امير امان الله خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امان الله خان
ملکهثريا طرزي

غازي امان الله خان (زېږېدنه: ١ د جون، ١٨٩٢ - مړينه: ٢٥ د اپرېل، ١٩٦٠) له ١٩١٩ زېږيز کال نه تر ١٩٢٩ زېږيز کال پورې د افغانستان پاچا وو. امان الله خان د افغانستان هغه پاچا دى ، چې په ١٩١٩ زېږيز كال يې د خپل ملت په ملاتړ انگرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يې جوړ كړ او په همدې توگه د افغانستان د خپلواکۍ گټيالی بلل کېږي. د غازي امان الله خان د حکومت وختونه د افغانستان په تاريخ کې د يو بې ساري ولسواکۍ او ټولنيزو بدلونونو دوران وو .


امان الله خان په ١٣٠٩هـ. ق كال د کابل په پغمان سیمه کې زېږېدلی دی، د امير حبيب الله خان زوی ، د امير عبدالرحمن خان لمسی ، د امير محمد افضل خان كړوسى او د امير دوست محمد خان كودى دى . د امان الله خان مور سرور سلطانه بېگم نومېده . کله چې په ٢٠ د فبروري، ١٩١٩ زېږيز کال کې دده پلار په د لغمان په كله گوش کې شهيد شو ، نو په هغه وخت کې امان الله خان د کابل والي وو او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک دده په لاس کې وه . په دې وخت کې امان الله خان په كابل كې پاچا شو او د خپلې پاچاهۍ له اعلان سره سم يې له انگرېزانو څخه د افغانستان خپلواكي اعلان كړه او د انگرېزانو پر ضد يې په ټول هېواد كې د خپلواكۍ د غزا ډول وغږاوه . نوموړي ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ او په همدې توگه لس کاله د افغانستان پاچا پاتې شو. اعليحضرت امان الله خان دې ته ډېر لېواله و ، چې هېواد يې پرمختگ وكړي او د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو سره سيال شي، ده په همدې موخه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو كې د نجونو او هلكانو لپاره ښوونځي جوړ كړل.

واک ته رسیدنه

د فبروري ۲۰ په ۱۹۱۹ز کال کې د نورستان ولايت په کله ګوش کې د نوموړی د پلار د وژنې وروسته د امان الله خان تره سردار نصرالله خان واک ته ورسید، چې د لنډ وخت وروسته د امان الله خان له لوری له واکه ګوښه شو.

زده کړې

لومړنۍ زده كړې يې په شاهي دربار او بيا يې نورې زده كړې په حربيه مدرسه (حربيه ښوونځي) كې تر سره كړي . په پوځي زده كړه كې يې ځانگړى استاد هم درلود چې محمود سامي پاشاه نومېد . امان الله خان د خپل پلار په دربار كې زيات محبوبيت او مينه وال لرل . كله به چې امير چېرته په سفر ولاړ ، نو د خپل عادت له مخې به يې خپل مشران زامن په نوبت سره ځايناستي گرځول او كله به چې امان الله خان ته نوبت ورسېد، نو له درباريانو سره به يې خورا غوره چلند كاوه ، له بنديانو سره به يې ډېره نرمي كوله ، او ان كله به يې پټ ليده كاته هم ورسره كول او پر پوځيانو به يې ځانگړى پام و . همدا لامل و چې كله يې خپله پاچاهي اعلان كړه ، نو په دربار كې له كومې ځانگړې ستونزې سره مخ نه شو . امان الله خان ډېر زغم درلود ، هوښيار او مدبر سړى و ، په ډېره صريحه او څرگنده لهجه يې خبرې كولې او كله به يې چې وينا كوله مقابل لورى به يې ډېر زيات تر خپل اغېز لاندې راووست . كله چې د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دوران كې روڼ اندو د مشروطيت غورځنگ جوړ كړ ، نو امان الله خان د همدې غورځنگ په فعاليتونو كې هم بشپړه ونډه واخيسته . د ځينو فعاليتونو له امله امير حبيب الله د همدې غورځنگ غړي بنديان كړل ، نو اعليحضرت امان الله د خپلې پاچاهۍ په لومړيو ورځو كې له زندان څخه را خلاص كړل او په دې توگه يې غوښتل چې د همدغو روڼ اندانو له پوهې څخه د هېواد په پرمختيا كې كار واخلي. امان الله خان يو ځوان هېوادپال شخصيت و ، چې د افغانستان د سمسورتيا او پرمختيا لپاره يې ډېرې هلې ځلې وكړې ، خو له بده مرغه چې د پرمختيا او سمسورتيا په لار كې ورته يوه مكار دښمن كمين نيولى و او امان الله خان يې په دغه لار وړاندې تگ ته پرېنښود . امان الله خان د خپل پلار د مرگ پر اوومه ورځ ملت ته په وينا كې داسې وويل: “اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غږړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوكلاً او متعصماً پر غږړه اخلم. كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به لكه د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو د هېواد په داخل او خارج كې ازاد او مستقل وي ، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي ، بېگار او نور جبري كارونه به بند وي . دلته به ډېر اصلاحات راځي، چې هېواد په نړۍ كې خپل مناسب ځاى ومومي، زه به د “شاورهم فى الامر” پر اساس د هېواد چارې اجرا كوم، تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.”

كله چې اعليحضرت امان الله خان انگرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انگرېزانو هېڅ غوږ پرې ونه گراوه، نو ځكه اعليحضرت اړ شو چې د انگرېزانو په وړاندې د غزا او جهاد اعلان وكړي. افغان ملت په ډېر لإ وخت كې انگرېزانو ته ماته وركړه. انگرېزانو چالاكي وكړه، د خپلې شرمېدونكې ماتې د پردې كولو لپاره يې د سولې خبرې پيل كړې او د افغان غږزيانو د لا نورې پرمختيا مخنيوى يې وكړ. د هېواد د فرهنگ د غوړېدا په لړ كې د اعليحضرت امان الله خان لومړى گام د امان افغان خپرول وو، چې لومړۍ گڼه يې د ١٩١٩ زېږيز كال د اپرېل پر ١٢مه د عبدالهادي داوي په مديريت خپره شوه. دغې خپرونې د خلكو د ذهنونو په روښانولو كې پوره ونډه واخيسته او هېوادوالو ته يې د هېواد د پرمختيا لورى په گوته كړ. د مطبوعاتو په برخه كې بيا وروسته په لسگونو نورې جريدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولايت كې يوې جريدې خپرونې كولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو يوه خپرونه هم وه. د قانون جوړلو په برخه كې امان الله خان د ١٩٢٢ زېږیديز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال اّباد كې د ملت د٨٧٢ استازيو په گأون لويه جرگه جوړه كړه، او په 1923 کی د افغانستان لومړنى اساسي قانون يې تصويب كړ. په اقتصادي برخه كې يې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ او په بانديني تجارت كې افغاني پيداوارو د نړۍ ماركېټونو ته لاره ومونده. په عمراني برخه كې نوي ښارونه جوړ شول او د كابل ښار له پخوا څخه څو چنده پراخ شو. د ولايتونو تر منځ لارې او سړكونو له سره جوړ شول او په لارو كې د مساپرو د هوسايۍ لپاره هوټلونه په كار ولوېدل. اعليحضرت افغان زده كوونكي د لوړو زده كړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته په دې موخه واستول چې د هېواد په بشپړه اّبادۍ او سمسورۍ كې برخه واخلي. خو له بده مرغه ځينو شر غوښتونكيو د پاچا دغو ټولو ښو كارونو ته بل نوم او عنوان وركړ، پاچا ته يې سردرد او د پرمختيا د كارونو په وړاندې يې خنډونه جوړ كړل. كله چې اعليحضرت امان الله خان د هېواد د لا پرمختيا په هيله د ١٩٢٧ زېږيز كال په وروستيو كې د اروپا په سفر ووت او چې بېرته له سفره راستون شو ، د پاچا د اصلاحي كارونو په وړاندې خنډونه لا نور هم زيات كړل شول. او بيا د سقاو زوى اړى گړى جوړ كړ. اعليحضرت و نه غوښتل چې په هېواد كې يې وينه تويه شي او د ١٩٢٩ زېږيز كال د جنوري په لومړۍ اوونۍ كې يې استعفاء وركړه او پر ځاى يې خپل ورور عنايت الله په پاچاهۍ وټاكه. خو د سقاو د زوى حبيب الله کلکاني په سر كې د پاچاهۍ نشه وه، ارگ يې محاصره كړ او اعليحضرت عنايت الله هم له پاچاهۍ لاس په سر شو. همدا مهال اعليحضرت امان الله خان د كندهار، له لارې هند او له هغه ځايه بيا ايټاليا ته لاړ، هملته يې له هېواده لرې ژوند غوره كړ او د ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يې له دې نړۍ سترگې پټې كړې. اروا يې ښاده . د اعليحضرت د وصيت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اّباد كې د خپل پلار د مرقد تر څنگ خاورو ته وسپارل شو.


اعلیحضرت غازي امان الله خان د۱۹۱۹ زیږدیزکال داپریل په میاشت کې دکابل په عیدګاه جومات کې پر منبر باندې دافغانستان دخپلواکۍ اعلان کوي

انځورتون

کورنۍ

امیر امان الله خان د امير حبيب الله خان زوی او د سردار نصر الله خان وراره وو. نوموړی سرور سلطانه بېگم زوی او د راضيه بېگم ورور د بارکزیو له قوم څخه وو.

باندنۍ تړنې