لال شهباز قلندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سید عثمان مروندي
د سید عثمان مروندي انځور
د سید عثمان مروندي انځور
د سید عثمان مروندي انځور

د شخص معلومات
پيدايښت 1176
ميوند ولسوالۍ، کندهاﺭ
مړینه ۱٬۲۷۵ فبروري ۱۰ میلادی
سهوڼ، سند (اوسنی پاکستان)
مذهب اسلام
مور او پلار سید کبیر
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
فیلسوف [۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پارسي [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سید عثمان مروندي (انګلیسي: Syed Muhammad Usman Marwandi)، هغه یو ستر افغان صوفي وو چي بل او دپیژندني نوم یي لال شهباز قلندر دی، او چې د وخت دنورو سترو صوفیانو شیخ بهاء الدین زکریا ملتاني ؤ شیخ فریدالدین ګنجشکر، شیخ جلال الدین بخاري او معین الدین چشتي اجمیري معاصر وو. نوموړی افغانستان په میوند ولسوالۍ کې زیږدلی د شهباز لال قلندر په نامه پیژندل شوی. په سوېلي اسیا کې د افغانستان یو نامعلوم صوفي او د هندوستان په برصغیر کې یو صوفي قطب. ده په تصوف او سیر او سلوک کې لوی لاس درلود او هم یې په صرف او نحوه کې ډیر کتابونه کښلي دي او هم دپارسي ژبې ښه شاعر و . داسې ویل کیږي چې ده ته ځکه لال شهباز قلندر ویل کیدل چې سره څیره یې درلودله او هم به یې سرې جامې اغوستلې . د افغانستان، هند، بنګله دیش او پاکستان ډیرو مشهورو ښځینه او نارینه سندرغاړو دده په ستاینه کې قوالۍ ویلي دي چې په دغو سندرغاړوکې دنورجهان، نصرت فتح علي خان، عابده پروین، صابري ورونه، شنکر احسان، میکا سینګ، ریشمن او رونا لیلا نومونه دیادونې وړدي. لال شهباز قلندر په ۱۲۷۴ زیږدیز کال دپاکستان په سند کې مړشوی دی او دده مزار دسند دسیهون په ښارکې دی چې هرکال دشعبان په میاشت کې دده عرس ترسره کیږي او ډیر شمیر خلک دده مزارته ورځي.

د هغه شعرونه[سمول]

داهم دده دپارسي ژبې دیوه شعربیلګه : ز عشق دوست هر ساعت، درون نار مي رقصم گهي بر خاك مي غلطم، گهي بر خار مي رقصم شدم بدنام در عشقش، بيا اي پارسا اكنون نمي ترسم ز رسوايي، به هر بازار مي رقصم بيا جانا تماشا كن كه در انبوه جانبازان به صد سامان رسوايي ، سر بازار مي رقصم خلايق گركند درمن ملامت، زين سبب هر دم مگر نازم بر اين ذوقي كه پيش يار مي رقصم مرا خلقي همي گويد، گدا چندين چه ميرقصي؟ به دل داريم اسراري ، از آن اسرار مي رقصم منم عثمان مروندي كه يار خواجه منصورم ملامت مي كند خلقي که من بردار مي رقصم

یادونه[سمول]

د لال شهباز قلندر د زیارت ځانمرګی برید کې چې هلته د ۸۰ تنو په شاخواکې وګړي ووژل شول او ۲۵۰ تنو په شاخواکې ټپیان شول، پړه يي داعش پرغاړه واخیسته خو تر دي مخکی هغوي دا برید پر افغانستان راواړوي او زیات شمیر افغانان یی په پاکستان کي بندیان کړل او لاری یی هم وتړلي

دا هم وګورئ[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2015897166 — د نشر نېټه: ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۲
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2015897166 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲