منځپانگې ته ورتلل

پير روښان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ژوندليک

[سمول]

شېخ سراج الدين بايزيد خان چې د پير روښان په نامه هم ياديږي، د قاضي عبدالله زوی او د شېخ محمد لمسی د خپل وخت لوی مفکر، د ټولنې اصلاح کوونکی، د خارجي او پردي ښکېلاک کلک مخالف او د ولسي مبارزو لارښوونکی او په عېن حال کې ستر مذهبي مبلغ وو، چې پيروانو يې پير روښان باله، او مغولو او نورو مخالفينو لکه اخوند دروېزه او د هغې استاد ملامحمد( ملازنګي) د پيرتاريک په نامه ياداوه[۱]، هغه په خپل مهر بايزيد ليکلی وو.[۲] مور يې بي بي امينه[۳] [۴] نومېدله او د حاجي ابوبکر لور وه چې د پنجاب په جالندهر کې اوسېدله، او بايزيد همالته په ۹۳۱ سپوږميز (۱۵۲۵ ز) کال کې وزېږېده[۵][۶]، خو مخکې له دې چې څلوېښت ورځنی شي، پلار يې خپل کلي کاڼي ګرام ته راستون شو.[۷] بي بي شمسو د بايزيد روښان مېرمن وه، چې د هغه د تره لور وه. [۸]

بايزيد پير روښان
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۵۱۵ (Gregorian) — ۱۵۲۵ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۵۸۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

مخينه

[سمول]

تر هغه وروسته څنگه چې عبدالله په وزيرستان کې له يوې خوا د پلار پر ځای ناست و او د بل پلوه د هغې سيمې قاضي باله کېده نو نور يې نه شوای کولای چې په جالندهر کې پاتې شي او بي بي امينه يې هم په دې راضي کړه چې دا په جالندهر کې د خپل ځوی سره پاتې او پخپله قاضي عبدالله وزيرستان ته ستون شي، او بيا به په کال کې څو مياشتې جالندهر ته هم ورځي قاضي عبدالله کاني گرم ته راغی خو دا هغه وخت و چې هند سياسي حالات ورځ په ورځ بدلېدل، د لودي پښتنو پاچايي په هند کې پای ته رسېدلې وه او د پښتو پر سيمو د ظهيرالدين بابر يرغلونه پيل شوي وه. د قاضي عبدالله زړه په ښځه ااو زوی پسې کښانده و خو جالندهر ته يې د تلو لار پرانيستې نه وه. دده يو بل ورور «شېخ خدا داد» پهبېره (خوشاب) کې اوسېده چې د بابر يرغل هلته ور ورسېد نو هغه له هغه ځايه جالندهر ته ولاړ او بيا چې د بابر پوځونه جالندهر ته ورغلل نو د هغه ځای پښتانه د (بهار) خوا ته وکوچېدل مگر هلته هم آرام ژوند د پښتنو په برخه نه شو ځکه نو شېخ خدا داد د خپل ټبر او د بي بي امينې او د بايزيد سره د ۹۳۷ هجري سپوږميز کال شاوخوا کې د هندوستان کاني گرم ته راغی او د خپل ورور قاضي عبدالله سره يوځای شو. خو کوم مشکل چې قاضي عبدالله ته پيدا شو هغه د دوو بنو يو ځای ساتل او گذران کول و او بي بي امينه چې په خپلواک ژوند عادت وه د فاطمې مشرې کور کې ژوند تېرول ډېر گران تمامېده نو هغه و چې تر څه مودې وروسته چې لارې سمې شوې نو بي بي امينې د قاضي عبدالله څخه ځان خلاص کړ او خپلې پلارگنۍ (جالندهر) ته ولاړه او ځوی يې بايزيد د رواج او شرع سره سم قاضي عبدالله ته پرېښود. بايزيد چې تر دغه وخته د خپلې مور په مهربانه غېږ کې روزل شوی ؤ او يا يې د خپل مهربان تره شېخ خدا داد شفقت ليدلی ؤ يوازې نامهربانې ميرې او کم لطفه پلار ته پاتې شو، ځکه چې مور يې جالندهر ته ولاړه او تره يې د دوړو سيمې ته او دا خو د پښتو متل دی چې مور ميره شي پلار پلندر کېږي نو د قاضي عبدالله په کور کې بايزيد د يتيم په څېر ژوند تېراوه، که څه هم قاضي عبدالله خپل دواړه ځامن بايزيد او يعقوب خپل يو عالم او اعتباري شاگرد ملا پاينده ته وسپارل چې د هغه وخت مروج علوم ور وښيي، خو زياتره به داسې کېدل چې ميرې به خپل ځوی زده کړې ته پرېښود او په بايزيد به يې د کور کارونه کول او له دې وخته د ده په دراکو مغزو کې د تبعيض او عدم مساوات سره کرکه پيدا شوه، او چې هر څومره پوهېده او ځوانېده دا کرکه يې لا زياتېدله نو چې ځوان شو د پلار څخه يې د حج اجازت وغوښت او ورته يې ووييل چې هم به حج وکړي او هم به زيار وباسي چې څه علم زده کړي. خو پلار يې و نه منل او ورته يې ووييل چې د حج لپاره توښه ضرور ده - ته خپل مال نه لرې او پر گدا باندې يې حج نه کېږي، پاته شو علم هغه دلته په کور کې هم کولای شې. د بايزيد څخه چې د علم لار نيمگړې پاتې شوه نو د طريقت او تصوف لارې ته يې مخه کړه، شپې به يې په ذکر روڼولې او کله کله به روحي جذب دومره ورباندې غالب شو چې د رقص او سرود په مجلس کې به له ډېره شوقه د مجلسيانو سره په گډا هم سر شو. د ده د جذب دا کارونه د ده پر پلار چې مشهور عالم او قاضي ؤ ښه و نه لگېدل او د ځان بدنامي يې گڼله خو څه چاره يې هم نه شوای کولای که يې شاړه بدنامېده او که يې ساته رسوا کېده، او له بلې خوا د بايزيد زړه ورځ په ورځ د ميرې د بدې گزارې له امله له کوره سړېده او لومړی يې د خپل پلار او خپلې ميرې د استبداد په مقابل کې سر پورته کړ او پلار ته يې په ډاگه ووييل چې نور نو زما گذران د ميرې سره گران دی ما ته د خپل جايداد څخه څه را بېله کړه چې زه په خپله پرې بوخت شم او ځان ته خپل گذران پرې وکړم. که څه هم پر پلار يې دا خبره دېره درنه پرېوتله خو د زياتې رسوايي له بېرې او د خلکو له شرمه يې د خپل جايداد څخه برخه وربېله کړه او بايزيد له پلاره بېل شو او د خپل يو تره شېخ حسن لور بي بي شمسو يې په نکاح کړه.[۹]

کورنۍ

[سمول]

وايي چې د بايزيد نيکه گان له کندهاره د وزيرستان د کاڼي ګرام يا کاڼي ګورام سيمې ته تللي و او د بايزيد سکه نيکه شېخ محمد چې د وزيرستان په کاڼی ګورم کې اوسېد، دوولس ځامن درلودل او په دې دوولسو ځامنو کې عبدالله د بايزيد پلار په فضيليت مشهور و او قاضيتوب يې کاوه.[۱۰] دا چې د بايزيد پلار څنگه په جالندهر کې د حاجي ابوبکر لور په نکاح کړه د پېښور فاضل او محقق ليکوال مولوي محمد عبدالقدوس قاسمي د هغه خېرالبيان په سريزه کې چې د پېښور د پوهنتون د پښتو اکېډيمی په ۱۹۶۷ زېږيز کال کې چاپ او خپور کړی دی، داسې بيانوي: د بايزيد نيکه شېخ محمد خپل يو بل ځوی ته د حاجي ابوبکر جلندهري لور «بي بي امينه» غوښتې وه خو څنگه چې حاجي ابوبکر همدا يوه لور درلودله نو پر شېخ محمد يې شرط کېښوده چې دده ځوی به له وزيرستانه جالندهر ته ورځي او دده لور به وزيرستان ته نه بيايي، هغه و چې د شېخ محمد ځوی هم جالندهر ته ورغی خو هلته ځوانيمرگ شو، او بي بي امينه کونډه پاتې شوه، نو د هغه وخت د پښتنوالي دود او دستور و چې د يوه پښتون کونډه بايد د کونډې د مېړه ورور او يا نورو خپلوانو کړې وای، ځکه نو شېخ محمد د خپل مېړني ځوی کوڼده بي بي امينه خپل فاضل او عالم ځوی عبدالله ته ور په نکاح کړه او ددې دوهم مېړه دپاره هم شرط دا و چې بايد جالندهر ته ورشي او قاضي عبدالله سره له دې چې په وزيرستان کې يې بل واده هم کړی و چې ماندينه يې فاطمه نومېدله او يو ځوی يې هم ځينې درلود چې يعقوب نومېده بيا هم مجبور شو چې جالندهر ته ولاړ شي، هلته يو دوه کاله پاتې شو څو چې په (۹۳۱ هجري سپوږميز = ۱۵۲۴ زېږيز) کال د بي بي امينې له نسبه د عبدالله ځوی پيدا شو او نوم يې ورباندې «بايزيد» کېښوده.

زده کړې

[سمول]

د بايزيد پلار قاضي عبد الله خپل زوی ملتان کې د شېخ بهاولادين خانقاه ته د سبق لپاره ولېږلو.[۱۱] وروسته بايزيد د اسونو تجارت پېل کړو چې د دې لپاره به يې لېرې پرتو سيمو ته سفرونه کول.[۱۲] په کالنجر کې هغه د اسماعيلي فرقې يو مبلغ سره مخ شو چې د نورو خلکو سره په جومات کې يې لمونځ کاوه. هلته به يې ورو ورو تبليغ پيل کړو او خلک به د دوی خبرو اورېدو ته راټول شول. بايزيد هم د ده خبرې اورېدې او ښايي تر اغېز لاندې يې راغلی وي. د دوی خبرې داسې وې چې لمونځ روژه او حج تر هغې بېکاره دي تر څو د دوی په روح څوک پوه نشي. د اسماعيليانو د تبليغ خفيه لاره او د خلکو د راجلبولو طريقه د بايزيد لپاره په زړه پورې وه.[۱۳]

روښاني غورځنګ او دهغې ليدلوری

[سمول]

ملګري او دوښمنان

[سمول]

د بايزيد لوی مخالف سيد علي ترميزي ( پير بابا) او د ده خليفه اخوند دروېزه وکړو. ترميزي په ۱۶۱۵ م کې مړ شو. هم هغه پير روښان ” پير تاريک” وبللو. په پېښور کې اخون دروېزه روښانيانو ته د يو ديني مناظرې چيلنج ورکړو چې بايزيد ترې ډډه وکړه.[۱۴]

جګړې

[سمول]

د بايزيد روښان آثار

[سمول]

بايزيد روښان لومړنی شخص وو، چې د وسمهاله پښتو ليکدود بنسټ يې کېښود[۱۵]، نوموړي په عربي ليکدود کې ديارلس نور توري د پښتو ژبې ليکلو لپاره ورزيات کړل[۱۶] خو البته هېره دې نه وي چې دا د پښتو ژبې لومړنی ليکدود نه وو، بلکې تر دې پخوا په پښتو ژبه کې نور ليکدودونه هم موجود وو، پيرروښان يوازې په پښتو ليکدود کې تصحيح راوسته. د ارواښاد پيرروښان پۀ شپږ اووه کتابونو کښې چې ده د پښتو ژبې د ودې لپاره ليکلي وو يو په کې د رسم الخط رساله وه، دا رساله د خيرالبيان په پيل کې راغلې ده. دې رساله کې بايزيدروښان د پښتو خاصو اوازونو لکه (ښ، ږ،څ،ځ، ډ) او نورو لپاره ځينې ځانګړي اشکال وضع کړي دي چې د ده دا وضع کړی ليکدود په پښتو څېړنو کې د روښاني ليکدود پۀ نامه يادېږي.[۱۷]

د بايزيد روښان له هغو آثارو چې اوس شته داسې څرگندېږي چې بايزيد په عربي او اسلامي علومو پوه ؤ، په تفسير او حديث او فقه کې يې مطالعه درلودله او په تصول کې يې نظراً او عملاً لوی لاس درلود او هم ثابتېږي چې بايزيد په څلورو ژبو، پښتو، پارسي، عربي او د پنجابي په يوه لهجه پوهېده او همداشان يې وييل او ليکل هم پرې کولای شو. د پښتنو دپاره يې په پښتو موزوني خبرې جوړولې او پاړسيانو ته په پاړسو او هنديانو ته په هندکو. د ده د ليکل شويو آثارو څخه تر اوسه دغه آثار مالوم دي:

  1. د پښتو رسم الخط
  2. صراط التوحيد
  3. حالنامه
  4. مقصور المومنين
  5. فخرا لطالبين
  6. خيرالبيان
  7. د بايزيد پير روښان يوه نومورکې رساله
  8. مکتوبات
  9. واجيه دي شلوک
  10. د بايزيد سرودونه

مړينه

[سمول]

هغه وخت د هندوستان باچا جلال الدين محمد اکبر يو نوی دين ” دين الهي” په نوم جوړ کړو چې پکې د هندوانو، اسلام او مسيحيت ښې خبرې راټولې وې. په هند کې د اسلام مبلغينو د دې مخالفت کاوه خو په ښکاره يې ورسره جنګ نشو کولی. بايزيد د اکبر باچا د دې دين پر ضد خلک راوپارول. کله چې باچا خبر شو چې پښتانه په لوی شمېر بايزيد پسې دي نو د هغه سره د مقابلې لپاره یې څو مذهبي ملايان فعاله کړل.[۱۸] د بايزيد لوی مخالفت سيد علي ترميزي ( پير بابا) او د ده خليفه اخوند دروېزه وکړو. ترميزي په ۱۶۱۵ م کې مړ شو. هم هغه پير روښان ” پير تاريک” وبللو. په پېښور کې اخون درويزه روښانيانوته د يو ديني مناظرې چيلنج ورکړو چې بايزيد ترې ډډه وکړه. خو د ده منونکو شمېره مخ په زياتېدو شوه. اکبر باچا د خپل واک د ټينګولو لپاره دغسې ټول خلک له تورې ويستلي وو او روښاني تحريک اوس په يو سياسي قوت بدل شوی و. هغه يوسفزیو او خټکو ته د روښانيانو پر ضد ښه مراعات ورکړل او دې دواړو قامونو يې مخالفت پېل کړو. خوشال خان خټک پخپلې شاعرۍ کې د روښان په غندنه کې تر ټولو وړاندې و. د بايزيد سره اپريدي په ملاتړ ولاړ وو، هم هغه وه چې ده په تيراه کې خپل مرکز جوړ کړو. هلته په داگه يې د مغل باچا اکبر پر ضد د جهاد ناره پورته کړه.[۱۹] ده په څو جنگونو کې مغل پوځ مات کړو او په پنځو کې څلور زامن يې ووژل شول. د اکبر نامتو راجه بير بل د يو لوی پوځ سره جمرود کې ورباندې حمله وکړه او ممکن روښان په ۱۵۸۱ م کې په دې جنګ کې ووژل شو. خو ځينې سرچېنې وايي چې د مغلو سره د پير روښان وروستۍ ډغره په ننگرهار کې وه چې مغل والي محسن خان پکې پخپله برخه واخيسته. هغه په دې جنګ کې ماتې وکړه او صوابۍ ته ووتلو خو په ” ټوپۍ کې د يوسفزوله خوا راگېر او د ” توربيلې ” سره نږدې ووژل شو. د بايزيد د مرگ خبره مرموزه پاتې وه ځکه د ده مړی ورک شو. د مغل باچا په امر د باغي سر به په نيزه ځړولی د ښار څلور لارې کې اېښودل کېده چې نور باغيان ترې عبرت واخلي. ان تر دې چې د قبر نه به يې هم مړي راويستلو چې نوم يې پاتې نشي. د پير روښان منونکو د ده مړی د کانيګورم يو پټ ځای کې خښ کړو خو په اړه يې دا افسانه مشهوره شوه چې هغوی په يو کټ د ده هډونه ګرځول.[۲۰]

ځايناستی

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. اخوند دروېزه، تذکرة الابرار والاشرار (فارسي)، تاليف۱۰۲۱، د پنجاپ پوهنتون، لاسي ليکل شوې نسخه، ګ ۹۲ نه وروسته،
  2. اخوند دروېزه، تذکرة الابرار والاشرار (فارسي)، تاليف۱۰۲۱، د پنجاپ پوهنتون، لاسي ليکل شوې نسخه، ګ ۸۲ نه وروسته،
  3. کتاب:مآثرالامراء، ليکوال:ميرعبدالرزاق اورنګ ابادي، ، ټوک:دوهم، مخ:۲۴۳
  4. په ځينو ماخذونو کې د بايزيد د مور نوم بيبن امينه ليکلی شوې دی چې ښايي بيبن د بي بي عندي شکل وي
  5. حليم, صفيه (۱۴اګست ۲۰۱۵). "بايزيد روښان". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. کتاب:مآثرالامراء، ليکوال:ميرعبدالرزاق اورنګ ابادي، ، ټوک:دوهم، مخ:۲۴۳
  7. "بایزید انصاری". ويکي فقه (in پارسي). ۱۳۹۲/۱۱/۱۳.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. هوتک, محمدمعصوم (۱۱جون ۲۰۱۶). "د بایزید روښان د نوي موندل سوي اثر په اړه". نن ټکی اسيا.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. هوتک, محمدمعصوم (۱۱جون ۲۰۱۶). "د بایزید روښان د نوي موندل سوي اثر په اړه". نن ټکی اسيا.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. صراط التوحيد ۳ مخ
  11. حليم, صفيه (۱۴اګست ۲۰۱۵). "بايزيد روښان". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  12. حليم, صفيه (۱۴اګست ۲۰۱۵). "بايزيد روښان". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  13. حليم, صفيه (۱۴اګست ۲۰۱۵). "بايزيد روښان". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  14. حليم, صفيه (۱۴اګست ۲۰۱۵). "بايزيد روښان". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  15. حليم, صفيه (۱۴اګست ۲۰۱۵). "بايزيد روښان". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  16. حليم, صفيه (۱۴اګست ۲۰۱۵). "بايزيد روښان". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  17. فطرت, پروفيسور نوراحمد (۱۴نامالوم). "ارواښاد بايزيد انصاري پښتو ژبې ته څۀ ورکړل". پښتون مياشتنۍ. خوندي شوی له the original on 2024-09-07. بياځلي په 2025-02-05.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  18. حليم, صفيه (۱۴اګست ۲۰۱۵). "بايزيد روښان". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  19. حليم, صفيه (۱۴اګست ۲۰۱۵). "بايزيد روښان". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  20. حليم, صفيه (۱۴اګست ۲۰۱۵). "بايزيد روښان". صفيه حليم ټکی کام.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)