Jump to content

محمد نادر شاه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد نادر شاه یا محمد نادر خان په ١٢٦٢ هـ ل کال کي د وري پر ٢١ يا د ١٨٨٣ ز کال د اپریل پر ۹ د هند په دهرادون کي زېږېدلی دی. نوموړی د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه پلار او تر سقاوي کږلېچ وروسته د افغانستان واکمنۍ ته ورسېدی.

نادر شاه د هغي پوهي په سبب چي په عسکري چارو کي يې درلوده د امیر حبیب الله خان له خوا ورته زیات واک ورکول سو، چي د هغه تر مرګ وروسته یې د پاچا امير امان الله خان په دربار کي هم زیات عزت کېدی، او ددې ترڅنګ یې په افغان دربار کي ځانګړی نفوذ درلود.

نادر شاه په ١٣٠٣ هـ ل کال کي په فرانسه کي د افغانستان د استازي په توګه و ټاکل سو، خو په ١٣٠٥ هـ ل کال کي يې د سفارت څخه استعفت ورکړه او هلته یې په فرانسه کي له سیاسته لیري ژوند غوره کړ. په افغانستان کي پاچا امان الله ته د نا ارامۍ اور تر بلېدو وروسته کله چي حبيب الله کلکاني ته د هيواد چاري و رسېدلې، نادر خان یو ځل بیا د سیاست ډګر ته داخل او د لښکر تر چمتو کولو وروسته یې د ١٣٠٨ هـ ل کال د ميزان پر ١٦ نېټه د خپل ورور شاه ولي خان په ملګرتیا کابل ونيوئ. د کابل له نیولو سره سم حبیب الله کلکانی د ميزان پر ٢٣ نېټه اعدام سو، او محمد نادر خان په رسمي ډول د هیواد چاري په غاړه واخیستې

محمد نادر شاه
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۹ اپرېل ۱۸۸۳[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۸ نومبر ۱۹۳۳ — ۹ نومبر ۱۹۳۳[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

مخينه

نادر خان د ۱۸۸۳ کال د اپریل په ۹ مه د هند په دهرادون کي وزېږېدی. نوموړی د افغانستان د شاهانه کورنۍ په مصاحبان څانګه پورې اړه لري (چې د بارکزي پښتنو اړوند د محمد زیو له توکم سره نښتې کورنۍ ده). د نادر خان پلار محمد یوسف خان او نیکه یې یحیی خان نومېدی، چي هغه بیا د سلطان محمد خان تایي زوی وو. سلطان محمد خان تایي د افغانستان د پخواني واکمن دوست محمد خان ورور وو.

د نادر د نیکونو کورنۍ د امیر عبدالرحمن خان لخوا هند ته تبعید سوې وه، او امیر عبدالرحمن خان خپل زوی حبیب الله خان ته هم مشوره ورکړې وه ترڅو "د یحیی خان" کورنۍ ته تر هېڅ ډول شرایطو لاندي هېواد ته د بیا راتګ اجازه ورنکړي. په ۱۹۰۱ کال کي کله چي امیر عبدالرحمن خان وفات او حبیب الله امیر سو، ورسره سم لس کاله وروسته په ۱۹۱۲ کال کي نادر خان د افغان حکومت سره د خوست بغاوت په ماتولو کي زیاته مرسته وکړه. امیر حبیب الله ددې کار څخه زیات خوښ سو، او نه یوازي دا چي نادر خان ته یې په افغانستان کي د استوګني اجازه یې ورکړه، بلکي دده له یوې خور سره یې واده هم وکړ.

د حبیب الله خان تر وفات وروسته نادر د امان الله خان په حکومت کي د جګړې وزیر سو، او په دې توګه یې د امان الله خان په دربار کي ځانګړی ځای پیدا کړ.

واک ته رسېدنه

په هند کي تر څو کالو تېرولو وروسته نادر خان لومړی ځل افغانستان ته هغه مهال لاړ کله چي د هغه نیکه محمد یحیی خان د انګریزانو او عبدالرحمان خان له خوا هیواد ته د بیرته راستنیدو اجازه ترلاسه کړه. نادر خان وروسته د امان الله خان تر مشرۍ لاندي د افغان پوځ جنرال سو او د درېیم افغان-انګلیسي جګړې پر مهال یې د شاهي افغان پوځ مشري وکړه. په یاده جګړه کي د افغانانو تر بریا وروسته نادر خان د جګړې وزیر وټاکل سو او ورپسې د 1924 کال له پیل څخه تر 1926 پوري په فرانسه کي د افغانستان استازی وو.

د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ځینو پښتنو قبایلي مشرانو او د حبیب الله کلکاني د تاجیک ځواکونو د بغاوت پر وخت نادر خان د امان الله خان سره د اختلافاتو له امله په فرانسه کي استوګنه غوره کړه، خو د نوموړي له تګ سره حبیب الله کلکاني د امان الله خان سلطنت بشپړ وپرځاوه او نادر خان مجبوره سو ترڅو د خپل پوځ سره چي د منګلو، محسودو او وزیرو قبایلو غړي وه، بیرته افغانستان ته راستون او د هیواد زیاتره برخي یې ونیولې.

د 1929 د اکتوبر تر 13 پوري د نادر خان ځواکونو کابل ښار فتحه او همدغي میاشتي پر 15مه ښار ته ورسېدل. د ښار له فتحي سره سم کلکاني ژوندی ونیول سو او د 1929 د نومبر پر 1 نېټه د ارګ په لویدیځ دیوال سره ووژل سو. نادر خان ددې ترڅنګ د کلکاني ورور او د هغه کورنۍ 9 تنه نور غړي هم اعدام کړل.

واکمني

د کلکاني تر وژني وروسته نادر خان ډېر ژر د امان الله خان زیاتره اصلاحات لغوه کړل، خو د دې ترڅنګ یې دا هڅه هم وکړه ترڅو یو پوځ هم جوړ کړي، ځکه په داسي حال کي چي مذهبي او قبایلي مشران ځواکمن سوي وه، پوځ زیات کمزوری او پر پخوانی طریقه جوړ وو.

نادر خان پخپله واکمني کي د ډېرو بغاوتونو سره مخ سو، چې پکښي د کوه دامن بغاوت (له 29 نومبر څخه – تر 30 جون پوري)، د شنوارو بغاوت (په فبروري 1930 کي)، د ابراهیم بیګ پر ضد عملیات (د نومبر 1930 څخه – د اپریل1931 پوري)، د غلجيانو ګواښ (په 1931 کي)، د دره خېل بغاوت (په نومبر 1932 کي) او همدارنګ په خوست کي ګډوډۍ چي دده سلطنت یې سخت کاواکه کړی وو، شامل وه. د ګډوډیو په همدې کلونو کي د شورويانو یو ځواک د یوه ازبک مشر په تعقیب پسي شمالي پولو ته راغلل، او د افغانستان د پوځ له خوا د 1930 کال په اپریل کي دغه مشر او ډله یې بیرته د شوروي طرف ته وشړل سول.

نادر خان تر ارامۍ وروسته یوولس تنه غړي کابینه جوړه کړه چي زیاتره یې دده د کورنۍ غړي وه. نوموړي د 1930 کال په سپتمبر کي د 286 غړو یوه لویه جرګه راوغوښته ترڅو دده د تخت ناستې تایید وکړي، او په دې توګه یې په 1931 کال کي یو نوی اساسي قانون خپور کړ چي پر بنسټ یې د نادر خان د کورنۍ یو دستوري سلطنت واک ته ورسېدی.

نادر خان که څه هم د مذهبي ډلو سره ښې اړیکي جوړي کړي وې، خو د افغانستان د مادي پرمختګ لپاره یې هم ګامونه پورته کړل. یوازي دومره خبره وه چي دا کار یې د امان الله خان په پرتله کم ترسره کړ. نادر خان د سړکونو جوړولو ته پاملرنه زیاته کړه، او د هندوکش له لاري یې د لوی شمالي سړک ورغاوه. نوموړي په 1931 کال کي د کابل پوهنتون بنسټ کېښود، چي د افغانستان لومړی پوهنتون وو. ددې ترڅنګ یې د هغه خارجي قدرتونو سره پراخي تجارتي اړیکي جوړي کړې، له کومو سره چي امان الله خان په 1920مو کلونو کي دیپلوماټیکي اړیکي جوړي کړي وې. نادر خان د څو مشهورو سوداګرو په مشرۍ د بانکدارۍ سیستم او اوږد مهاله اقتصادي پلان جوړولو ته مټي راونغښتلې، او تر 1933 کال پوري یې یو 40,000 کسیز پوځ هم جوړ کړ.

مړينه

د محمد نادر شاه مقبره

محمد نادر پداسي حال کي چې د نجات لېسې فارغانو ته يې شهادتنامې ورکولې د يوه زده کوونکي له خوا چي عبدالخالق نومېده په توپنچه و ويشتل شو، ١٣١٢ هـ ل د عقرب ١٦ نېټه . تر ده وروسته يې زوی محمد ظاهر پاچا شو .

انځورتون

باندنۍ تړنې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ويل شوي په: Enciclopedia universal ilustrada europeo-americana. Volume: Suplemento 1934. Page(s): 197. ISBN-10: 8423945839. ليکوال: José Espasa Anguera. خپروونکی: Editorial Espasa. خپرېدو نېټه: ۱۹۰۵. اثر ژبه: اسپانيايي ژبه.
  2. ويل شوي په: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 156334955. Subject named as: Mohammad Nadir Shah. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.