شيعه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شیعه ډله یا تشیع د اسلام دویمه لویه څانګه ده. هغوی په دې باور ده چې د اسلام پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم خپل ځای ناستی حضرت علی ابن ابی طالب او وروسته هغه د امام (روحاني او سیاسی مشر) په ځانګړې توګه د غدیر خم په پېښه کې وټاکه، خو په سقیفه کې د محمد صلی الله علیه وسلم د یو شمېر نورو اصحابو له لوري د ټاکنې له امله یې د مسلمانانو د مشر په توګه د محمد صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي کېدو مخه ونیول شوه. په اصل کې دا نظر د سني ډلې سره په تضاد کې دی چې لارویان یې په دې باور دي چې محمد صلی الله علیه وسلم د خپلې مريڼې څخه مخکې خپل ځای ناستی نه و ټاکلی او ابوبکر (رض) چې په سقیفه کې د مسلمانانو د یوې لوړپوړې ډلې له لوري خليفه وټاکل شو ترڅو د محمد صلی الله علیه وسلم وروسته لومړی په حقه خليفه وي. د شیعه ډلې لارویانو ته شیعه مسلمانان، شیعه ګان یا په ساده ډول شیعه ویل کېږي.  [۱][۲][۳]  

شیعه ډله په غدیر خم کې د محمد صلی الله علیه وسلم د څرګندونې په اړه د حدیث پر بنسټ ولاړه ده. شیعه ګان په دې باور دي چې علي (رض) باید د اسلام د روحاني او سیاسي مشر په توګه د محمد صلی الله علیه وسلم ځای ناستی وی. وروسته دې عقیدې د امامت مفهوم ته وده وکړه، هغه مفکوره چې د محمد صلی الله علیه وسلم یو شمېر اولادونه، اهل بیت په حقه واکمنان یا امامان دي او شیعه ګان عقیده لري چې دوی په اسلامي ټولنه کې ځانګړی روحاني او سیاسي واک لري. که څه هم ډېر شیعه فرعي مذهبونه شته دي، عصري شیعه ډله په دوو اصلي ډلو وېشل شوې: اثني عشري او اسماعیلیه چې د شیعه ګانو په منځ کې د اثني عشري شیعه ګان ترټولو لویه او تر ټولو اغیزمنه ډله ده.  [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

شیعه ډله د اسلام دویمه لویه څانګه ده چې د ټولو مسلمانانو څخه ۱۰-۱۵٪ لارویان لري. اثني عشري د شیعه ډلې ترټولو لویه څانګه ده چې د ټولو شیعه مسلمانانو نږدې ۸۵٪ برخه جوړوي. [۱۲][۱۳][۱۴]

اصطلاح پېژندنه[سمول]

په ټوله کې، د شیعه ډلې لارویانو ته شیعه ویل کېږي (عربي: شِيعَة) چې د (شِيعَة عَلِيّ) مخفف دی چې د "علي (ض) لارویان"، "د علي (رض) فرقه" یا "د علي ګوند" په  معنی دی، (شِيعِيّ) په مفرد نوم او ستاینوم دواړو باندې دلالت کوی، په داسې حال کې چې (شِيَاع) جمع نوم ته اشاره کوي. Shiʻa، Shia، Shiʻism/Shiʻite، یا Shiism/Shiite هغه بڼې دي چې په انګلیسي کې د لارویانو، جوماتونو او د دې مذهب سره د تړلو شیانو لپاره کارول کېږي.    [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په لومړي ځل دا اصطلاح د محمد صلی الله علیه وسلم په ژوند کې وکارول شوه. اوس دا کلمه هغو مسلمانانو باندې اطلاق کوي چې باور لري له محمد صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د ټولنې مشري د علي (رض) او د هغه په ځاي ناستو پورې اړه لري. نوبختي وايي چې د شيعه اصطلاح د مسلمانانو هغې ډلې ته وايي چې د محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کې او له هغه وروسته يې علي (رض) امام او خليفه ګڼلو. الشهرستاني څرګندوي: د شيعه اصطلاح هغه چا ته ویل کېږي چې باور لري علي (رض) د محمد صلی الله علیه وسلم له لوري د وارث، امام او خليفه په توګه ټاکل شوی او دا چې د علي (رض) واک د هغه د اولادې په وسیله ساتل کېږي. د شیعه ګانو له نظره دا عقیده په قرآن او د اسلام په تاریخ کې شته. شیعه عالمان ټینګار کوي چې د واک مفهوم د پیغمبرانو له کورنۍ سره تړاو لري لکه څنګه چې په ۳:۳۳،۳۴ آیتونه ښيي: "په حقیقت کې خدای آدم او نوح او د ابراهیم کورنۍ او د عمران کورنۍ په نړۍ کې غوره کړي-(۳۳) په دې حال کې چې داسې نسلونه دي چې ځینې یې له نورو څخه دي، او خدای اورېدونکی او ښه  پوه دی.(۳۴)  [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

عقیده او عمل  [سمول]

دين پوهنه[سمول]

د شیعه ډلې عقیده پراخه او ډېرې بېلابېلې ډلې پکې شاملې دي. په اسلامي نړۍ کې شیعه ډله د دیني تفسیر او سیاسي واک د بشپړ خپلواک نظام څرګندویه ده. اصلي شیعه پېژندنه د امام علي (رض) لارویانو ته اشاره کوله او شیعه دین پوهنه په دویمه هجري پېړۍ کې یا د هجرت (اتمې میلادي پېړۍ) وروسته ترتیب شوه. لومړني شیعه حکومتونه او ټولنې د دریمې هجري پېړۍ په پای کې یا نهمه میلادي پېړۍ کې رامنځته شول. د لویس مسینون له خوا څلورمه هجري پېړۍ یا لسمه میلادي پېړۍ د "اسلام په تاریخ کې د شیعه اسماعیلیانو پېړۍ" یاده شوې ده.  [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په ایمان اقرار (شهادت)[سمول]

د شهادت شیعه تعبیر، په ایمان اسلامي اقرار، د سنيانو سره توپیر لري. سني شهادت څرګندوي چې له خدای پرته بل معبود نشته، محمد (ص) د خدای (ج) رسول دی، خو شیعه ګان دې ته علي ولی الله ور زیات کړي. دا عبارت د محمد صلی الله علیه وسلم د نسب له لارې د واک په ارث وړلو باندې د شیعه ګانو ټینګار څرګندوي. نو د شیعه شهادت دری قضیې، توحید (د خدای وحدانیت)، نبوت (د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم) او امامت (امامیت، د ایمان لارښونه) تر بحث لاندې نیسي.   [۳۱]

علي (رض) ته "ولي" اساس د قرآن کریم له یوه ځانګړي آیت څخه اخیستل شوی. د دې آیت په اړه نور تفصیلي بحث شته دی.  [۳۲][۳۳]

د شيعه كلمې مانا[سمول]

د يو چا لپاره عصبيت كول، يا دچا سره مرستندوې كېدل، يا د پيروي كولو په مانا ده. لكه چې وايي: پلانې د پلاني سړي له شيعه (اتباعو) څخه دى. لكه څرنگه چې الزبېدي وايي: هرهغه قام چې په يوه مسئله سره راټول شي، نو دوي شيعه گان شول. او هر هغه څوك چې د چا مرسته وكړي او د هغه لپاره گونديتوب وكړي، نو دې د هغه شيعه دى. ددې كلمې اصل له (المشايعه) څخه دى او هغه د المطاوله او المتابعه په وزن دى. ددې لفظ كارونه د اسلام په لومړي سر كې په خپل اصلي او حقيقي شكل كارول كېده. مگر د وخت په تېرېدو سره د عثمان رضي الله عنه له شهادت څخه وروسته د علي كرم الله وجهه او معاويه ترمنځ د ترينگلتيا په وخت كې دا لفظ د سياسي موخو لپاره وكارول شو. نو پدې وخت كې به د علي كرم الله وجهه مرستندويو او اتباعو ته د (شيعه علي)، او دې ډلې به دا دعوه كوله چې علي كرم الله وجهه له معاويه څخه د خلافت لومړيتوب لري او دې يې وړ دى. او پدې ډول به يې د هغه رضي الله عنه مرسته په جگړو كې كوله. همدارنگه به د معاويه رضي الله شيعه گانو هم د هغه په پلوۍ د هغه ننگه كوله، او معاويه رضي الله عنه به يې د خلافت وړ گڼلو.

د دين واكې او تفسير او د مسلمانانو د چارو واگي له پېغمبر څخه وروسته د هغه چا په لاس كې وي، چې د ځښتن تعالى له لورې ټاكل شوي وي، او د عصمت او عدالت د صفتونو لرونكي دي. دا ډله خلك د امام په نامه يادېږي. د شيعه گانو لومړنې امام (د دوي په وېنا) علي كرم الله وجهه دى. د شعه گانو د گروهو له مخې محمد صلى الله عليه وسلم له خپلې مړينې څخه مخكې په كراتو مراتو د علي رضي الله عنه د ځاېناسستوب (جانشيني) په اړه صحابه ؤ ته ويلي ول.

د شيعه ډلو امامان[سمول]

لاندې جدول د شیعه ډلو امامان را په گوته کوي، چې د هرې ډلې لپاره ځانگړي امامان دي.

  1 علي (661) غيبة سبئية (فرقة) [۳۴]
╗═══════════════════════ ═══
الحنفية (زوجة علي بن أبي طالب ) فاطمة (633)
┤─────────────────────── ───
  4 محمد بن الحنفية (700)   3 الامام الحسين (680)   2 ا الحسن (669)
غيبة كيسانية الواقفة على الحسين بن علي بن أبي طالب عبد الله
عبد الله بن محمد بن الحنفية   4 علي زين العابدين (712)
الهاشمية(فرقة)
┐─────────────────────── ─── محمد (145هـ)
  5 محمد الباقر (791)   5 زيد بن علي (740) غيبة المحمدية(فرقة)
الزيدية
  6 جعفر الصادق (765)
غيبة الناوسية
البزيغية
┤───────────────┐─────── ─── ──────┐───────────────── ───
  7 موسى كاظم (799).   7محمد بن جعفر صادق   7عبدالله بن جعفر صادق (765)   7 إسماعيل بن جعفر (760)
غيبة الواقفية . . .. . . . . . . . غيبة السميطية الفطحية شيعة إسماعيلية
  8 علي رضا (818) محمد بن عبدالله بن جعفر صادق
  8 محمد المكتوم(813)
غيبة
السبعية
  9 محمد جواد (839)
  9 الوافي أحمد(828)
 10 علي الهادي (868)
┤───────────────┐─────── ───  10 التقي محمد(840)
 11 الحسن العسكري (874) ......... جعفر بن علي الهادي محمد بن علي الهادي
غيبة الواقفية على الحسن العسكري النفيسية  11 الزكي عبد الله (881)
┤─────────────────────── ───
 12 محمد المهدي (...)  12 ابن نصير من أصحاب العسكري ┤──────────┌
الجنينيون نصيرية أو علوية  12 عبيد الله المهدي (934)
غيبة الإثني عشرية فاطميين
الثلاث عشرية
 13 القيم(946)
 14 المنصور(952)
 15 المعز لدين الله(975)
 16 العزيز بالله(996)
 17 حاكم بأمر الله (1021)
┐─────────────────────── ───
غيبة  18 الظاهر علي(1036)
دروز
 19 المستنير بالله (1094)
┐─────────────────────── ───
 20 نزار  20 المستعلي بالله(1101)
نزارية مستعلية
 21 الهادي  21 الآمر (1130)
 22 المهتدي  22 الطيب أبي القاسم(1142)
غيبة
 23 الذكري سلام
او داسې نور

د شیعه گانو دولس امامان[سمول]

د شيعه گانو هغه ډله چې په دولس امامانو گروهه لري د دولس امامي شيعه گانو (شيعه اثنا عشريه) په نامه يادېږي. ددې شيعه گانو په وړاند لاندې لړۍ د دوي دولس امامان دي.

  1. حضرت امام علی بن ابوطالب علیه السلام
  2. حضرت امام حسن بن علی علیه السلام
  3. حضرت امام حسین بن علی علیه السلام
  4. حضرت امام علی بن حسین علیه السلام
  5. حضرت امام محمد بن علی علیه السلام
  6. حضرت امام جعفر بن محمد (جعفر صادق) علیه السلام
  7. حضرت امام موسی بن جعفر (موسى کاظم) علیه السلام
  8. حضرت امام علی بن موسی (رضا) علیه السلام
  9. حضرت امام محمد بن علی (تقی) علیه السلام
  10. حضرت امام علی بن محمد (نقی) علیه السلام
  11. حضرت امام حسن بن علی (حسن عسکری) علیه السلام
  12. حضرت امام حجت بن حسن (مهدی) عجل الله تعالی فرجه

د گروهې بنسټونه[سمول]

د شيعه گانو(مراجع) ېا مشران[سمول]

http://fa.wikipedia.org/wiki/مراجع_تقلید_شیعه

گروهې[سمول]

شيعه جغرافيه[سمول]

شیعه گان په نری کی ده مسلمانانو 16% دی.چی په دوی کی اکثره اثنا عشریہ اہل تشیع په ایران، عراق، آذربایجان،لبنان،افغانستان،پاکستان یمن،ترکیه،سوریه،کویت ،عربستان سعودی، بحرین وقطرکی ژواند کوی

دا هم وگورئ[سمول]

کتاب پېژندنه[سمول]

• طهرانی، سید محمد حسین، امام شناسی • حجت، سید محسن، تشیع چیست؟ شیعه کیست؟ • طباطبایی، سید محمد حسین، شیعه در اسلام و [1] • اسرار آل محمد

بهرنې تړونونه[سمول]

    • د شيعه گانو وېبپاڼه
    • [www.ahl-ul-bait.org|اهل بېتو نړېواله ټولنه]
    • [www.shia-news.com|د شيعه تحليلي خبرونو وېبپاڼه]
    • [www.yasinmedia.com/fa/ د شيعه گانو وېبپاڼه]

اخځليكونه[سمول]

  1. Olawuyi, Toyib (2014). On the Khilafah of Ali over Abu Bakr. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4928-5884-3. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Shura Principle in Islam – by Sadek Sulaiman". www.alhewar.com. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جولای ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 2016-01-04 باندې). Sunnis and Shia: Islam's ancient schism. BBC News.
  4. Esposito, John. "What Everyone Needs to Know about Islam". Oxford University Press, 2002 | کينډۍ:ISBN. p. 40
  5. "From the article on Shii Islam in Oxford Islamic Studies Online". Oxfordislamicstudies.com. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مې ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Newman, Andrew J. "Shiʿi".. Encyclopedia Britannica. 
  7. "Ahl al- Bayt". Encyclopaedia of Islam (2nd). (2012). Ed. P. Bearman. Brill. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_0378. 
  8. "Lesson 13: Imam's Traits". Al-Islam.org. 13 January 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Tabataba'i (1979), p. 76
  10. God's rule: the politics of world religions, p. 146, Jacob Neusner, 2003
  11. Esposito, John. What Everyone Needs to Know about Islam, Oxford University Press, 2002. کينډۍ:ISBN. p. 40
  12. "Mapping the Global Muslim Population". 7 October 2009. مؤرشف من الأصل في ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. The Pew Forum's estimate of the Shia population (10–13%) is in keeping with previous estimates, which generally have been in the range of 10–15%. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Newman, Andrew J. (2013). "Introduction". Twelver Shiism: Unity and Diversity in the Life of Islam, 632 to 1722. Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7486-7833-4. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Guidère, Mathieu (2012). Historical Dictionary of Islamic Fundamentalism. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 319. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-7965-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. The New Encyclopædia Britannica, Jacob E. Safra, Chairman of the Board, 15th Edition, Encyclopædia Britannica, Inc., 1998, کينډۍ:ISBN, Vol 10, p. 738
  16. Duncan S. Ferguson (2010). Exploring the Spirituality of the World Religions: The Quest for Personal, Spiritual and Social Transformation. Bloomsbury Academic. د کتاب پاڼې 192. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4411-4645-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wehr, Hans. "Dictionary of Modern Written Arabic". Archive.org. د کتاب پاڼې 498. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Shiʻa is an alternative spelling of Shia, and Shiʻite of Shiite. In subsequent sections, the spellings Shia and Shiite are adopted for consistency, except where the alternative spelling is in the title of a reference.
  19. "Difference Between The Meaning Of Shia And Shiite? However the term Shiite is being used less and is considered less proper than simply using the term "Shia"". English forums. مؤرشف من الأصل في ۳۱ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Tabataba'i 1977, p. 34
  21. Sobhani & Shah-Kazemi 2001, p. 97
  22. Sobhani & Shah-Kazemi 2001, p. 98
  23. Vaezi, Ahmad (2004). Shia political thought. London: Islamic Centre of England. د کتاب پاڼې 56. OCLC 59136662. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-904934-01-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Cornell 2007, p. 218
  25. The New Encyclopædia Britannica, Jacob E. Safra, Chairman of the Board, 15th Edition, Encyclopædia Britannica, Inc., 1998, کينډۍ:ISBN, Vol 10, p. 738
  26. "Druze and Islam". americandruze.com. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مې ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Ijtihad in Islam". AlQazwini.org. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جنوري ۲۰۰۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Shiʻite Islam," by Allamah Sayyid Muhammad Husayn Tabataba'i, translated by Sayyid Husayn Nasr, State University of New York Press, 1975, p. 24
  29. Dakake (2008), pp. 1–2
  30. In his "Mutanabbi devant le siècle ismaëlien de l'Islam", in Mém. de l'Inst Français de Damas, 1935, p.
  31. tebyan.net, موسسه فرهنگی واطلاع رسانی تبیان | (2010-12-09). "اضافه شدن نام حضرت علی (ع) به شهادتین". fa. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. quran 5:55
  33. "Verse of Wilayah". مؤرشف من الأصل في ۲۴ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. المقالات والفرق ص10-21 للقمي ، ورجال الكشي ص106-109 ، وتنقيح المقال للمامقاني ج2/84

دا هم وگورئ[سمول]

اديان او گروهې
اسلام | عيسويت | بوديزم | بهايي | تائو مت | جاينيزم | زردشتي | شنټويزم | سکهيزم | کنفیوشيزم| هندويزم | يهوديت | قاديانيت | تشيع