امير محمد اعظم خان
امير محمد اعظم (Mohammad Azam Khan) په ۱۸۶۷ ز كال كې د امير محمد افضل له مړينې نه وروسته د افغانستان پر پلاز كېناست. دى څه كم او زيات يو كال پاچا وو. له ده نه وروسته په ۱۸۶۸ ز كال كې امير شېر علي خان د افغانستان پاچا شو او امير محمد اعظم له خپل وراره امير عبدالرحمان خان سره ايران ته ولاړ.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
واکمني
امیر محمد اعظم خان د خپل ورور امير محمد افضل خان له مړینې وروسته په ۷ د اکتوبر ۱۸۶۷ز کال واک ته ورسید. نوموړی د افغانستان یو له لنډمهاله واکمنانو څخه دی.
امير اعظم خان له پاچا کېدلوسره سم خپل وراره امير عبدالرحمن خان دهيواد شمال ته واستاوه، تر څو امير شېرعلي خان له هغه ځايه وشړي، چي اميرعبدالرحمن خان هم ورسره ومنل، او د بدخشان د ځينو کلاوو تر نیولو وروسته یې پر بلخ برید وکړ. امير شېرعلي خان د نوموړي په مقابل کي د دفاع توان ونه ليد او هرات ته ولاړ، هلته له خپل زوى يعقوب خان سره يوځاى او بیرته یې په چمتووالي پیل وکړ.
اميرعبدالرحمن خان بلخ په بشپړه توګه ونيو او محمداعظم خان ته يې احوال واستاوو چي بلخ نور له مخالفينو څخه پاک دى، خو څرنګه چي اميراعظم خان نه غوښتل ترڅو عبدالرحمن پلازمېني ته ورسي نو ځکه یې دئ بوخت وساته، او امر یې ورته وکړ چي په ميمنه باندي برید وکړي. اميرعبدالرحمن ورته وويل چي لومړى بايد دامير شېرعلي خان خطر له منځه یوسو او بيا پر ميمنه برید وکړو، خو اعظم خان ونه منله او امير عبدالرحمن خان يي مجبوره کړ ترڅو پر ميمنه برید وکړي، اميرعبدالرحمن هم ميمنه محاصره کړه.
هاخوا ته شېرعلي خان چي کله هرات ته ورسيد، هلته يې لښکر را غونډ او کندهار ښار يې سمدستي ونيوی. له نیولو وروسته یې هغه ښاذ خپل ورور ته ورکړ اوخپله د کابل په لوري وخوځېدی. اعظم خان چي کله د کندهار له نيول کيدلو خبرسو، عبدالرحمن ته يې حال واستاوه ترڅو نيمايي لښکري ده ته راولېږي او په نيم لښکر د ميمنې محاصرې ته دوام ورکړي. عبدالرحمن خان ځواب ورکړ چي محاصره ډېره سخته ده، او لښکرنسم دراستولاى.
محمداعظم خان په کابل کي همداسي دنور پوځ په تيارولوبوخت سو، چي اميرشېرعلي خان تر غزني ورورسيد، او محمداعظم خان یې مجبوره کړ ترڅو دمقابلې ډګر ته ورودانګي.
دميمنې والي له څه وخت مقاومت وروسته دکال په ٤٠ زره طلايي سکو روغه وکړه، او اميرعبدالرحمن خپل پوځ دوه برخي کړ. يوه برخه يې داسماعيل په مشرۍ داعظم خان مرستي ته واستول او بله یې تر خپلي مشرۍ لاندي وساتل او د پل تخت لوري ته ولاړی. اسماعيل خان بن محمد امين خان چي د پورتني کش مکش پر مهال دموقع په انتظار وو، سمدستي یې داعظم خان د مرستي پرځای له هغه څخه کابل لاندي کړ، او خطبه یې د شېرعلي خان په نوم اعلان کړه. اعظم خان ددې پیښي له خبرېدو سره سم نيمی پوځ د کابل لوري ته واستاوه اوپه پاته نيم پوځ د شېرعلي خان مقابلې ته ودرېد، چي له کبله یې ماته وخوړه اودباميانو په لوري وتښتېد.
اعظم خان په بامیانو کي د عبدالرحمن سره يوځاى او بیرته یې د کابل په لور حرکت پيل کړ، خو د شېرعلي خان پوځونه په غزني کي وه، او چي دوى ورورسيدل، دشش ګاو په سيمه کي يې پړاو وکړ. عبدالرحمن خان د زنه خان کلا د نيولو په موخه مخکي ولاړ او اعظم خان په پړاو کي پاته سو. شېرعلي د خپلو دوستانو په وسيله هڅه وکړه ترڅو د دوى په پړاو کې وېره او پرېشاني واچوي، چي بريالى هم سو، او په دې توګه عبدالرحمن خان کلابندي بیرتت پرېښوده، او له اعظم خان سره دوزيرستان په لور ولاړی.
برتانوي هند تر پورتنیو پیښو وروسته اعظم خان ته د پناه د ورکړي پيغام واستاوه، خو اعظم او عبدالرحمن يي پناه رد کړه او مشهد ته ولاړل. هلته دايران حکومت دوى ته په ايران کې دپاته کېدلو وويل، چي یاده غوښتنه د عبدالرحمن له لوري رد او اعظم خان ومنله او دتهران په لوري روان سو.[۱]
مړینه
اعظم خان تهران ته د تګ پر مهال د یو ناروغۍ له کبله په 1870 زیږدیز کال کي په شاهرود کي وفات او د بایزید بسطامي په څنګ کي خاور ته وسپارل سو.[۲]
شخصیت
امیر محمد اعظم خان د افغانستان له ډیموکراټو او ازاد خیاله واکمنانو څخه وو. نوموړی د بارکزیو لمړنئ پاچا وو چي یوه مسیحي مېرمن یې ځان ته په نکاح کړه.[۳]
کورنۍ
امیر محمد اعظم خان چې د امير دوست محمد خان زوی او د بارکزیو له کورنۍ څخه وو. همدارنګه د افغانستان مشهوره اوسپنیز واکمن امیر عبدالرحمان دده وراره کېدی.
سرچينې
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- د افغانستان پاچايان
- افغانان