اتڼ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ۱۹۴۶ ز. کال، د فراه په ولايت کې د سيمه ايزو خلکو د اتڼ انځور

اټڼ يو ډول دوديزه گډا او د خوښۍ لوبه ده چې له ډېرې لرغونې زمانې راهيسې په افغانستان او د پښتنو په نورو سيمو کې دود دی. او تاريخي لرغونتيا يې آريايي ټولنې ته رسېږي، چې د هغه مهال له مذهبي عنعنو څخه سرچينه اخلي. په افغانانو، په ځانگړې توگه پښتنو کې له ډېر پخوا څخه تر ننه اتڼ د رزم او بزم د يو غوره سمبول په توگه شته.

دغه ملي او ولسي گډا معمولاً له ډهول او سورني سره ترسره کېږي او پکې د اجراکوونکي د وجود ټول غړي په ځانگړې توگه لاسونه، سر پښې، غاړه، اوږې، سينه او نور په مخصوص او منظم ډول حرکت کوي. د بدن د بېلابېلو غړيو دا حرکتونه، که له يوې خوا د ټول وجود او په ځانگړې توگه د دغو غړيو د قوت او پياوړتيا سبب گرځي، نو له بلې خوا د يو ځانگړي جگړه ييز مهارت په توگه له دوښمن سره مقابلې پر وخت ورڅخه کار اخيستل کېږي. له تاريخي څېړنو نه داسې څرگندېږي چې ددغه هنر، ورزش او لوبې بنسټ په لومړيو کې ددې لپاره ايښودل شوی چې ځوانان د جگړې پر مهال د وسلې په ځانگړي توگه د تورې، کوتک او ټوپک چلول زده کړي او د دوي بدن چُست، چالاک او غښتلی وروزي چې د دوښمن مقابلې ته ښه چمتو وي. خو وروسته د وخت په تېرېدوورو ورو دا ملي ورزش د افغاني موسيقۍ او هنر يو پزړه پورې برخه شوه . په ځوانانو کې د شور ، جذبې او احساساتو د پيداکولو لپاره به ېې دا ورزش د موسيقي له آلو ، په ځانگړې توگه د ډهول او سورني له ساز او سُرود سره يوځای ترسره کاوه.

ددې لپاره ځانگړې سندرې ، غږونه ، سروکي او لنډۍ هم جوړې شوې ، په راوروسته زمانو کې برسېره پر نارینوؤ په ښځو کې هم ددغې گډې ډله ايزې نڅا او هنر زده کړه رواج شوې او تر نننه دودونو او نورو خوښيؤ زیاتره محفلونه پرې تاؤده ساتل شوي دي . دغه لوبه د کندهار په سیمو کې د نارینؤو تر منځ د (چاپ) او د ښځو تر منځ د (اتڼ) په نوم يادېږي .

د وخت په تېرېدو سره ورو ورو دغه ورزش د ډله ايزې نڅا يا گډا بڼه خپله کړې او نن سبا په همدې مفهوم ترسره کېږي. ورزشي احمیت ېې کم دی ، که څه هم په عامه توگه ورته اوس لدې اړخه خلک نه گوري ، خو پر هنر برسېره اتڼ خپل ځانگړی ورزشي ارزښت او روغتيايي گټې هم لري ، خو هېڅکله د روغتيايي گټو له پاره پکار ندی اچول شوی .

اتڼ په زیاترو افغاني قومونو او قبیلو کې د بڼې او شکل په لږ او ډېر بدلون او توپير سره رواج لري ، خو په پښتنو کې ، په ځانگړې توگه د پکتيا ، غزني، زابل، په خلکو او په عام ډول په ټولو کوچيانو کې عمومیت لري . هېڅ واده ، عنعنوي مېله، ملي جشنونه ، او د خوښۍ نور مراسم بې اتڼه نه ترسره کېږي. اتڼ خپلې ځانگړې سندرې، سروکي يا غږونه لري، چې هغو ته د اتڼ نارې يا غږونه وايي او په مخصوص غږ او انداز د موسيقي له آلو سره د ځانگړو حرکتونو د اجرا کولو په وخت کې وييل کېږي.

د اتڼ کولو طريقه

اتڼ معمولاً په شريکه او ډله ييزه توگه ترسره کېږي، داسې چې اتڼ کوونکي گرد چاپېره په دايروي بڼه درېږي، د موسيقي د آلو، په ځانگړې توگه د ډهول په وهلو د شپېلۍ او سورني په غږولو سره يو ځای پيل کېږي. په پيل کې د اتڼ کوونکو شمېره کمه او حرکتونه ورو او په منظمه توگه ترسره کېږي. په پيل کې د اتڼ کوونکو شمېره کمه او حرکتونه ورو او په منظمه توگه ترسره کېږي. ورو ورو چټکتيا مومي او ځانگړې احساساتي بڼه خپلوي، د اتڼ کوونکو شمېره هم زياتېږي او د ننداره کوونکو له ډلې نه د ذوق خاوندان هم په اتڼ ورگډېږي. اتڼ چيان د موسيقي د آلو، پښو او لاسونو د منظم او غبرگوني غږ سره له خولې نه هم ځانگړي آوازونه باسي، چې د دوی د تودو احساساتو څرگندويي کوي. سندرغاړي له موسيقي سره د اتڼ ځانگړې سندرې هم وايي چې د اتڼ کوونکو جذبه او احساسات لوړوي.

په اتڼ کې مشربڼه ډېره ارزښتمنه نه ده، د چا چې ښه اتڼ زده وي هغه له نورو مخته کېږي، نور د ده د حرکاتو له مخې اتڼ سر ته رسوي. د هر يوه ځوان اتڼ ډېر په خوند زده وي، ځکه چې د ځوانانو تر مېنځ يو ډول سيالي پکې وي او هر يو غواړي چې له نورو څخه ښه اتڼ وکړي، نو کله مشر په کې معلوم نه وي، خو د يو او بل د درنښت لپاره په مينه سره يو مخې ته کوي او دوی يې مير هم بولي.

مير چې تر نورو په اتڼ کې مهارت لري نور اتڼچيان په هغه پسې روان او د حرکتونو پيروي يې کوي. اتڼ د اجرا کولو په بهير کې بېلابېلې بڼې خپلوي. کله کله داسې وشي چې نور گردچاپېره ولاړ، يو يو په وار سره ورمنځته کېږي او په ځانگړې توگه د خپل هُنر ښودنه کوي. په دې ترتيب ټول په دغه ډول اتڼ کې برخه اخلي، او اتڼ ته ځانگړی خوند او رنگ وربخښي.

د اتڼ ډولونه

اتڼ په سيمه ييز، قبيلوي او وگړنيز توپير ځانگړي ډولونه لري او يوې سيمې، قبيلې او يا ډلې ته منسوبېږي. لکه کندهاری اتڼ، پکتياوال اتڼ، غزنيجي اتڼ، طالبي اتڼ او نور. خو د بڼې په لحاظ يې يو ډېر مهم ډول برگ اتڼ دی چې په هغه کې ښځې او نارينه گډه برخه اخلي، داسې چې يوه ښځه او يو نارينه درېږي او په گډه اتڼ کوي. دا ډول اتڼونه معمولاً په خوښيو کې د يوې کورنۍ د غړيو او خپلوانو تر مېنځ ترسره کېږي.

اتڼ په عمومي توگه د ترسره کولو د بڼې له مخې په دوه ډوله دی:

  1. راسته اتڼ
  2. چپه اتڼ

بهرنۍ تړنې

سرچينې

  • پښتو سيند - د محمد گل مومند اثر - ۱۳۱۶ ل. کال
  • آريانا دايرة المعارف - لومړی ټوک - ۱۳۸۶ ل. کال