سردار نصرالله خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سردار نصرالله خان
د افغانستان امير
واکمني۲۱ د فبروري، ۱۹۱۹ ز. - ۲۸ د فبروري، ۱۹۱۹ ز.
زېږون۱۸۷۴ ز.
زېږونځایسمرقند, روسي تورکستان
مړينه۱۹۲۰ ز. (۴۵ کلن)
د مړينې ځایکابل, افغانستان
مخکنی پاچاامير حبيب الله خان
وروستنی پاچاامير امان الله خان
پلارامير عبدالرحمن خان
سردار نصرالله خان
سردار نصرالله خان

مارشال سردار نصر الله خان (امیر نصر الله) نايب السلطنة اعتواد الدولة (۷ د اپرېل، ۱۸۷۵ ز. - ۳۱ د مۍ، ۱۹۲۰ ز.) د امير عبدالرحمن خان او اصل بېگم زوی، د امير حبيب الله خان ورور او د امير امان الله خان تره و. کله چې امير حبيب الله خان د لغمان ولايت په کله گوش کې ووژل شو نو سردار نصرالله خان په ننگرهار کې ځان د افغانستان پاچا اعلان کړ چې ډېر ژر د امير امان الله خان په امر ونيول شو او بندي شو.

زده کړې

هغه په دوديزه توگه په دربار کې زده کړې ترلاسه کړي وې بيا يې پوځي زده کړې هم کړي وې.

دندې

نوموړي خپلې دندې د دربار د خزانه دارۍ نه پيل کړي بيا په ۱۹۰۶ ز. کال کې د کابل ولايت والي شو.

ماندينې

هغه د سردار محمد يوسف خان لور بلقيس چې لقب يې کوکو جان و واده کړی و. بيا دويم واده يې د سردار فقير محمد خان لور بلقيس بېگم سره وکړ. درېيم واده يې د هرات د يوه پوځي جنرال فرامورز خان لور سره وکړ. څلورم واده يې د ازبکستان لپاره د افغان دولتي پلاوي سردار محمد اسلم خان لور جهان آرا بېگم لقب بوبو گل سره وکړ. پينځم واده يې د سوداگرۍ د وزير او د جلال آباد د والي سردار نور احمد خان امين الوجوحات د لور حبيه عاليه بېگم سره وکړ. شپږم واده يې يوې باميانۍ، ليلا بېگم سره وکړ، اووم واده يې يوې هزاره گۍ شيرين سره وکړ، اتم واده يې يوې شغنانۍ گلشن سره وکړ، نهم واده يې بلې شغنانۍ مرجان سره وکړ، لسم واده يې يوې بلې شغنانۍ سره وکړ.

زامن

هغه يوولس زامن او پينځه لس لوڼې درلودې

  1. سردار عزيزالله خان ضيايي (د بلقيس کوکو جان زوی)
  2. سردار جمال الدين خان. (د بلقيس کوکو جان زوی)
  3. سردارمحمد اکرم خان. (د جهان آرا مهردل زوی)
  4. سردارمحمد غفار خان ناصر ضيا (د جهان آرا مهردل زوی)
  5. سردارصفيع الله خان (د حبيه عاليه بېگم زوی)
  6. سردارعطا الله خان ناصر ضيا (د حبيه عاليه بېگم زوی)
  7. سردارعظيم الله خان (د حبيه عاليه بېگم زوی)
  8. سردار روح الله خان (د ليلا بېگم زوی)
  9. سردار عبدالروف خان ناصر ضيا (د شيرين بېگم زوی)
  10. سردار غلام محمد خان. (د گلشن بېگم زوی)
  11. سردارعبدالسليم خان. (د گلشن بېگم زوی)
  12. زينب خانم (د بلقيس کوکو جان لور)
  13. روح افزا خانم (د بلقيس کوکو جان لور)
  14. حاجره سرداربېگم(د بلقيس کوکو جان لور)
  15. حميرا خانم اول (د جهان آرا مهردل لور)
  16. صديقه خانم (د جهان آرا مهردل لور)
  17. روقيه خانم (د جهان آرا مهردل لور)
  18. حفصه خانم (د حبيه عاليه بېگم لور)
  19. ازرا خانم (د ليلا بېگم لور)
  20. صالحه بېگم(د ليلا بېگم لور)
  21. حميرا خانم (د شيرين بېگم لور)
  22. امنه بېگم(د شيرين بېگم لور)
  23. حنيفه خانم (د گلشن بېگم لور)
  24. عاليه بېگم(د گلشن بېگم لور)
  25. عايشه بېگم(د مرجان بېگم لور)
  26. حميده بېگم(د يوې شغنانۍ لور).