغلوبيت د چاپېريال ظاهري امن يې د ازادۍ په لاره کې ترهڅو او مبارزو غوره ګاڼه، نو له همدې کبله له صفوي مات شوي او کمزوري کېدونکي حکومت څخه چې ميرويس د خپل اقتدار پروخت ورسره ډغرې وهلې وې، عبدالعزيز خان د هغه د ماتې په حال کې هم ورڅخه په وېره کې و.[۲]

له صفوي دولت سره جوړجاړی

[سمول]

تر پاچا کېدو وروسته يې د قوم مشران راوغوښتل او له هغوی سره يې د پارس له حکومت سره د سولې په باب خبرې وکړې او ويې ويل: له دغو ټولو ستونزو او جګړو څخه ښکاري چې تاسو هم زما په شان د پارس له حکومت سره د سولې غوښتونکي ياست او غواړئ، رام واوسئ، اوس چې زما د مشر ورور ستره فتحه په نصيب شوه او له دونيا څخه يې سفر وکړ، نو که چېرې مونږ د سولې غوښتنه وکړو، د پارس پاچا به يې ډېر په خوشالۍ راسره ومني.[۳][۴]

که څه هم د عبدالعزيز تر يوه حده افغانانو ته د منلو وړ وه، ځکه تر ازادۍ وروسته دوی له صفويانو سره هيڅ دوښمني نه درلوده، خو د عبدالعزيز د سولې په شرايطو کې ځينې داسې شرايط وو، چې افغانانو ته د منلو وړ نه و، ځکه د دوی خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستله چې دا په يو ډول افغانان د پارس د صفوي پاچاهۍ جز ګڼل کېدای شو، چې داخلي ازادي خو لري، خو بهرنۍ ازادي يې د صفوي کورنۍ په واک کې وي، چې دې کار د قامي جرګې غړي په غوسه کړل او په ځواب کې يې ورته وويل ؛ که چېرته د ورور په لاره تللی نه شې، نو په مصالحت کې تلوار مه کوه[۵]، خو عبدالعزيز خان له دې سره سره بيا هم د خپلو ځينو استراحت پلوه ملګرو په مشوره د سولې شرايط په پټه اصفهان ته ولېږل او داسې يې وښوده که چېرته صفوي سلطنت د ده شرطونه ومني، نو دی به کندهار بېرته د صفوي سلطنت پورې وتړي، چې هغه شرايط په لاندې ډول وو:

  1. افغانان دې د تل لپاره د مالياتو له ورکړې معاف وي.
  2. د پارس عسکر دې کندهار ته نه راځي.
  3. د افغانستان امارت دې تل د عبدالعزيز خان هوتک په کورنۍ کې موروثي وي.[۶][۷][۸][۹]

د عبدالعزيز مقابل کې د ازداي غوښتونکو پاڅون

[سمول]

صفوي دولت د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو په خاطر د عبدالعزيز پټ شرايط چې له صفوي دولت سره يې پرې موافقه کړې وه، افغان ازادي غوښتونکو ته رسوا کړل او په دې ډول يې ازادي غوښتونکي د عبدالعزيز هوتک په مقابل کې په تحريک کړل، چې په دې ډله کې د ميرويس هوتک مشر زوی محمود هم ، چې د خپل تره عبدالعزيز اقدام يې له ملي مفادو څخه مخالف او د خپل پلار له لوړو مفکورو او اقداماتو سره په ټکر کې باله [۱۰] د عبدالعزيز او د هغه د پلويانو په مقابل کې ودرېدل او په هرصورت يې غوښتل چې هغه د واک له ګدۍ راکښته کړي.

د عبدالعزيز هوتک وژنه

[سمول]

په ۱۱۲۹ هـ کال يوه شپه څلوېښت ازادي غوښتونکي د قوم د مشرانو په مشوره په نارنج ماڼۍ کې د عبدالعزيز بستر ته ورغلل او په هغه خنجر چې له ځان سره يې وړی و، د هغه ژوند پایته ورساوه.[۱۱] د دې پېښې په نقل کې ټول تاريخ ليکونکي متفق دي يوازې د پټې خزانې ليکوال چې د هوتکي دورې د واقعه ليکونکو او معاصرينو له ډلې شمېرل کيږي، د عبدالعزيز د وژل کېدو په هکله څه نه وايي، خو يوازې دومره ليکي چې: ميرعبدالعزيز چې د حاجي ميرخان ورور و، پس له مرګه د ورور په کندهار کې مشر سو، خو د ولس رعايت يې کم کا، څو چې په ۱۱۲۹ سنه هجري د شپې د نارنج قصر له بامه خطا سو او راولوېد، مړ سو.[۱۲]

که د پټې خزانې ليکوال چې د وخت پېښې يې په خپلو سترګو کتلي دي، خاص اعتبار ورکړل شي، نو د محمود لاس بايد د خپل تره له وينو پاک وګڼل شي او که داسې نه وي، نو ښايي چې د وخت د غوښتنې له مخې يې نه دي غوښتي چې د عبدالعزيز د وژل کېدو نسبت محمود ته چې تر هغه وروسته سلطنت ته ورسېد، وکړي.[۱۳]


سرچينې

[سمول]
  1. هوتکيان، ليکوال:عبدالرؤف بېنوا، ژباړن:يونس مراد،چاپ کال:۱۳۸۰ لمريز ۲۰۰۲ زېږديز، ۷۳ مخ
  2. هوتکيان، ليکوال:عبدالرؤف بېنوا، ژباړن:يونس مراد،چاپ کال:۱۳۸۰ لمريز ۲۰۰۲ زېږديز، ۷۳ مخ
  3. هوتکيان، ليکوال:عبدالرؤف بېنوا، ژباړن:يونس مراد، چاپ کال:۱۳۸۰ لمريز ۲۰۰۲ زېږديز، ۷۳-۷۴مخونه
  4. جنګ افغان و پارس، ليکوال:؟، ژباړن:؟، ۵۵ مخ
  5. د ايران تاريخ، ليکوال:سرجان مالکم، ۲۰۰ مخ
  6. ميلسن، ۱۲۹ مخ
  7. د ايران تاريخ، ليکوال:سرجان مالکم، ۲۰۰ مخ
  8. قاضي عطاالله، لومړی ټوک، ۶۳ مخ
  9. هوتکيان، ليکوال:عبدالرؤف بېنوا، ژباړن:يونس مراد، چاپ کال:۱۳۸۰ لمريز ۲۰۰۲ زېږديز، ۷۳مخ
  10. هوتکيان، ليکوال:عبدالرؤف بېنوا، ژباړن:يونس مراد، چاپ کال:۱۳۸۰ لمريز ۲۰۰۲ زېږديز، ۷۵مخ
  11. د ايران تاريخ، ليکوال:سرجان مالکم، ۲۰۰ مخ
  12. پته خزانه، ليکوال:محمد هوتک، ۱۱۰مخ
  13. هوتکيان، ليکوال:عبدالرؤف بېنوا، ژباړن:يونس مراد، چاپ کال:۱۳۸۰ لمريز ۲۰۰۲ زېږديز، ۷۵مخ