د افغانستان جگړه (۲۰۰۱)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د افغانستان جگړه
د دوامداري آزادۍ
تاريخ ۲۰۰۱ - اوس
هېواد افغانستان
پوځونه
طالبان
القاعده
افغانستان
ايساف
قوماندان
Tommy Franks
David Petraeus
ملا محمد عمر
اسامه بن لادن
أيمن الظواهري

د افغانستان جگړه یا د دوامداري آزادۍ د پوځی عملیاتو څخه يوه پوځی عملیه ده چې د۲۰۰۱ کال څخه په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د ناټو لخوا اداره کېږی.

تاریخ

د سپټمبر په ۱۱ مه نېټه کال ۲۰۰۱م زېږيز کې دامریکا په سوداگريزو ودانيؤ باندې د ترهگرو تر برید وروسته د امریکا حکومت د شک پربنسټ د القاعدی سخت دريڅه تنظيم د پړې لامل وگاڼه، د همدغو تورونو په بنسټ ېې د القاعدې د مخ نيوۍ په تکل پر افغانستان باندې بريد پیل کړ . د امریکا حکومت ټينگار کاؤه چې په افغانستان کې د القاعدې پوڅي گړندي مرکزونه پراته دي او د سخت دريڅې اسلامي ډلې ترنامه د لوېديڅې نړۍ خلکو ته گواښ پېښوي . امریکایی حکومت غوښتل چې طالبان د القاعدې مشر اسامه بن لادن امريکې ته وسپاري ، خو د طالبانو مشرانو په وار وار د هغه د مېلمه گڼلو په حالت ټينگار کاؤ ورسره ېې د امريکې د چارواکو څخه د تورونو پر بنسټ جوت ثبوتونه غوښتل، دا لړۍ تر هغه روانه وه ترڅو طالبانو د اسامه بن لادن امریکايانو ته د ورسپارلو څخه انکار وکړ او عربي هېوادونو ته وراستولو باندې همغږي وښووله . پدې لړ کې عربي هېوادونو هم د هغه د بېرته ترلاسه کولو څخه لاس په سر شول . امریکا طالبانو ته خپل اخري توربرېښ پدې ډول ورکړ، که چېری طالبان اسامه ابن لادین دوی ته ونه سپاري، نو امریکایی پوځ به پر افغانستان راودانگي او هر ډول برید به وکړی. طالبانو همدې توربريښ ته په بابېزه وکتل او د ملگرو ملتونو له لارې ېې د حل لپاره لاس وغڅاوه ، دا چې د طالبانو حکومت په بشپړه توگه د ملگرو ملتونو لخوا نه ؤ پېژندل شوی نو ېې طالبان له پامه وغورڅول او د شمالي ټلوالې په استازیتوب ېې د برهان الدین رباني له پلوؤيانو سره د مشورو پر اساس پر افغانستان د برید امر ورکړ . چې په ترڅ کې ېې د اکټوبر پر ۷مه نېټه په کال ۲۰۰۱ م زېږيز کې د افغانستان په خاوره په ډېره بې پروا توگه بريدونه پیل کړه .

پوځی عملیه

په ۲۰۰۱ م زېږيز کال د اکټوبر پر ۷مه امریکایی پوځ د القاعدې په پلمه پر طالبانو برید وکړ. په۱۳.۱۱.۲۰۰۱ د شمالي جنگسالاره ډلې کابل ته پرته د ملگرو ملتونو له اجازې ورننوتل . د طالبانو تر پرزېدو وروسته نوی منڅمهالې اداره جوړه شوه چې په ترڅ کې ېې حامد کرزی د افغانستان نوی موقت ولسمشر ونومول شو.