امير حبيب الله خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امير حبيب الله خان
د افغانستان امير
مېرمنې
سرور سلطانه بېگم (عليا حضرت)
مهریه بېګم
بېګم جان
ميمونه بېګم
ګلڅیره بېګم
او ۳۹ نورې
پلارامير عبدالرحمن خان
موراصل بېګم, ازبکه ملکه

سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا چې په لنډه توگه د امير حبيب الله خان يا امير حبيب الله شاه په نامه هم يادېږي (۲ د جولای، ۱۸۷۲ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز.) (په انگرېزي:Amir Habibullah Khan) له ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز. د افغانستان واکمن پاچا و. هغه د امير عبدالرحمن خان مشر زوی او دمحمدافضل خان لمسى و. هغه وخت چي اميرعبدالرحمن خان دبخارا لور ته په تيښته و، دی په ١٨٧٢ ز کال دسمرقند په سېمه کې پيدا شو. دده مور دبدخشان دسيميز امير لور وه.[۱] په ١٨ کلنۍ کي،دپلار له خوا دسردار کلان په حيث وټاکل شو. [۲]اميرعبدالرحمن خان په ١ اکتوبر ١٩٠١ ز کال وفات شو او په ځاى يې حبيب الله خان دواک پر ګدۍ کښيناست او د پلار ارام هيواد ور پاته شو. د هيواد خلک د امير عبدالرحمن څخه ډېر په ډار کي وه، حتی د ده تر مرگ وروسته خلکو تر ډېره وخته باور نه کاوه چي امير مړ دئ .

حبيب الله خان له پاچاکېدلوسره سم هندي وايسراى ته پيغام وليږه ، له هغې خوا څخه ورته مبارکي راغله او هيله يي ورڅخه وکړه تر څو هند ته ورشي،خو حبيب الله خان لومړى ونه منله،وروسته يې د امير عنايت الله خان په مشري يو پلاوى هند او انګلستان ته وليږه. امير حبيب الله خان په ١٩٠٢ ز کال کې دسراج الملة والدين لقب ځانته خوښ کړ.

رغونې[سمول]

امير حبيب الله خان چي عصري زده کړي درلودې و يې غوښتل چي په هيواد کي تعليم او تمدن مينځ ته راشي ، هغه وو چي د حبيبيې لېسه او شاهي مدرسه يې جوړي کړې او حربي ښوونځی هم د ده د کارونو څخه ده . يو اخبار يې د سراج الاخبار په نامه را وايستئ چي مسئول مدير يې محمد بيگ طرزی وو کوم چي د لوړو زده کړو څښتن وو . د برېښنا فابريکه يې په جبل سراج کي جوړه کړه .

لومړۍ نړیواله جګړه[سمول]

د امير د پاچاهۍ په دوره کي لومړی نړيوال جنگ پيل سو. انګريزانو ددې لپاره چي افغانستان بېطرفه پاته شي،حبيب الله خان ته يو استازى راوليږه او دتېرو ژمنو په وريادولوسره يې دبې طرفۍ غوښتنه ورڅخه وکړه. حبيب الله خان يې غوښتنه ومنله او په ١٣٣٢ هـ کال درمضان په مياشت کې دعام دربار په وړاندي افغانستان ناپېيلى اعلان کړ.[۳] د جرمني او ترکيې د حکومتونو له خوا د امير نه و غوښتل سوه چي پدې جگړه کي د انگرېزانو پر ضد د دوی سره ملگری سي، خو امير د دوی نمايندگان ښه و نازول او هغو ته يې خپله بې طرفۍ و ښودله. دی هم د امير عبدالرحمن په شان د انگرېزانو د گټو ساتونکئ وو او د انگرېزانو له خوا حمايه کېدئ . دا وخت په هيواد کي د خلکو سره مترقي فکرونه پيدا سوي وه او نه يې غوښتل چي نور د انگرېزانو تر حمايې لاندي ژوند و کړي او هم يې په افغانستان کي د دا ډول حکومت سره کوم چي امير حبيب الله خان يې په سر کي ناست وو مخالفت درلود. خو امير غوښتل چي دغه د ترقۍ فکرونه په زور او زياتي د خلکو له مغزو څخه و باسي څو هغه وو چي په ١٩١٩ کال کي د خلکو له خوا د كله گوش به تفريحي كميب د خيمو په يوه کمپ کي په توپنگچه وويشتل شو او ځای پر ځای مړ شو . او پر ځای يې د ده زوی امير امان الله خان پاچا شو.

کورنۍ[سمول]

امیر حبیب الله خان د امیر عبدالرحمان خان زوی او د بارکزیو له ټبر څخه وو. د حبیب الله خان له میرمنو څخه یوه سرور سلطانه بېگم بېګم وه چې په ۱۹۶۵ز کال کې په استانبول کې د ۹۵ کلونو په عمر ومړه. حبیب الله خان ګڼ شمیر اولادونه لرل چې د هغې جملې څخه یوه راضيه بېگم او امیر امان الله خان وو.

انځورتون[سمول]

دا هم ولولۍ[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. تاج التواريخ، ١٢٠ مخ ١ټوک. اميرعبدالرحمان خان، ژباړن :عبدالقيوم زاهد مشواڼى،دانش خپرندويه ټولنه.١٣٧٩کب .
  2. دافغانستان پر معاصرتاريخ يوه لنډه کتنه ،١٤٤ مخ . کانديداکاډميسن محمد ابراهيم عطائي.ميوند خپرندويه ټولنه،١٣٨٣هـ ل.
  3. درمسير تاريخ ،٧۳۸ مخ ١ټوک