د افغان-انگرېز لومړۍ جگړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د افغان او انگریز لومړی جگړه
برخه د  لويې لوبې
Britattack.jpg
A British-Indian force attacks Ghazni fort during the First Afghan War, c.1839.
نيټهمارچ 1839–اکتوبر 1842
ځایافغانستان
پايله

د افغانانو برۍ[۱][۲]

  • British conquer Kabul, imprison Dost Mohammad and install Shah Shujah (August 1839)[۲]
  • Dost Mohammad escapes, but is recaptured and deported (1840)[۲]
  • Afghan uprisings and harsh winters force British withdrawal,[۲] Shah Shujah killed (1841–2)
  • Dost Mohammad reinstalled to the throne (1843)[۲]
جنګیالي
د افغانستان امارت

کينډۍ:Country data British Empire

قومندانان او مشران
امير دوست محمد خان (اسیر)
سردار محمد اکبر خان
وېليم حې مېکناټن 
John Keane
Sir Willoughby Cotton
George Pollock
کينډۍ:Country data British Empire William Elphinstone (اسیر)
شاه شجاع 
تلفات او زیانونه

~500 سرتېري[سرچينه پکارده]

1,500 نيول شوي[سرچينه پکارده]
4,700 سرتېري + 12,000 camp followers[۳]

د افغان ـ انگرېز لومړنۍ جگړه په کال ۱۸۴۲ زېږيز کې د برتانوي ـ هند لخوا په افغانستان باندې د يرغل په ترڅ کې پيل شوه . دا د نړۍ په تاریخونو کې د لويې لوبې په نوم ياده شوې او دا ځکه چې د ۱۹ مې پېړۍ د ځواک پر سر د ښکرورو دوو ځان منليو روسيې او امريکي ـ انگرېز لخوا په منځني اسيا باندې د خپل نفوض اچولو د سيالي په ترڅ کې توده شوه، خو په منځ کې ېې ډېر بې گنا ولسونه ښکېل شول. او دا د ختيځې هندي کمپنۍ چې انگرېزانو ېې په پلمه هند او شاوخوا سيمې ونيولې اود خپل د لالچ له کبله د نفوض زياتولو پلانونه جوړول وغځوله . دانگرېزانو په تاريخ کې د افغان ـ انگرېز جگړو ته د انگرېز راج يا انگرېز قوت لپاره د يو ډېر لوی گوزار په سترگه کتل شوی . کله چې امير دوست محمد خان په افغانستان کې پاچا شو ، شاه شجاع هند ته ولاړ او دا وخت انگرېزانو ته په افغانستان کې د مداخلې لاره برابره شوه. انگرېزانو د افغانستان اصلي وارث شاه شجاع گاڼه ، او دا چې په هغه کې ېې خپلې گټې ليدلې وې نوځکه ېې د مرستې ژمنې ورسره وکړې او راپه مخه ېې کړ . د ۱۸۳۹ زېږدي کال په اپرېل کې ېې په کندهار او د همدې کال د اگست په مياشت کې ېې په کابل کې د پاچا په توگه اعلان کړ . خو په زرگونو انگرېزان ورسره وه . شاه شجاع په نامه پاچا و ، ټولې چارې او واک و اختيار د انگرېزانو په لاس کې وه . دا وخت امير دوست محمد خان له څو تنو زامنو سره مزار شريف او بيا بخارا ته ولاړ .

د افغان - انګلیس لومړۍ جګړه (په فارسي: جنګ اول افغان و انګلیس) د افغانستان د امارت او د بریتانیا د سترواکۍ ترمنځ جګړه وه چې له ۱۸۳۹ کال څخه تر ۱۸۴۲ ز کال پورې روانه وه. په لومړیو کې بریتانیا په بریالیتوب سره په افغانستان برید وکړ او د امیر دوست محمد خان (بارکزي) او پخواني امیر شاه شجاع (دراني) ترمنځ يې د ځایناستۍ په یوه مناقشه کې پر هېواد برید وکړ، چې د ۱۸۳۹ ز کال په اګست کې يې کابل اشغال کړ. اصلي هندي بریتانوي ځواکونو کابل ولکه کړ او سخت ژمي يې وزغمل. دا ځوکونه او د هغوی د کمپ پلویان له کابل څخه د ۱۸۴۲ ز کال په شاتګ کې په بشپړ ډول له منځه ولاړل.

وروسته انګریزانو د خپلو پخوانیو سرتېرو د غچ اخیستلو لپاره کابل ته پوځیان واستول. هغوی د زندانیانو تر رغېدو وروسته د کال په پای کې کابل پرېښود. دوست محمدخان چې هند ته تبعید شوی و، بېرته راستون شو، تر څو خپله واکمني له سره پیل کړي.

دا د لویې لوبې په بهیر کې لومړنۍ لویه نښته وه، په نولسمه پېړۍ کې په منځنۍ اسیا کې د نفوذ او واک پر سر د روسیې او بریتانیا تر منځ سیالي وه. [۴]

مخینه

لاملونه

نولسمه پېړۍ د اسیا په سویلي حوزه کې د نفوذ لپاره د بریتانیا او روسیې ترمنځ د ديپلوماتیکې سیالۍ دوره وه، چې انګریزانو د لویې لوبې او روسانو د سیوري د ټورنمنټ په توګه پېژندله. د پاول له سترواکۍ پرته چې په ۱۸۰۰ز کال کې يې پر هند د برید امر وکړ (چې په ۱۸۰۱ ز کال کې د هغه ترور وروسته لغوه شو)، هېڅ روسي امپراتور (تزار) په جدي ډول پر هند د یرغل په فکر کې نه و، خو د شلمې پېړۍ په ډېره برخه کې روسیې ته د دښمن په سترګه کتل کېدل او په منځنۍ اسیا کې د روسیې هر ډول پرمختګ چې د قزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان، اوزبکیستان او اوسني تاجکستان پر لور و، تل په لندن کې د هند د فتحې په لور هدایت کېده، څنګه چې امریکایي تاریخ پوه ډېوېډ فرومکین وکتل:«اړینه نه ده چې له ذهن څخه څنګه لرې ده» دا ډول تعبیر ښايي شته وي. په ۱۸۳۲ ز کال کې د رایې د حق د الزاماتو د راکمولو لپاره د سمونونو لومړنۍ لایحه  د رایې د ورکولو او د پوست تصدۍ لپاره  په بریتانیا کې تصویب شوه، چې  د روسیې پورته محافظه کار سترواک لومړي نیکلاس ورسره په څرګنده مخالفت وکړ او د روسیې او انګلیس د سړې جګړې لپاره یې زمینه برابره کړه. ډېری په دې باور وو چې روسیې زورواکي او د بریتانیا دیموکراسي باید له یو بل سره مخامخ شي. په ۱۸۳۷ز کال کې لارډ پالمېرسټون او جان هاب‌هاوس، د افغانستان او سیند د بې ثباتۍ او په شمال لویدیځ کې د سیکانو د پاچهۍ د واک د زیاتېدلو د وېرې له امله د افغانستان له لارې پر بریتانوي هند د روسیې د احتمالي برید وېره مطرح کړه. انګلیسانو تمایل درلود چې د سترواک لومړي نیکولاس بهرنۍ سیاست د انګلیس ضد او په منځنۍ اسیا کې د پراختیا غوښتونکي په توګه وپېژني، حال دا چې نیکولاس په حقیقت کې له بریتانیا څخه د یو دیموکراتیک لېبرال دولت په توګه چې د هغه له نظره عجیب و، بېزار و، خو تل په دې باوري و چې کولی شي په اسیا کې د حوزو د نفوذ په اړه له بریتانیا سره تفاهم ته ورسېږي او باوري و چې د بریتانیا د ټولنې لومړنی محافظه کارانه طبیعت د لیبرالیزم راپورته کېدل ځنډوي. د نیکولاس د بهرني سیاست اصلي موخه د اسیا فتح کول نه وو، بلکې په اروپار کې د شته حالت خوندي کول و، په ځانګړي ډول د پروس او اطریش سره د همکارۍ له لارې د فرانسې او د فرانسې د پاچا په توګه د لوی فلیپ انزوا وه چې نیکولاس د غاصب په توګه ورڅخه کرکه لرله. ډک‌اورلئان یو وخت د نیکولاس ملګری و، خو د ۱۸۳۰ ز کال تر انقلاب وروسته، کله چې هغه د فرانسې تاج او تخت په واک کې کړل، نیکولاس له خپل پخواني ملګري څخه کرکه پیدا کړه، د هغه له نظره: هغه د هغه څه په لور تللی و چې د لیبرالیزم تیاره اړخ و. دا نظریه چې روسیه د ختیځ هند د ګډون لپاره يو ګواښ ده، د دې پېښې یو روایت دی. اوس پوهان بد ل تعبیر وړاندیزکوي چې د ختیځ هند له کمپاین څخه وېره په حقیقت کې د دوست محمد خان او د ایران د قاجار واکمن پرېکړه وه، تر څو يو اتحاد رامنځته کړي او په پنجاب کې د سیکانو حکومت مړ کړي. انګرېزانو وېره لرله چې اسلامي متجاوز پوځ به په هند کې د خلکو او شهزاده‌ګانو د پاڅون لامل شي، په دې توګه يې پرېکړه کړه چې یو نرم حاکم د دوست محمد خان ځای ناستی شي. «اوازې/شایعات کولی شي د خپل ځان یا د امپراتور د ژوند په بیه پرېوځي. په دې توګه د ختیځ هند کمپنۍ د دې پر ځای چې پر نور ختیځ تمرکز وکړي د روسي خرس ګواښ يې نندارې ته وړاندې کړ.»    [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

یاد شرکت کابل ته یو سیاسي استازی ولېږه، تر څو د روسیې پر ضد د افغانستان له امیر دوست محمد خان سره ائتلاف وکړي. دوست محمد خان په وروستیو کې د پېښور ستراتيژیک ښار د سیکانو سترواکۍ ته بایللی و او حاضر و چې د بریتانیا د ملاتړ په حالت کې د هغه د بېرته ولکه کولو لپاره له بریتانیا سره ائتلاف وکړي، خو انګریزان مایل نه و. په بدل کې انګریزانو له دال خلسا څخه وېره لرله او د سیکانو پوځ يې د هغو افغانانو په پرتله چې منظم پوځ يې نه درلود، لوی ګواښ باله، افغانانو یواځې قبیله‌يي مالیات درلودل او د جهادي قبیلو تر بیرغ لاندې چې د امیر لپاره جنګېدې، راټولېدل. له همدې امله لارډ اکلنډ د افغانستان په پرتله له پنجاب سره اتحاد ته لومړیتوب ورکړ. انګرېزانو کولی شوی، له پنجاب یا افغانستان سره اتحاد ولري، خو په یو وخت کې له دواړو سره نه.[۱۲][۱۳][۱۴]

کله چې د هند اعلی قومندان(ګورنر جنرال) لارډ اوکلنډ کابل ته د روسي استازي کونټ جان پروسپر وېتکېوېچ د ننه کېدلو او د دې احتمال چې دوست محمدخان به له روسیې څخه ملاتړ وکړي، خبر شو د هغه سیاسي سلاکارانو دا ګواښ له اغراق سره مل کړ. سکاټلنډی الکساندر برنز چې د ختیځ هند د کمپنۍ د لوی افسر په توګه یې په افغانستان کې خدمت کاوه، وېتکیويچ داسې تعریفوي: « هغه یو مېړنی او نرم خویه سړی و، شاوخوا دېرش کلن و چې په فرانسوي، ترکي او فارسي ژبه يې روانې خبرې کولې. یو قزاق افسر چې یونیفورم به یې اغوست. د ویتکويچ حضور برنز په مایوسۍ کې ښکېل کړی و او معاصر دې ټکي ته اشاره کوي چې هغه «ځان ناهیلۍ ته پرېښود، چې سر به یې په نم‌جنو رومالونو او دسمالونو تړلی و او د بوی د بوتلونو په لور يې نیوه.» کونټ ویتکوېنچ په حقیقت کې دوست محمد خان کابل ته بللی و ، تر څو انګریزان ووېروي چې له خپل اصلي دښمن رنجیت سېنګ د پنجاب له ماهراجه سره ائتلاف وکړي، خو له دې امله نه چې په رښتیا هم له روسیې سره د اتحاد غوښتونکی و. بریتانویانو دا ځواک درلود، چې سېنګ دې ته اړ کړي چې د افغانستان هغه سیمې چې پخوا یې فتحه کړې وې بېرته راستنې کړې، حال دا چې روسانو دا کار ونه کړ، چې دا په ډاګه کوي چې دوست محمد خان ولې له بریتانیا سره د اتحاد غوښتونکی و. برنز وروسته له دې د ۱۸۳۷ کال د ډېسمبر په وروستیو کې له کونټ ويتکويچ او دوست محمد خان سره د شپې ډوډۍ وخوړله خپلې کورنۍ ته ولیکل چې: «موږ د منصبدارانو په یوه ډوډۍ خونه کې یو. د روسیې امپراتور خپل استازی کابل ته ولېږه تر څو له راجیت سېنګ سره د مبارزې لپاره [افغانانو ته] پیسې ورکړي!!! ما په خپلو سترګو او غوږنو باور ونه شو کړی.» د ۱۸۳۸ ز کال د جنوري په ۲۰ مه لارډ اکلنډ دوست، محمد ته وروستی وړاندیز ولېږه او هغه ته یې وویل: «تاسو باید له روسیې سره له هر ډول مکاتبې څخه ډه‌ډه وکړئ. تاسو باید هېڅکله د هغوی له خوا استازي ترلاسه نه کړئ، یا زموږ له اجازې پرته له هغوی سره کار ولرئ. تاسو باید کپتان/استازی ویکتویچ [ویتکویچ] له حسن نیت سره اخراج کړئ. تاسو باید ټولې ادعاوې پېښور ته وسپارئ.» برنز په خپله شکایت کړی و چې د لارډ اوکلنډ لیک «دومره له عقل څخه لرې او ديکتاتوري ډوله و چې د لیکوال د سپکاوي نیت یې څرګندوه» او هڅه یې وکړه د امکان تر کچې د هغه له سپارلو څخه مخنیوی وکړي. دوست محمد له دغه لیک څخه واقعاً خوابدی شو، خو له جنګ څخه د مخنیوي په موخه د خپل ځانګړي پوځي سلاکار امریکایي ماجراجو/پېښه پلټونکي جوزیا هارلن له لارې له برنز سره مذاکره وکړه، تر څو وګوري چې ایا کولی شي مصالحې/جوړجاړي ته لار پرانیزي. برنز په حقیقت کې د مذاکرې لپاره هېڅ ځواک نه درلود او هارلن شکایت وکړ چې برنز یوازې ولاړ دی یا ننداره کوي، چې دا د ۱۸۳۸ ز کال د اپریل په ۲۶ مه د بریتانیا له ديپلوماتیک ماموریت څخه د دوست محمد خان د اخراج لامل شو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

  1. Encarta-encyclopedie Winkler Prins (1993–2002) s.v. "Afghanistan. §5.3 De tijd van de Britse invloed". Microsoft Corporation/Het Spectrum.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ Kohn, George Childs (2013). Dictionary of Wars. Revised Edition. London/New York: Routledge. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135954949. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Baxter, Craig "The First Anglo–Afghan War". Afghanistan: A Country Study. Ed. Federal Research Division, Library of Congress. Baton Rouge, LA: Claitor's Pub. Division. ISBN 1-57980-744-5. Retrieved on 23 September 2011. 
  4. Keay, John (2010). India: A History (الطبعة revised). New York, NY: Grove Press. د کتاب پاڼي 418–19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8021-4558-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Perry, James Arrogant Armies, Edison: CastleBooks, 2005 p. 110.
  6. Fromkin, David "The Great Game in Asia" pp. 936–51 from Foreign Affairs, Volume 58, Issue 4, Spring 1980 pp. 937–38
  7. Fromkin, David "The Great Game in Asia" pp. 936–51 from Foreign Affairs, Volume 58, Issue 4, Spring 1980 p. 938
  8. Riasanovsky, Nicholas Nicholas I and Official Nationality in Russia, 1825–1855, Los Angeles: University of California Press, 1959 p. 255.
  9. Riasanovsky, Nicholas Nicholas I and Official Nationality in Russia, 1825–1855, Los Angeles: University of California Press, 1959 pp. 257–58.
  10. Riasanovsky, Nicholas Nicholas I and Official Nationality in Russia, 1825–1855, Los Angeles: University of California Press, 1959 p. 258.
  11. Husain, Farrukh (2018). Afghanistan in the age of empires: the great game for South and Central Asia. Silk Road Books. د کتاب پاڼي 81, 412. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5272-1633-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. L. W. Adamec/J. A. Norris, Anglo-Afghan Wars, in Encyclopædia Iranica, online ed., 2010
  13. J.A. Norris, Anglo-Afghan Relations Archived 2013-05-17 at the Wayback Machine., in Encyclopædia Iranica, online ed., 2010
  14. Perry, James Arrogant Armies, Edison: CastleBooks, 2005 p. 111.
  15. Macintyre, Ben The Man Who Would Be King, New York: Farrar, Straus, Giroux, 2002 p. 205
  16. Macintyre, Ben The Man Who Would Be King, New York: Farrar, Straus, Giroux, 2002 pp. 205–06
  17. Macintyre, Ben The Man Who Would Be King, New York: Farrar, Straus, Giroux, 2002 pp. 206–07
  18. Macintyre, Ben The Man Who Would Be King, New York: Farrar, Straus, Giroux, 2002 p. 206