فقه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فقه مانا ده پوهه، فهم، په يو څه خبرتيا ده. یا په شرعي احکامو خبرتيا، او په اسلامی اصطلاح هغه علم ته وايي چې د داسې عبادتو اومعاملو متضمنه وي چې هغه دواړه د قرآن مجيد په کتاب او نبوي سنت کې راغلي وي. محمد (ص) به د خپل قوم لپاره د فقهې احکام له قرانه را ايستل او شرح کول به يې، د هغو تر رحلت وروسته ابوبکر صديق (رض) د پيغمبر (ص) پر اساس عمل کاوه او که به ستونزه ورپېښېده نو د پغمبر (ص) د خبرو د اورېدونکو څخه به يې مرسته غوښته او بې له دې به يې په خپله رايه عمل کاوه. مشهور تاريخي فقها عبدالرحمن بن عوف ،کعب بن ابی ،حذیفه یمان،زید بن ثابت ،سلمان فارسي،ابوالدردا، او ابوموسی اشعري دي. تر صحابه وو وروسته دغه علم تابعنيو ته انتقال شو.حنفي فقه، د اسلام د سترو فقهاوو د يوې لويې ډلې د څيړنو او زيارونو محصول دی چې لوی نابغه افغان ابوحنيفه ته منسوبه ده.

دفقه درسی کتابونه[سمول]

  1. منیه المصلی
  2. نورالایضاح
  3. القدوری
  4. کنزالدقائق
  5. مختصرالوقایه
  6. شرح الوقایه
  7. لمړی هدایه
  8. وروستی هدایی
  9. عالمگیری فتاوی
  10. لدرالمختار
  11. ردالمحتار
  12. فتاوی قاضی خان
  13. قتح القدیر

الاختیار للتعلیل المختار