Jump to content

امير عنايت الله خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امير عنايت الله خان
امير عنايت الله خان
امير عنايت الله خان
امير عنايت الله خان

امير امان الله خان
حبيب الله کلکاني
د شخص مالومات
پيدايښت ۲۰ د اکتوبر، ۱۸۸۸ ز.
کابل, د افغانستان اماراتي ماڼۍ
مړینه ۱۲ د اگسټ، ۱۹۴۶ ز.
تهران, ايران
هديره کابل   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
پلار امير حبيب الله خان
وروڼه او خوندې
کورنۍ د بارکزیو لړۍ   ويکيډاټا کې (P53) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
سردار عنايت الله خان

امیر عنایت الله خان د امير حبيب الله خان زوی او امير امان الله خان مشر ورور وو. نوموړی د خپل ورور امیر امان الله د استعفاه وروسته چې حبیب الله کلکاني لخوا د اسلامي نظام د لمنځه وړلو په خاطر د ګڼ شمیرلاریونونو او پاڅونو وروسته دنده پریښوده په ۱۴ د جنوري ۱۹۲۹م کال د څلور ورځو لپاره د افغانستان امیر پاتی شو. کلکاني (بچه سقاو) چې د امریت خوبونه یې لیدل له څلور ورځو حکومت کولو وروسته عنایت الله خان هم استعفاه ته مجبور کړ. نوموړی له استعفاه وروسته په تهران کې د تبعید په حال کې ومړ.

واک

د امان الله خان د حکومت پر ضد د بچای سقاو پاڅون امان الله دې ته اړکړ چې حکومت خپل ورور عنایت الله خان ته وسپاري ، عنایت الله خان هم ۱۴ جنوري ۱۹۱۹ تر ۱۸ د جنوري ۱۹۱۹ز کال پورې د څلور ورځو لپاره د افغانستان امیر پاتی سو. د بچه سقاو (حبيب الله کلکاني) د سلطنت د ګوکۍ د نیولو داسی مست وو، چې عنایت الله خان یې هم د ۴ ورځو حکومت وروسته استعفاه ته مجبور کړ.

کورنۍ

امیر عنایت الله خان د امير حبيب الله خان او جمال بېگم زوی او د امیر امان الله خان او راضيه بېگم ورور وو. نوموړی د خپلې کورنۍ په څیر د بارکزیو له ټبر څخه وو.

شخصیت

تبعید او مزار

عنایت الله خان په ۱۸ د جنوري ۱۹۲۹ز کال د بچه سقاو لخوا ایران ته تبعید او په ۱۲ د اکتوبر ۱۹۴۶ز کال د ۵۷ کلونو په عمر په تهران کې ومړ.