گوتاما بودا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د يوې لړۍ برخه ده 

بوديزم


Dharma Wheel
د بوديزم تانبه
Outline of Buddhism

د بوديزم پېښلیک

Timeline - Buddhist councils

اهمې څېرې

گوتاما بودا
Disciples · Later Buddhists

درما or concepts

څلور نجيب حقيقتونه
Noble Eightfold Path
د شتون درې نښې
Dependent origination
سمسارا · Nirvāṇa
Skandha · Cosmology
کارما · بیازېږون

Practices and attainment

بوداتوب · Bodhisattva
د روڼ آندۍ څلور مرحلې
Wisdom · Meditation
Smarana · Precepts · Pāramitās
درې غمي · رهبانان
روحاني

هېوادونه او سيمې

ښوونځي

تریوادا · مهایانا
وجرایانا

ليکنې

چینایي قانون · پالي قانون
تبتي قانون

اړوندې لیکنې

پرتلیزه زده کړه
کولتوري عناصر
کره کتنه

سېدارتا گوتاما (سانسنکرېټ: सिद्धार्थ गौतम; پالي: سېداتا گوتاما) یو روحاني روحاني ښوواند وو، ده په لرغونې هند دبودیزم بنسټ کېښود.[۱] په ډېری بودایي روایتونو کې بودا د (ستر بودا) په نامه یاد شوې دی.بودا (P. sammāsambuddha, S. samyaksaṃbuddha ) of our age, د "بودا" مانا ده "ويښ کړای شوې" یا، "روښانه کړای شوې." [note ۱] دده د مړینې مهال ندی مالوم، د شلمې پېړۍ لومړني تاریخپوهان دده د ژوند اټکل د c. 563 مخزېږد تر 483 مخزېږد ښایي;[۲]

ژوند

د بودا د ژوند په اړه لومړني مالومات هماغه بودايي متون دي. ددې بودایي متونو په رڼا کې، بودا او دده راهبانو هر کال څلور میاشتې سر بحث و مباحثې وکړې او دده ښوونې یې و ازمایلې. د بودا له مړینې وروسته راهبانو دده ښوونې له ځانو سره خوندي کړې. دده له مړینې لنډه موده وروسته یوه غونډه راوبلل شوه، او بله ستره غونډه بیا یوه پېړۍ وروسته سره راغونډه شوه. پدې دواړو غونډو کې راهبانو دا هڅه وکړه چې د بودا ژوند او ښوونې په سېسټماټیکه لارو چاورسره باوري کړي. دوی دا ښوونې په یو څه توپیر سره ووېشلې، مگرراهبانو څخه گوتشمېري وټاکل شول چې د گډو وجو توکي سره یو یو وساتي.[۳] په ځینو ځایونو کې د اړینو ښوونو په صورت کې چې بودا ته به اړوندې وی، په یو لړ داستانونو او سرودونو کې ځای کړې، ترڅو له ورکېدنې او ضایع کېدنې یې مخنیوې کړې وي.[۴] پدې توگه د بودیزم زیاتره لرغونی متون او د بودا ښوونې له یوې خولې بلې خولې ته د وینا او داستانونو په توگه را ولېږدېدی.

د بودا ښوونې

د بودیزم راهبان، تبت
د بودیزم د سپېځلې صومعه لرښود، د پوټالا ماڼۍ.

د بودا د ښوونو یوه ټوټه: له مړینې وروسته بیا په بل جسد کې را ژوندي کېږو. دا بیا ژوندي کېدنه مو څو ځله تکرارېږي، چې دې بیا ځلې ژوندي کېدو ته د شتون څرخۍ وایي. یا ژوند و مړینه وایو. شتون غم دی، زېږېدنه غم دی، زړبوډي او زړښت غم دی، ناروغي غم دی، غم او خواشیني، ماتم او ناهیلتیا غم دی، له هغه څه سره تړاو چې زړه مو نه غواړي، غم دی. لرېتوب له هغه څه چې زړه مو غواړي، غم دی. لنډه دا چې د زړه تړاو غمجنوونکې دی. او دا غم هغه وخت پای ته رسېږي چې چې نور هېڅ ځانتیا یا درک کوونکې نه وي، څه هغه د ژوند په قید کې وي یا نه وي. موخه باید لدې غمجنې څرخۍ څخه د څان ویستل وي.

زرینې ویناوې یې[۵]

داسې ویل کېږي چې بودا خپله لومړنۍ وینا ددې سټوپې پر سر کړې وه چې د څلور اصیل حقایقو په نامه یادېږي.
  • سوله او سلامتیا د انسان له داخل څخه راځي، نو په بهر کې یې د لټې هڅه مه کوئ.
  • تاسې د غوسې لپاره نه مجازات کېږئ، بلکه ستاسو غوسه خپله سزا ده.
  • سپی هغه وخت ښه سپی گڼل کېدای، چې ښه غپا وکړي، او انسان هله ښه انسان گڼل کېږي چې د ښې وینا خاوند اوسي.
  • که چېرې سړی په خپل حکمت ژوند وکړي، نو گه له مرگه ویره نه لري.
  • ضرور ده چې شر وجود ولري تردی چې خیر خپله سپېڅلتیا ثابته کړي.

د بودا په اړه فلمونه

نیټه سرلیک اصلي نوم هېواد کتنې IMDB
1923 بودا خدایگی Buddhadev هند بې غږه فېلم [۱]
1925 ضوء آسيا Prem Sanyas هند/ المان بې غږه فېلم [۲]
1952 اخلاص بودا العظيم 大仏開眼 جاپان د تينسوك كينجوسا تولید [۳]
1957 گوتاما بودا هند د روی پیمال مستند فېلم. [۴]
1960 Angulimal هند
1961 بودا Shaka جاپان د كينجي ميسومي تولیداتو څخه [۵]
1964 شاكياموني بودا Seokgamoni سوېلي کوریا [۶]
1967 گوتاما بودا هند د پیمال روي مستند تولیداتو څخه [۷]
1989 بودا هند کوشنی مستند فېلم [۸]
1993 Little Buddha ايټاليا، فرانس، ليختنشتاين د برناردو پرتولوچي فېلمي تولیداتو څخه [۹]
1997 بودا هند
2001 د بودا ژوندا La Vie de Bouddha هند او فرانس د مارټن مېسونیر مستند تولید
2004 بودا اسطورة هند دوه بُعدي فلم [۱۰]
2007 د بودا ژوند Phra Phuttajao ټايلېنډ دوه بعدي فېلم
2008 Tathagata Buddha هند په ډې وي ډي ثبت تولیدي فېلم
2011 بودا فرانس [۱۱]
2011 بودا ブッダ جاپان د مانگامن لړۍ مستند انیمېشن فېلم، چې اوسامو تیزوکا کمپنۍ تولید کړی.
2014 Buddha: The Inner Warrior هند د بان نالین هندي تولید [۱۲]

سرچينې

  1. بودا، ژوند او ښوونې
  2. L. S. Cousins (1996), "The dating of the historical Buddha: a review article", د اسیایي شاهانو ټولنې ژورنال (3)6(1): 57–63.
  3. Michael Carrithers, The Buddha, 1983, pages 13, 14. Found in Founders of Faith, Oxford University Press, 1986.
  4. Sue Hamilton, Identity and Experience. LUZAC Oriental, 1996, pages 110-111.
  5. "اقتباسات بوذا". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

تړلې لیکنې

بودیزم په اړه

د پرتلیزه ادیانو علم

رسنیزې ټولنې

په انټرنېټ کې ټولنې

ټولنې

ښوونې

نورې سرچینې