Jump to content

عبدالروف بېنوا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بېنوا
عبدالروف
عبدالروف بېنوا
عبدالروف بينوا
عبدالروف بينوا

د شخص مالومات
اصلي نوم عبدالروف
زېږېدنه [١٢٩٢ه ل
کندهار
د مړينې نېټه
تابعیت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
پلرنی ټاټوبی کندهار
مذهب اسلام
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر، لیکوال، خبريال، تاريخ ليکونکی او ټولنيز فعال
کاروونکې ژبه پښتو   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه پېښليک [۱]،  شعر [۱]،  ديپلوماسي [۱]،  د افغانستان شاعري [۱]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
استاد عبدالروف بېنوا

عبدالرووف بېنوا (زوکړه د ۱۲۹۲ لمريز لېږدي کال د وږي لومړۍ، کندهار - مړینه د ١٣٦٣ ه ل کال د مرغومي ٢١، د امريکا متحد ايالتونه، د نيوجرسي ايالت)، د افغانستان يو نامتو پښتو ژبی لیکوال، شاعر، ملي، ټولنيز او سياسي شخصيت دی.

مخينه

عبدالرووف بېنوا د ۱۲۹۲لمريز(ه ل) کال د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه (د ١٣٣٢ سپوږميز(ه ق) او ١٩١٣ زېږديز کال چې [[د اګست مياشتې له ۲۳مې سره سمون خوري) د کندهار ښار د سيد حسن خان کوڅې په يوه منوره او عالمه کورنۍ کې وزېږېد او همدلته رالوی شو. نوموړی د مفتي عبدالله، چې په کندهار کې په مفتي عبده شهرت لري، زوی او د مولوي عبدالحق اخوندزاده، چې په کندهار کې يې ښوواند(استاد) کُل باله، لمسی دی.

ښوواند(استاد) عبدالرووف بېنوا له آره د کندهار د معروف له عليزو څخه دی، چې بيا د هغوی لوی نيکه ملا ګلاب اخوند د هېلمند ولايت د موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په سربينه کې، چې اوس ډير خلک ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وايې، مړ او خاورو ته سپارل شوی دی. خو د ملا ګلاب اخوند لمسی مولوي عبدالحق اخوندزاده شل کلن و چې له موسی کلا څخه بيرته کندهار ته راغی او د کندهار ښار له خرقې شريفې سره نژدې يې د سيد حسن خان په کوڅه کې ژوند پېل کړ. فاضل ښوواند(استاد) بېنوا هم همدلته وزېږېد.

د ختيځ نوښتګر

عبدالروف بېنوا

فاضل استاد عبدالرووف بېنوا د افغانستان له څو ګوتو په شمار نوميالو پوهانو څخه يو نوميالی ليکوال دی چې افغاني ادب او ژبې ته يې څه کم اويا درانه علمي کتابونه په ميراث پريښودل. چې تر ډېرې زمانې پورې به د هغه له څېړنو او پنځوونو څخه د ادب مينه وال ګټه او خوند اخلي. ارواښاد د مرګ تر وروستۍ سلګۍ پورې له کتاب او قلم سره خپله ليونۍ مينه روانه وساتله او د مرګ پر بستر لا هم د يو اثر په ليکلو بوخت و. د کايناتو لوی خالق پر ده خپل خدايي استعداد لورولی و او د هغه په خټه کې يې د ليکلو او لوستلو مينه اخښلې وه. له همدې امله نوموړی چې په کوچنيوالي کې يې ديني علوم ولوستل او لا ځوانکی زده‌کونکی و چې له شعر سره يې ملګرتيا ټينګه کړه او وده يې پسې ورکړه. وروسته د افغانستان د ادبياتو پر هسک هغه نه پناه کېدونکی ستوری شو چې رڼا به يې تل د دغې سپېرې او خوارځواکې خاورې پر تياره ټتر لمر غوندې ځلېږي.

که علامه سيد جمال الدين افغاني نړيوالو د ختيځ نابغه سياست پوه ګاڼه، نو علامه حبيبي هم د ختيځ لوی ليکوال او محقيق گڼل کيده، استاد الفت هم د ختيځ لوی او متکبر ليکوال بلل کيږي ، او علامه رشاد هم د ختيځ لوی څيړونکی او د جغرافيې برخې ستر ليکوال بلل کيږي. د همدې وياړونو او هستيو په لړ کې استاد بېنوا هم د ختيځ هغه نوښتګر شاعر او لیکوال بللای شو چې په خپل وخت کې ئې هم په پښتو شعر او هم په پښتو نثر کې داسې انقلاب او پاڅون راوستی چې د کلونو کلونو ويده مغزونه يې راوخوځول او د بري د معراج لاره يې ورپه نښه کړله.

شعر

پېړۍ واوښتې خو خلک لا ويده دي

ويښـول يې ډېرکلونه زحمت غواړي

په ړندو سترګو د اور پر خوا ور درومي

دا کـم بـخته لا نـشه د جنت غواړي

د شعر پای

هو! رښتيا هم زموږ خلک له پېړيو_ پېړيو را پدېخوا په درانه خوب ويده دي او بويه کله به له دغه درانه خوبه راويښيږي؟ خو فاضل ښوواند بېنوا ډېره هڅه کوله چې په خپلو بوږنوونکو شعرونو او نثرونو خلک له خوبه راويښ کړي او ﻻره وروښيي چې په دې کار کې تر يو بريده بريالی هم شو خو ژوند وفا ورسره ونه کړله او دی يې خپله په درانه خوب ويده کړ.

فاضل ښوواند عبدالرووف بېنوا ته دده لوړ استعداد له خپلې درنې اوعلمي کورنۍ څخه په ميراث پاته شوی و، دده لوی نيکه ملاګلاب اخوند د وخت لوی ديني عالم و، ورپسې د هغه زوی ملا ګلستان اخوند هم عالم و، د هغه زوی او د بېنوا صاحب نيکه علامه عبدالحق اخوندزاده هم د خپل وخت لوی عالم او مفتي و، بيا د بېنوا صاحب پلار مفتي عبدالله د هغه وخت لوی مفتي و او داستاد بېنوا ورور مولوي عبدالکريم د ٥٣ کتابونو مؤلف و، نو د همدغو مشرانو برکت و چې په ښوواند بېنوا کې هم د علم مينه خپره شوه. او نه يوازې يو عالم بلکې دهيواد لوی اديب، محقيق او سياست پوه وگڼل شو.

د بېنوا زده کړې

لکه چې وړاندې مو وويل چې د دوی کورنۍ يوه عالمه کورنۍ وه، نو ځکه يې د کورنۍ مشرانو غوښتل چې ښوواند بېنوا هم ديني زده کړې وکړي، همدغه د کورنۍ غوښتنه وه چې فاضل استاد بېنوا د قران کريم تر زده کړې وروسته يې د خپل ورور مولوي عبدالکريم تر ښوواندۍ (استادۍ) لاندې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او عربي صرف او نحو يې تر اعلی درجې پورې زده کړل بيا ېې فقه ولوستل چې مولوي ترې جوړ شو، تر دغو زده کړو وروسته يې ادبي ډګر ته را ودانګل او په شعر ليکلو يې پېل وکړ چې لومړني شعرونه يې د کندهار په طلوع افغان کې خپرېدل، بيا په همدغه تانده ځواني کې کابل ته ولاړ او د خپل ورور مولوي عبدالکريم کره يې ژوند کاوه. په همدغه وخت کې يې خپلو نورو زده کړو ته دوام ورکړ او عربي ادبيات يې په شخصي توگه زده کړل. بديع ،بيان او ګرامر يې په داسې توګه زده کړل چې بيا يې څو کاله وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځۍ د ژبپوهنې څانګه کې وټاکل او ددرسي نوټونو يوه علمي پانګه ( ادبي فنون ) يې دابياتو زده کونکوته په ميرات پرېښوول. په دغه وخت کې يې دري ژبه هم زده کړې وه او اردو ژبه يې هم د ليکلو او لوستلو تر اندازې رسولې وه. بيا يې انګليسي ته ملا وتړله چې وروسته يې ډېرې ژباړې له دغې ژبې څخه وکړلې.

دلته موږ ته د استاد بېنوا استعداد او ځيراکتيا ښه را مالومېږي چې په ډېره نوې ځوانۍ کې يې عربي، اردو، دري او انګلیسي ژبې زده کړې وې او په هغو کې د پوره مطالعې څښتن و. ( ٢ ) ـ

رسمي دندي

په دې انځور کې عبدالروف بېنوا د نورو فرهنگيانو په کتار کې ۱۳ کس دی

فاضل استاد بېنوا د ادبي يون تر څنگ په دولتي اورگانو کي هم ډيري مهمي رسمي دندي اجرا کړي دي ، چي ارواښاد يې په خپل قلم داسي بيانوي چي:

  1. د کابل د ادبي انجمن غړی ١٣١٨ لمريز = ١٩٣٩ م
  2. د کابل د ادبي انجمن د نشراتو مرستيال ١٣٩١ لمريز = ١٩٤٠ م
  3. د پښتو ټولني د صحافت مدير ١٣١٩ لمريز = ١٩٤٠ م
  4. د کابل مجلې مدير ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م
  5. د مطبوعاتو د رياست د نشراتو مرستيال ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م
  6. د پښتو ټولني مرستيال ١٣٢٣ لمريز = ١٩٤٤م
  7. د پښتو ټولني عمومي مدير ١٣٢٥ لمريز = ١٩٤٦ م
  8. د تاريخ د انجمن غړی ١٣٣٠ لمريز = ١٩٥١
  9. د مطبوعاتو د رياست د داخلي نشراتو عمومي مدير ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٢ م
  10. په ډهلي کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٣ م
  11. د کابل راډيو ريس ١٣٣٥ لمريز = ١٩٥٦ م
  12. د افغانستان او هند د دوستی دانجمن غړی ١٣٣٦ لمريز = ١٩٥٨ م
  13. د افغانستان او شوروي د دوستی د انجمن غړی ١٣٣٩ لمريز = ١٩٦٠ م
  14. په قاهره کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٣٤٢ لمريز = ١٩٦٣ م
  15. د افغانستان راډيو ريس ١٣٤٤ لمريز = ١٩٦٥ م
  16. د قبايلو د مستقل رياست مرستيال ١٣٤٥ لمريز = ١٩٦٦ م
  17. د اطلاعاتو او کلتور وزير ١٣٤٦ لمريز = ١٩٦٧ م
  18. اولسي جرگې وکيل ١٣٤٨ لمريز = ١٩٦٩ م
  19. د پښتو د بين المللي تحقيقاتو د مرکز اجير غړی ١٣٧٥ لمريز = ١٩٧٨ م
  20. د افغانستان اکاډمۍ اچير غړی ١٣٥٧ لمريز = ١٩٧٩ م
  21. د صدارت مشاور د فوق رتبه په حېث ١٣٥٨ لمريز = ١٩٨٠م
  22. په ليبيا کي د افغانستان سفارت ١٣٥٨ لمريز = ١٩٨٠م ـ( ٣ ) ـ

مړينه

فاضل استاد ارواښاد بېنوا په همدې (۱۳۵۸ ل ل) کال کورناستی (تقاعد) شو. وروسته يې پر ١٣٦٢ لمريز = ١٩٨٤ ز کال په امريکا متحدو ايالتونو کې سياسي پناه واخيسته. بېنوا صاحب يو کال وروسته يانې پر ١٣٦٣ لمريز کال د مرغومي (جدي) پر ٢١ مه نېټه (د ١٩٨٥ زېږدي کال د جنوري ١١ نېټه)، د ادينې (جمعې) پر مبارکه ورځ له هغې ناروغۍ څخه، چې ورپېښه وه، د امريکا په نيوجرسي ايالت کې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه او خپل ابدي ژوندون ته ستون شو. خدای بښلی بېنوا هماغلته په امريکا کې خاورو ته وسپارل.

د يادولو وړ ده چې د فاضل استاد بېنوا مړی د وخت د بېغورو واکمنانو د بېغورۍ له کبله په پردۍ خاوره يانې د امريکا متحدو ايالتونو په نيوجرسي ايالت کې خښ او پاتې دی. له هغه وخته راهيسې بيا تر ننه پورې په افغانانو کې داسې څوک پيدا نه شو چې زموږ ددغه نوميالي پوهاند او لیکوال مړی او پاتې شونې له هغه هېواده خپل پلرني ټاټوبي افغانستان ته راولېږدوي او دلته يې په خپله خاوره کې خاورو ته وسپاري.

د فاضل استاد ارواښاد عبدالرووف بېنوا دهديرې پته دا ده :

ROSE HILL CEMETERY ASSOCIATION P.O. BOX # 72 ROUTE :1 LINDEN, NEW JERSEY 07036 USA

او په همدې هديره کي د ارواښاد بېنوا د قبر پته دا ده  :

SECTION 64 ISLAMIC ROW # 7 / GRAVE # 5

دبېنوا ځوځات

فاضل استاد بېنوا دوې مېرمني درلودې چي له مشري ميرمني څخه ئې يو زوی د عبدالقدوس په نامه درلودی خو هغه هم د استاد بېنوا په ژوند کي وفات شو او کورنۍ يې اوس هم په مشرقي کي پاته ده ـ او زما په غالب گومان دده ( عبدالقدوس ) زوی او د استاد بېنوا لمسی اوس هم د عبدالله بېنوا په نوم په مشرقي کي اوسيږي ، د استاد له بلي ميرمني څخه درې زامن او درې لوڼي پاته دي چي مشر زوی يې هيواد ، منځوی يې خوشحال او کشری يې پروټ نوميږي او اوس ټوله د امريکا په متحده ايالاتو کي ژوند کوي ،د استاد د دوهمي او کشري ميرمني څخه يې مشره لور د ارواښاد محمد اعظم ايازي د زوی ډاکټر عبدالفتاح ايازي مېرمن ده ، منځوۍ لور يې د غلام محمد غبار د زوی خليل غبار مېرمن ده او کشرۍ يې لا اوس هم د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخته ده .ـ ( ٤ )ـ

نوټ : د بېنوا صاحب د دې لنډ ژوند ليك ماخذونه مي د ( ١ ) ، ( ٢ ) ، او ( ٤ ) د کندهار د تاند ليکوال او ښکلا مجلې مسول چولونکي عبدالقديم پتيال د اثر ( د استاد بېنوا علمي يون ) د لمړی څپر کي څخه او ( ٣ ) مي د بېنوا صاحب په خپل قلم ليکلي يو ليک څخه چي سر ليك يې ارواښاد ( خلاصه زندگينامه رسمي بېنوا) ليکلی او په دې وروستيو ورځو کي د ارواښاد دځينو نورو قلمي ټوټو سره چي فاضل استاد په خپل قلم ليکلي ، د هغه د منځوي زوی ښاغلي خوشحال بېنوا له خوا بېنوا فرهنگي ټولني ته ورکړل شوی دی را اخيستي دي .

د استاد عبدالرووف بېنوا اثار

  1. پښتو کيلي
    • دا اثر ډير خلگ په کلي وايي خو دا کلی نه ، بلکې کيلي ده چي د څلورم جلد لومړی ټوک ئې په ١٣٢٠ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا ددرسي کتاب په ډول چاپ شو
  2. پردېس
    • داد علامه اقبال د "مسافر " نومي منظوم کتاب منظومه ژباړه ده چي د ١٣٢١ لمريز کال د انيس په ورځپاڼه کي خپره شوې ده
  3. پښتو د شاهانو په دربار کي
    • دا پښتو رساله ده چي د ١٣٢٢ لمريز کال په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده
  4. باغونه
    • دا د ټاگور دنثري اشعارو د ټولگي ژباړه ده ، چي په ١٩٤١ ع کال کي په طلوع افغان کي په پرله پسې ډول چاپ شوې ده
  5. د ميني مينه
    • دا د شعرونو ټولگه ده چي په ١٩٤١ ع کال کي چاپ شوې ده
  6. پښتنې مېرمني
    • دا کتاب د پښتني مېرمنو تذکره ده چي تر اسلام وړاندي او بيا تر اوسه پوري د پښتني مېرمنو يادونه او پېژنده پکښي راغلې ده ، دا کتاب په ١٣٢٣ لمريز کال کي د مطبوعاتو د رياست له لوري چاپ شوی دی
  7. د هوتکو په دوره کي پښتو
    • دا وړه رساله ده چي د هوتکو مشرانو اوشاعرانو پښتو ته پاملرنه پکښي ستايل شوې ده، دا رساله د١٣٢٤ لمريز کال دوري دمياشتي دکابل په مجله کي خپره شوې ده .
  8. طوق لعنت
    • يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٤ لمريز کال کي ئې د مطبوعاتو جايزه وړې ده
  9. ميرويس نيکه
    • و پښتو دملي قايد ميرويس نيکه دژوند حالات او د کارنامو يادونه ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري دکتاب په شکل چاپ شوی دی
  10. اريايي ، پارسي، پښتو مرثيې او ويرني
    • دا رساله د١٣٢٥_١٣٢٦ لمريز کلونو په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده
  11. د غنمو وږی
    • دا يوه تاريخي منظومه رساله ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړېده
  12. د پير محمد کاکړ دديوان، تدوين، تصحيح، او مقابله
    • دا کتاب په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له خوا چاپ شوې دی او دوهم ځل په دانژدې وختونو کي دصحاف نشراتي موسسې له خوا په نوې بڼه چاپ شوی او حبيب الله رفيع يوه خونده وره سريزه پر کښلې ده
  13. چند اهنگ ملي
    • په پاړسي ژبه دپښتو دڅو موسيقي ږغونو او ملي سندرو شرح ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دکابل په کالنۍ کي اوبيادکابل راډيو له لوري په مستقل ډول چاپ سوی دی
  14. ادبي فنون
    • دا کتاب دهغو درسونو ټولگه ده چي استاد بېنوا دادبياتو دپوهنځی دپرانيستلو په لومړي کال د هغه پوهنځي د لومړي ټولگي ته ورښوولی و، دا کتاب په ١٣٢٦ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ سوی دی
  15. ويښ زلميان
    • داد هيواد دځينو ويښو زلميانو دمضامينو او شعرونو ټولگه ده چي داستاد بېنوا په زيار او اهتمام په ١٣٢٦ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري چاپ شوې ده
  16. د دار مستتر پښتو څېړني
    • دا کتاب فرانسوي مستشرق ( جيمس دارمستتر) په فرانسوي ليکلی چي سيد قاسم خان ريښتيا په پارسي ژباړلی او علامه عبدالحي حبيبي او استاد بېنوا په پښتو اړولی او په ١٣٢٦ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی
  17. صداي وطن
    • يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٦ لمريز کال کي دتاليف څلورمه جايزه وړې ده
  18. د رحمان بابا د دېوان تدوين ، تصحيح
    • په ( نوي ډول ) تصحيح او مقابله د استاد بېنوا ، دا دېوان په ١٣٢٨ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی
  19. خوشحال خان خټك څه وايي ؟
    • دا کتاب يو وار دهند په بمبيي کي غلام حسن خان ساپي په مرسته چاپ سوی و خو چي دپاکستان له لاري افغانستان ته راوړل کېدی نود پاکستان حکومت ظبط کړ ، مگر په ١٣٢٩ لمريز کال کي دمطبوعاتو مستقل رياست بيرته چاپ کړ
  20. نظري به پښتونستان
    • په پاړسي ژبه يوه رساله ده چي د ١٣٢٩ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او بيا ځانته په مستقل ډول چاپ سوه
  21. پښتونستان
    • په ٤٨٠ مخونو کي دپښتونستان زاړه نومونه او ...... په مفصل ډول ليکل سوي دي چي په ١٣٣٠ لمريز کال کي د انيس په ورځپاڼه او بيا دمستقل کتاب په شکل د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا خپور شو
  22. ليډران امروزي پښتونستان
    • داد پښتونستان د ځينو مشرانو او ليډرانو لنډه پېژندگلوي ده چي د ١٣٣١ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او هم ځانته درسالې په ډول چاپ شوې ده
  23. د کاظم خان شيدا ديوان
    • تدوين ، تصحيح ، او مقابله چي په ١٣٣٣ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ شوی دی
  24. هوتکي ها
    • دهوتکو د دورې مفصل حالات او پېښي دي ، دا کتاب په پاړسي څبه ليکل شوی دی او د افغانستان دتاريخ ټولني له لوري په ١٣٣٥ لمريز کال کي چاپ سوی دی
  25. پريشانه افکار
    • دا د استاد بېنوا دبېلابېلو اشعارو يوه برخه ده چي د ټولگي په شکل په ١٣٣٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړې ده
  26. د گيتانجلې ژباړه
    • دا اثر د هند دنوميالي اديب او فيلسوف رابنډرانات ټاگور د گيتانجلي پښتو ژباړه ده چي هم انيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپره سوې او هم ځانته دمستقل اثر په ډول په ١٣٣٦ لمريز کال کي دکابل دنشراتي څانگي له خوا چاپ سوی دی او دوهم ځل لپاره په ١٣٥٤ لمريز کال کي بيا چاپ سوی او فاضل استاد اکاډيميسن پوهاند رشاد صاحب په ١٠٣ مخونو کي يوه مغتنمه او علمي سريزه پر کښلې ده چي په لومړي ځل د استاد بېنوا دپېژندگلوۍ په اړه علمي مالومات لري او ښاغلي عبدالغفور روان فرهادي ېې په ډيره سپين سترگې مقدمه نه ، بلکې بېنوا نامه بولي
  27. برگ سبز
    • په پاړسي جبه يو طنزيه اثر دی چي په ١٣٣٦ لمريز کال کي ئې دتالف دوهمه درجه جايزه وړې ده
  28. لنډۍ
    • يو شمير منتخبي لنډۍ له پاړسي او انگريزي ژباړي سره يوځای په ١٣٣٧ لمريزکال کي د کابل راډيو له خوا په مصورډول په١٧٦ مخونو کي چاپ شوي دي او د انگريزي ژباړه ئې ښاغلي شريفي کړې ده
  29. خوشحال او پسرلی
    • په دې اثر کي د خوشحال خان پسرلني او رندانه شعرونه را غونډ سوي دي او په ١٣٣٧ لمريز کال کي د کابل راډيو د پښتون ږغ مجلې له خوا چاپ سوي دي
  30. پاچا خان
    • دا کتاب ښاغلي فارغ بخاري په اردو ژبه د عبدالغفار خان دفعاليتونو په باب ليکلی چي استاد بېنوا له اردو څخه پاړسي ته ژباړلئ دی او د١٣٣٨ لمريز کال دانيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور شوی دی
  31. د زړه خواله
    • دا کتاب د يو لړ ليکونو ټولگه ده چي په هنري ډول يې خپل خيالي ملگري ته ليکلې دي دا کتاب د١٣٣٨ لمريز کال د اصلاح په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور سوی او په ١٣٤١ لمريز کال د مطبو عاتو مستقل رياست له خوا چاپ سوی دی
  32. پښتو قرائت
    • دپوهني دوزارت په غوښتنه د ښونځيو دلسم ټولگي لپاره ليکل سوی دی او په ١٣٣٩ لمريز کال کي چاپ سوی دی
  33. زوړ گنهگار
    • يوه پښتو ډرامه ده چي د کندهار په پوهنه ننداره کي تمثيل سوې او بيا کابل راډيو په پښتون ږغ مجله کي پرله پسې خپره سوې ده
  34. کار بر اصل
    • يوه ټولنيزه او تنقيدي ډرامه ده چي په پاړسي جبه ليکل سوې اود کابل په پوهنه ننداره کي تمثيل سوې ده
  35. اشتباه
    • دا هم يوه ټولنيزه ډرامه ده چي د کابل دجشن په صحنه کي تمثل سوې ده
  36. اشيانه عقاب
    • يو تاريخي او حماسي ډرامه ده چي د کابل په پوهني ننداره کي تمثيل شوې ده
  37. زرنگ
    • په پاړسي ژبه يو راډيويي ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل سوې دی
  38. حکومت بېدار است
    • دا هم يو پاړسي ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل او پښتون ږغ مجله کي چاپ سوی دی
  39. د چين سفر نامه
    • دا کتاب فاضل استاد بېنوا په ١٣٣٦ لمريز کال کي ليکلی دی چي د دووسوو مخونو په شاوخوا کي و او په دغه سفر کي شهيد داود خان د خپل وخت صدراعظم هم ورسره مل و نو ځکه ئې په ١٣٥٥ لمريز کال کي تر چاپ وړاندي هغه ته ورکړ تر څو د هغه تر نظر هم تير سي خو د هغه له شهادت سره دغه اثر هم د هغه په کور کي تريتم شو
  40. اوسني ليکوال
    • ددې اثر لومړی ټوک په ١٣٤١ لمريز کال کي په ٥٤٤ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست د کورنيو خپرونو د لوي مديريت له خوا په دولتي مطبوعه کي چاپ شو
  41. اوسني ليکوال
    • دوهم ټوک ، په ١٣٤١ لمريز کال کي د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا په ٤٢٤ مخونو کي خپور سوی دی
  42. افغانستان اليوم
    • ارواښاد استاد بېنوا په عربي ژبه ښه پوهيدی اوپه دغه ژبه ئې اثرکښلی اوچاپ کړی دی افغانستان اليوم د بېنواهغه اثردی چي په ١٣٤٢ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی
  43. اربعين حقيقة عن افغانستان
    • دا اثر هم په عربي ژبه ليکل شوی دی او په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی، استاد په دغه وخت کي په قاهره کي دافغاني سفارت مطبوعاتي مستشار و
  44. آ ثار افغانستان
    • دا اثر هم په عربي ژبه د استاد بېنوا په زيار په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی او ټول کتاب ٩٦ مخونه لري
  45. المراة افغانية
    • دا اثر په عربي ژبه په ١٣٤٣ لمريز کال کي د استاد بېنوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی
  46. هديالعام جديد
    • دا يو تقويم دی چي په ١٣٤٥ لمريز کال کي د استاد بېنوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی
  47. اوسني ليکوال
    • دريم ټوك ، دغه اثر په ٥٤١ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست له خوا په ١٣٤٦ لمريز کال کي چاپ شوی دی
  48. د معمر القذافي د مشهور شين کتاب ژباړه
    • په ريو ټوکونو کي ولسي واک، دخلگو ديموکراسي او ټولنيز اقتصادي سيسټم
  49. ښه شپه
    • د استاد بېنوا يو وړ اثر دی چي د نيکمرغه خاندان ژوند پکښي تمثيل دی
  50. د افغانستان نوميالي
    • د ا دفاضل استاد بېنوا هغه اثر دئ چي تر اوسه ئې څلور ټوکه چاپ شوي دي اومړی ټوک ئې په ١٣٥٣ لمريز کال کي ، دوهم ټوک ئې په ١٣٥٣ لمريز کال کي ، دريم ټوک ئې په ١٣٥٦ لمريز کال او څلورم ټوک ئې په ١٣٥٩ لمريز کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا چاپ شوی دی دغه اثر تر څلورم ټوک پوري د ( ج ) تر توري پوري چاپ شوی دی ، خو دا د ( ي ) تر رديف پوري په لس ټوکه کي کښل شوی دی او پاته ښپږ ټوکه ئې د فاضل استاد رشاد صاحب سره ناچاپ پراته دي
  51. نېټه ليک ياداښتونه يا د افغانستان تاريخي پيښي
    • دا داستاد بېنوا بل اثر دئ چي په دوه ټوکونو کي ئې ليکلی دی او د کابل پوهنتون له لوري خپور شوی دی لومړی ټوک ئې په ١٣٥٤ لمريز کال او دوهم ټوک ئې په ١٣٥٨ لمريز کال کي خپور شوی دی
  52. خوشحال خان خټک از زبان خوشحال خان
    • دا دخوشحال خان خټک په اړه يړه تحليلي څېړنه ده چي استاد بېنوا ليکلې او١٣٥٦ـ١٣٥٧کلونوکي په پلوشه مجله کي خپره شوېده
  53. دهسک پېغله
    • دا د استاد بېنوا د شعرونو دوهمه ټولگه ده چي د افضل ټکور له خوا د هيواد پنځوس کلنو خپرونو څخه را ټوله سوې او په ١٣٦٧ لمريز کال کي د افغانستان دليکوالو ټولني په ٧٥ مخونو کي خپره کړې ده
  54. د پښتو متلونو غوړچاڼ
    • له بده مرغه دغه کتاب ما نه دئ ليدلئ او نه مي ئې کوم ځای يادونه پيداکړله ، خو غالباٌ دا په څلورو ژبو استا بېنوا اړولې دی ، کيدای سي زما اټکل صحيح نه وي که غلطي وي بيا هم بخښه غواړم ځکه چي ماته په لاس نه دئ راغلئ . خو دا اثر په ١٣٥٨ لمريز کال کي چاپ شوی دی
  55. خوږه ژبه
    • دا اثر ( مصاحبۀ افغان کندهاري و کابلي ) استاد بېنوا په ١٣١٢ لمريز کال کي ليکلی دی چي خطي نسخه ئې وس هم د افغانستان د ملي ارشيف خطي نسخو په کتابتون کي خوندي ده په دې اثر کي لنډي ادبي طرحي او شعري ټوتې راغلي دي
  56. عربي پښتو قاموس
    • په دې اثر کي د عربي ژبي ډير لغاتونه راټول شوي دي چي بيا په پښتو معنی ورته ليکل شوې ده خو له بده مرغه دا اثر تر اوسه نه دی چاپ شوئ
  57. پښتو قاموس
    • دا اثر استاد بېنوا غاليباٌ په ١٣١٧ ـ ١٣١٨ لمريز کلونو کي کښلی چي چاپ شوی نه دی په دې اثر کي د پښتو ديارلس زره لغاتونه راټول شوي دي
  58. کڅکول
    • دا اثر هم د استاد بېنوا دبيلابېلو ليکونو او شعرو ټولگه ده چي دا هم غالباٌ په ١٣١٧ ـ ١٣١٨ لمريز کلونو کي ليکل شوې خو چاپ شوې نه ده
  59. د افغانستان تاريخي ريښې
    • دا دارواښاد استاد بېنوا ورستئ اثر دی چي څو برخي ئې چاپ شوي دي ولي نور نو ژوند وفا ورسره ونکړه او دغه اثر نيمگړی پاته شو

يادونه

د يادولو وړ ده چي تر اوسه چي زما لاس ته کم ماخذونه او مواد راغلي دي نو دادئ تر ٥٩ شمېرې پوري مي د استاد بېنوا اثار معرفي کړله ، خو ښائې د اروا ښاد بېنوا به نور چاپي او نا چاپ اثار هم وي ځکه په دې وروستيو ورځو کي د هغه د مېنځوي ځوی ښاغلي خوشحال بېنوا څخه په تر لاسه سوي ليکنو کي ارواښاد بېنوا په خپل قلم ليکلي دي چي تر ٦٠ زيات کتابونه ئې ليکلي ، ژباړلي او تدوين کړي دي خو ماته د هغو په اړه مالومات نشته .


عبدالودود (هجران) - کابل پوهنتون دروند ښوواند استاد عبدالروف بېنوا د مفتي عبدالله چي په کندهار کي د ( مفتي عبده ) په نوم شهرت لري زوی او د مولوي عبدالحق اخند زاده چي په کندهار کي يې استاد کُل باله لمسی دی . فاضل استاد بېنوا له آره د کندهار د معروف له عليزو څخه دی چي بيا ددوئ لوی نيکه ملا گلاب اخند د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته په سربينه کي چي اوس ډېر خلک ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وايې مړ او ښخ دی . خو د ملا گلاب اخند لمسی مولوي عبدالحق اخندزاده شل کلن وو چي له موسی کلا څخه بېرته کندهار ته راغلی او د ښار د خرقې شريفي سره نژدې يې د سيد حسن خان په کوڅه کي واړول ، همدغه وو چي استاد بېنوا هم په کال (۱۲۹۲) لمریز لېږدیز کي د وږي پر لومړۍ نېټه چي د (۱۳۳۲)سپوږميز او (۱۹۱۳) مېلادي د اگست د (۳۲) مي سره سمون خوري په همدغه کال د (سيد حسن خان کوڅه ) کي په نوموړې منوره او روڼ آندې کورنۍ کي وزېږېدی . (۱)

ښوواند بېنوا د خپل کور په پوهنیز چاپېريال کي کله چي د ليک او لوست تر ځايه ورسيد نو د خپل پلار تر پوهنيز سيوري لاندي يې د هغه مهال دوديزه زده کړي سر ته ورسولې ، د خپل پوهنيز توان له امله يې ډېر ژر د خپلي ميني سره سم د پښتو او دري نور ډول ډول کتابونه هم ولوستل او د ادب په برخه کي يې هم په ډېر څه ځان پوه کړ اوپه لږه موده کي يې ډېر څه تر لاسه کړه . استاد بېنوا د افغانستان له څو گوتو په شمار نومياليو پوهانو څخه يو نوميالی دي چي افغاني ادب او ژبي ته يې څه کم اويا درانه او علمي کتابونه په ميرات پرېښودل او تر ډېري زمانې پوري به دده له څېړنو او پنځوونو څخه د ادب مينه وال گټه او خوند اخلي ، ارواښاد د ماشومتوب څخه د مرگ تر وروستۍ شېبې پوري د کتاب او قلم سره خپله لیونې مينه روانه وساتله او د مرگ پر بستر لا هم د يوه اثر په ليکلو بوخت وو . د کائناتو لوی خالق (ج) پرده خپل خدايې استعداد لورولی وو او دده په خټه کي يې د ليکلو او لوستلو مينه اخښلې وه ، له همدې امله ده پخپل ډېر کوچینوالي کي چي لا ځوانکی طالب وو د شعر سره يې يارانه ټينگه کړه او وده يې پسي ورکړه ، چي بالاخره د افغانستان د ابياتو پر اسمان هغه نه پناه کېدونکی ستوری سو چي رنا به يې تل ددغي سپېرې او خوار ځواکي خاوري پر تياره ټټر لمر غوندي ځليږي . بېنوا پښتو شعر ته ځانگړی نوښت ورکړ او داسي اشعار يې وويل چي تر ډېره د افغاني ټولني کړه وړه او سياسي خوځښتونه پکې له ورايه څرگندیږي ، نثر خو يې تر شعر لا په رنگینو خيالونو او حقيقتونو ډېر ښکلي دی ، ارواښاد بېنوا يو ريالست اديب تير سوی ، او ددې تر څنگ د پښتو ادب دپنځو ستورو په کتار کي د لوړ مقام وياړ هم لري . (۲) ددې تر څنگ بېنوا يو سياسي شخصيت هم وو رياستونه ، سفارتونه او وزارتونه يې وکړه او گران هيواد او خپلو هيوا والو ته يې خورا درانه او د قدر وړ چوپړونه وهلي دي . گوره چي يو وخت به يې په څه حالت کي پردېسي سترگو ته درېدلې وي او د پسرلي په نوم شعر به يې ليکلی وي ، خو یو وخت پخپله هم پردېس سو او دا پردېسي په داسي وخت کي ور باندي راغله چي له هغه نه چي نوموړي يې تصور کړی او د شعر په خوږه ژبه يې تصوير ايستلی وو سل چنده سخته او ستونزمنه وه ، هغه په داسي وخت کي پردېس سو چي د پسرلي په باره کي يې هم فکر نه سو کولای د هغه د وروستيو سلگيو او زگېرويو د اورېدلو د پاره چنداني څوک هم نه وو او تر هغه چي ده يې تصور کړي وو ، سل چنده له خپل گران ټاټوبي څخه ليري پروت وو . مرحوم بېنوا له نن څخه نژدې شل کاله پخوا د جنورۍ په يوولسمه د امريکا د نيوجرسي په ايالت کي سترگي له فاني نړۍ څخه پټي کړې او د هغو يارانو نه چي ده ته ډېر گران وو او په خپلو اشعارو کي به يې د هغوئ يادونه کوله ډېر ليري وفات سو او هلته هم خاورو ته وسپارل سو .

د بېنوا د نثر بېلگه

بله نسته

د شعر په نړۍ کي د پښتو ژبي يوه شاعره چي بله نسته نومېده ، د کندهار د زمينداور په گردي باغران کي يې د آغا محمد خان په کور کي دنيا ته سترگي غړولي . د نوموړي مېرمني د ژوند کره نېټه نه ده معلومه خو په غالب گمان د (۱۳۰۰) لمريز لېږديز کال په شا وخوا کي يې ژوند کړی . بله نسته لا د شلو کالو وه چي مرگ ورباندي راغی او داشاعره يې ځواني مرگه کړه هغه (غيري) کوتل ته په لرگو پسي تللې او هلته له پاڼ څخه را لوېدلې وه . دا چي د شاعري پوره شعر په لاس کي نه لرو لاندي څو بيتونه يې د بېلگي په ډول وړاندي کوو .

ملالي زرکي چي گرځي په غرو کي په خپله خواښه الوزي شينلو کي
ما خو هم درسره واله په پنجو کي چي وگورم د غرو سرونه بيا

ددې شعر نوري کړۍ ورکي دي خو معلوميږي چي نوموړي په شعر کي د رواني طبعي څښتنه وه. دا هم د بلي بدلي دوه کړۍ

راسه بنده خپل خدای ته عبادت کوه ښه يې په صداقت کوه
شیطان کافر غليم دی ته پر ده باندي لعنت کوه د لوی خدای عبادت کوه

د نوموړي شاعري د ژوند حالت دا راښيې چي په يوه غريبه کورنۍ کي زېږېدلې او د ژوندانه د مشکلاتو سره د مبارزې په حال کي مړه سوې ده . د بله نستي په شعر کي له يوې خوا د بېلتانه د تعدي څخه ژړا ليدل کيږي او له بلي خوا د وطن د لوړو غرو ، ارتي ورشو او هسکو سردرو سره د نوموړي مينه او علاقه تر سترگو کيږي .

باندنۍ تړنې

سرچينې

۱- عبدالمجيد بابی ، ستايني او ويرني ، لومړی چاپ ، کندهار ، علامه رشاد خپرندويه ټولنه ، د اطلاعاتو او کلتور رياست ، چاپخونه صحاف نشراتي مؤسسه ، کال (۱۳۸۷ ه –ش ) ، ۳۹ – ۴۰ مخونه .

۲- عبدالروف بېنوا ، پښتنې مېرمني ، دريم چاپ ، چاپ کال (۱۳۸۴ه . ش ) چاپخونه دانش خپرندويه ټولنه پېښور ، ۲۶ مخ .

۳- عبدالباري جهاني ، بېنوا چي زه پېژنم ، ويرجېنيا – امريکا ، بېنوا وېب پاڼه ، نوميالي . (۱۳۸۴ ه . ش) کال .

۴- http://www.benawa.net/details.php?id=31602

۲-https://www.dw.com/ps/%D8%AF-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D8%AF-%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%B1%D9%88%D9%81-%D8%A8%DB%90%D9%86%D9%88%D8%A7-%D8%AF-%D8%B3%D9%84%D9%85%DB%90-%DA%A9%D9%84%DB%8C%D8%B2%D9%8A-%D9%BE%D9%87-%D9%85%D9%86%D8%A7%D8%B3%D8%A8%D8%AA-%D8%B9%D9%84%D9%85%D9%8A-%D8%A7%D9%88-%DA%85%DB%8C%DA%93%D9%86%DB%8C%D8%B2-%D8%B3%DB%8C%D9%85%DB%8C%D9%86%D8%A7%D8%B1/a-17264546

  1. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2002152526 — د نشر نېټه: ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴