خان عبدالولي خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خان عبدالولي خان
خان عبدالولي خان
خان عبدالولي خان
د زېږېدو نېټه ۱۱ د جنوري ۱۹۱۷
د مړينې نېټه ۲۶ د جنوري ۲۰۰۶
گوند عوامي نېشنل پارټي
سياسي دندې
  • د گوند مشر

کينډۍ:صاف

خان عبدالولي خان په ١١ د جنورۍ، کال ١٩١٧ کې پېدا شوی، دی د خان عبدالغفار خان ځوی او د پښتو ژبې فلسفي شاعر خان عبدالغني خان ورور دی. که څه هم چې دده د شخصيت په اړوند د بېلابېلو فرقو خپلې ځانگړې څرگندونې دي او آن دا چې د پاکستان په سياست کې ځينې وخت په ده باندې گوت نيونه شوې او يو ناندريزه شخص بلل شوی خو پدې وروستيو کې د هغه مړينې څخه وروسته دی د اې اېن پي يا اسفنديار ولي د گوند لخوا بابا وبلل شو . ولي خان د اسيا د لويې وچې سياسي ډگر کې پېژندل شوی شخصيت و هغه ځکه چې د ده پلار د هند د آزادﺉ غوښتونکي انسان کرم چند مهاتماگاندي سره يو ځای د ټولو انسانانو د خپلواکۍ او په تېره د پښتنو د نړېوالو حقوقو په لړ کې خپل ټول عمر مبارزه په ويښ سیاسي شعور کړې وه . د ولي خان پلار چې د پښتنو د حقوقو لوی مدافع و او له برتانوي ـ پنجابي او بنسټپاله ښکيلاک څخه يې د پښتنو د ازادۍ لپاره ډيرې هلې ځلې او منډې ترنډې وکړې، پر خاني فقيري غوره و بلله او د قام په ننگ يې خپل د ژوند ډېره موده عمر د پرنگيانو او پنجابي جيلونو کې تېر کړل او خپلې کورنۍ ته يې د پښتو پالنه په ميراث کې پرې اېښې وه٠ ولي خان د خپل پلار په پله د هغه تر ژوندونه ډير مزل وکړ، خو د پنجابي استعمار او سياسي اړودوړ گير کړ د پاکستان په سياسي مصلحت کې گیر شو او د شهرت په لوړه گدۍ ېې پښتانه هېر کړل نو دغو تورو گردونو او تيارو ترې لاره ورکه کړه او د ازاد او خپلواک پښتونستان خوب او ارمان يې د قبر تورو تيارو ته له ځانه سره يووړ. ولى خان په خپل ٦٠ کلن سياسي ژوند کې په دوه پړاوونو کې سياست کړى و. لومړى پړاو يې د خپل پلار باچا خان تر مشرۍ لاندې د هند د ملي کانگرس گوند په ملگرتيا له نيمې وچې څخه د انگريز ښکېلاک له مېنځه وړل و،او دويم پړاو يې په ١٩٤٧ ز.کال کې د پاکستان تر جوړېدو راهېسې په هغه هيواد کې د پښتنو قومونو د حقونو تر نامه لاندې د پاکستان لخوارسمي وپېژندل شو او د پاکستان په رسمیت پېژندلو کې ېې ډېر شمېر پښتانه سیاستوال له ځانه لرې وساتل .ولي خان په ١٣ کلنۍ يعنې په کال ١٩٣٠ کې هغه وخت په سياسي ډگر کې پښه کېښودله کله چې د ده پلار خان عبدالغفار خان د انگريزانو پر ضد د مبارزې په مهال زنداني شو او نوموړي په خپل پلرني ټاټوبي چارسده کې د انگريز ښکېلاک پر ضد وړو وړو احتجاجي غونډو ته په ويناو پېل وکړ.

د ولي خان پخوانی ژوند[سمول]

٨٩ کلن خان عبدالولى خان په پېښور کې د پنجشنبې په ورځ ( د سلواغې ٦ د جنوري ٢٧ ) په د ناروغۍ له کبله ومړ. نوموړى د سيمې په ناندريزو سياستوالانو کې تر ټولو ناندرېز و. له يوې خوا د هندـروسىې او د متحدې لويې روسيې پرمهال د وخت افغانستان د حکومت د مخبر او جاسوس تورونه ورباندې لگېدلي و ، او له بلې خوا د پاکستان په مټ جوړو شويو پخواني مذهبي گوندونو له خوا هم د کفر له فتواو سره مخامخ شو. ولي خان په خپل ٦٠ کلن سياسي ژوند کې په دوه پړاوونو کې سياست کړى و . لومړى پړاو يې د خپل پلار باچا خان تر مشرۍ لاندې د هند د ملي کانگرس گوند په ملگرتيا له نيمې وچې څخه د انگريز ښکېلاک له مېنځه وړل و. او دويم پړاو يې په ١٩٤٧ ز. کال کې د پاکستان تر جوړېدو راهېسته په هغه هيواد کې د پښتنو قومونو د حقونو تر نامه لاندې په حکومت کې ونډه ترلاسه کړه. ولي خان په ١٣ کلنۍ يانې په کال ١٩٣٠ز. کې هغه وخت په سياسي ډگر کې پښه کېښودله کله چې د ده پلار خان عبدالغفار خان د انگريزانو پر ضد د مبارزې په مهال زنداني شو . نوموړي په خپل پلرني ټاټوبي چارسده کې د انگريز ښکېلاک پر ضد وړو وړو احتجاجي غونډو ته ويناوې پېل کړې. نوموړى په ١٩٤٢ ز.کال کې په لومړي ځل د انگريزانو له خوا بندي شو، کله چې يې د کانگرس گوند په کتار کې د " انگرېزانو هند څخه ووځۍ! " تر شعار لاندې د تحريک په لړ کې په احتجاج بوخت و. د پاکستان د جوړويدو وروسته په هغه هيواد کې د ولسواکي، د بې پرې بهرنۍ تگلارې پر ضد د سياسي هلو ځلو په ترڅ کې په وار وارې زندان ته اچول شوی دی. ولي خان ډېر خپلو ځانگړو سياسي اهدافو ته هوډمن سياستوال بلل کېده. خپله ولي خان ادعا کووله چې د پاکستان واکمنو لکه سکندر مرزا، ايوب خان او جنرال ضياء الحق د حکومتي چوکيو وړانديز ورته کړى و، خو په دې اساس يې دا وړاندېزونه رد کړل چې له پټې لارې څخه يې واک ته رسېدل نه غوښتل. دى د پاکستان تر جوړېدو يو کال وروسته بندي شو او په ١٩٥٤ کال کې خوشي شو او له دې وروسته يې د بلوڅانو، سنديانو او د هغه وخت ختيځ پاکستان چې اوس بنگله دېش نومېږي دى له کېڼ اړخو سياستوالانو سره په گډه نېشنل عوامي گوند (ملي وگړنيز گوند) جوړ کړ چې سياسي مرام يې په پاکستان کې د پوځي حکومت له مېنځه وړل، نوې ټاکنيز بهير دودول، بې پرې بهرنۍ تگلاره او سيکيولري دولت (دين لرې سياست) را مېنځته کول و. نوموړي په ١٩٧٠ کال کې د پاکستان په لومړۍ ټولټاکنو کې د قامي او ولایتي جرگې غړى وټاکل شو او په قامي جرگې کې د ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر ضد يو پياوړى حزب مخالف مشر شو. نوموړي په ١٩٧١ کې د پاکستان د ماتېدو د مخنيوي لپاره پر ځانگړى توگه له لندن څخه د حکومت په خواست د بنگله دېش پلازمېنې ډاکې ته ورغی چې ازادي غوښتونکى شېخ مجيب الرحمن خبرو اترو ته سلا کړي خو بريالى نه شو.

په ولى خان باندې نژدې څلور وژونکې حملې وشوې خو په کې ژوندى پاتې شوى وو. په ١٩٧٥ کال کې د ده په گوند ذوالفقار على بټو د دولت ضد فعاليتونو په وجه بنديز ولگول

د پاکستان د ماتېدو وروسته نوموړي په ١٩٧٣ کال کې د اساسي قانون په جوړولو کې د اندېښنو سربېره مهم رول ولوبولى. ولي خان د خپل سياسي فکر له امله يو ناندرېزه سياسي شخصيت په دې هم وو چې ده د پاکستان جوړېدل د انگرېزانو کار باله چې دا رنگه پاکستان د سټرټيجيکه ارزښت له لارې په راتلونکى کې د شوروي اتحاد پر ضد وکاروي همدا وجه وه چې د سړې جگړې په مهال نوموړي د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنۍ تگلارې سخت مخالفت کاوۀ او د افغانستان جهاد ته يې فساد ويلو ځکه د مذهبي گوندو لخوا د کفر فتواى ورباندې لگېدې. ده د افغانستان جگړه د لويو ځواکونو شوروى اتحاد او امريکا او غرب جگړه بلله چې قرباني يې افغانان ورکوي. هم د دې سياسي فکر له امله د ده سياسي مخالفين به ده ته د پاکستان غدار ويل خو د ده دريځ دا وو چې دى د خپلې ملتپالنې او مسلمانۍ اسناد له هېچا نه غواړي. په ولى خان باندې نژدې څلور وژونکې حملې وشوې خو په کې ژوندى پاتې شوى وو. په ١٩٧٥ کال کې د ده په گوند ذوالفقار على بټو د دولت ضد فعاليتونو په وجه بنديز ولگول او ده ته يې د هند، افغانستان او روسيې جاسوس و ويل. ده له خپلو ملگرو سره د حيدراباد زندان ته واچول شو. په ده د غدارۍ توروو چې اخيرنۍ سزا يې د مرگ کېداى شوه خو په ١٩٧٧ کال کې د بټو د حکومت پر ضد د جنرال ضياءالحق پوځي کودتا وروسته دى د حېدر اباد سازش کېس څخه خوشې کړل شو. نوموړي په خپل سياسي ژوند کې د " لر او بر يو افغان" خبره کوله خو پر ده ځينې سياسي ملگري تور لگوي چې په خپل دې سياسي هدف کې کاميابه نه شو. ولي خان د په افغانستان کې د کمونسټو رژيمونو ملاتړ کاوۀ او په پاکستان کې به يې د دې رژيمونو په ضد د حکومت او جهادي ډلود فعاليتونو پر ضد احتجاجي غونډې او لاريونونه کول. ولي خان يو ډېر ښه او مدلل وينا وال وو چې خپلې خبرې به يې په پښتو متلونو او طنز و مزاح کې رانغښتې. ده ته د يو داسې لر ليد سياسيتوال په توگه کتل کېدل چې د راتلونکي په اړه زياتره وړاند وينې يې سمې ثابتېدې چې د ده مېرمن نسيم ولي خان په افغانستان کې د ظاهر شاه پر ضد په ١٩٧٣ کال کې د داود خان کودتاه د يوې بېلگې په توگه يادوي.

د ځينو کار پوهانو په وينا د ده له گوښه کېدو وروسته گوند خپل نظم او اهداف د لاسه ورکړل چې يو دليل يې په دې وروستيو کې د ده د زوى اسفنديار ولي خان او مېرمن نسيم ولي خان تر مېنځ را برسېره شوي

دا وايي چې د کودتا سمدستى وروسته ولي خان خپل پلار باچا خان ته وويل چې داود خان نن د افغانستان د خاتمى گام واخېست ده دليل ورکړ چې افغان يوه قبايلي ټولنه ده او قبيلوي جگړه به په يو داسې بدلون واوړي چې حل به يې په افغانستان کې د يو بهرني ځواک مداخله وي د دې په وينا ولي خان باچا خان ته وويل چې دغه بهرنى ځواک له شوروى اتحاد پرته بل نه شي کېداى. نسيم ولى خان وايي چې باچا خان ولي خان ته وويل چې تاسو دلته په پاکستان کې د تشدد خبره کوئ او زه خپله افغانستان ته ځم او بيا نه راځم. ولي خان ورته وويل چې بابا ځې خو ځې خو ياد ساته چې ته يو داسې هېواد ته روان يې چې هلته به دومره تشدد وشي چې د افغانستان لوېشت لوېشت مځکه به د وطن د بچيانو په وينو خړوبه شي. د نسيم ولي خان په وينا نن هغه څه وشول چې ولي خان يې په ١٩٧٣ کې وړاند وينه کړې وه. ولي خان په ١٩٩٠ کال کې هغه وخت سياست پرېښود کله چې يې د قامي اسمبلۍ چوکۍ په خپل مخالف مولانا حسن جان باندې وبايله او په دې دليل له سياست څخه تقاوعد شو چې ولس په ما باندې باور و نه کړ او زه نور ځان د دوى استازى نه شم بللى. د ولي خان د گوښه کېدو وروسته که څه هم عوامي نېشنل گوند دى خپل لارښود وگرځاوۀ خو په عملي ډگر کې له سياست څخه گوښه پاتې شو. د ځينو کار پوهانو په وينا د ده له گوښه کېدو وروسته گوند خپل نظم او اهداف د لاسه ورکړل چې يو دليل يې په دې وروستيو کې د ده د زوى اسفنديار ولي خان او مېرمن نسيم ولي خان تر مېنځ را برسېره شوي داسې اختلافات دي چې پر ډېرو هڅو سربېره بيا پخلاينې ته تيار نه شو او داسې فکر کېږي چې د ده له مرگه وروسته د گوند په دوو برخو کې د وېشل کېدو امکانات زيات شوي دي. ولي خان په خپل سياسي ژوند کې دويم نړېوال جنگ، دهند له نيمې وچې څخه د انگريزانو وتل، د هند او پاکستان د خپلواکه هېوادو په توگه را مېنځ ته کېدل، د پاکستان ماتېدل، سړه جگړه، د افغانستان اوږده جگړه، افغانستان څخه د شوروي پوځونو وتل، د شوروي اتحاد ماتېدل نه يوازې په خپلو سترگو وليدل بلکه په ډېرو پېښو کې خپله هم يو مهم کردار وو ځکه خو نوموړي څو کاله وړاندې يوۀ خبريال ته په يوه مرکه کې وويل " څه به درته ووايم دې سترگو څه څه نه دي ليدلي؟ خو اوس دغه سترگې له ډېرو رازونو سره د همېش لپاره پټې شوي دي.

دا هم وگورۍ[سمول]