ديپلوماسي
دپلوماسي د یوناني کلمې دپلوما Diploma څخه مشتق شوې. پخواني یونانیانو د دپلوما Diploma کلمه د شهادتنامې لپاره استعمالوله. یونانیانو په عادي ژبه کې د دپلوما کلمه د غلاف په معنی هم استعمال کړې. ولي روماني امپراطورۍ کې د دپلوما Diploma کلمه د سفر درسمي وثیقو لپاره پکار وړل شوې. داکلمه د اولین ځل لپاره د انگلیسي سیاسي کلتورته ښاغلي Edmund Kurke په ١٧٩٦ د فرانسوي کلمې diplomatie څخه په خپلو مقالوکې استعمال او رانقل کړې٠
اصطلاحي تعریف
د سیاسي ډلو دنمایندگانو په مینځ کې دخبرواترواو دمذاکراتو هنرته دپلوماسي ویلای شي. همدا راز بین الدول یا په نړیواله سطحه د سیاسي نمایندگانو په منځ کښي مصلحت امیزو خبرواتروته چې د کاسب دپلوماتانو لخوا په جنگ،صلحه،اقتصاد،سیاست،فرهنگ او داسي نورو موضوگانو باندې خبرو کولو او یا تړونونو لاسلیک کولوته دپلوماسي ویلای شي. باید هیر نکړو چې دا تړونونه یوازي د ملکي سیاستمدارانو دتاییده پس یوه قانوني بڼه اخلي.
په تولنيزه توگه داسې هم ویلای شو چې : دپلوماسی د یوداسی تکتیکي هنر یا کسب نوم دی چی د دې پر اساس ستراتیژیکو مصلحتونو اوگډو مشکلات د مینځه وړلولپاره دداسی ادواتو داظهاراتو پربنآ چې بالکل غیر تصادفي،اخلاقي او د یوی معقولې لیاری د حل د پیداکولو چې هر اړخيزه قابل د قبول وي دپلوماسي ویلایشی.
د دپلوماسۍ ډولونه
- د رعيت دپلوماسی citizen diplomacy
- کلتوری دپلوماسی cultural diplomacy
- ډالري دپلوماسی dollar diplomacy
- اقتصادي دپلوماسی economic diplomacy
- تعاملي دپلوماسی engagement diplomacy
- څوزنځيره دپلوماسی multi-truck diplomacy
- د پاندا يا چينايي دپلوماسی panda diplomacy
- عمومي دپلوماسی public diplomacy
- تگ راتگ دپلوماسی shuttle diplomacy
- تعقيبي يا ټرک ٢ دپلوماسی truck II diplomacy
سرچينې
- www.salampublication.blogspot.com
- www.diplomacy.edu
- www.dictionary.diplomacy.edu
- www.diplo.diplomacy.edu
- www.wikipedia.com