د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
| اوږده ليکنه
|
| ظہیرالدین بابر |
|---|
|
 | | ظہیرالدین بابر | | زمانه د حکومت | 30 اپریل 1526 (قدیم تقویم) — 26 دسمبر 1530 (قدیم تقویم) |
|---|
| تاج پسرول | رسمی تاجپوشی نہیں ہوئی |
|---|
| چغتائی(ازبکی) / فارسی | بابر |
|---|
| لقبونه | السلطان الاعظم والخاقان المکرم پادشاہ غازی شاہِ فرغانہ (1495-1497) ، شاہِ سمرقند (1497) ، شاہِ کابل (1501-1530) |
|---|
| پیدائش نيټه | فروری 23 [قت فروری 14] 1483 |
|---|
| پیدائش ځاې | اندیجان، فرغانه |
|---|
| وفات | جنوری 5 [قت دسمبر 26, 1530] 1531 (عمر 47) |
|---|
| وفات ځاې | آگرہ |
|---|
| خاورو ته سپارل | باغ بابر، افغانستان, 1531 |
|---|
| وروسته راغلې پاچا | همايون |
|---|
| ژوند ملگرې | عائشه سلطان بیگم بیبی مبارکه یوسفزئی دلدار بیگم گلنار آغاچه گل رخ بیگم ماهم بیگم آسیه رضوی نارگُل آغاچه سیدہ آفاق |
|---|
| اولاد | ہمایوں ، کامران مرزا ، عسکری مرزا ، ہندال مرزا ، گلبدن بیگم ، فخر النساء ، التون بِشِک |
|---|
| شاهي کورنۍ | خاندانِ تیمور |
|---|
| کورنۍ | مغل |
|---|
| پلار | عمر شیخ مرزا ، امیر فرغانه |
|---|
| مور | قُتلَق نِگار خانم |
|---|
| دين | اسلام |
|---|
ظهير الدين محمد بابر د ۱۴۸۳ ز كال د فبرورۍ په ۱۴ زېږېدلى دى . دى د گوډ تېمور له اولادې څخه وو . د بابر پلار عمر شيخ ميرزا ، نيكه يې ابو سيد ميرزا ، غور نيكه يې سلطان محمد ميرزا ميرانشاه تېمور نومېده. مور يې كوتلوغ نيگور خانم نومېده ، چې د تاشكند د واكمن يونس خان لور وه .
ده ته په ۱۲ كلنۍ كې له خپل پلار نه د فرغانې پلاز ورپاتې شو . دده پلار عمر شيخ ميرزا د ۱۴۹۴ ز كال د جون په ۹ د ۳۹ كلونو په عمر ووژل شو . بابر د ډېرو كلونو په اوږدو كې له نورو خانانو او زمكه والو ( فيوډالانو ) سره په خپلمځني جگړو كې بوخت وو .
نوموړى په ۱۵۰۰- ۱۵۰۵ كلونو كې د مغولي خان شيباني له لاسه افغانستان ته وتښتېد او په كابل كې يې خپله واكمني ټينگه كړه . په ۱۵۲۶ ز كال كې يې د پښتنو د لښكرو په مرسته پر هند تېرى وكړ او هلته يې د مغولي پاچاهانو او امپراتورۍ بنسټ كېښود . ( نور بيا )
اخځونه
- http://ru.wikipedia.org/wiki/Бабур
|