علی بن ابوطالب علیه السلام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اميرالمومنين حضرت امام علی عليه السلام لنډه پيژنګلو:[سمول]

نوم:    علی

لقب:   اميرالمومنين

د پلارنوم:     ابو طالب

د اولادې شمير: دولس زامن، شپاړس لوڼې

د مور نوم:             فاطمه بنت اسد

د زوکړې نيټه:        د رجب د مياشتې13(هاتی د کال23)

د امامت دوره:  ديرش کاله

عمر:      درې شپيته(63) کاله

د شهادت نيټه: د روژې د مياشتې يوويشتمه (21)

قاتل:          ابن ملجم

زيارت:         نجف اشرف(عراق)

د اولادې شمير: دولس زامن، شپاړس لوڼې

زوکړه او وړوکوالی[سمول]

ابن قضب وايي د عبدالمطلب له ځوي او پيغمبر (ص) له ترۀ عباس او ځينو نورو کسانو سره د خداي د کور مخې ته ناست وو. د اسد لور فاطمه د خداي د کور په وړاندې ودريده او وې ويل" ای پاکه خدايه! په تا، ستا په يپغمبرانو او د هغوي په کتابونو چې مې پرې ايمان راوړی دی، د خپل نيکۀ حضرت ابراهيم( عليه السلام) د وينا تصديق کوم هماغه چې دا کور يې ستا په حکم جوړ کړو.تا ته په هغه او په دې ماشوم چه زما په خيټه کښې دی قسم درکوم چه د دۀ زيږيدا ماته اسانه کړې.

په دې وخت مو يو داسې منظر وليد چه سترګې مو غړيدلې او حق حيرانې پاتې شوې. د خداي د کور ديوال وچاودۀ، هغه ګرانه بي بي د خداي کور ته ورننوته او ديوال بيا روغ شو. په بيړې سره پاڅيدو چې د خداي د کور ور خلاص کړو خو خلاص مو نۀ کړی شو. او پوه شو چې په دې کښې د خداي حکمت دی.

څلور ورځې پس هغه قدرمنه بي بي د خداي  له کوره راووته، يو ماشوم ېې په غيږ کښې ؤ چې نازيده پرې او ويل ېې چې يو غيبی پيغام ېې اوريدلی دی. چې په دې نوزيږی"علی" نوم کيږده. دا پيښه د هاتی د کال(عام الفيل) په ديرشمه (له هجرته23 کاله مخکې) د رجب په ديارلسمه نيټه د جمعې په ورځ وشوه.

امام علی (ع) خپل وړوکوالی داسې انځوروي.[سمول]

په وړوکوالي کښې به پيغمبر(ص) زۀ په خپل غيږ کښې نيولم، له سينې سره به ېې جوختولم، ډوډۍ به ېې ژوله او ماته به ېې خلې کې راکوله او د خپل بدن د معرفت خوشبو به ېې په ما بويولو. د دوي په برکت ما چرته دروغ ونۀ ويل او غلط کار مې ونۀ کړو. خداي پاک له خپل پيغمبر(ص) سره د تي رودلو له وخته وروسته لوي لوي فريښتې ملګرې کړې چې شپه او ورځ له نړۍ سره د نيکيو په لارو کې د هغوي ملګرې وې. ما به هم د پيغمبر(ص) په پل، پل کيښود او د هغه به مې داسې پيروی کوله لکه چې يو ماشوم بچی د خپلې مور کوي. د اسلام قدرمن پيغمبر(ص) ته له بعثته وروسته تر دريو کلونو پورې د اسلام د څرګندولو حکم نۀ ؤ شوی. په دغه موده کښې يوازې يو څو کسانو په هغوي ايمان راوړو چې په سړو کښې لومړی کس حضرت امام علی(ع) ؤ . چې د پيغمبر(ص) د ملګرتيا اعلان يې وکړ.

کله چې دا ايت "وَ اَنْذِرْ عَشِيرَتَکَ الاَقرَبِين" (خپل نزدې خپلوان وويروه) نازل شو نو حضرت امام علی(ع) د پيغمبر(ص) په حکم سره څلويښتو خپلوانو ته بلنه ورکړه او ډوډۍ ته يې راوغوښتل چې ابولهب، عباس او حمزه هم پکښې شامل وو، هغه ډوډۍ چې د يو کس لپاره هم کافي نۀ وه، څلويښتو تنو وخوړه. ټول پرې ماړۀ شول او بيا هم پاتې شوه. او کله چې پيغمبر(ص) وغوښتل چې هغوي ته د اسلام بلنه ورکړي نو ابولهب وويل" محمد په تاسو جادو کړی دی" او ددۀ ددې خبرې په نتيجه کښې موجود کسان د حضرت محمد (ص) له خواؤ شا خوارۀ شول.

پيغمبر(ص) سبا بيا هماغه شان ډوډۍ ورکړه او له ډوډۍ وروسته يې وفرمايل: "ای د عبدالمطلب بچيو! په دنيا کښې داسې څوک نشته چې تر هغه څۀ چې ما تاسو ته راوړي دي، ښۀ څيز درته راوړي. ما تاسو ته ددې او د هغه جهان ښيګړه راوړې ده. خداي پاک ماته حکم را کړی دی چې تاسو هغه ته راوبلم نو په تاسو کښې به له ما سره څوک مرسته وکړي چې زما ورور، وصي او خليفه شي؟"

پيغمبر(ص) خپله خبره درې ځلې تکرار کړه او هر ځل يوازې حضرت علی(ع) پاڅيد او خپل چمتووالی يې اعلان کړو.

بيا پيغمبر(ص) وفرمايل "دې زما رورو، وصي او خليفه دی، ددۀ خبره اورئ او منئ ئې" 

امام علی (ع) د هجرت په لومړۍ شپه[سمول]

کله چې خاتم الانبياء حضرت محمد(ص) اسلام څرګند کړو قريشو ته خطرناک ښکاره شو. د قريشو مشران په "دارالندوة" کښې راغونډ او د پيغمبر(ص)په شهيدولو صلاح شول او وې ټاکل چې له هرې قبيلې يو يو کس يوځائې شي د شپې د پيغمبر(ص) په کور يرغل وکړي او هغه مبارک شهيد کړي.

خداي پاک خپل پيغمبر(ص) خبر کړ او حکم يې ورکړو چې په هغه شپه هجرت وکړي. پيغمبر(ص) حضرت امام علی(ع) ته د خداي حکم واوراولو او حکم يې ورته ورکړو چې د هجرت په شپه د  هغوي په کټ کښې څملي، خو داسې چې څوک پوه نه شي چې څوک ملاست دی.

'حضرت امام علی(ع) په خپلې سرښيندنې سره د پيغمبر(ص)  د ژوند او سر حفاظت وکړو او دا لويه خطره يې په خپل ځان واخسته. دا کار دومره په زړۀ پورې او لوې ؤ چې خداي پاک په دې حقله دا ايت نازل کړو"وَمِنَ النَاسِ مَنْ يَشْرِیْ نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرَضَاةِ الله وَ اللهُ رَؤُفٌ بِالعِبادْ"[1]'

"په خلقو کښې ځينې داسې کسان شته چې د خداي په لار کښې خپل سر او ژوند خرڅوي او خداي په خپلو بندګانو مهربان دی"

شپه راغله او د تيارې لمن خوره شوه. په قتل ګمارل شويو کسانو د پيغمبر(ص) کور کلابند کړو. د خداي رسول(ص) د سوره يسين ځينې ايتونه له ځان سره وويل، له کوره راووت او له مکې بهر د ثور د غار په خوا روان شو.

قاتلانو په وتلو تورو سره د پيغمبر(ص) په بسترې يرغل وکړو.حضرت امام علی(ع) راپاڅيد او په بسترې کښې کښيناست قاتلانو په حيرانتيا سره وپوښتل "محمد چرته لاړ؟"

حضرت امام علی(ع) ورته وفرمايل "ولې تاسو زۀ په هغه څوکيدار کړی ؤم چې له ما يې پوښتنه کوئ؟"

کفارو په حضور(ص) پسې ډير تکل وکړو خو نااميد شول.

امام علی(ع) د پيغمبر(ص) امين: ګران رسول حضرت محمد(ص) د قريشو امانت ساتوونکې ؤ ټولو به ورسره خپل امانتونه کيښودل خو کله چې هجرت ته مجبور شو نو په خپلې کورينۍ کښې ورته تر حضرت علی (ع) زيات امانت ساتونکی او امين څوک ښکاره نۀ شو نو هغه يې خپل ځاي ناستی وټاکۀ چې د خلقو امانتونه هغوي ته ورسوي، قرضونه يې ورکړي او بيا د هغوي ښځې او ماشومان مدينې ته راولي.

حضرت امام علی(ع) د دغو ټولو کارونو تر سره کولو وروسته له خپل مور بي بي فاطمې، د پيغمبر(ص) له لور بي بي فاطمې، د زبير له لور چې د هغې نوم هم بي بي فاطمه ؤ او له نورو ښځو او ماشومانو سره د مدينې په لور راوان شو. په لاره کښې يې د مکې اتو تنو کفارو لاره ونيوله خو حضرت امام علی(ع) د ټولو سره مقابله وکړه هغوي يې پسې واخستل او چې کله مدينې ته ورسيد نو ګران رسول (ص) خپل کور ته بوتللو.

امام علی(ع) او د خداي په لار کښې جهاد[سمول]

اسلام د سولې پخلاينې دين دی او له سړي وژنې او مرګ ژوبلې سره موافق نۀ دی او د هغه لپاره چې په لوي لاس او قصدا او بي دليله کوم ايمانداره کس ووژني د هميشني عذاب سزا مقرره کړې ده. خو سره د دې، اسلام د خپل هر اړخيزوالي او بشپړتيا له امله يو نړيوال دين دی نو پکار ده چې ټول يې ومني.

څرګنده ده چې هماغه کسان چې د اسلام له سپيڅلو اصولو او سمو طريقو څخه يې ګټو ته خطره وه، له اسلام سره مقابلې ته پاڅيدل او خداي پاک همدغو ظالمانو، ښکيلاک ګرو او زبيښاک ګرو سره د مقابلې لپاره د جهاد حکم ورکړو. چې له هغو کسانو سره چې له اسلام سره دښمني لري او اسلام له منځه وړل غواړي مقابله وشي.

همدا راز عقل هم واي چې کله درباندې تيری زياتی وشي نو پکار ده چې د ځان دفاع وکړې او دا هم د جهاد يوه څانګه ده چې عقل، فطرت او انصاف پرې حکم کوي.

د خداي د رسول(ص) اکثره جنګونه همداسې وو. او حضرت امام علی(ع) په دغو اکثرو جنګونو کښې شريک ؤ او له خدايه پرته له بل چا نۀ ويريدۀ. هغه به په جنګونو کښې بيرغوال، مخکښ، نۀ ستړی کيدونکی، بې ساری او بې مثاله ؤ.

دزمري په شان به يې حمله کوله، د تندر غوندې به په دښمن ورپريوتۀ د دښمن لښکر به يې داسي له منځه وړۀ لکه طوفان چې خاورې اوخشاک له ځان سره وړي.په شا باندې يې زغره نه لرله ځکه چې هيڅکله به يې دښمن ته نۀ شا کوله او له جنګه به نۀ تښتيدۀ. د تيرې تورې ګذار يې د دښمن لپاره د مرګ غږ ؤ او دويم ګوزار ته يې حاجت نه درلود. راځئ چې په تاريخ کښې په ځينو جنګونو کښې د هغوي رول ته يوه ځغلنده کتنه وکړو.

د خندق په جنګ کښې[سمول]

د اسلام دښمنان له بيلا بيلو ګوندونو ډلو او قامونو را غونډ شول ټولو يو بل ته لاسونه ورکړل او فيصله يې وکړه چې په مدينې حمله وکړي او اسلام له منځه يوسي.

ګران رسول (صلی الله عليه و اله وسلم) د سلمان فارسی رضی الله عنه په وړانديز حکم ورکړو چې له مدينې ګير چاپيره خندق (ژوره کنده) وکنئ.

دواړه لښکري يو بل ته مخامخ ودريدې. د عربو يو مشهور او نامتو جنګيالي عمرو بن عبدود چې اتيا کالن ؤ او ډير لوي پهلوان ؤ او په يوازې سر به له ديرشو څلويښتو کسانو سره جنګيدۀ. د کافرانو له لښکره راووت، غوريدۀ او ويل يې چې په تاسو کښې داسې نر شته چې زما مقابلې ته راووځي ؟

حضرت امام علی(ع) راوړاندې شو.

عمرو ورته وويل "ستون شه، نه غواړم چې ودې وژنم" حضرت امام علی(ع) ورته وويل تا له خپل خداي سره ژمنه کړې وه چې په قريشو کښې درنه څوک دوه حاجتونه وغواړي نو يو حاجت به يې منې.

عمرو: "هؤ! نو وايه حاجت دې څۀ دی؟" علي(ع): "لومړی دا چې اسلام ومنه، خداي ته راوګرځه او په پيغمبر حضرت محمد(ص) ايمان راوړه"

عمرو: "دغو ته حاجت نۀ لرم"

علي عليه السلام: " ښه نو بيا جنګ ته تيار شه"

عمرو: "ګوره ستون شه، پلار دې زما د پلار دوست ؤ، ځکه نۀ غواړم چې ستا په وينو لاس رنګ کړم.

علي عليه السلام: "خو ما له خداي سره ژمنه کړې، ترڅو چې تۀ خداي او حق ونۀ منې تا ووژنم"

عمر له اسه راکوز شو او په حضرت امام علی(ع) يې د تورې ګوزار وکړ. حضرت امام علی(ع) د هغۀ ګوزار په خپل ډال ستون کړ او بيا يې په يو ګوزار سره هغه له کاره وويست او هله يې ووژلو.

نورو چې کله دا حالت وليدۀ نو وتښتيدل. حضرت امام علی(ع) بريالی راستون شو، پيغمبر(ص) په شا وټپولو، شاباسی يې ورکړو او وې فرمايل: "ستا نننی ګوزار د ثقلينو يعني د ټولو مخلوقاتو له عبادت نه غوره دی ځکه چې ددې له امله د کافرانو حوصلې او روحيې سستې شوې، سپک شول او د مسلمانانو لپاره يې سر لوړي او عزت ډالۍ کړ.

د خيبر جنګ

پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم له خپلو اصحابانو سره د يهوديانو د مرکز خيبر په لور راوان شو په دې جنګ کښې د حضرت علی عليه السلام سترګې خوږ وې او جنګ ته نۀ شو تللی.

د خداي رسول(ص) ابوبکر   راوغوښت او د جنګ بيرغ (جنډه) يې هغۀ ته ورکړ. ابوبکر   له ځينو سپايانو سره جنګ ته لاړ خو ناکامه شو. صبا يې بيا عمر ته د جنګ  بيرغ ورکړو خو هغه هم ناکامه راستون شو.

پيغمبر(ص) وفرمايل "صبا به زۀ بيرغ داسي کس ته ورکوم چې له خداي او رسول(ص) سره مينه لري.او خداي او د هغه رسول هم له هغۀ سره مينه لري او هغه به بريالی او سرلوړی کيږي. بيا يې وفرمايل حضرت علی عليه السلام راوالئ ورته وويل شول چې د هغه سترګې ډيرې سختې خوږ دی. وې فرمايل: خير دی او راؤې غوښتو. حضرت امام علی عليه السلام راغی د خداي رسول(ص) ترې وپوښتل چې څۀ چل دی؟ علی عليه السلام وويل سترګې او سر مې خوږيږي. د خداي رسول(ص) ورته دعا وکړه د هغه په سترګو کښی يې د خپلې مبارکې خلې لعاب واچول او په سر يې ورته لاس راکاږلو، د حضرت علی عليه السلام د سترګو او سر دردختم شو، بيا يې سپين بيرغ ورکړو. حضرت علی عليه السلام بيرغ اوچت کړو او چې کله راوانيدۀ نو پيغمبر(ص) ورته وفرمايل " خداي پاک درسره جبراييل ملګری کړی او انشاءالله کاميابي ستا ده، خداي پاک د دښمنانو په زړونو ويره اچولې ده او هغوي په خپل کتاب کښې لوستي دي چې هغه کس چې دوي ته به ماتې ورکوي نوم يې (ايليا) علی دی. نو کله چې هغوي ته ورسيدې ورته ووايه چې زما نوم علی دی. انشاءالله چې خوار او ذليل به شي.

علي عليه السلام ميدان ته ور ودانګل. تر ټولو مخکښې د يهوديانو له يو  لوئې پهلوان مرحب سره مخامخ شو او هغه يې د تورې په يو ګوزار له ورخه تير کړو.

يهوديانو چې کله د خپل مشر وژله وليده نو کلا ته دننه وتښتيدل او ور يې ځان پسې پورې کړو حضرت علی عليه السلام د ورۀ خوا ته ورغی او هغه ور چې شلو کسانو به بنداوؤ او خلاصوؤ، په يوازې سر يې له خپل ځايه راوکندلو او په هغه خندق يې کيښود چې يهوديانو له کلا ګير چاپير کندی ؤ. مسلمانان ددغه ور په ذريعه له خندقه راواوړيدل، کلا يې ونيوله او سر لوړي راستانۀ شول.

د حضرت امام علی(ع) علم او پوهه[سمول]

ابن عباس د پيغمبر(ص) له مبارکې خلې وائې " علی زما په امت کښې تر ټولو پوهه او په فيصلې او قضاوت کښې تر ټولو لوړ دی."او دا هم د پيغمبر (ص) د خلي خبره ده چې:"اَنَا مَدِيْنًةُ العِلمِ وَ عَلیٌ بَابُهَا فَمَن اَرَادَ العِلمَ فَلْيَقْتبسه مِن عَلی"

" زه د علم ښار يم او علی يې ور دی څوک چې علم زده کول غواړي له علی يې زده کړي"

ابن مسعود هم وايي: " ګران رسول (ص) علی عليه السلام راوغوښت او له ځان سره يې کيښنولو. کله چې علی(ع) له پيغمبر(ص) راستون شو نو ومې پوښتل د خداي رسول(ص) درته څۀ ويل؟ وې فرمايل: "پيغمبر(ص) ما ته د علم زر ورونه  پرانستل چې له هر وره زر نور ورونه پرانستل کيږي.  

يوه ورځ حضرت علی عليه السلام په منبر باندې وويل "يَامَعْشَرَالنَاسِ سَلونِی سَلونِی قَبْلَ اَن تَفقِدُونِی"

ای خلقو! له ما چه څۀ پوښتل غواړئ، وې پوښتئ، مخکښې تر دې چه زه مو له لاسه اوځم ځکه چه زه د تيرو او راتلونکو کسانو علم لرم. په خداي قسم که د قضاوت او فيصلې ټغر خور شي، يهوديانو ته به د هغوی د خپلو کتابونو، د انجيل منوونکو ته به له انجيله، د زبور منوونکو ته به له زبوره او قران منوونکو ته به له قرانه فيصله او قضاوت وکړم. په خداي قسم زه تر تاسو ټولو په قران او د هغۀ په تاويل پوه يم .

بيا يې په دويم ځل وويل "سلونی قبل ان تفقدونی"

'تر دې مخکښې چې زۀ مو له منځه لاړ شم له ما پوښتنه وکړئ. د قران د هر ايت پوښتنه کوئ، د هغه د نزول په باره کښې، د شان نزول او په دې حقله چې د چا په باره کښې نازل شوی دی او هم د راز د ناسخ منسوخ، محکم او متشابه او مکي والي او مدني والي، غرض دا چې هر قسم پوښتنه که لرئ، کولی يې شئ زه به يې ځواب درکړم.[2]'

د خداي ګران رسول(ص) ته د حضرت علی عليه السلام فضايلو ته په پام سره حکم وشو چې خلقو ته د حضرت علی عليه السلام ولايت او جانشيني څرګنده کړي او پيغمبر(ص) په بيلا بيلو ځايونو او موقعو کښې دا کار کړی دی منجمله د غدير په ورځ.                                                                                                                                                                                              

رسول(ص)د هجرت په لسم کال مکې ته د حج د فريضې لپاره لاړ. په دې سفر کښې له پيغمبر(ص) سره د ملګرو شمېر يو لک شل زره تنه ؤ. له حجه د راستنيدو په وخت هم دومره کسان د پيغمبر(ص) ملګری وؤ. د ذې الحجې په اتلسمه نيټه د غرمې په وخت دوی په "جحفه" نومې دشتې کښې غدير خم ته ورسيدل. چې کله د لمانځۀ وخت راورسيدو او بانګ وويل شو نو خلق له خپلو سورلو کوز شول، ټول راغونډ شول او په جمع يې نمونځ وکړو. بيا د اوښانو له کجاوو منبر جوړ کړی شو، د خداي رسول(ص) په منبر اوخت او د خداي پاک تر ثنا وروسته يې وفرمايل "ما ته او تا سو ته د خداي له خوا دنده او مسؤليت راکړل شوی دی، ايا داسې نۀ ده.

خلق: ګواهي ورکوؤ چې مونږ ته دې تبليغ وکړ او په دې لاره کښې دې ډيرې سختۍ وزغملې، خداي درته د ددې ښه بدله درکړه.

رسول مبارک (ص): ايا د خداي پاک په يووالي او د هغۀ د بنده محمد په پيغمبرۍ او د دوزخ او  جنت مرګ او په بيا راپاڅيدو ګواهي نه ورکوئ؟                              

خلق: ګواهي ورکوؤ.

رسول مبارک(ص): خدايه! تۀ ګواه اوسه. بيا د خداي رسول (ص) خلقو ته مخ کړو او  وې فرمايل :ای خلقو! زه او تاسو به د کوثر په غاړه له يو بل سره کتنه کوؤ. نو اوښيار او خبر دار اوسئ. زه تاسو ته دوه ګران بيعه ملغلرې پريږدم.

خلق:ای د خداي رسوله (ص) هغه دوه ملغلرې کومې دی؟

رسول مبارک(ص): د خداي تعالی کتاب او د زما اهلبيت(ع) خداي ما ته فرمايلي دي چې دا واړه به تر هغه وخته له يو بله نۀ جدا کيږې چې د کوثر په غاړه ما ته راورسي. له دغو مۀ مخکښې کيږئ او مۀ تېريږئ ګني هلاک به شئ.بيا يې د اميرالمومنين حضرت علی عليه السلام لاس هسک کړو چې ټول يې وويني او وې پيژني. نو په همدي حالت سره يې وفرمايل " اَيُهَاالنَاسْ! مَن اَولَی النَاسَ بِاالمُومِنِينَ مِنْ اَنفُسِهِمْ" "ای خلقو! هغه څوک دي چې په مومنانو باندې تر هغوي زيات حق لري او د مومنانو ولايت او مشري دهغوي په لاس کښې ده؟

خلق: خداي او د هغه رسول (ص).

د خداي رسول (ص):خداي پاک زما مولا دي او زۀ په مومنانو مولا يم،زۀ په مومنانو باندې تر هغوي زيات حق لرم نو "مَنْ کُنْتُ مَوْلاهُ فَهَذَا عَلیٌ مَولاهُ" د چا چې زه مولا او سرپرست يم دا "علی" د هغوي مولا او مشر دي. اي خدايه! د علی له دوستانو سره مينه ولره او ددۀ له دښمنانو سره دښمني. له هغه چا سره چې له علی سره مرسته وکړي، مدد وکړه او څوک چې ددۀ مقابلې ته پاڅې او تيري پرې وکړي هغوي ته سزا ورکړه. نو ای خلقو! کوم کسان چې موجود دي. دوي دې دا خبره غايبانو او ناموجود کسانو ته ورسوي"

'خلق له خوارۀ شوي نۀ وو چې دا ايت نازل شو "اَليَومَ اَکْمَلْتُ لَکُمْ دِينَکُم وَ اَتْمَمْتُ عَلَيکُمْ نِعْمَتْی وَ رَضِيتُ لَکمُ الاسْلامَ دِينا" "نن مې ستاسو دين مکمل کړ او په تاسو مې نعمتونه تمام کړل او تاسو ته د اسلام په دين راضي شوم"[3]'

په حقونو کښې برابر والی او انصاف[سمول]

حضرت علی عليه السلام چې کله د اسلامي حکومت مشر شو نو منبر ته وخوت او د خداي پاک له حمد او ثنا وروسته يې وفرمايل: "په خداي قسم که په مدينه کښې زما د کجورې يوه ونه هم وی، له بيت المال به څۀ وانۀ خلم نو اوس لږ سوچ وکړئ چې کله زه د ځان لپاره له بيت الماله څۀ نۀ اخلم نو ايا تاسو ته به يې په ناجايزه درکړم؟" د علی ورور عقيل پاڅيد او وې ويل تۀ ما ته او د مدينې يو تور پوستکی (حبش) ته په يوه سترګه ګورې او ما له هغه سره برابروې؟

'حضرت علی عليه السلام ورته وفرمايل " ای وروره کښينه! تۀ په دغه تور پوستکی  هيڅ لوړ والي نۀ لرې او لوړوالی او فضيلت يوازې په پرهيزګارۍ او ايمان کښې دی.[4]'

د امام ځنو ملګرو هغوي ته وويل ای اميرالمومنينه که له بيت الماله دې اول لويو او غټو خلقو ته څۀ ورکړې وی چې حکومت د ټينګ شوی وی نو بيا دې په عدالت سره په نورو حکومت کړی وی نو دا به ښه وه؟

امام وفرمايل "افسوس چې تاسو له ما غواړئ چې د خپل بنيادونه په ظلم او زياتي او مسلمانانو سره په بې عدالتۍ او بې انصافۍ ودروم، نه، په خداي قسم زه به هيڅکله داسې ونۀ کړم په خداي قسم که د مسلمانانو مالونه زما خپل هم وی بيا به می به هم په هغوي کښې برابري او عدالت کوؤ پاتې لا راشه دا چې دا د دوئ خپل مال دی.[5]  

د حضرت علی بن ابيطالب عليه السلام له شهادته وروسته يوه ورځ د همدان د قبيلې د عمار لور بي بي سوده معاويه ته ورغله، معاويه ته د سودې هغه سختۍ او فعاليتونه را ياد شول چې د صفين په جنګ کښې يې د حضرت امام علی عليه السلام او د دوي د سپايانو په خدمت کښې تيرې کړې وې. معاويه ورته دا سختۍ وريادې کړې او هغه يې وټوکله. بيا يې ترې وپوښتل چې دلته د څۀ لپاره راغلې ئې؟  هغې ورته وويل: "ای معاويه! خداي به درنه زمونږ د واجبو او ضروري حقونو د تروړلو غصبولو پوښتنه کوي، تا تل په مونږ داسې ګورنران ګمارلي دي چې په مونږ ظلمونه کوي، زمونږ مالونه او حقونه چخڼې کوي او سړي مو وژني.اوس دې دا "بسر بن ارطاة" په مونږ ګمارلی دی چې زمونږ سړي وژني او مالونه مو چور کوي. که ستا له حکومته مو پيروي نۀ کولئ نو اوس به ښۀ په عزت کښې وو، که دی دې لرې کړ خو ښه په ښه، ګني مونږ پخپله راپاڅو."

معاويه وقهريدۀ او وې ويل: "ما له خپلې قبيلې ويروې، تا به په ډير بد حالت کښې هماغه بسر ته وروليږم چې څۀ يې د زړۀ خوښه وي هغه درسره وکړي"

سوده يو څو شيبې غلې شوه او په ذهن کښې يې د تيرو وختونو عدالت او انصاف را ياد کړ بيا يې دا شعر ووئې:

"د خداي سلام د وي په هغه روح ، چې د هغوي په تللو د عدالت او انصاف ټغر هم ټول شو. هغه په حق او صداقت ژمن ؤ او حق به يې له هيڅه سره نه بدلولو، حق او ايمان په هغه کښې يو ځائې شوي وؤ"

معاويه تپوس وکړ چې دا د چا خبره کوې؟

بي بي سوده وويل د حضرت علی بن ابيطالب عليه السلام اوس مې هم هغه ياد دي چې هغۀ ته ورغلم چې د زکات د راغونډونکي افسر شکايت وکړم، کله چې امام ته ورسيدم نو هغوي مانځۀ ته نيت تړلو خو چې زه يې وليدم، مونځ يې پريښود او په مسکا سره يې له ما وپوښتل: " له ما سره دې څه کار ؤ؟" ومې ويل "هؤ" او بيا مې ورته خپل شکايت ورسولو.

امام چې مانځۀ لپاره ودريدلی ؤ، په ژړه شو او خداي پاک ته مخاطب شو "ای خدايه!  ګواه اوسه چې ما هيڅ کله حکم نه دی ورکړی چې دغه افسر په خلقو ظلم وکړي." بيا يې د څرمنې يوه ټوټه راوباسله او د خداي له نامې او د قران يو ايته وروسته يې وليکل "څنګه چې زما ليک در ورسي نو خپل ټغر دې ټول کړه چې په ځائې دې بل څوک در وليږم"

بيا يې ليک ماته راکړو خو په داسي حال کښې چې پرانستي ؤ او ټاپه يې پرې نه وۀ  لګولې. ليک مې افسر ته ورکړ او هغه له خپل مقامه څنګ ته شو"

معاويه د دې قيصې تر اوريدو وروسته مجبورا حکم ورکړو چې څۀ غواړي، ورته وې ليکئ.

اميرالمومنين د نورو خليفه ګانو په وخت [سمول]

تر دې وروسته چې پيغمبر(ص) خپلې مهربانه سترګې له دنيا پناه کړې او دهغوي ځلاند نمر له اسمانه لاړ، ځينې کسان په سقيفه بني ساعده کښې راغونډ شول او ابوبکر ( ) يې خليفه کړ. ابوبکر ( ) د هجرت په لسم کال خليفه شو او د هجرۍ په 13کال د 63کالو په عمر کښې له دنيا ﻻړ. د خلافت موده يې 2کاله 3 مياشتې او لس ورځې وه. تر دۀ وروسته عمر بن خطاب   خليفه شو د دوي د خلافت دوره لس کاله شپږ مياشتې او څلور ورځې وۀ. عمر تر خپل ځانه وروسته يوه شورا جوړه کړه چې په نتيجه کښې يې عثمان خليفه شو او هغۀ ده هجرت په 24کال د خلافت واګې په ﻻس کښې واخستې او د هجرت په 35 کال د ځنو مسلمانانو په ﻻس ووژل شو.د دوي خلافت هم قابو دولس کاله ؤ.

تر دې وروسته خلق امام علی ته ورغلل او هغه يې مجبور کړ چې خليفه شي. ځنو نورو کسانو هم خلافت ته اميد لرلو خو ټول مسلمانان په علی عليه السلام صلاح شول او نور کسان چې د خلافت طمع دار وؤ.، د حضرت علی عليه السلام دښمنۍ ته را پاڅيدل چې له دې امله او ځنو نورو وجوهاتو له وجې د مسلمانانو تر مينځ څو جنګونه وشول او دغو کسانو چې د حضرت امام علی عليه السلام دښمنان وؤ، د ډيرو مسلمانانو وينه يې وبهيوله. د دغو جنګونو په وجه له ځنو کسانو حق ګډوډ شو او بې لاره شول او د خوارجو په نامه يوه ډله جوړه شوه چې اسلام به يې د خپل زړه او خو ښې سره سم تفسيرولو او حضرت امام علی عليه السلام ته يې کافر وې. د حضرت علی وروستی جنګ له همدغو خوارجو سره ؤ چې د "نهروان" په نامه مشهور دی. په دغه جنګ کښې خوارجو ماتې وخوړه.

حضرت امام علی عليه السلام چې د علم دروازه او د اسلام يوه لويه او مضبوطه ستنه وه چې سينه يې له الهي علمه ډکه وه د نورو خليفه ګانو په وخت هم چې کله د اسلام لپاره د دوي ضرورت پيښ شوی دی او دوي محسوسه کړې ده چې اوس د حق لپاره خبره کول يا بل څه اقدام ضروری دی، کړی يې دی. د اسلام د هدايت او هر ډول ﻻرښوونې په وخت يې له هيڅ قربانۍ سر نه دی غړولی، تر دې چې دويم خليفه به تل ويل:

" لَو ﻻ عَلیٌ لَهَلَکَ عُمَر" (که علی نۀ وی نو عمر به هلاک شوی ؤ)

په ديني يا غير ديني چارو او سياسي ستونزو کښې د امام ﻻرښوونې هغوي دومره حيرانه کړی وو چې بې اختياره به يې د حضرت امام علی عليه السلام د بزرګوارۍ او علم اعتراف کوؤ. زه دلته ځنو مواردو ته اشاره کوم.

د ابوبکر(رض) په زمانه کښې[سمول]

ځنې يهودي مفکران او عالمان ابوبکر  ته راغلل او له هغۀ يې وپوښتل " که تۀ د امت د پيغمبر(ص) جانشين يې نو مونږ په تورات کښې لوستې دې چې د پيغمبر(ص) ځاي ناستی به تر ټولو عالم او اوښيار سړی وي نو مونږ ته ووايه چې خداي پاک په زمکه کښې دی او که په اسمان کښې؟

ابوبکر   ځواب ورکړو هغه په اسمان کښې په عرش باندې دی. هغوي ورته وويل نو ددي مطلب دا دی چې په زمکه کښې نشته يعني خداي پاک ځينو ځايونو کښې شته او ځينو ځايونو کښې نشته.

'ابوبکر    وويل دا د کفر خبره ده، له دې ځايه وځئ ګني حکم به  ورکړم چې سرونه مو پرې کړي. هغوي راستانۀ شول او په اسلام پورې يې خندا پيل کړه. حضرت امام علی عليه السلام له هغوي څخه يو تن راوغوښت او ورته يې وفرمايل: "زه خبر يم چې تاسو څه وپوښتل او څۀ ځواب مو واوريد، خو پوه شئ چې اسلام وايي خداي پاک پخپله د مکان او ځائې پيدا کوونکی دي نو ځائې او مکان نۀ لري او تر دي لوړ دی چې په کوم ځائې او مکان کښې وي هغه په هر ځائې کښي دی بې له دې چې له څۀ څيز سره تماس ولري او جخت وي ورسره، او دهغه علم په څۀ خپور دی" يهودي چې دا خبره واوريده نو مسلمان شو.[6]'

'قدامه بن مظعون نومې سړي شراب وڅښل عمر وغوښتل چې په هغه باندي شرعي حد جاري کړي يعني اتيا متروکې يې ووهي. قدامه وويل په ما باندې د حد جاري کول صحيح نۀ دي.ځکه چې خداي پاک فرمائې: "هغه کسان چې ايمان يې راوړی او نيک کارونه يې کړي دي په هغه څۀ کښې چې خوري يې تر هغه وخته پورې چې متقيان وي او نيک عملونه کوي هيڅ باک نشته"[7]'

عمر  چې دا خبره واوريده نو په هغۀ يې حد جاري نه کړو حضرت امام علی(ع) ته خبر ورسيد هغه عمر ته راغی او پوښتنه يې ترې وکړه چې ولې دې خداي قانون اجراء نۀ کړو، عمر ورته هماغه ايت ولوست، حضرت امام علی(ع) وفرمايل قدامه په دې ايت کښې نه شامليږي ځکه هغه کسان چې په خداي يې ايمان راوړی او نيک کارونه کوي د خداي حرام کړي څيزونه په ځان نۀ حلالوي، قدامه راوغوړه او ورته ووايه چې توبه وباسي که توبه يې وکړه نو حد پرې جاري کړه او که وې نۀ کړه نو بيا دې ووژل شي ځکه چې د شرابو د څښلو د حرام والي په انکار سره له اسلامه وتلی دی. قدامه راوغوښتل شو توبه يې وکړه او له ګناه يې لاس واخست. عمر ته پته نۀ وه چې څو کوړې يې ووهي. حضرت امام علی(ع) ورته وويل اتيا کوړې.

د عثمان (رض) په وخت[سمول]

علامه مجلسي له کشافه، ثعلبي او اربعين خطيبه نقلوي چې د عثمان عنه په زمانه کښې يوې ښځې تر وادۀ وروسته د شپږو مياشتو بچی وزيږوؤ. عثمان حکم ورکړو چې هغه د زنا په وجه سنګسار کړي ځکه چې دا ماشوم د هغې له خپل خاونده نۀ دی او يقينا دا ماشوم تر وادۀ مخکښې له چا بل کس څخه ګنډه شوی دی ځکه چې په شپږو مياشتو کښې خو ماشوم نه کيږي.

حضرت علی عليه السلام چې دا واوريدل نو عثمان ته يې وويل زه د خداي له کتابه له تا سره مجادله کوم. خداي پاک په يو ايت کښې د حمل (زيږون) او د شودو ورکولو موده ديرش مياشتې ټاکلې ده لکه چې فرمائې "وَ حَمْلُهُ وَ فِصَالُهُ ثَلاثٌونَ شَهْراً"[8] يعنې د حمل (زيږون) او د شودو ورکولو موده په ګډه ديرش مياشتې ده. او په يو بل ځائ کښې فرمائي چې بچي ته د پۍ ورکولو موده دوه کاله ده لکه چې فرمائي: "وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعنَ اَوْﻻدَهُنَ حَولَينِ کامِلًينِ لِمَنْ ارادَ اَنْ يُتِمَ الرَضَاعَة"[9] يعنې ميندو ته پکار دي چې خپلو بچو ته دوه کاله (24مياشتې) پوره پۍ ورکړي.

نو کله چې د پۍ ورکولو موده 24مياشتې ده نو له هغه ايته چې وايي د "زيږون" او شودې ورکولو موده په ګډه ديرش مياشتې ده. څرګنديږي چې د حمل (زيږون) لږ تر لږه وخت شپږ مياشتې دی يعنې په شپږو مياشتو کښې هم بچی پيدا کيدی شي. "نو د قران له حکم سره سم دې ښځې هيڅ غلط او ناوړه کار نۀ دی کړی".               

عثمان حکم ورکړو چې نوموړې ښځه دې پريښودل شي.

فقيهانو او عالمانو همدې ايت په دليل د زيږون لږ تر لږه موده شپږ مياشتې ټاکلې ده. يعنې د شرعي حکم دا دی چې که يوې ښځې تر وادۀ شپږ مياشتې وروسته بچی وزيږوؤ نو هغه به يې جائز بچی وي خو که له شپږو مياشتو کم شو نو ناجائزه دی.

د حضرت امام علی عليه السلام شهادت[سمول]

د هجرت په څلويښتم کال په مکې کښې ځنې خوارج راغونډ شو او غښته يې وکړه چې حضرت امام علی عليه السلام معاويه او عمر عاص په کوفې شام او مصر کښې په ټاکلو وختونو کښې ووژني. دوي د روژې د مبارکې مياشتې نولسمه شپه د وژلې وخت وټاکۀ. د عبدالرحمن ځوې ملجم د حضرت امام علی عليه السلام په شهيدولو، د صريمي ځوي حجاج د معاويه په وژلو او د بکر تميمي ځوي عمرو د عمرو عاص په وژلو وګمارل شول .

ابن ملجم په همدې خاطر کوفې ته راغی خو څوک يې له خپل سپيرۀ او پليت نيته خبر نۀ کړل. تر دې چې يوه ورځ د يو خوارج په کور کښې له يوې ښائسته جينۍ "قطامه" سره مخامخ شو په هغې يې زړه وبائيله او ځان له يې وغوښته، قطامه ورته وويل زما مهر درې زره درهمه، يو مرئې او د حضرت امام علی عليه السلام شهيدول دي. قطامه چې پلار او وروڼه يې د نهروان په جنګ کښې مړۀ شوي وؤ، خيال کوؤ چې حضرت امام علی يې پلار او وروڼه وژلي دی. خو حقيقت داسي نۀ ؤ، غرض دا چې ابن ملجم قطامه ته وويل چې زۀ هم د همدي کار لپاره کوفې ته راغلی ؤم. او اوس په خپله اراده لا کلک شوم.

بالاخره هغه سپيره شپه راورسيده، ابن ملجم له خپلو دوؤ ملګرو سره د روژي نولسمه شپه د کوفې په جماعت کښې تيره کړه. قابو ديرش او څو کاله مخکښې حضرت امام علی(ع) له ګران رسوله اوريدلي وؤ چې د روژې په مياشتې کښې به له دنيا ځي.

(نوره قيصه به د حضرت علی عليه السلام له خلې واورو)[سمول]

"..... او چې کله پيغمبر(ص) د روژې د مبارکې مياشتې په باب هغه مشهوره خطبه ولوسته نو زۀ پاڅيدم او تپوس مې ترې وکړ چې ای د خداي رسوله! په دې مياشتې کښې ډير ارزښتناک عمل او کار کوم دی؟ وې فرمايل "له ګناهانو ځان ساتل، بيا پيغمبر(ص) سخت وژړل او ماته يې ووئې چې تۀ به هم په دې مياشتې کښې شهيديږې.                                                                                                

د امام علی عليه السلام له کړو او ويناوو هم دا څرګنديده چې دی په دې مياشتې کښې شهيديږي، ځکه چې په همدې کال يې ويلی وو چې دا ځل به د حج په موسم کښې زۀ ستاسو په منځ کښې نۀ يم. همدا شان کله به چې خلقو له امامه پوښتنه کوله چې په دې مياشتې کښې ولې کمه ډوډۍ خورې نو امام به فرمايل: "غواړم چې په تشه خيټه د خداي کتنې ته ورشم"

د روژې نولسمه شپه يې ټوله روڼه کړه او فرمايل به يې "په خداي قسم دروغ نۀ وايم او ما ته دروغ نۀ دي ويل شوي، نن هماغه شپه ده."[10] او بالاخره د هغې شپې په سهار مهال کله چې د متقيانو موﻻ جمات ته راغی نو سهار  د لمانځه په وخت د نړۍ تر ټولو د پليت سړي ابن ملجم خونړۍ او زهرژنه توره د حضرت امام علی عليه السلام په مبارک سر ولګيده او دا نمر د عبادت په مهراب کښې په وينو کښې رنګين شو او دوه ورځې پس د روژې د مبارکې مياشتې په يوويشتمه شپه د هجرت په څلويښتم کال دغه نمر پريوته .'[11]'

د هغوي مبارک بدن د عراق په نجف ښار کښې خاورو ته وسپارل شو چې اوس هم د مسلمانانو او د هغوي د ليوالو د زړونو کعبه ده؟ حضرت امام علی عليه السلام لکه څنګه چې ټول عمر د خداي پاک په ياد کښې تير کړو. ددغې پيښې په وخت هم د خداي پاک په ياد کښې ډوب ؤ ځکه چې کله ابن ملجم خونړۍ توره د هغه په مبارک تندي ولګيده نو لومړۍ جمله يې دا وه "فُزْتُ وَ رَبِ الکَعبه" د کعبې په رب قسم چې کامياب او بريالی شوم"

بيا يې امام هماغه شان په وينو لړلی کور ته بوتللو، امام علی په دغه موده خپلو بچو ته وفرمائيل چې زما قاتل په ما يوازې يو ګوزار کړی دی نو پکار ده چې يوازې يو ګوزار پرې وکړی شي او هغه سره دې ښۀ سلوک وشي.

امام دوه ورځې د شهادت په بسترې پروت ؤ او بيا هم هره شيبه د خلقو د نيکمرغۍ او ښيګړې په فکر کښې ؤ او سره له دې چې حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم او پخپله حضرت امام علی عليه السلام تر دې مخکښې هم ډير ځله د امام حسن، امام حسين او ورپسې تر دولسو امامانو پورې د ټولو د امامت يادونه کړې وه خو بيا هم امام علی عليه السلام د خپل عمر په وروستو شيبو کښې د حجت د تمامولو لپاره خلقو ته د دوي د امامت خبره بيا وکړه.

د امام علی(ع) وروستۍ خبرې[سمول]

امام د ژوند په وروستيو شيبو کښې خپلو بچو، خپلوانو او ټولو مسلمانانو ته وصيت وکړ چې ".....تاسو تقوی او له خدايه ويرې ته رابولم، خپل کارونه او چارې منظمې او سرڅڼه ساتئ او تل د مسلمانانو تر مينځ د اصلاح او رغاونې په فکر کښې اوسئ، يتيمان مۀ هيروئ او د ګاونډيانو د حقونو خيال ساتئ، قران د ځان لپاره يو عملی پروګرام وګرځوئ "اَلله اَلله فِی الصَلواةِ فَاِنَهَا عَمودُ دِينِکُم" د نمونځ ډير خيال ساتئ او درنښت يې کوئ ځکه چې دا مو د دين ستنه ده. د خداي پاک په لار کښې په خپل سر، مال او ژبې سره جهاد کو ئ، له يو بل سره غږ مله اوسئ، ښو ته رابلل اؤ له بدو منعې کول مۀ پريږدئ ځکه چې که د خداي فرض او دنده مو پريښوده نو ستاسو د ټولنې پليت او ظالم کسان به په تاسو واکمن شي او بيا چې هغوي ته هر څومره هم ښيرې وکړئ خداي يې نۀ قبلوي.[سمول]

د حضرت امام علی عليه السلام په اثارو کښې د هغوي يو مشهور اثر نهج البلاغه دی چې په دې کتاب کښې د حضرت امام علی عليه السلام قابو 239 خطبې را نقل شوي دي. د خطبو نه علاوه پکښې دعاګانې، وصيتونه، ليکونه او د امام علی عليه السلام ارزښتناکې او له نصيحته ډکې وړې وړې جملې هم شته، دا کتاب يو بزرګوار او شريف سيد رضی چې يو اديب، شاعر او عالم سړی ؤ قابو زر کاله مخکښې راغونډ کړی دی.(او د پښتو ژبې مشهور شاعر حمزه بابا په اول ځل په پښتو کې ترجمه کړی دی).                          

مسعودي چې له سيد رضی قابو سل کاله مخکښې اوسيدۀ د "مروج الذهب" کتاب په دويم ټوک کښې وائي:

هغه خطبې چې  خلقو په بيلا بيلو  موقعو کښې د حضرت امام علی عليه السلام له خلې غونډي کړي تر څلور سوه اتيا خطبو زياتې دي. حضرت امام علی عليه السلام دغه خطبې فی البديهه او بې له څه يادښته او ځان ته ليکلو ويلي دي او خلقو به ترې هم ليکلې نو له دې معلوميږي چې د حضرت امام علی عليه السلام خطبې  ډيرې زياتې دي حال دا چې سيد رضی بزرګوار په نهج البلاغه کښې يوازې 239 خطبې راغونډې کړي دي.(سيري در نهج البلاغه ايت 1 استاد مطهري).

د نهج البلاغه په حقله خبرې او معلومات ځان ته يو کتاب غواړي خو زۀ په دې لنډې غوندې پيژندګلو اکتفا کوم او که څوک غواړي چې نور معلومات تر لاسه کړي نو پخپله نهج البلاغې او د هغې بيلا بيلو شرحو او څيړنو ته چې لويو لويو عالمانو ليکلي دي مراجعه کولی شي. پرنهج البلاغې سربيره د امام علی عليه السلام قضاوتونه او فيصلې هم ډيرې خوندورې او حيرانوونکې دي او که څوک يې شوق لري نو دا هم د بيلا بيلو کتابونو په شکل کښې چاپ شوي دي.     



[1]  . سوره بقره اية  207.

[2] . ارشاد مفيد ص 16 ، 15، طبقات ابن سعد جلد 2 ص 101 جلد 4 ص 270 استعاب جلد 1 ص 463

[3]  . الغدير جلد 1 صحفه 9 تا 11

[4]  . وسائل ج 11 ص 9

[5]  . وسائل جلد 11ص 80

[6]  . احتجاج طبري چاپ جديد ج 1 ص 312

[7]  . سوره مائده اية 93.

[8]  . سوره احقاف اية15.

[9]  . سوره بقره اية233.

[10]  . ارشاد مفيد ص 10.

[11]  . ارشاد مفيد ص  5 بحار ج 42، ص281.