خدايي خدمتگار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خان عبدالغفارخان فخر افغان ژوند[سمول]

(په هندي: ख़ान अब्दुल ग़फ़्फ़ार ख़ान)،(په انګرېزي: Khan Abdul Ghaffar Khan) چې په څو ستاينومونو لکه فخرې افغان ، باچا خان ، بادشاه خان او د سرحد ګاندي هم ياد شوی د پېښور په هشنغر سيمه د اتمانزو په کلي کې ، خان بهرام خان محمدزي په کور کې کال (1890 - 20 جنوري 1988)زېږېدلی. دی د عدم تشدد په موخه د خدایي خدمتګار يوه ټولنه جوړه کړه او د انګرېز په مقابل د وخت د نوموتي هندي سياستوال مهاتما ګاندي سره يو ځای ېې د انګرېز اشغال پر وړاندې مبارزه پبل کړه .

• 

سياسي مخينه

عبدالغفار خان د ترنکزو دحاجی فضل واحد تارڼ کاکړ په ملګرتيا يې د استعمار په ضد د افغانانو د راويښولو او ملي حکومت د جوړولو له پاره تاريخي کارنامی په سر رسولی دي. خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۲۰ م= ۱۲۶۸ ش) کې د خلافت د تحريک په بهير کې له يو زيات شمير خلکو سره کابل ته هجرت وکړ او د بيرته تلو په وخت کې يې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنه جوړه کړه. دغه ټولنه په ( ۱۹۲۹ م= ۱۳۰۷ ش) کې د خدايی خدمتګارانو په ټولنه بدله شوه، خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۳۱ م= ۱۳۰۹ ه‍.ش) کال کې د کانګرس په ملګرتيا د هند د نيمی وچی د ازادولو له پاره زياتی مبارزی وکړی و له ۱۹۳۱ را په ديخوا د استعمار سره د مخالفت به جرم په اوه کاله بند محکوم شو.

فخر افغان خان عبدالغفار خان

په لومړي لوی نړیوال جنګ کې د انګرېزانو سره د عدم تعاون په جرم د کانګرس له نورو مشرانو سره دوه کاله په زندان کې و او د ( ۱۹۴۷ م) کال راپه ديخوا د پښتنو ملی خپلواکۍ د غوښتلو په جرم پاکستاني حکومتونو د استعمار د لاسه په وار، وار جيل ته لېږل شوی ؤ. خان عبدالغفارخان (فخر افغان، پاچا خان) په خپل يوه تاريخي ليک کېد ( ۱۹۳۵ م) د مي په پنځه ويشتمه چې د سابرمنی، سنټرل جيل احمداباد څخه يې د حکيم عبدالخالق خليق په نامه ليکلی دی داسی وايې:

خوږه خليقه خوشاله اوسې. اسلام عليکم ورحمته الله و برکاته: د بمبيی نه د جدا کيدو په وخت کې ماتاسره وعده کړی وه چې زما په خيال کې هر وقت ستاسو متعلق څه خبر راشی نو تاسو به پری خبروم، ليکن ژر تر ژره ګرفتار شوم. جيل خانه کې مې هم ته يادوی او خدايې خدمتګار مې هم هير نه وو ليکن داسې څه خيال مې پېدا شوی نه وو چې تاسو ته می ليکلی وای تاسو به زما د قيد په حقيقت رسيدلی يي، زما جرم صرف دومره وو چې ما د سرحد او دخدايې خدمتګارو متعلق خلکو ته لږ غوندی حالات څرګند کړي وو. د هندوستان دخلکو د سرحد او خدايې خدمتګارو سره دومره مينه او محبت دی چې زه په دوره هرې صوبی ته تللی يم، نو د خلکو اوله مطالبه دا وه چې موږ ه د سرحد او خدايې خدمتګارو د تحريک حقيقت بيان کړ. خير دې کې به خير وی. د الله تعالی هر کار د خير دی ولی مونږ پرې نه پوهېږو ځکه چې موږ ظاهر بين يو. لږ غوندی ظاهری تکليف چې راباندې راشي نو بيا مو وار خطا وي . زه په خپل قيد خفه نه يم ولی چې څه وخت زه بهر شوم نو ما ته دا خبره ښه ښکاريده چې زه خو د بهر يم او زما بعضی خدايي خدمتګاران ورونه دی په جيل خانه کې وی ماصرف دا خبره د خپل ځان د پاره ښه ګڼله. خدايي خدمتګاران ورونو چې د جيل خانو بی اتفاقۍ ، بهر ځان سره راوړی وی ، هغه يې پرېښودی که لا هغه شان پکښې اخته دی؟، که چيرې په صداقت سره يې دا بدعادتونه پرې نه ښودل او رشتينې خدايې خدمتګاران نه شوو ، نو دا ټولی قربانۍ به په سيند لاهو شي او اوچت سوی پښتون به بيا پريوځي ولی چې زموږ د کاميابۍ راز په رشتيني خدايي حدمتګاران کې دی. زه چې کله دې جيل ته راغلی يم نو همېشه ناجوړه يم، ولی چې ددی ځای اب او هوا په ما صافه نه ده. بل زه يوازې يم داسی يو سړی نشته چې تبادله خيالات ورسره وکړم. زما په خيالاتو که چيری زه سرحد يا پنجاب ته بدل شم نو شايد چې ښه شم ليکن د پنجاب او سرحد حکومتو زما د اخستو نه انکار وکړ او تر اوسه پورې دې حکومت هم زه بلې جيل خانی ته بدل نه کړم. تاسو زما څه فکر مه کوئ ، خپل کار کوئ، که چيری الله تعالی زما د وجود نه د خپل مخلوق خدمت اخستل منظور وي نو ما له به صحت هم راکړی. دا دهغه طرف نه په ما يو بل ازمايش دی. تاسو راته دعا کوی چې ما پکښې الله تعالی کامياب کړی او ما له صبر او استقبال راکړی. زه قيدی يم، زه هر چاته خط ليکلی نه شم ولی چې زما خپل اختيار نه دی. دا خط زما ټولو خدايې خدمتګارو ته ښکاره کړی او زما ډير سلامونه ورته وواياست. زه همېشه تاسو ته دعا کوم او اميد دی چې تاسو په هم هره جمع کې ماته دعا کوی چې الله تعالی ما ددی لايق کړی چې زه د هغه د مخلوق خدمت وکړی شم او ماته روغ او ښه صحت راکړی. آمين فقط ستا ورور عبدالغفار

خان عبدالغفار خان د ذوالفقار علی بهټو د حکومت په وخت کې د نيشنل عوامي پارټۍ د صوبايي حکومت په بلنه په ( ۱۹۷۰ م) کې د کابل څخه پېښور ته ولاړ او کله چې هغه حکومت ړنګ شو بيرته افغانستان ته راغی او تر ( ۱۹۸۰ م) کال پوری کله په کابل او کله په ننګرهار کې او سيده. دی د افغانانو ، د ملی آزادي غو ښتونکو او وطنپالونکو لوی لارښود او (بابا) وو او حضور يې د افغانستان او سيمې د ازاديخواهانو بل مشعل وو. ده د جنرال ضياءالحق د حکومت په دور کې یې سختې ورځې او شپې تيرولې څو ناروغه شو او د شپږو مياشتو د کوما د حالت ورپېښيدلو او د مغز فلجيدولو وروسته په کال ( ۱۳۶۶ ش) د دلو په اوله د چهارشنبی د سهار په څلورو بجو و په پنځه څلويښت دقيقو د پيښور په ليډی ريډنګ روغتون کې وفات شو، او جنازه يې د وصيت سره سم د جمعی په ورځ د ( ۱۳۶۶ ش)کال د دلو په دريمه ( ۱۹۸۹م) د جنوری په شلمه په ډيره درناوی د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې خاورو ته وسپارله شوه.

د افغانستان د طالبانو حکومت او د ځينو ملی مجاهدينو تنظيمونه د افغانستان جهادی معرکې چې د هيواد د ازادۍ، خاوری د تماميت،ننګ او ناموس ساتلو په نيت په عمل راغلی ، د خان عبدالغفارخان له دغه تفسير څخه چې هغه د روس او امريکی د سياسي رقابتونو او دښمنيو څخه راو لاړی پیښی بولې، ګېله مند دی او داسې تفسير واقع بينانه او وطن دوستانه نه ګڼی.

مسلمانان در نهضت ازادی هندوستان اثر لیکوال په ( ۱۲۸ ) مخ کې د خان عبدالغفارخان د ملی مبارزو په هلکه ليکی: (... در همان هنګام که دولت کاملاً بر اوضاع مسلط بود وبه وسيله زور و سر نيزه توانسته بود ملت را وادار به اطاعت سازد، زر نواحی مرز هند و مخصوصاً درميان قبايل سلحشور و مسلمان پتانها اشوب و انقلاب عظيم بر ضد دولت بر پا نمود. مسلمانان اين ايالات مرزی به رهبری خان عبدالغفارخان جبهه نيرومند تشکيل داده در برابر حکومت مستبدانه و رعب آميز انګليس استاد ګی ومقاومت کردند. جواهر لال نهرو در توصيف اين رهبر جنګجوی پتان ميګويد: از دهکده په دهکده ميرفت وبرای افراد آهنین جمعيت سرخ پوشان پايګاه به وجود می اورد. اين شخص و پيروانش خاری در چشم دولت بودند. موقيعت و نفوذ او در ايالت مرزی کمتر از موقيعت و نفوذ ګاندی در سراسر هندوستان نه بود. اتفاقاً در ميان او و ګاندی ارتباط بر قرار شد و جمعيت سرخ پيراهنان به حزب کانګرس پيوست. چنانچه از سخن نهرو بر می ايد قيام خان عبدالغفار خان در اغاز ارتباطی با ګاندی و حذب کانګره نداشته وخود او با انګيزه ګسيختن زنجير استعمار برتانيه و بدست اوردن استقلال نهضت بزرګ و خونين شروع کرده است و بعد ها وقتيکه کارګردانان حزب کانګره استقلال را در برنامه يې خود قرار داده و نيرو های خود را در اين راه بکار انداختند، با انها همګام شده و به عضويت کانګره در امده است.) و درجای ديګر ميګويد: جميعت سرخ پوشان و رهبر شان خان عبدالغفار خان حقی عظيمی بر جنبش ملی هند دارند...)

خان عبدالغفارخان په هغه ليک کې چې د (عبدالغفارخان فيټ ازای بيټل) د (ډی، جی تنډر اثر)، ( Abdul ghafar khan fait is a battle D.G Tender ) دکتاب له پاره ليږلی او هغه دغه ليک د خپل کتاب په څلورم مخ کې لیکلی دی، د خپل ژوندانه او عقيدې په باب داسې ليکی: (... زه چې د اتو، نهو کالو وم او په پيښور کې مې به سکول کې سبق وايه نو اکثره مې لوبی د بنګيانو د بچو سره کولی، زه به هغه خپلو ملګرو منع کولم چې دا خو چوړيان دی؟ د دوی سره ولی لوبې کوی. ولی زه به دهغوی په دی خبرو نه منع کيدم او نه به زما په زړه د دی خبرو اثر کيدو. چې زه زلمی شوم نو زما تعلقات به اکثر د باکسته خلکو سره وو، زما دوستان اکثره لوواران، جولاګان ، ترکاڼان، شاخيلان و ، حالانکه زه د خان زوی وم. زه چې هلک وم نو د قصۍ اوريدلو سره مې ډير شوق وو او دا قصې به مې زياتی د خولو او يا کتابو کې اوريدی او ډيری به مې خوښی وي. بيا مې ژر په طبيعت کې تبديلي راتله او داسی کتابونه مې خوښ وه چې په هغو کې د داسې خلکو حالات چې چا به د انسانيت او د خدای د مخلوق له پاره ډير تکليفونه او مصيبتونه تير کړی وو راغلی وو).

د هند په دوه برخو وېشنه

فخرې افغان په زغرده د هند په دوه برخو وېشنې سره بډوالی درلود . تر څنګ ېې دغو پښتنو غوښتل چې د هند سياستوالو سره په ګډه کار وکړي په ځانګړې توګه د سرو کميسونو پښتنو . همدا رنګه ډېرو نورو پښتنو بيا د هند په دوه ؤ برخو وېشنې چې يوه برخه ېې د مسلمانانو خپلواکه ولکه جوړېده او د انګرېزانو د وتلو د آند هرکلی ېې کاوه . د همدې لپاره ځينو فخرې افغان باندې د غیر مسلمانانو د ملګري ټاپه وهله ، تر څنګ ېې په کال ۱۹۴۶ ز . کې په هغه باندې يو بريد وشو له کبله ېې چې د پېښور روغتون کې بستر شو . ‎[12] د کانګرېس پارټۍ د بېلتون د مصلحتي پرېکړې مخنيوی وکړ او پرېکړه ېې لکه د کابينې د موخې له مخې چې ګاندهي د محمد علي جناح لپاره د صدر اعظمۍ وړانديز کړی و ونه منله . په پايله کې بادشاه خان او د هغه پلويانو دا احساس کړه چې دواړه د هند او پاکستان لخوا ورسره درغلي وشوه او دوکه شول . د همدې په هکله بادشاه خان (فخرې افغان، غفار خان ) ګاندهي ته خپلې اخري خبرې په يوې تاريخي خبرې چې د کانګرېس پارټي سره تراوسه پاتې ده داسې وکړه ( تا موږ د لېوانو خولو ته ورټېل وهلو ) . ‎[4] کله چې د پاکستان د نوم پر سرټولټاکنې کېدې نو باچا خان او د هند کانګرېس ملي پارټۍ د هغو ټولټاکنو څخه په څنګ شول او بايکاټ ېې ترې وکړ . ددې پايله داسې راووته چې په ۱۹۴۷ز . کال کې د پاکستان په نوم هېواد ومنل شو او د پاکستان چارواکو له خوا د خيبر پښتونخوا نوم د پښتنو سيمې ته ونومول شو. په قبايلي سيمو کې هم پاکستان د ځينو ملکانو په پيسو اخيستلو سره يوه ټولټاکنه ترسره کړه چې پايله ېې په ۵۰،۱ ٪ سله کې خلکو هاغه نوم د باچا خان پر بډوالي سربېره ومانه . باچا خان او د ولسپاله پښتنو پلويانو سره د دغه نوم سره بډوالی وښود او له ټولټاکنو څخه بيا په څنګ شول . ‎[13]

د هند کانګرېس پارټۍ او غفار خان

خدايي خدمتګار ټولنه او غړي ېې

بندي کول او سياسي کډوالۍ ته اړ وېستل

فخر افغان خان عبدالغفار خان د پاکستاني حکومت لخوا شاوخوا ۲۲ کاله جېل ته د افغانانو د قبايلو د يووالي لپاره د کار له کبله غورځېدلی . د پاکستان د وخت حکومت دی د هند او افغانستان د ملګرتيا جوړولو او د پاکستاني ـ انګرېزي ښکېلاک د ختمولو پر بډوالي تورناوه . ډېر ځلې په کور دننه بنديز پرې لګول شوی .

ټولنيز خدمت او لاسته راوړنې

فخر افغان په پښتني ټولنه کې نه يوازې چې د پوهې او علم د هڅو لو عملي کار پرمخ اچولی و ، بلکه د هند ، پاکستان ، او بنګله دېش وګړي ېې هم راويښ کړي و او ورسره ېې خپل انساني غږاوچت کړی و، او لومړی ېې د هغوی د حقوقو لپاره چې د انګرېز له غلامۍ څخه خلاص شي مټې راونغاړلې ، له همدې کبله ورته د هند د لومړي خپلواک حکومت رامنځته کېدو سره د ولسمشرۍ د څوکۍ غوښتنليک ورلېږل شوی و . د نوموړي د لوړې حوصلې او ايماندارۍ څرک د هغه له ځواب څخه په دې ډول ښکاري چې ليکلي ېې و :

د خدای خدمت د ملت خدمت دی او همدې ته ژمن يم څو د هند او پاکستان غوندې اوس خپل ملت ته هم خپلواکي ترلاسه کړم ، او که زه د ولسمشرۍ په څوکۍ کښېنم نو دغسې په ازاده توګه ولس ته خدمت نشم کولای لکه دا نن .

په ۱۹۸۴ م . زېږيز کې ېې د نوبل نړېوالې جايزې لپاره د سولې د مبارزې په لړ کې نومول شوی و ، خو د وخت د سياست له کبله ېې مخه ډب شوه . فخر افغان يو له هغو ۴۴ هندي او د سيمې نوموتومبارزو شخصيتونو په کتار کې د هند د حکومت لخوا ياد شوی چې په لړ کې ېې ورته د بهارت رتنا چې د هند تر ټولو لويه ملي جايزه ده هم ورکړی . همدا رنګه د جواهر لال نهرو ملي جايزه ېې هم په برخه شوې . د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله لخوا ورته د افغانانو د وياړ لقب ورکړ شوی او د راوروسته لومړي ولسمشر داود خان لخوا ورته د افغانانو د ملي مبارز او مفکر جايزه ورنومول شوې وه .

له خان عبدالغفار خان څخه یو شمیر بچیان پاتې دي چې پکې خان عبدالولي خان، خان عبدالعلي خان او غنی خان وتلې څیرې دي.

په درنښت شمس الرحمن شمس شېبه راډیو خبریال