محمد ظاهر شاه
محمد ظاهر شاه ( ۱۵ د اکتوبر، ۱۹۱۵ ز. کال - ۲۳ د جولای، ۲۰۰۷ ز. کال) د افغانستان وروستی پاچا و. نومړی د اعليحضرت په اصطلاح په افغانستان کې د پاچايۍ رسمي نوملړ باندې نومول شوی او دی لکه خپل پلار د اعليحضرت محمد نادر شاه تر آري پاچايايۍ په سلطنت کښېنول شو . دی د محمد نادر شاه زوی و چې د خپل د پلار د مړينې وروسته د افغانستان پاچا وټاکل شو. د کورنۍ انځورونه
مخينهمحمد ظاهر شاه په ١٢٩٣ هـ ل ١٩١٤ ز. کال، په کابل کي زېږېدلی و. زده کړېد کابل د حبيبيې او استقلال په لېسو کي يې زده کړي و کړې. بيا د پلار سره فرانسې ته ولاړ او هلته يې په زده کړو پيل و کړ. په ۱۳۰۹ هـ ل کال کي بيرته د فرانسې څخه هيواد ته راغئ او په عسکري څانگه کي يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. دندېيو ځل يې د دفاع د وزارت د وکيل او بيا يې د پوهني د وزارت د وکيل په توگه کار کړئ دئ. د پلار تر مړني وروسته په ١٣١٢ هـ ل کال کي پاچا سو او د ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان تر ٢٥ نېټې پوري د افغانستان پاچا وو. څرنگه چي ظاهر خان د پاچهۍ تجربه نه درلوده نو زياتره چاري د ده د تره محمد هاشم خان له خوا چي د ده د حکومت صدر اعظم وو سرته رسېدلې . سردار محمد هاشم خان د ١٩٣٣ م کال څخه تر ١٩٤٦ م پوري صدراعظم وو . تر ده وروسته يې د ده ورور شاه محمود خان صدراعظم سو ١٩٤٦ م ـــ ١٩٥٣ م . تر دوهم نړيوال جنگ وروسته افغانستان د لويو پروژو په منځ ته راوړو پيل و کړ . د هلمند او ارغندداو د بندونو جوړول د امريکا د متحده ايالاتو د تخنيکي او اقتصادي همکاريو څخه دي . په ١٩٥٣م کال کي سردار محمد داوود صدراعظم سو . د ده په وخت کي د اقتصادي پر مختيا قرارداد د جرمني ، جاپان او ايټاليې سره امضا سو . دا درې هيوادونه د نړۍ د دوهمي جگړې ملگري وه . دا ځکه چي افغانستان د انگرېزانو سره په دغه وختونو کي ښه دوستي نه درلوده . د دوهمي نړيوالي جگړې په پيل کي لا محمد هاشم خان د هيواد بې طرفي اعلان کړه چي دا کار د افغانستان په گټه وو . دغه د بې طرفۍ سياست ظاهر خان تر اخيره پوري و ساتئ . په ١٩٤٧م کال کي هند د انگرېزانو څخه ازادي واخيستله . د دغي ازادۍ په نتيجه کي هند د خپلي خاوري يوه برخه د لاسه ورکړه . يوه برخه دغه د هند خاوره او يوه برخه چي انگرېزانو پخوا د افغانستان د خاوري څخه گرزولي وې د يوه نوي هيواد ( پاکستان ) منځ ته راتلو سبب سوه. کله چي داود خان صدراعظم سو نو يې د پاکستان څخه د افغانستان د هغو خاورو د ازادولو غوښتنه وکړه کوم چي د ډيورنډ د خط په نتيجه کي يې له لاسه ورکړي وې . دا زياتره هغه برخي وې چي پښتانه پکښي اوسېدل او د پښتوونستان په نامه يې يادول . دې خبري د افغانستان او پاکستان تر منځ جگړې او مشکلات منځ ته راوستل . ظاهر خان په ١٣٤٣ هـ ل کال کي د افغانستان نوی اساسي قانون مينځ ته راووست . د دغه اساسي قانون له مخي سياسي فعاليتونه په هيواد کي ازاد سوه چي په نتيجه کي يې يو زيات شمېر سياسي گوندونه منځ ته راغلل . خلکو تر يوې اندازې پوري د خبرو او ليکنو ازادي پيدا کړه . تر دغه وروسته په هيواد کي د فارسي ژبي نوم په دري واوښت . په ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان پر ٢٦ نېټه سردار محمد داود د يوې کودتا په نتيجه کي د افغانستان لومړی جمهوريت اعلان کړ . ظاهر خان چي د داود خان د کودتا په وخت کي په ايټاليا کي وو د ١٣٥٢ کال د اسد پر ٢١ نېټه يې داود خان ته يو ليک را و لېږه چي په هغه کي يې نوي رژيم ته بيعت ور کړ . انځورتون
لمسیان ![]() سرچينې |