روژه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روژه د اسلامي کليز نهمې مياشتې رمضان ته وايي . د پښتو ژبې روژه له عربي رمضان سره هممانيزه ويیکه ده . د اسلامي کليز په دغې نهمې مياشتې د نړۍ ټول مسلمانان ټولې ورځې د سهار سپېداغ څخه نيولې تر د لمر پرېوتو پورې په نهاره تېروي او نه خواړه خوري نه څښاک کوي، نه بې ځايه خبرو يا عام غیر اخلاقي کړنو لکه غوسه ، نسوار، سگرېټ ، جوارگرۍ ته مخه کوي . همدارنگه نه د خپلې مېرمنې سره روا جنسي نژدېوالي رښته ورکړل شوې . دغې مياشتې ته د نړۍ ټول مسلمانان د سپېڅلې مياشتې په توگه گوري ځکه چې په دغه مياشت کې قرآن مجيد د اسلام ستر استازي او پيغمبر حضرت محمد(ص) باندې نازل شوی . همدې لپاره ټول مسلمانان د همدې مياشت په لړ کې د ځان دننه اعمالو او ځاني غوښتنو باندې بيا کتنه کوي او د نفسي هوا او هوس څخه د پاکۍ کوښښونه د عباداتو له لارې ترسره کوي . په دغه مياشت کې مسلمانانو ته د ډېر عبادت کولو ټينگار شوی چې له مخې يې ډېر زيات مسلمانان د پنځو وختو فرضو لمونځونو سره سره تراوې، اعتکاف او نور نوافل ترسره کوي .

د روژې مخينه

روژه د اسلامي کليز چې ورته سپوږميز کليز هم وايي د همدې کليز په لړ کې نهمې مياشتې ته وايي او احکامونه يې پيلېږي . د اسلامي کليز سپوږميز مهال سره هممهاله ده چې له همدې کبله د نورو کليزونو لکه زېږديز کليز ، لمريز کليز او داسې نورو سره توپیر لري . د روژې مياشت هر کال لس ورځې د زېږديز کليز سره په لړ کې توپیر مومي چې له مخې يې د روژې مياشت هرکال په هممهاله شېبو او موسمونو کې نه پېښېږي . د روژې ريښه له عربي ژبې رمضان څخه اخيستل شوې چې پخپله رمضان په عربي ژبه کې د رمض ويي څخه اخيستل شوی چې د شديدې تودوخې مانا ورکوي . ځينې علما وايې دې ته د شديدې تودوخې مانا ځکه ورکړل شوې چې د مانا له مخې يې گناوې د ښو کړنو په ترسره کولو سره سوځي. په قرآن مجيد کې انسانانو ته د روژې نيولوپه بيا بيا ټينگار شوی او وېل شوي چې {{

كتب عليكم الصيام كماكتب علي الذين من قبليكم لعلكم تتقون °


(روژه په تاسو فرض کړل شوې لکه څنگه چې له تاسو څخه مخکې انسانانو باندې فرض کړل شوې وه). روژه په لغت كې مطلق بندوالي ته وايي، د هر هغه شي څخه چې انسانان يې په عامه ورځو کې ترسره کوي اوهر وخت چي وي. په قرآن کریم كې د بي بي مريمې د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره شوې دي.

فقولي انى نذرت للرحمن صوما فلن اكلم اليوم انيسا

سورة مريم, ۲۶آيت


ژباړه: "نو ووايه په تحقيق سره ما نذر كړى دي درحمن (الله ج) له پاره روژه (خبري نه كول) وروسته له دي به خبري ونكړم زه نن ورځ له هيڅ يو انسان سره"

  • او شريعت كې دنيت پر بنا د ټاكل سويو شيانو څخه په ټاكلي وخت كي د يو مكلف شخص له خوا په خپل نفس باندي بنديز لگول دي.
  • مكلف شخص عبارت دي له عاقل او بالغ مسلمان څخه، او كه ښځه وي د حيض او نفاس څخه بايد پاكه وي.
  • ټاكل سوي شيان عبارت دي له خوراك. څښاك او جماع (يوځايوالي) څخه.
  • ټاكل سوي وخت عبارت دی، له صبح صادق څخه تر لمر لويدو پوري (دشپي تر راختلو پوري).

څرنگه چي روژه بيله نيته څخه نه صحيح كيږي نو د رمضان د مياشيتي د روژي او ټاكل سوي نذري او نفلي روژي نيت له شپي څخه تر زواله پوري صحت لري، كه په مطلق نيت سره وي او كه په نفلي نيت. او دنورو نيت لكه: قضايې، نذر مطلق، دكفاري روژه دشپي له نيت څخه پرته نه صحيح كيږي، همدارنگه د نيت تعين هم ضروري دي لكه قضايې، نفلي او كفاري روژي نيت. كه خوراك او څښاك په داسي حال كي وسي چي روژه يې هيره وي يا محتلم او شيطان يې وغولوي يا ځان غوړ كړي (دزخم غوړول) يا رانجه وكړي يا مچه واخلي يا څه گرد او غبار او يايې مچ تير سي يا په ليدو او فكر كولو كي انزال سي روژه يې نه ماتيږي.

دروژي فرضيت

د روژې په مياشت کې ټولټال بندیز او د فرضيت دليل يې دې آية كريمه کې ښکاري.

فمن شهد منكم الشهر فليصمه

سورة البقره, ۱۸۵آيت


ژباړه: " څوك چي حاضر شوه له تاسو څخه مياشت د روژې ته، نو روژه دې ونيسي "

او دا آية مبارك هم د روژې په فرضيت باندې دلالت كوي:

كتب عليكم الصيام كماكتب علي الذين من قبليكم لعلكم تتقون °


(سورة البقره آية : ۱۸۳)

ژباړه: (فرض كړل شوې ده په تاسو روژه لكه فرض كړل شوې چې وه په هغو كسانو چې له ستاسو مخکې راغلي وه) (لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدم ﷺ پورې).

دروژي فضيلتونه

روژه ډير فضيلتونه لري چي په كتاب الله او نبوي احاديثو سره ثابت سوي دي لكه په دې آية كريمه كي:

شهررمضان الذي انزل فيه القرآن °


(سورة البقره آية: ۱۸۵)

ژباړه: (د روژي مياشت هغه مياشت ده چي قرآن كريم پكښي نازل سوي دي (يعني له لوح محفوظ څخه د دنيا اسمان ته)

او همدا رنگه دا حديث شريف:

عن ابي هريره (رض) عن النبي ﷺ قال: من صام رمضان ايمانا واحتسابا غفرله ما تقدم من ذنبه (متفق عليه _ رياض انصالحين ۲۶۱)


ژباړه: د حضرت ابى هريره (رض) څخه روايت دي چي رسول ﷺ فرمايلي دي:

(چاچي د روژي په مياشت كي روژه ونيوله په كامله توگه او دثواب په نيت، و به بخښل سي دده ټول مخكني گناهونه). په بل حديت شريف كي ذكر سوي دي: د هر نيك عمل اجر يو په لس او تر اوه سوه پوري وركول كيږي لا تر دي هم زيات.

د روژي د اجر ا وثواب په باره كي الله ﷻ فرمايلي دي:

(چي روژه زما له پاره ده اجر او ثواب يې زه وركوم)

د ا چي خداي ﷻ يې د ثواب وركولو نسبت ځانته كوي معلومه ده چي دا ډير لوي اجر دي.

يو بل حديث مبارك په د ي دلالت كوي چي خداي ﷻ فرمايې: (د روژه دار د خولي بوي ماته له مشكو بهتر دي). په بل حديث شريف كي ذكر سوي دي چي (په جنت كي يوه دروازه دريان په نامه ده غير له روژه نيونكي څخه بل څوك دي دروازي ته نه سي داخليداي):

خداي ﷻ زموږ روژي ته كوم احتياج نه لري، د روژي فضيلت ا و بهتري يوازي په لوږه او تنده كښي نه ده بلكي بهتر ي او فضيلت يې په تامه (مكمله) روژه كښي دي. او تامه روژه هغه روژه ده چي روژه لرونكي له خوراك، څښاك او جماع څخه ځان وساتي. له دروغو، فحشاء، دحرامو دليدلو او اوريدلو، غيبت كولو او نورو نواهيو څخه هم د خداي ﷻ د رضار له پاره ځان وساتي او هغه څه چي د خداي ﷻ رضا پر ي حاصليږي په ډير اخلاص سره هغه وكړي او دخداي ﷻ رضا حاصله كړي، د جنگ او جدل څخه ځان وساتي او كه څوك يې شخړي ته مجبور هم كړي بايد شخړه ونه كړي.

كه دروژي په مباركه مياشت كي چاته شرعى عذر پيښ شي چي د روژي له نيولو سره هغه منافات او مشكلات ولري نو په هغه صورت كي به روژه لرونكي روژه خوري خوبيا به يې قضايي راوړي.

د روژې د خوړلو لپاره شرعى عذرونه

  1. سفر: كه چا د سفر په وخت كې روژه وخوړله روا ده مگر نيول يې فضيلت لري. خو شرط دادي كه دسفر مسافه تر ۷۲ كيلو متره كمه وه سفر كوونكي مسافر نه شميرل كيږي هغه سفر كوونكي ته مسافر ويلاي سو چي د سفر مسافه يې تر ۷۲ كيلو متره او تر هغه ډيره سي په بعضي ځايو كښي د ا مسافه ۸۷ كيلومتره ښوول سوي ده.
  2. ناروغي: كه چيري څوك مريض سي او د روژى په نيولو سره يې د مرگ ويره او يا د مرض د زياتوالي متصور سي او همدارنگه هغه چاته روژه خوړل روا دي چي په روژه نيول سره يې د ځان او يا اولاد د مرگ ويره وي لكه: تنده، لوږه، حمل او نور.
  3. حيض اونفاس: په حيض او نفاس كي روژه نيول قطعاً روا نه ده.
  4. زوړوالي: هغه چاته روژه خوړل روا ده چي د ډير زوړ والي په سبب د روژي نيولو قدرت ونه لري كه د فديي قدرت يې وي هغه به فديه وركوي.

څنگه د روژې مياشت پيل د سپوږميز کليز څخه ښکاري؟

اسلامي کليز ته سپوږميز کليز وايي ، ځکه چې مياشت هغه وخت پیلېږي کله چې لومړنۍ نيمه نرۍ سپوږمۍ وښکاري . همدې سره د نوې مياشتې څرک لگېږي. همدارنگه د روژې مياشت هم د اتو مياشتو وروسته د نهمې په پیل ورځو کې سپوږمۍ نرۍ وي او نیمه وي چې د روژې لورايه څرک لگول کېږي. په ښکاره توگه ډېرو ځايونو کې د روژې د پیل او پای په هکله ځينې بډوالی شتون لري ، ددې لپاره چې دغه بډوالی له منځه تللی وي نن سبا ډېر مسلمانان د ستورپوهنې د علم په ډاډ دغه بډوالی او تېروتنې لرې کوي .

روژه ماتوونكي شيان

هغه شيان چي روژه ماتوي په دوه ډوله دي:

  1. هغه شيان چي روژه ماتوي او هم كفاره لازموي هغه عبارت له خوراك، څښاك (غذا وي او كه دوا) او جماع په محل مشتهي كښي.
  2. هغه چي كفاره نه لازموي روژه ماتوي او قضاء هم لازموي.

لكه په شرعى عذر چي روژه وخوري او يا يې په خطا سره وخوري او يا يو داسي شي و خوري چي نه غذا وي او نه دوا لكه خاوره، تيږه او امثال يې او يا په جبر سره په چا باندي خوراك، څښاك او جماع وسي. جماع په محل غيري مشتهي كښي روژه ماتوي او كفاره نه لازموي. سگريټ، چلم، نصوار، شراب، هيروين او دې ته ورته عملونه په روژه كې منع او روژه پري ماتيږي. په دې سبب چي روژه يو داسي عبادت دي چي د روژه لرونكي د خولي بوي د خداي ﷻ په نزد له مشكو هم بهتر دي نو غوره داده چي دا بوي په پليت او چټل بوي باندي بدل نسي.

كفاره

كه څوك د روژى په مياشت كي بيله كومه غذره په قصد سره روژه وخوري كفاره پر لازمه ده او كه دغه مريض په دغه ورځ د اسي مريض سي چي د روژي خورك ورته روا كيږي او كه ښځه د روژى په مياشت كي روژه وخوري او كفاره پر لازمه سي او بيا په همدغه ورځ حائضه او يانفاسه سي كفاره ورځيني ساقيطيږي.

د روژي خوړلو له امله كفاره:

  1. غلام آزادول (كه څه هم اوس غلامان نسته)
  2. دوه مياشتي پرله پسي روژه نيول په دې شرط چي د روژي مياشت او هغه ورځي پكښي رانسي چي روژه نيول په كښي حرام دي، چي هغه ورځي عبارت دي دكوچني اختر لومړۍ ورځ، د لوي اختر لومړي ورځ او د تشريق دري ورځي چي ټولنه پنځه ورځي كيږي كه پر چا باندي دروژى كفاره لازمه سي تر څو پوري چي يې هغه كفاره نه وي راگرځولې بله كفاره نه پرلازميږي.
  3. شپيتو مسلمانانو ته يو وخت متوسطه ډوډۍ وركول او يا شپيته فديې وركول يوه فديه: غنم نيمه صاع (نيمه صاع اوس د دووكيلو گرامو سره مساوي ده)، وربشي او خرما يوه صاع كيږي او يا يې بايد معادل قيمت وركول سي.

د روژې په هکله خبر ورکول او د هغې ثواب که ګناه

نور کالونه

سرچينې

http://www.whatisramadan.com/