کابل پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د کابل پوهنتون نه مخ گرځېدلی)
کابل پوهنتون
(پښتو) کابل پوهنتون
(دری) دانشگاه کابل
معلومات
د جوړېدو نيټه 1932
جغرافیایی موقعیت
کورډیناټونه ۳۴°۳۱′۰۴″شمال ۶۹°۰۷′۴۱″ختیځ / 34.517777777778°شمال 69.128055555556°ختيځ / 34.517777777778; 69.128055555556  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېواد افغانستان  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شمیر
زده‌کوونکي 22000 (۲۰۲۰)  د (P2196) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه
د تاييدولو سرچينه
د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
Map
د کابل پوهنتون

د كابل پوهنتون د افغانستان په پلازمينه کابل كي يو له سترو پوهنتونونو څخه دی چې لمړی ځل يې ۱۹۳۱ زيږديز كال كې د بنسټ ډبره كيښودل شوه او په ۱۹۳۲ زيږديزكال كي په رسمي ډول پرانستل شو. د كابل پوهنتون اوسمهال ۷۰۰۰ كسه زده كونكي يا محصلين لري چي ۱۷۰۰ كسه يي ښځينه زده كونكي دي.

كابل پوهنتون اوسمهال ۱۴ پوهنځيه لري چي کرهڼه, وټپوهنه, فارميسي, اسلامي زده كړي, قانون, ژبي او ادبيات, پوهنه, انجينري, خبريالي, وترنري, ټولنيزې پوهنې, ساپوهنه, جيو ساينس او ښكلي هنرونه.

مخينه[سمول]

د پوهنتون د بيولوژي د زده کړې ټولگی د تېر ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کالونو تر منځ.

د كابل پوهنتون په ۱۹۳۱ زيږديز كال د محمد ظاهر شاه د واكمني په وخت او د لومړ وزير محمد هاشم خان په پاملرنه تاسيس شو او يو كال وروسته د ټول افغانستان څخه زده کړيالان په دي پوهنتون كي شامل شول او وروسته د فرانسه ، جرمني ،روسيه او د امريكا متحده ايالاتو په مرستي او پاملرنې سره دا پوهنتون په آسيا كي بي سارې وو.

په ۱۹۶۰ م كال كي بهرني تعليمي بورسونه ددي لامل شول چي نوي نسل د نويو سوچونو لكه كمونيزم فيمينيزم او پانگواکی سره اشنا شې. چي په دي وخت کې زده گړيالان د ځينو كسانو لكه احمد شاه مسعود ،گلبدين حکمتيار ، داكتر فيض احمد او سيدال سخندان تر اغيز لاندي راغلل. او ځينو بيلانو ډلو لكه خلقيان, پرچميان, شوليان, اخوانيان او نورو نفوذ وكړ.

د اخوانيانو او شوليانو تر منځ د خپلمنځي شخړو په ترڅ کې د سيدال خندان یو شاعر په ۱۹۷۰ زېږديز کال کې د گلبدين حکمتيار لخوا ووژل شو. سيدال د یوې لفظي شخړې په ترڅ کې گلبدين لمړۍ دی بهر راوکښه او بيا یې په ډزو ويشته.[۱]

د افغانستان د خلکو د دموکراټیک گوند د واکمني پرمهال د کابل پوهنتون خپل ډير ښونکي او کارکونکي لا لاسه ورکړل. له هغه وروسته د نوموړي گوند راپرځيدو سره سم او په ۱۹۹۲ کال کې د لس کلنې نارامی او کورنۍ جگړي پرمهال دې پوهنتون ته ډير زیانونه واوښتل او ډېرې پوهنځۍ گانې له منځه ولاړې.

دپام وړ کسان[سمول]

د کابل پوهنتون پوهنځي[سمول]

تصغير|250بك|قبر فيلسوف الاسلام ورائد نهضتها جمال الدين الافغاني في وسط جامعة كابل[۲][2]


  1. دانجینری پوهنځی
  2. د اقتصاد پوهنځی
  3. د کرهڼې او مالدارۍ پوهنځی
  4. د ځمکپیژندنی پوهنځی
  5. دحقوقو او سیاسی علومو پوهنځی
  6. د فارمسی پوهنځی
  7. دساینس پوهنځی
  8. دژورنالیزم پوهنځی
  9. د ټولنیزو علومو پوهنځی
  10. د وترنرۍ پوهنځی
  11. د شرعیاتو پوهنځی
  12. د ادبیاتو پوهنځی

داهم وگورئ[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. "www.maoism.ru - Glossary of Names and Terms mentioned in the Historical Overview". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ^ « جمال الدين الافغاني ر إسلامي علوم كي تحقيق (جمال الافغاني وخدماته في البحوث العلمية الإسلامية)» د.محمود هاشم قاسمي ، مجلة تحقيقات إسلامي، علي جراه، الهند، يناير-مارس 2014 م، ص. 21.

باندني تړنې[سمول]