بوديزم
بودیزم (پالي/سنسکرېټ : बौद्ध धर्म Buddha Dharma) يو دهرمايي په خدای باندې باور نه لرونکې گروهه ده . همدارنگه يوه فلسفه او ارواپوهنیز اړخ لري . بودیزم د پالي او سنسکرېټ په لرغونو ژبو کې هم ياد شوی . پالي او سنسکرېټ ته د بودیزم لرغونې ژبې وايي . په دغو ژبو کې ېې بودها دهرما يا دهما ياد کړی چې مانا ېې د ويښتابه زده کړه ده راوتلې .د هندوانو په قول ځکه هم بودها ته سدهارتا گاؤتاما وېل کېږي . وروسته بیا د بودها په نوم مشهوره شوی دی . پیلنیؤ لاسوندونو څخه ښايي چې بودها په لومبیني نوم ځای کې زېږېدلی دی . لومبيني سیمه اوس د نیپال يوه برخه ده. همدارنگه وېل کېږي چې بودها د ۸۰ کالو شاوخوا په کوشنگړ د هند هېواد کې مړ شوی دی . هغه ښايي چې د پینځمې مخزېږدي پېړۍ شاوخوا اوسېده . بودهیزم د هندشاوخوا چې برصغیر هم ياد شوی سیمې کې د پینځمې پېړۍ شاوخوا خپور شوی دی . همدارنگه د اسیا د لویې وچې سهیلې ، شمالي منځينی او د ختيځې لور اود اروپا خوا ته د دوه زرمې شاوخوا مهالونو کې وغځېده . او په پای کې د نيپال د هېواد د ځينو برخو پرته هندي بوديزم په نورو سيمو کې په نظري توگه له مېنځه لاړ. د څېړونکو تر منځ د نن ورځې تر ټولو ډېره برخه بوديزم ښايي چې په درېو دودويزو ډلبنديو وېشل شوي وي چې بېلگې ېې په لاندې توگه څرگندېږي .
- سوېلي بودیزم ، يا تېراوادا (د بودا خپل نوم) همدارنگه د سوېل ختيځې اسيا بودیزم يا پالي بودیزم په نوم هم شهرت لري ، چې په ځانگړي توگه سريلانکا ، برما ، تايلنډ ، لاووس، کمبوډيا او د مالېزيا ، ويتنام ، چين او بنگله دېش په هېوادونو کې عملي کېږي .
- ختيځ بودیزم د ختيځې اسيا بوديزم په نوم هم شهرت لري .چيني بودیزم ، سينو ـ جاپاني بودیزم ، يا ماهايانا گروهه غالبآ په چين ، ويتنام ، کوريا ، جاپان ، سینگاپور او د روسيې په ځينو سيمو کې عملي کېږي .
- سهېلي (شمالی) بوديزم ، د ټبټي بودیزم په نوم هم شهرت لري . ټبټ ـ مغولی بوديزم، يا وېجرايانا چې کله ناکله د لامايزم په نومونو هم ياد شوي عمدتآ په ټبټ ، مغولستان، بهوټان، او د نيپال ، هند ، چين همدا رنگه روسيې کې عملي پلي کېږي .
د يوې کاروونکې طرحې په توگه دغه گروهه د ځايي علماؤ لخوا په دوه برخو وېشل شوې ده . تهراوادا او ماهايانا . ځينې بودايي علما بیا نورې لارې غوره کوي .
د بوديزم ښوونځي
د بودیزم ښوونځي په طبيعت کې د بې حده آزادۍ تر پولې نه ځي ، او د وحېې له مخې د کتابونو او صحيفو، يا گروهو له اهميت څخه ډېر توپیريزه گروهه ده بيا په ځانگړې توگه د هغوی د عبادت طريقې چې له مخې ېې بنسټ په درې عملي طريقتونو باندې څرگندېږي د عبادت بنسټيزې ستنې بلل کېږي. دغه درې طریقتونه يا د بودیزم بنسټيز ښوونځي پدې نومونو يادېږي . بودا ، دهرما (سبقونه) ، او سانگها (ټولنه). په يوې ځانگړې عبادتځای کې پناه اخيستل او لرې د بودا په څېر يوې عبادت خونې کې په ورته عبادت مشغولا دبودیزم د دود تابيا او تسليمېدل گڼل کېږي . همدا د بودا د تگلارې، د راهب عمومي توپیر دی له نورو عامو وگړو يا نا راهبانو څخه . همدارنگه د طریقې نور اړخونه ېې بیا د اخلاقياتو په څرنگوالي پورې ، د روحانيونو د ټولنې ملاتړ ، د معمول ژوند څخه انکار او اړونده روحانيت ته نژدې کېدل ، د ذهني سېک ترلاسه کولو تمرين کول او ارواهي درملنه خپلول، د اوچتې سطحې پوهه ، بصيرت او هوښيارۍ فصل کرل ، د بودا لیکلي نصيحتونه لوستل ، د بودا څخه مرسته په هر کار کې غوښتل د هغه نمانځنې ، او ځان اړوېستل تر څو د هغه په لار کې روحاني تمریناتو کې ننوځې. د بودا د سبقونو ځينې برخې ، ژوند ته په درنده کتلو راڅرخي او د آزادۍ موخې ېې په يوې رسالې چې ٫٫ د څلور مشهوره حقایق ٬٬ په نوم يادېږي . دا سبقونه ېې د دوکها په گروهې ولاړ دي ، د دې اصطلاح څخه د ٫٫گاللو موخه ٬٬ يا په بله مانا پر ځان باندې زغم تېرولو مانا راوځي چې د ژوند د ناخوالو سره تړاؤ لري .ځان د ژوند هر اړخ ته تسلیمول د همدې سبق طبيعت بیانوي چې د ژوند بند ته وررسېدو تکل هم بلل کېږي . همدا د بودیزم دمورال او اخلاقو بنسټيزه گروهه بلل کېږي.
د بودا ژوند
د پخوانيو لیکنو څخه داسې څرگندېږي چې بودا په ۵ مې مخزېږدي پېړۍ کې يوه داسې چاپېريال کې زېږېدلی چې د برصغير (د پخواني هند شواخواسیمې ) په یوې کلتوري ،او جغرافيايي سیمو پورې اړه لري [10].
د بوديزم آندود او پوهه
د بودا د ښوونو یوه ټوټه:
له مړینې وروسته بیا په بل جسد کې را ژوندي کېږو. دا بیا ژوندي کېدنه مو څو ځله تکرارېږي، چې دې بیا ځلې ژوندي کېدو ته د شتون څرخۍ وایي. یا ژوند و مړینه وایو. شتون غم دی، زېږېدنه غم دی، زړبوډي او زړښت غم دی، ناروغي غم دی، غم او خواشیني، ماتم او ناهیلتیا غم دی، له هغه څه سره تړاو چې زړه مو نه غواړي، غم دی. لرېتوب له هغه څه چې زړه مو غواړي، غم دی. لنډه دا چې د زړه تړاو غمجنوونکې دی. او دا غم هغه وخت پای ته رسېږي چې چې نور هېڅ ځانتیا یا درک کوونکې نه وي، څه هغه د ژوند په قید کې وي یا نه وي. موخه باید لدې غمجنې څرخۍ څخه د څان ویستل وي.
فلسفه | |||||||||||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
لوېديځه فلسفه · ختيځه فلسفه | |||||||||||||||
تاريخ | |||||||||||||||
لړليکونه | بهر لیکه · ليکلړ · ښونځي · وييپانگه · فيلسوفان · خوځښتونه · خپرونې | ||||||||||||||
څانگې | |||||||||||||||
د فکر ښوونځي | افريکانا · انارشيزم · ارستوتليزم · Averroism · ابن سينيزم · کلاسيک لېبراليزم · کره کتنیزه تیوري · کلبيان · Deconstructionism · ډئيزم · Deontology · دياليکتيکه ماده پالنه · دواليزم · اناپالنه · اپیکوریزم · Epiphenomenalism · موجوديت · فېمينيزم · Functionalism · هېډونيزم · هیگلینيپالنه · هرمنېټېکس · هيومانيزم · آندپوهنه · کانتيزم · کيوټو مکتب · قانوني مثبتيت · منطقي مثبتيت · مارکسيزم · مټرياليزم · موډرنيزم · مونيزم · نېچراليزم · نيوپلاټونيزم · نوي فيلسوفان · نيهيليزم · عادي ژبه · Particularism · Peripatetic · ځليزپوهنه · اپلاتونواله · پوست هيومانيزم · پوست مودرنيزم · Post-structuralism · پراگماتيزم · مخ سقراتي · بهير · ساشننه · سوليپسيزم · رياليزم · نسبيت · Scholasticism · شکاکيت · Stoicism · Structuralism · Thomism · Utilitarianism · نور... | ||||||||||||||
تانبه · وېشنيزه · ويکي پروژه · بدلونونه |