روژه (مياشت)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سپوږميز ليږديز کليز کې روژه (رمضان) د هجري ليږديز کال نهمه مياشت ده. چې ۳۰ ورځې لري.په اسلام کې د روژې مياشت ډېره مهمه گڼلی کيږي ځکه چې په همدی مياشت کې ټول مسلمانان روژه کيږي۔ همدارنګه هېڅ څوک پشمنی تر ماښام اذان پوری هېڅ شي نه خوري. روژه د اسلامي کليز نهمې مياشتې رمضان ته وايي . د پښتو ژبې روژه له عربي رمضان سره هممانيزه ويیکه ده . د اسلامي کليز په دغې نهمې مياشتې د نړۍ ټول مسلمانان ټولې ورځې د سهار سپېداغ څخه نيولې تر د لمر پرېوتو پورې په نهاره تېروي او نه خواړه خوري نه څښاک کوي، نه بې ځايه خبرو يا ټون غیر اخلاقي کړنو لکه غوسه ، نسوار، سګرېټ ، جوارګرۍ ته مخه کوي . همدارنګه نه د خپلې مېرمنې سره روا جنسي نژدېوالي رښته ورکړل شوې . دغې مياشتې ته د نړۍ ټول مسلمانان د سپېڅلې مياشتې په توګه ګوري ځکه چې په دغه مياشت کې قرآن مجيد د اسلام ستر استازي او پيغمبر حضرت محمد(ص) باندې نازل شوی . همدې لپاره ټول مسلمانان د همدې مياشت په لړ کې د ځان دننه اعمالو او ځاني غوښتنو باندې بيا کتنه کوي او د نفسي هوا او هوس څخه د پاکۍ هڅونې د عباداتو له لارې ترسره کوي . په دغه مياشت کې مسلمانانو ته د ډېر عبادت کولو ټينګار شوی چې له مخې يې ډېر زيات مسلمانان د پنځو وختو فرضو لمونځونو سره سره تراوې، اعتکاف او نور نوافل ترسره کوي .

د روژې مخينه: روژه د اسلامي کليز چې ورته سپوږميز کليز هم وايي د همدې کليز په لړ کې نهمې مياشتې ته وايي او احکامونه يې پيلېږي . د اسلامي کليز سپوږميز مهال سره هممهاله ده چې له همدې کبله د نورو کليزونو لکه زېږديز کليز ، لمريز کليز او داسې نورو سره توپیر لري . د روژې مياشت هر کال لس ورځې د زېږديز کليز سره په لړ کې توپیر مومي چې له مخې يې د روژې مياشت هرکال په هممهاله شېبو او موسمونو کې نه پېښېږي . د روژې ريښه له عربي ژبې رمضان څخه اخيستل شوې چې پخپله رمضان په عربي ژبه کې د رمض ويي څخه اخيستل شوی چې د شديدې تودوخې مانا ورکوي . ځينې علما وايې دې ته د شديدې تودوخې مانا ځکه ورکړل شوې چې د مانا له مخې يې گناوې د ښو کړنو په ترسره کولو سره سوځي. په قرآن مجيد کې انسانانو ته د روژې نيولوپه بيا بيا ټينګار شوی او وېل شوي چې {{

  روژه 

كتب عليكم الصيام كماكتب علي الذين من قبليكم لعلكم تتقون °

  روژه

(روژه په تاسو فرض کړل شوې لکه څنګه چې له تاسو څخه مخکې هېناڼسانو باندې فرض کړل شوې وه). روژه په لغت كې مطلق بندوالي ته وايي، د هر هغه شي څخه چې هېناڼسان يې په ټون ورځو کې ترسره کوي اوهر وخت چي وي. په قرآن کریم كې د بي بي مريمې د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره شوې دي.

  روژه

فقولي انى نذرت للرحمن صوما فلن اكلم اليوم انيسا

  روژه

—سورة مريم, ۲۶آيت


ژباړه: "نو ووايه په تحقيق سره ما نذر كړى دي درحمن (الله ج) له پاره روژه (خبري نه كول) وروسته له دي به خبري ونه کړم زه نن ورځ له هيڅ يو هېناڼس سره"

او شريعت كې دنيت پر بنا د ټاكل سويو شيانو څخه په ټاكلي وخت كي د يو مكلف شخص له خوا په خپل نفس باندي بنديز لگول دي. مكلف شخص عبارت دي له عاقل او بالغ مسلمان څخه، او كه ښځه وي د حيض او نفاس څخه بايد پاكه وي. ټاكل سوي شيان عبارت دي له خوراك. څښاك او جماع (يوځايوالي) څخه. ټاكل سوي وخت عبارت دی، له صبح صادق څخه تر لمر لويدو پوري (دشپي تر راختلو پوري). څرنګه چي روژه بيله نيته څخه نه صحيح كيږي نو د روژی میاشتي او ټاكل سوي نذري او نفلي روژي نيت له شپي څخه تر زواله پوري صحت لري، كه په مطلق نيت سره وي او كه په نفلي نيت. او دنورو نيت لكه: قضايې، نذر مطلق، دكفاري روژه دشپي له نيت څخه پرته نه صحيح كېږي، همدارنګه د نيت تعين هم ضروري دي لكه قضايې، نفلي او كفاري روژي نيت. كه خوراك او څښاك په داسي حال كي وسي چي روژه يې هيره وي يا محتلم او شيطان يې وغولوي يا ځان غوړ كړي (دزخم غوړول) يا رانجه وكړي يا مچه واخلي يا څه ګرد او غبار او يايې مچ تير سي يا په ليدو او سوچ كولو كي انزال سي روژه يې نه ماتيږي.

دروژي فرضيت د روژې په مياشت کې ټولټال بندیز او د فرضيت دليل يې دې آية كريمه کې ښکاري.

  روژه

فمن شهد منكم الشهر فليصمه

  روژه

—سورة البقره, ۱۸۵آيت


ژباړه: " څوك چي سوب شوه له تاسو څخه مياشت د روژې ته، نو روژه دې ونيسي "

او دا آية مبارك هم د روژې په فرضيت باندې دلالت كوي:

  روژه

كتب عليكم الصيام كماكتب علي الذين من قبليكم لعلكم تتقون °

  روژه


(سورة البقره آية : ۱۸۳)

ژباړه: (فرض كړل شوې ده په تاسو روژه لكه فرض كړل شوې چې وه په هغو كسانو چې له ستاسو مخکې راغلي وه) (لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدم ﷺ پورې)

نور کالونه[سمول]

سپوږميزې مياشتې

حسين  · صفره  · لومړۍ خور  · دويمه خور  · درېيمه خور  · څلورمه خور  · خدای پاک  · برات  · روژه  · کوچني اختر  · ميانې  · لوی اختر