Jump to content

مذهب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بېلابېلې مذهبي نښې, (لومړی صف) عيسويت، يهوديت، هندويزم، بهايي, (دوهم صف) اسلام، tribal, ټاويسټ، شېنټو (درېيم صف) بودهيزم، سکهـ، هندو، جين

دین یا مذهب (Religion) د ټاکل شوو چلندونو او اعمالو، اخلاقیاتو، باورونو، نړۍ لیدونو، متنونو، مقدسو ځایونو، پیغمبریو، اخلاقو، یا سازمانونو یو ټولنیز-کلتوري سیستم دی، چې بشریت له مافوق الفطرت، خارق العاده یا ماورایي او معنوي عناصرو سره نښلوي. که څه هم، په دې اړه د علماوو او پوهانو اجماع نه شته چې په دقیقه توګه یو دین له کومو څیزونو تشکیلېږي.[۱][۲][۳]

بېلابېل دینونه ښایي مختلف عناصر ولري، چې خدای، مقدس یا سپېڅلي څیزونه، عقیده، یو مافوق الطبیعه یا اسماني موجود یا موجودات یا "یو ډول داسې غایت او لوړوالی پکې راځي چې د پاتې ژوند لپاره نورمونه او ځواک چمتو کوي".په مذهبي یا دیني چارو او کړو وړ کې ښایي عبادتي چارې او مناسک، وعظونه، ذکر یا عبادت او لمانځنه (د خدایانو او/یا ولیانو او بزرګانو)، قربانۍ، جشنونه، اخترونه او میلې، جذبې، نوښتونه، د جنازو مراسم، د ودونو مراسم، تفکر او تعمق، لمونځ او دعا، موسیقي، هنر، نڅا، عامه خدمت، یا د انساني کلتور نور اړخونه شامل وي. ادیان او مذاهب مقدس یا سپېڅلي تاریخونه او روایات لري، چې په مقدسو کتابونو، سمبولونو او نښو نښانو او سپیڅلو ځایونو کې خوندي دي او هدف یې تر ډېره ژوند ته معنا وربښل دي. ادیان ممکن سمبولیکې کیسې ولري، چې د پیروانو له لوري یې رښتیا بلل کېږي او دا ډول کیسې هم ښایي د ژوند، نړۍ او نورو ښکارندو د اصل او ریښې د توضیح او تشریح هڅه وي. په دودیز ډول، عقیده او ایمان، پر عقل او استدلال سربېره، د دیني باورونو سرچینه ګڼل کېږي.[۴][۵][۶][۷]

په ټوله نړۍ کې د اټکل له مخې ۱۰۰۰۰ متفاوت دینونه شته دي. د نړۍ شاوخوا ۸۴٪ نفوس له عیسویت، اسلام، هندویزم، بودیزم، یا هم له عامیانه دیني باورونو سره تړاو لري. په هغو وګړو کې چې له دین او مذهب سره تړاو نه لري، هغه څوک شاملېږي چې کوم ځانګړی دین یا مذهب په رسمیت نه پېژني، ملحدین یا بې‌دینان وي او د خدای د وجود منکرین (agnostics) وي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې له دین سره تړاو نه لرونکو خلکو شمېر زیات شوی، خو ډېری همدا له دین سره بې تړاوه خلک بیا هم بېلابېلې مذهبي عقیدې لري.[۸][۹][۱۰]

د دین یا مذهب په زده کړو کې هم ګڼې علمي څانګې شاملېږي، لکه الهیات، د ادیانو پرتلیزې زده کړې او ټولنیز علمي مطالعات. د دین یا مذهب تیورۍ د دین د منشاء او ریښې او کارونو لپاره بېلابېل توضیحات وړاندې کوي، چې د دیني وجود او عقیدې اړوند د موجودیت پېژندنې (ontological) بنسټونه پکې شاملېږي.[۱۱]

تعریف

پوهان د دین پر یوه واحد تعریف په اتفاق کولو کې پاتې راغلي دي. که څه هم، د دین د تعریف لپاره دوه عمومي سیستمونه شته دي: ټولنپوهنیز/وظیفوي او د پدیده پېژندنې/فلسفې پر بنسټ.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

عصري لویدیځ

د دین مفهوم په لویدیځ کې د عصري دورې پر مهال رامنځته شوی. له دغه مفهوم سره موازي مفاهیم په ډېرو اوسنیو او پخوانیو کلتورونو کې نه موندل کېږي. په ډېرو ژبو کې هم د دین (religion) لپاره هېڅ معادله یا مترادفه اصطلاح نشته ده. یوه ثابت تعریف ته رسېدل د پوهانو لپاره ستونزمن ثابت شوي او ځینو یې ان له شونتیا سترګې پټې کړې دي. یو شمېر نور بیا استدلال کوي چې د د تعریف په پام کې نیولو پرته یې پر غیر لویدیځو کلتورونو کې پلي کول مناسب نه دي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

زيات شمېر پوهانو د دین د ماهيت د تعریفولو په اړه نظرونه څرګند کړي دي. دوی ګوري چې هغه طریقه چې په اوسني وخت کې دا مفهوم پکې کارېږي، یو داسې ځانګړی عصري جوړښت دی چې د تاریخ په اوږدو کې او له لویدیځ څخه بهر په ډېری کلتورونو کې (یا ان په لویدیځ کې د ویسټفالیا تر سولې وروسته) د پوهېدو او درک وړ نه و. د مک میلن د ادیانو دایرة المعارف لیکي:[۲۳][۲۴]

د دین د تعریف لپاره ډېره هڅه، ترڅو یو څه داسې متمایز یا احتمالا ځانګړی ماهیت یا د ځانګړتیاوو ټولګه پکې ومومي چې دین د انساني ژوند له نورو برخو جلا کوي، په اصل کې د لویدیځ اندېښنه یا دغدغه ده. دا هڅه د لویدیځ د فکري، روشنفکرانه او علمي تمایل یوه طبیعي پایله ده. دا د لویدیز مذهبي سبک محصول هم دی، چې د یهودي-مسیحي اقلیم په نوم یادېږي یا په لا زیاته دقیقه توګه، د یهودیت، عیسویت او اسلام د خدای پېژندنې میراث دی. په دغه دود کې د عقیدې توحیدي بڼه، ان که له کلتوري پلوه هم ټیټوالی پکې وي، د دین په اړه د لویدیځ د دوه ګونې نظریې ښودنه کوي. يعنې د توحيد یا خدای باورۍ بنسټيز جوړښت په اصل کې د يو ماوراء الطبیعه معبود او نورو ټولو څیزونو ترمنځ، د خالق او د هغه د مخلوق تر منځ، او د خدای او انسان ترمنځ یو توپير دی.[۲۵]

ځانګړي ادیان

ابراهیمي

ابراهیمي ادیان هغه توحیدي دینونه دي چې باور لري له ابراهیم (ع) څخه راپیل شوي دي.

یهودیت

یهودیت تر ټولو زوړ ابراهیمي دین دی، چې ریښه یې د لرغونو اسراییلو او یهودو خلکو ته رسېږي. تورات د دغه دین بنسټیز متن دی، او د هغه لوی متن یوه برخه ده چې د تنخ یا تناخ یا عبراني بایبل په نوم پېژندل کېږي. دا دین د شفاهي سنتو په وسیله بشپړ شوی، چې په لیکلې بڼه په وروستیو متنونو یا نصوصو لکه میدراش او تلمود کې ترتیب شوي دي. په یهودیت کې د متنونو، اعمالو، دیني ځایونو او د سازماني بڼو یوه پراخه مجموعه شامله ده. په یهودیت کې بېلابېل خوځښتونه شته دي، چې ډېری یې له ربینیک (Rabbinic) یهودیت څخه سرچینه اخلي، په کوم کې چې باور دا دی چې خدای (ج) خپل قوانین او احکام موسی (ع) ته په سینا غره کې د لیکل شوي او شفاهي تورات په بڼه نازل کړي دي. په تاریخي توګه، دا ادعا د بېلابېلو ډلو له لوري ننګول شوې ده. یهود قوم یا وګړي په ۷۰ میلادي کال کې په بیت المقدس کې د معبد له ویجاړولو وروسته خواره واره شول. اوسمهال شاوخوا ۱۳ ملیونه یهودیان شته دي، چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې په اسراییلو او ۴۰ سلنه یې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي. د یهودانو ترټولو لوی مذهبي خوځښتونه اورتودوکس یهودیت (حریدي یهودیت او عصري ارتودوکس یهودیت)، محافظه کاره یهودیت او اصلاح‌پال یهودیت دي.[۲۶][۲۷]

عیسویت یا مسیحیت

عیسویت د ناصري عیسی (لومړۍ پېړۍ) پر ژوند او لارښوونو ولاړ دی چې په نوې عهدنامه یا انجیل (New Testament) کې وړاندې شوي. عیسوي عقیده په اصل کې پر عیسی (ع) د مسیح، د خدای زوی، او د نجات ورکوونکي او څښتن په توګه باور دی. نږدې ټول عیسویان پر تثلیث باور لري، په کوم کې چې د پلار، زوی (عیسی مسیح) او روح القدس یووالی په یوه خدای کې د دریو کسانو په توګه درس ورکول کېږي. ډېری عیسویان کولی شي خپله عقیده له نیسین یا نیقیه عقیدې (Nicene Creed) سره بیان کړي. په لومړۍ زریزه کې د بیزانس امپراتورۍ او بیا د استعمار په دوره کې د لویدیځې اروپا د دین په توګه، عیسویت په ټوله نړۍ کې د مذهبي تبلیغ له لارې تبلیغ شوی دی. دا د نړۍ ترټولو لوی دین دی، چې تر ۲۰۱۵ کال پورې یې شاوخوا ۲.۳ ملیارده پیروان لرل. د پیروانو د شمېر له مخې د عیسویت اصلي تقسیمات په لاندې ډول دي:[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

  • کاتولیکه کلیسا، چې د روم د اسقف یا پاپ له خوا رهبري کېږي او له هغه سره په ګډه او پیروۍ سره یې په ټوله نړۍ کې اسقفانو یا راهبانو د ۲۴ سوی جوریس (sui iuris) کلیساګانو ټولنه ده، چې لاتیني کلیسا او ۲۳ ختیځې کاتولیک کلیساګانې، لکه د ماروني کاتولیک کلیسا، هم پکې راځي.[۳۴]
  • ختیځ عیسویت، چې په کې ختیځ ارتودوکسي (Eastern Orthodoxy)، اورینټل ارتودوکسي (Oriental Orthodoxy)، او د ختیځ کلیسا شامل دي.
  • پروټسټانټېزم، د ۱۶مې پېړۍ پروتستانت اصلاحاتو کې له کاتولیک کلیسا څخه جلا شوې او په زرګونو مذهبي فرقو وېشل شوې. د پروټسټانټېزم په مهمو څانګو کې انګلیکانېزم، باپتیستان، کالوینیزم، لوترانیزم، او میتودیزم شامل دي، سره له دې چې دا هر یو بیا بېلابېل مذهبونه یا ډلې لري.[۳۴]

اسلام

اسلام یو توحیدي دین دی چې بنسټ یې پر قرآن کریم، چې د مقدسو کتابونو له جملې څخه دی او د مسلمانانو په باور د الله (ج) له خوا نازل شوی، او همدا راز د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر لارښوونو (احادیثو) باندې دی، چې د ۷مې پېړۍ یو ستر سیاسي او مذهبي شخصیت دی. د اسلام بنسټ د ټولو دیني او مذهبي فلسفو پر یووالي دی او له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه مخکې د یهودیت، مسیحیت او نورو ابراهیمي دینونو ټول ابراهیمي پیغمبران مني. دا دین په سوېل ختیځه اسیا، شمالي افریقا، لویدیځه اسیا، او مرکزي اسیا کې ترټولو پراخ دین دی، په داسې حال کې چې مسلمان هیوادونه د سوېلي اسیا، سب سهاران یا لوېدیځې صحرا افریقا او سوېل ختیځې اروپا په برخو کې هم شته دي. د ایران، پاکستان، موریتانیا او افغانستان په ګډون څو اسلامي جمهوریتونه هم شته دي.[۳۵]

د مذهب تعريف

د گڼ شمېر بېلابېلو ځانگړتياو له مخې، مذهب هم په بېلابېلو ډولونو تعريف شوی. په ډېريو تعريفونو کې د يو ډول بې مانا ټولگړي ځانگړتياو او د يوه کټ مټ تعريف تر مېنځ د انډول د ساتلو هڅه شوې. ځينو سرچينو بيا د يو شمېر رسمي، ليکل شوي تعريفونه رانقل کړي خو ځينې نور يې د تجربوي، احساساتي، اخلاقي ارزونې او مقصدي فکټورونو له مخې د مذهب په تعريف ټينگار کړی. په ډېريو تعريفونو کې داسې راغلي:

سرچینې

  1. "Religion - Definition of Religion by Merriam-Webster". لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Morreall, John; Sonn, Tamara (2013). "Myth 1: All Societies Have Religions". 50 Great Myths of Religion. Wiley-Blackwell. مخونه 12–17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-67350-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Nongbri, Brent (2013). Before Religion: A History of a Modern Concept. Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-15416-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. James, Paul; Mandaville, Peter (2010). Globalization and Culture, Vol. 2: Globalizing Religions. London: Sage Publications. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Faith and Reason by James Swindal, in the Internet Encyclopedia of Philosophy.
  6. Durkheim 1915.
  7. James 1902، م. 31.
  8. African Studies Association; University of Michigan (2005). History in Africa. 32. مخونه 119. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "The Global Religious Landscape". 2012-12-18. لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Religiously Unaffiliated". The Global Religious Landscape. Pew Research Center: Religion & Public Life. 18 December 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جولای ۲۰۱۳ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. James, Paul (2018). "What Does It Mean Ontologically to Be Religious?". In Stephen Ames; Ian Barns; John Hinkson; Paul James; Gordon Preece; Geoff Sharp (سمونګران). Religion in a Secular Age: The Struggle for Meaning in an Abstracted World. Arena Publications. مخونه 56–100. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Vgl. Johann Figl: Handbuch Religionswissenschaft: Religionen und ihre zentralen Themen. Vandenhoeck & Ruprecht, 2003, ISBN 3-7022-2508-0, S. 65.
  13. Julia Haslinger: Die Evolution der Religionen und der Religiosität, s. Literatur Religionsgeschichte, S. 3–4, 8.
  14. Johann Figl: Handbuch Religionswissenschaft: Religionen und ihre zentralen Themen. Vandenhoeck & Ruprecht, 2003, ISBN 3-7022-2508-0, S. 67.
  15. In: Friedrich Schleichermacher: Der christliche Glaube nach den Grundsätzen der evangelischen Kirche. Berlin 1821/22. Neuausg. Berlin 1984, § 3/4. Zit. nach: Walter Burkert: Kulte des Altertums. Biologische Grundlagen der Religion. 2. Auflage. C.H. Beck, München 2009, ISBN 978-3-406-43355-9, S. 102.
  16. Peter Antes: Religion, religionswissenschaftlich. In: EKL Bd. 3, Sp. 1543. S. 98.
  17. Fitzgerald, Timothy (2007). Discourse on Civility and Barbarity. Oxford University Press. مخونه 45–46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-530009-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Morreall, John; Sonn, Tamara (2013). "Myth 1: All Societies Have Religions". 50 Great Myths about Religions. Wiley-Blackwell. مخونه 12–17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-67350-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. McKinnon, AM. 2002). "Sociological Definitions, Language Games and the 'Essence' of Religion". Method & Theory in the Study of Religion, vol 14, no. 1, pp. 61–83.
  20. Josephson, Jason Ānanda. (2012) The Invention of Religion in Japan. Chicago: University of Chicago Press, p. 257
  21. Dubuisson, Daniel (2007). The Western Construction of Religion : Myths, Knowledge, and Ideology. Baltimore, Md.: Johns Hopkins University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8018-8756-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Fitzgerald, Timothy (2007). Discourse on Civility and Barbarity. Oxford University Press. مخونه 45–46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-530009-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. McKinnon, A.M. (2002). "Sociological definitions, language games, and the 'essence' of religion" (PDF). Method & Theory in the Study of Religion. 14 (1): 61–83. CiteSeerX = 10.1.1.613.6995 10.1.1.613.6995. doi:10.1163/157006802760198776. ISSN 0943-3058. لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Smith, Wilfred Cantwell (1978). The Meaning and End of Religion. New York: Harper and Row. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. King, W.L. (2005). "Religion (First Edition)". (2nd). MacMillan Reference US. 
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. "Info" (PDF). www.cbs.gov.il. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. Muslim-Christian Relations. Amsterdam University Press. 2006. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-5356-938-2. لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷. The enthusiasm for evangelization among the Christians was also accompanied by the awareness that the most immediate problem to solve was how to serve the huge number of new converts. Simatupang said, if the number of the Christians were double or triple, then the number of the ministers should also be doubled or tripled and the role of the laity should be maximized and Christian service to society through schools, universities, hospitals and orphanages, should be increased. In addition, for him the Christian mission should be involved in the struggle for justice amid the process of modernization. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Fred Kammer (1 May 2004). Doing Faith Justice. Paulist Press. مخونه 77. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8091-4227-9. لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷. Theologians, bishops, and preachers urged the Christian community to be as compassionate as their God was, reiterating that creation was for all of humanity. They also accepted and developed the identification of Christ with the poor and the requisite Christian duty to the poor. Religious congregations and individual charismatic leaders promoted the development of a number of helping institutions-hospitals, hospices for pilgrims, orphanages, shelters for unwed mothers-that laid the foundation for the modern "large network of hospitals, orphanages and schools, to serve the poor and society at large." منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Christian Church Women: Shapers of a Movement. Chalice Press. March 1994. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8272-0463-8. لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷. In the central provinces of India they established schools, orphanages, hospitals, and churches, and spread the gospel message in zenanas. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. ۳۴٫۰ ۳۴٫۱ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).