قادريه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

طريقه عليه قادريه

طريقه عليه قادريه و سيدنا مولانا حضرت شيخ محى الدين عبدالقادر جيلاني رضي الله عنه ته منسوبه ده.

سلطان اوليا سيد عبدالقادر الجيلاني الحسني الحٌسيني قدس سره حسني او حسيني سيد او د ډېرو غټو اولياوو او صالحينو د جملې څخه دى، د ده پر ولايت او صلاح باندي د ختيځ او لوېديځ ټولو مشايخو او اولياوو اعتراف كړى دى.

سيدنا شيخ رحمة الله تعالى په ټولو علومو كي يو متبحر عالم وو او لكه مخكي چي وويل شول طريقه عليه قادريه و همدې جليل القدر مرشد، شيخ، پېشوا او لارښود ته منسوبه ده.

طريقه عليه قادريه يو تربيوي ( روزنيزه ) سلوكي تگلاره ده كوم چي د پوره اخلاص او د هر ډول ريا څخه د نيت پر پاكوالي سر بېره د هغو ادابو، قواعدو، او اصولو موافق چي د سيدنا شيخ عبدالقادر الجيلاني رضي الله عنه څخه را نقل شوي دي او تر ده مبارك وروسته د قادريې طريقې رښتني مشايخ پر هغه لاره تللي دي د اخلاق حميده ( نيكواخلاقو ) حاصلول او د اخلاق ذميمه ( بدو اخلاقو ) څخه د پاكوالي او لوى څښتن عزوجل ته د قرب ( نژدېكت ) او د هغه د رضا وحاصلولوته لارښوونه كوي.

طريقه عليه قادريه پر شريعت مطهره، كتاب الله او سنت باندي بنا ده او هر هغه لاره چي د كتاب الله او سنت مخالفه وي هغه له قادريې طريقې څخه نه ده. او په دې اړه سيدنا شيخ عبدالقادر الجيلاني رضي الله عنه فرمايي: طريقتنا مبنية على الكتاب والسنة فمن خالفهما فليس منا ژباړه: زموږ طريقه پر كتاب او سنت بنا ده كه څوك مخالفت ترې وكړي هغه زموږ څخه نه دى. همدارنگه سيدنا شيخ فرمايې: طو الى الله بجنا حى الكتاب والسنة وادخل عليه ويدك في يد رسول الله صلى الله عليه وسلم. ژباړه: د الله عزوجل ولوري ته د قران او سنت په وزرونوپرواز وكړه او لوى څښتن عزوجل ته ورشه په داسي حال كي لاس دي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په لاس كي وي.

طريقه عليه قادريه يوه غوره، افضله، لوړه اومعتدله طريقه ده ځكه دا پر كتاب او سنت بنا ده. د طريقه قادريې د لوړو شرايطو څخه د رزالتو ( بدو باطني اخلاقو ) څه د نفس تزكيه ( پاكوالى ) او د فضائلو ( ظا هري او با طني نيكو اخلاقو ) په حاصلولو كي زيار ايستل دي.

سيدنا شيخ عبدالقادر جيلاني رحمة الله فرمايې:

لومړنى شى چي په دې طريقه كي په مبتدي باندي لازم او واجب دى هغه صحيح عقيده ده ځكه صحيح اعتقاد اساسي (بنسټ) دى چي هغه د اهل السنت والجماعت، سلفو صالحينو، انبياوو، صحابوو، تابعينو، اولياوو او صديقينو عقيده ده.

همدارنگه پر مريد لازمه ده چي تمسك وكړي په كتاب الله او سنت سره، په اصولو او فروعوكي پر اوامرو او نواهيو عمل وكړي ورپسې په صدق ( ريښتنوالى ) كي زيار و باسي تر څو هدايت او صراط المستقيم ور په رخه شي.

د هر چا لپاره آسانه لار او لويه كټه:

د شيخ ابوالحسن علي ابن سليمان خباز څخه نقل دى چي ماته په ۵۹۲ كال كي په بغداد كي شيخ عمران كيمياني او شيخ بزار وويل چي د سيدنا و مرشدنا غوث الثقلين سيد شيخ محي الدين عبد القادر الجيلاني رضي الله عنه څخه و پوښتل سول چي كه كوم څوك ستاسو ارزو لري او تاسو ته ځان منسوبوي خوستاسو لاس يې نه وي نيولى ستاسو څخه يې خرقه نه وي اغوستې، نو آيا دا ستاسو د ملگرو څخه شمېرل كيږي؟

سيدنا و مرشدنا غوث الثقلين سيد شيخ محي الدين عبد القادر الجيلاني رضي الله عنه و فرمايل: څوك چي په ما پوري ځان تړي او ماته ځان منسوبوي نو الله تعالى به هغه قبول كړي او هغه زما د ملگرو څخه دى. الله عزوجل را سره ژمنه كړېده چي ستاسو ملگري چي ستاسو سره مينه او محبت كوي هغوى به جنت ته داخل كړم.

اې زما اسلامي وړونو!

همدا د سيدنا ومرشدنا شيخ عبدالقادر جيلاني رحمة الله تعالى عليه طريقه قادريه ده.

دلوى څښتن څخه عاجزانه غوښتنه كوو چي په عقيده او عمل كي د حقيقي تصوف لاره ونيسو! همدارنگه ستاسو محترمينو وړونو څخه درخواست كوو چي دهمدې لاري په نشرولو او خپرولو كي را سره مرستندويه و ا وسى. او دوخت يو صادق قادري و اوسى تر څو زيار وباسى چي د سيدنا شيخ امام الجيلاني فكر او نيك اخلاق در پكښي پيدا سي.

الله عزوجل دي ما او تاته توفيق راكړي، زه هم و الله عزوجل ته يو فقير يم د هغه دعذابه وېرېږم او د هغه رحمت ته اميد لرم. ستاسو د دعاگانو په تمه يم تر څو د لوى الله عزوجل په عام فضل د دې كار اهل شم او ستاسو لپاره يو ورور، خادم، محب او لارښوونكى شم. دا خوښوم او اميد لرم چي تاسو تر ما خير او غوره شى، كېدلاى شي چي ډېر ستاسو او حتى ټول تاسو تر ما غوره ياست!!

كه لوى څښتن عزوجل په طريقه قادريه كي د سلوك او د خول نعمت در په برخه كړ، دا به پر ما او تاسو د الله تعالى عزوجل لوى نعمت او احسان وي. زيار به باسو چي د هغه آداب، شرايط او اذكار پر ځاى كړو تر څو د الله په لوى فضل او رحمت سره د كاميابۍ ميندونكو او خلاصون ميندونكو د جملې څخه سو. طريقه عليه قادريه و لوى څښتن عزوجل ته يوه افضله ( غوره ) لاره ده او ددې لاري ډېرو سالكينو ( تلونكو ) برى او نجات موندلى دى.

د قادريې شريفي په طريقې كي د داخلېدو آسانه لار:

كه كوم مسلمان ورور د قادريې طريقې و مشايخو ته لاس رسى نه لري نو كولاى شي چي تر هر لمانځه وروسته درې ځله او يا ۱۶۵ ځله د (لا اله الا الله) كلمه شريفه ولولي او له ځان سره داسي ووايې چي زه د لوى ځوان غوث الاعظم رحمة الله تعالى عليه مريد او ملگرى يم او ورسره په زړه كي مينه وساتي نو انشا الله نوموړى كس به د ده په ملگرو او مريدانو كي شمېرل كيږي.

و اسال الله ان يتقبل منى فهو وحده العالم باالسوائر و اساله تعالى ان يجعلني خيراً مما تظنون و ان يغفرلى مالا تعلمون.

و صل الله على سيدنا محمد وعلى آله و صحبه اجمعين و رضىالله تعالى عن سيدي و مرشدي عبدالقادر المحى الدين قدس الله سره.

والحمدالله رب العلمين

سرچینې[سمول]