جاينيزم
جینېزم (/ˈdʒeɪnɪzəm/)، چې په دودیز ډول د جین دارما په نوم یادېږي، یو پخوانی هندي دین دی. دا دین یو له پخوانیو هندي ادیانو ګڼل کېږي. د جینېزم درې اصلي ستنې یا ارکان اهنساahiṃsā (عدم تاوتریخوالی)، انیکانتاودا anekāntavāda (عدم مطلقیت)، او اپریګراaparigraha (له دنیا سره زړه نه تړل) دي.
جینان پنځه اصلي عهدونه یا ژمنې لري: اهیمساahiṃsā (له هر ډول ژوندیو سره تاوتریخوالی نه کول)، ساتیاsatya (حقیقت او رښتینولي)، استیاasteya (غلا نه کول)، برهماچاریاbrahmacharya (جنسي پاکلمني یا پرهېزګاري)، او اپریګرهaparigraha (ملکیت نه لرل). دغو اصولو پر جین کلتور له ګڼو لارو اغېزه کړې، د بېلګې په توګه دا اصول عمدتا د ګیا خوړنې او غوښې نه خوړلو (vegetarian) د ژوندانه د ډول لامل شوي دي. پاراسپاروپاګراهو جیوانام Parasparopagraho jīvānām (د ارواحو دنده له یو بل سره مرسته کول دي) د دغې عقیدې شعار دی او ناموکارا منتر (Ṇamōkāra mantra) یې ترټولو عامه او اساسي دعا ده.
جینېزم د خپلو معنوي عقایدو او تاریخ ریښې د ۲۴ رهبرانو/پېشواګانو یا تیرتانکارانو (Tirthankaras) له سلسلې څخه مومي او د اوسنۍ زمانې په څرخه کې یې لومړنی کس ریشابادیوا (Rishabhadeva) دی، چې له دغه دود سره سم ملیونونه کاله مخکې یې ژوند کړی. درویشتم تيرتانکارا، چې پارشواناتا نومېده، تاريخپوهان يې تر نهمې قبل المیلاد پېړۍ پورې اړوند ګڼي. همدا راز څلورویشتم تيرتانکارا یې بیا مهاویرا و چې په شاوخوا ۶۰۰ قبل المیلاد کلونو کې اوسېدلی دی. جینېزم یو ابدي مذهب (dharma) ګڼل کېږي چې تیرتانکاران یې پکې په نړۍ کې د وجود (cosmology) د هرې دورې لارښوونه او رهبري کوي.
جینېزم د نړۍ یو له هغو پخوانیو ادیانو څخه دی، چې تر نن ورځې پورې عمل پرې کېږي. دا دین دوه ستر لرغوني فرعي دودونه لري، چې یو یې دیګامبرا (Digambaras) او بل یې هم سویتامبارا (Śvētāmbaras) دی او د پرهېزګارۍ یا زاهدانه اعمالو او جنسیت په اړه او دا چې کوم متنونه مذهبي یا قانوني (canonical) ګڼل کېدای شي، په اړه یې مختلف نظریات لري. دواړه دودونه د عامو خلکو (شراواکا او شراویکا) له ملاتړ برخمن ملنګان یا دروېشان لري. د سویتامبارا دود بیا درې فرعي دودونه لري: مندرواسي (Mandirvāsī)، تیراپنتي (Terapanthi) او ستانکاواسي (Sthānakavasī). دا دین له څلورو تر پنځو ملیونو پورې پیروان لري، چې د جینانو په نوم یادېږي او ډېری یې په هند کې ژوند کوي. له هند څخه بهر یې ځینې لویې ټولنې په کاناډا، اروپا او متحده ایالاتو کې دي، او جاپان یې بیا د وراوښتونکو د ګړندۍ پراختیا موندونکې ټولنې کوربه دی. مهم جشنونه یا اخترونه یې پریوشنا او داس لکشنا، اشتانیکا، مهاویر جانما کلیانک، اکشایا تریتیا، او دیپاوالي بلل کېږي.[۱][۲]
د جینانو د نفوس اټکل له څلور ملیونو څخه تر دولس ملیونو پورې کېږي.[۳]
بنسټیز اصول
عدم تشدد (ahimsa)
د اهنسا اصل (تاوتریخوالی نه کول یا ټپ نه جوړول) د جینېزم یو بنسټیز اصل دی. د دغه اصل له مخې یو څوک باید هر ډول تاوتریخوالی او تاوتریخجن فعالیتونه پرېږدي او د تاوتریخوالي نه کولو په اړه له همدغسې ژمنې پرته بیا نورې ټولې مذهبي چارې او چلندونه بې ارزښته دي. د جین په دیني تعالیمو او لارښوونو کې، دا مهمه نه ده چې تاوتریخوالی څومره سم یا د دفاع وړ دی، بلکې په ټوله کې یو څوک باید هېڅ ژوندی موجود ونه وژني او زیان ورونه رسوي، او په دې توګه عدم تشدد او له تاوتریخوالي ډډه کول په دغه دین کې ترټولو لوړه مذهبي دنده ده. د جين مقدس متون لکه اکرانګا سوترا (Acaranga Sūtra) او تاتورتاسوترا (Tattvarthasūtra) وايي چې هر څوک بايد د ټولو ژونديو موجوداتو وژنه پرېږدي، هغه که واړه وي يا لوی وي، خوځنده وي او که ناخوځنده وي. دیني تعالیم یې لارښوونه کوي چې یو څوک نه باید بل ژوندی موجود ووژني او نه هم د بل د وژلو لامل شي، او نه هم په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له کوم قتل سره رضایت وښيي. پر دې سربېره، جینېزم د ټولو موجوداتو پر وړاندې نه یوازې په عمل کې بلکې په وینا او فکر کې هم پر عدم تشدد ټینګار کوي. دا اصل وايي چې د هرچا پر وړاندې د کرکې یا تاوتریخوالي پرځای، "ټول ژوندي موجودات باید له یو بل سره مرسته وکړي". جینان پر دې باور دي چې تاوتریخوالی د یو چا پر روح منفي اغېزه کوي او نړوي یې، په ځانګړې توګه کله چې تاوتریخوالی له ارادې، کرکې یا هم بې پروایۍ سره مل ترسره کېږي، یا کله چې یو څوک په غیر مستقیم ډول د یو انسان یا غیر انساني ژوندي موجود د وژلو لامل کېږي او یا یې هم له وژلو کېدو سره رضایت ښيي.[۴][۵][۶][۷]
څو اړخیز حقیقت (anekāntavāda)
د جینېزم دویم بنسټیز اصل انیکانتاوادا دی، چې له انیکانتا ("څو اړخیزوالي") او وادا ("نظریه یا اصول") څخه اخیستل شوی دی. دا اصل وایي چې حقیقت او واقعیت پېچلي دي او تل ګڼ اړخونه لري. دا اصل زیاتوي چې واقعیت تجربه کېدای شي، مګر په بشپړ ډول پر ژبه بیانېدای نه شي. دغه اصل وایي چې د اړیکو جوړولو لپاره د انسان هڅې نایا (Naya) "د حقیقت جزوي بیان" دی. د دغه اصل له مخې، یو څوک کولی شي د حقیقت خوند تجربه کړي، مګر د ژبې له لارې دا خوند په بشپړه توګه بیانولی نشي. باور پکې دا دی چې د تجربې د څرګندولو هڅې بیا سیات (syāt) یا "په ځینو مواردو کې" معتبرې دي، مګر بیا هم "شاید، یوازې یو لید، نیمګړتیا" ورسره مل وي. دغه اصل د پایلې په توګه وایي چې په همدې ترتیب روحاني حقایق هم تجربه کېدای شي مګر په بشپړه توګه بیانېدلی نشي. دا اصل وړاندې وایي، چې لویه تېروتنه پر اکانتا ekānta (یو اړخیزوالي) باور دی، چې پکې یو څه نسبي حقیقت مطلق ګڼل کېږي. دا نظریه پاموړ لرغونتیا لري او په بودايي متنونو لکه سمانفالا سوتا (Samaññaphala Sutta) کې موندل شوې ده. جین اګاماس (Jain Agamas) بیا وایي، چې ټولو ماوراء الطبیعه فلسفي پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره د مهاویرا تګلاره یو "مناسب هو" (syāt) و. دا متنونه انیکانتاودا د بودا له تعالیمو څخه د یوه مهم توپیر په توګه معرفي کوي. بودا د منځنۍ لارې لارښوونه کړې او ماوراء الطبیعي پوښتنو ته د "همداسې ده" یا "داسې نه ده" ځواب کې افراط یې رد کړی. په مقابل کې مهاویرا خپلو پیروانو ته لارښوونه کړې چې "همداسې ده" او "داسې نه ده" دواړه ځوابونه ومني، او له "شاید" سره بیا د دې وړتیا هم ولري چې پر مطلق حقیقت پوه شي. دایمي وجود پکې د جیواjiva (روح) او اجیواajiva (موضوع) په توګه په یوه دوه اړخیز انیکانتاوادا چوکاټ کې تصور شوی دی.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
له دنیا سره زړه نه تړل (aparigraha)
په جینېزم دین کې دریم اصلي یا بنسټیز اصل بیا اپریګرا دی چې معنا یې له دنیوي متاع سره زړه نه تړل دي. د راهبانو او راهبه ګانو په اند، جینېزم د هر ډول شتمنۍ، اړیکو او احساساتو د بشپړ عدم تملک د ژمنې غوښتنه کوي. پرهېزګاره یا زاهد په دیګمبارا (Digambara) دود کې د یوه سرګردانه دروېش په توګه مطرح دی، او په سویتامبارا (Śvētāmbara ) دود کې د یوه مېشت دروېش په توګه مطرح دی. د عوامو یا غیر روحاني جینانو لپاره بیا دا اصل د محدودې شتمنۍ لرل چې په صادقانه توګه ترلاسه شوې وي، او په خیرات یا خیریه لارو کې د اضافي اموالو یا شتمنۍ ورکول وړاندیز کوي. د ناتوبایي شاه (Natubhai Shah) په وینا، اپریګره پر مادي او رواني دواړو اړخونو تطبیقېږي. مادي ملکیتونه د شتمنۍ بېلابېلو ډولونو ته اشاره لري. رواني ملکیتونه بیا احساساتو، خوښونې او نه خوښونې، او په هره بڼه زړه تړلو ته اشاره لري. باور پکې دا دی چې له ملکیتونو سره بې کنټروله تړاو د یوه شخص شخصیت ته مستقیم زیان رسوي.[۱۵][۱۶][۱۷]
د جین اخلاقیات او پنځه عهدونه یا سوګندونه
جینېزم د پنځو اخلاقي دندو لارښوونه کوي، چې پنځه قولونه یا سوګندونه یې بولي. دغو ژمنو ته د جینېزم د عوامو پیروانو لپاره انوورتاس anuvratas (کوچني تعهدات) ویل کېږي، او د جیني روحانیونو یا دروېشانو لپاره بیا مهاورات mahavratas (لوی تعهدات) ویل کېږي. د دواړو لپاره یې اخلاقي اصول دا وړاندیز کوي چې جینان یوه ګورو guru (ښوونکي، سلاکار)، دیوا deva (جینا، خدای)، او عقیدې یا نظریې ته لاسرسی لري، او دا چې هر فرد له پنځو جرمونو څخه پاک دی: د عقیدې په اړه شک، د جینېزم د حقایقو په اړه بې باوري. د جین له تعلیماتو او لارښوونو سره صادقانه علاقه یا تمایل، د ملګرو جینانو په رسمیت پېژندنه، او د دوی د روحاني کارونو ستاینه. دا ډول یو شخص د جینېزم لاندېني پنځه عهدونه پر ځای کوي:[۱۸][۱۹]
- اهیمسا (Ahiṃsā)، "قصدي عدم تشدد" یا "نه ژوبلول": د جینانو لخوا اخیستل شوی لومړی لوی عهد یا ژمنه دا ده چې نورو انسانانو او همدارنګه ټولو ژوندیو موجوداتو (په ځانګړې توګه حیواناتو) ته به زیان نه رسوي. دا په جینېزم کې ترټولو لوړه اخلاقي دنده ده، او دا نه یوازې د افرادو پر عملونو تطبیقېږي، بلکې د دې غوښتنه کوي چې په وینا او افکارو کې هم تاوتریخجن نه وي. [۲۰]
- ساتیا (Satya)، "حقیقت او رښتینولي": دا عهد په دې معنا دی چې تل به رښتیا وایې. نه به درواغ وایې او نه به هغه څه وایې چې رښتیا نه وي، او نه به هم نور هڅوې چې د هغه چا تایید وکړي چې دروغ وايي.[۱۹]
- استیا (Asteya)، "غلا نه کول": د جین مذهب پیرو باید هغه څه وانه اخلي چې په خپله خوښه نه وي ورکړل شوي. پر دې سربېره، یوه جیني دروېش ته که یو څه ورکړل شي، باید د اخیستلو لپاره یې بیا هم اجازه وغواړي.[۲۱][۲۲][۱۸]
- برهماچاریا (Brahmacharya)، "بکرتوب یا مجردوالی او له جنسي اړیکې ډډه": د جیني راهبانو او راهبه ګانو لپاره له جنسي او نفساني لذتونو او خوښیو څخه ډډه کول وړاندیز شوي. خو د عامو پیروانو لپاره یې بیا دا عهد د عفت او پاکلمنۍ او د ژوند له ملګري سره د وفادارۍ معنا لري.[۱۹][۲۳]
- اپریګره (Aparigraha)، "ملکیت نه لرل": په دغه عهد کې له مادي او رواني ملکیتونو او اموالو سره تړاو پرې کول او زړه نه تړل، او له ډېر تمایل او حرص څخه ډډه کول شامل دي. د جينېزم دین راهبانو او راهبه ګانو په بشپړه توګه ټولې شتمنۍ او ټولنيزې اړيکې پرې اېښي دي، هيڅ شی نه لري او له هېچا سره تړلي نه دي.[۱۹]
سرچینې
|
- ↑ Long, Jeffery D. (2013), Jainism: An Introduction, I.B. Tauris, ISBN 978-0-85771-392-6, p. 20-22.
- ↑ Archana, K. C. (2020-02-23). "Jainism Gains Traction In Japan, Thousands Travel To India To Transition From Zen To Jain". The Times of India (in Indian English). بياځلي په 2021-05-18.
- ↑ Dundas 2002، م. کينډۍ:Page needed.
- ↑ Dundas 2002، مم. 160–162.
- ↑ Price 2010، م. 90.
- ↑ Markham او Lohr 2009، م. 71.
- ↑ Dundas 2002، م. 160.
- ↑ Dundas 2002، مم. 90–99, 104–105, 229–233.
- ↑ Matilal 1998، مم. 128–135.
- ↑ Matilal 1990، مم. 301–305.
- ↑ Balcerowicz 2015، مم. 205–218.
- ↑ Schwartz 2018.
- ↑ Dundas 2002، مم. 229–231.
- ↑ Charitrapragya 2004، مم. 75–79.
- ↑ Natubhai Shah 2004، مم. 112–113.
- ↑ Dundas 2002، مم. 117, 152.
- ↑ Natubhai Shah 2004، م. 112.
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ von Glasenapp 1925، م. 228.
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ ۱۹٫۳ von Glasenapp 1925، مم. 228–231.
- ↑ Vijay K. Jain 2012، م. 33.
- ↑ Vijay K. Jain 2012، م. 68.
- ↑ von Glasenapp 1925، م. 231.
- ↑ Shah, Pravin K. (2011). "Five Great Vows (Maha-vratas) of Jainism". Harvard University Literature Center. خوندي شوی له اصلي څخه په 31 December 2014. بياځلي په 7 May 2017.