ازربايجان
ازربايجان | |
---|---|
(آذربائیجانی: Azərbaycan Respublikası) (فرانسیسی: la République d’Azerbaïdjan)[۱] |
|
![]() |
|
کورډېناټونه: ۴۰°۱۸′شمال ۴۷°۴۲′ختیځ / 40.3°شمال 47.7°ختيځ [۲] | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۱۹۹۱ |
هېواد | آزربایجان[۳][۴] |
پلازمېنه ښار | باکو |
ادارې ويش | |
سیمه | |
• سیمه | 86600.0 کیلومتره مربع |
نفوس شمېرنه | 10127874 (۱ اگسټ ۲۰۱۹)[۵] |
آخر معلومات | |
رسمي ژبه | آزربايجاني[۶] |
جيو کوډ | 587116 |
لوحة مركبات | AZ (۱۹۹۳–)
|
رسمي ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
![]() |
|
سمول ![]() |
د آذربایجان جمهوريت (آذربایجان هیواد) (آذربايجاني: Azərbaycan يا Azərbaycan Respublikası) په قفقاز غرو لړۍ کې يو هېواد دی چې د اروپا او سوېل لوېديځه اسيا په منځلاره کې پروت دی. دا هېواد کسپین سمندرګی سره ساحل لري.
دا هېواد په سوېل کې له روسيې سره، د جيورجيا سره په سوېل لويديځه لورې، د ارمنستان سره په لويديځه خوا او په سوېل کې د ايران سره خپلې پولې لري. د نخجوان خپلواکه جمهوريت چې د اذربايجان ادعا ورباندې ده، سوېل ختيځه کې د ارمنستان سره، په سوېل لويديځه کې د ايران سره او په سوېل لوېديځه کې د ترکيې سره گډې پولې لري. اذربايجان يو غېر مذهبي حکومت لري، او د 2001 زېږيز کال راپدې خوا د اروپايي قونسل غړيتوب لري. ددې هېواد ډېرکي وگړي شيعه مسلمانان دي او د غربي ترکي توکمه خلگ دي چې د اذربايجاني په نوم او يا هم په ساده ډول د اذري په نوم يادېږېي. دا هېواد په رسمي توگه مخ په ډيموکراسۍ روان دی، خو په کلکه توگه اقتدار پلوی قانون پلي کوي.
جغرافیه[سمول]
آذربایجان د جغرافیایي پلوه د قفقاز غرونو سویل د ارس سیند شمال او د کسپین سمندرګی ترڅنګ پروت دی. د لوی قفقاز غرونه شمال او د واړه قفقاز غرونه لویدیځ همدارنګه تالش غرونو سویل کې د آذربایحان ۴۰% سلنه خاوره نیولې ده.
ایداري ویش[سمول]
'د آذربایجان هیواد د ولایتونو نوملړ (د آذربایجان هیواد ایداري وېش) لاندی نوملړ تاسو د آذربایجان هیواد ایداري برخې ښې.

کلتور[سمول]
ځمکپوهنه[سمول]
اداري وېشنې[سمول]
کينډۍ:ارنی اذربايجان په ۵۹ رايونونو (rayonlar، مفرد rayon) يا سيمو، ۱۱ ښاري ناحيو (şəhərlər، مفرد şəhər)، او يو خپلواک جمهوريت (muxtar respublika) چې د ناخشيوان په نامه يادېږي وېشل شوی دی،[۷] چې بيا هم د ناخشيوان خپلواکه سيمه په خپل وار په ۷ رايون او يو ښار وېشل شوی. د واليانو گومارل د اذربايجان د ولسمشر دنده ده، خو د ناخشيوان حکومت بيا د ناخشيوان د خپلواکه پارلمان لخوا ټاکل کېږي. د نورو سيمو حکومتونه لکه هغه ښارونه چې د ارمنيانو په ولکه کې راغلي لکه خانکيندي او شوشا هم د هېواد نه دباندې خپل سيمه ايز واکونه ټاکي.[۸]
طبيعي منظرې[سمول]
اذربايجان د نورو هېوادونو سره ټولټال ۲،۶۴۸ کيلومتره اوږده زمکنۍ پوله لري. چې د دغې شمېرې نه ۱۰۰۷ کيلومتره اوږده پوله د ارمنستان سره، ۷۵۶ کيلومتره اوږده پوله د ايران سره، ۴۸۰ کيلومتره اوږده پوله د جورجيا سره او ۳۹۰ کيلومتره اوږده گډه پوله د روسيې او تُرکيې سره لري.[۹] دغه هېواد کاسپين سمندرگي سره هم تړلی دی او د دغه هېواد سمندري لمن ۸۰۰ کيلومترو پورې رسېږي. همدا شان د سوروالي له مخې د اذربايجان تر ټولو پراخه سيمه د کاسپين سمندرگي يوه برخه جوړوي چې ټولټال ۴۵۶ کيلومتره سوروالی لري.[۹] د اذربايجان وچه له سهېل نه تر سوېله پورې ۴۰۰ کيلومتره اوږده او له لوېديځه تر ختيځه پورې ۵۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري. د اذربايجان د هغو درې غرونو لړۍ چې ددې هېواد نژدې ۴۰٪ برخه جوړوي، د لوی قفقاز، وړوکي قفقاز او د تاليش د غرونو په نامه يادېږي.[۱۰] د اذربايجان د غرونو تر ټولو جگه څوکه د بازاردوزو غر دی چې د سمندر له هوارې نه ۴،۴۶۶ متره لوړوالی لري. خو د دغه هېواد تر ټولو ټيټه سيمه د کاسپين په سمندرگي کې پرته سيمه ده چې د سمندر له هوارې -۲۸ متره په ټيټه کې پرته سيمه ده. د نړۍ په ټولو خټينو اورښيندونکو سيمو څخه نيژدې نيمه برخه خټين اورښيندونکې سيمې په اذربايجان کې دي.

د اذربايجان د اوبو په اهمو سرچينو کې ددغه هېواد د هوارې اوبه شاملې دي چې په ۸،۳۵۰ رودونو کې يواځې ۲۴ رودونه دي چې د ۱۰۰ کيلومتر نه هم ډېر اوږدوالی لري.[۱۰] همدا ټول رودونه بيا د کاسپين سمندرگي ته چې د هېواد په ختيځ کې دی لار موندلې.[۱۰] د دغه هېواد تر ټولو لوی ډنډ د ساريسو ډنډ دی چې (۶۷ km²) او د همدغه هېواد تر ټولو اوږد رود د کورا رود دی چې (1,515 km) يې اوږدوالی لري.
په کاسپين سمندرگي کې اذربايجان د څلورو اهمو ټاپوانو خاوند هم دی چې د دغو څلور واړو ټاپوانو گډ ارتوالی ۳۰ کيلومتر مربع جوړوي.
اقليم[سمول]
کينډۍ:ارنی په اذربايجان کې د اقليم جوړښت په ځانگړې توگه د ارکټيک د سړوخې هوايي کتلو، د سکانډېناويا د انټي سايکلون، د سايبېريا د انټي سايکلون، او د منځنۍ اسيا د انټي سايکلون نه اغېزمن شوی.[۱۱] پدې سيمه کې د زمکنيو مناظرو د توپيرونو له کبله، هوايي کتلې له بېلابېلو سمتونو نه دې هېواد ته رادننه کېږي.[۱۱] په سهېل کې د لوي قفقاز سيمه، همدا هېواد د سړوخې د کتلو د اغېز پر وړاندې ساتي، د سړوخې دا څپې عموماً د زمکې د سهېلي سيمو نه پر دغه هېواد راروانې وي. د سړوخې همدا کتلې د دې هېواد د غونډيو په لمنو او هوارو سيمو کې د ټراپيکل څېرمه اقليم د جوړېدو سبب گرځي. په عين وخت کې د دې هېواد هوارې سيمې او د غونډيو لمنې تر ډېره حده د لمر د وړانگو نه اغېزمن کېږي.
د اقليمي زونونو او يا سيمو د يوولسو وېشنو نه نهه ډوله اقليمي سيمې په اذربايجان کې دي.[۱۲] د تودوخې د بشپړې ټيټې نه ټيټه درجې (-33 °C (-27.4 °F)) او د بشپړې لوړې نه لوړې درجې (+46 °C (114.8 °F)) د جولفا او اوردوباد په سيمو کې ليدل شوي.[۱۲] The maximum annual precipitation falls in Lankaran (1,600 to 1,800 mm) and the minimum in Absheron (200 to 350 mm).[۱۲]
طبيعت او چاپېريالپوهنه[سمول]
کينډۍ:ارنی کينډۍ:دا هم وگورۍ د اوبو د زېرمو او سرچينو له مخې، اذربايجان په نړۍ کې د اوسط نه په ټيټو هېوادونو کې شمېرل کېږي او په همدې توگه د دغه هېواد د اوبو زېرمې نژدې 100,000 m³/اوبه په يوه کال کې په هر km² کې رسېږي.[۱۲] د اذربايجان د اوبو لويه زېرمه د کوور په ځای کې جوړه شوې.
د دې هېواد د بوټو د تنوع سيمې د ناخشيوان دنگې غړۍ (د بوټو 60% بېلابېل جنسونه همدلته دي)، د کورا-اراز هوارې سيمې (40%)، د لوی قفقاز ختيځه سيمې، د داواچي-قوبا سيمه (38%)، د قفقاز مرکزی سيمه (29%)، گوبوستان (26.6%)، په تاليش غرونو کې د لينکوران سيمه (27%) او د ابشېرون سيمه (22%) د يادولو وړ ځايونه دي.[۱۰] همدا شان د لوی قفقاز سهېل-ختيځې څوکې، سهېلي برخه، سهېل ختيځه برخه او د وړوکي قفقاز او د تاليش غرونو ختيځې څوکې د دغه هېواد د لويو ځنگلونو په سيمو کې شمېرل کېږي.[۱۳]
تاريخ[سمول]
ارپوهه او نوم[سمول]
کينډۍ:دا هم وگورۍ کينډۍ:ارنی د اذربايجان د نوم اصليت په اړوند گڼ شمېر اټکلونه او فرضيې شته. خو په دغو کې تر ټولو عام اند دا دی چې دا نوم د اتروپاتېس يا Atropates نه راوتلی.[۱۴] اتروپات د پارس د امپراطورۍ په وختونو کې د ماد په خلکو کې د يو والي نوم وه چې په اتروپاتين (اوسينی اذربايجان) کې يې خپل واک چلاوه. وروسته له دې چې مقدوني سکندر د اشمېندز د کورنۍ پاچاهي ړنگه کړه نو بيا دغې سيمې هم خپلواکي ترلاسه کړه. دا سيمه د منځنۍ اتروپاتيا يا اتروپاتېن په نوم هم نومول شوې.
اتروپاتيس د زړې پارسۍ د ژبې نه راوتلی چې مانا يې "په اور ژغورل شوی." دی.[۱۵]
د اذربايجان د مېشتو وگړو په گډون د يرغلگرو لښکرونو د پاتې شويو توکمونو لکه قفقازيانو، ماديانو، سيتيانو، پارسيانو، ارمنيانو، يونانيانو، روميانو، خازاريانو، عربانو، اوغوز، سلجوقيانو، مغولانو، او روسانو يو گډ کور دی.
لرغونی تاريخ[سمول]
د اذربايجان په خاوره د لومړنيو انساني استوگنو نښې نښانې ډبرين پېر ته رسېږي او په همدې توگه د ازيخ قوروچي کلتور سره تړاو پيدا کوي.
منځنی تاريخ[سمول]
نوی خپلواک اذربايجان[سمول]
سرچينې[سمول]
- ↑ http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf
- ↑ سرچینه په ويکيډاټا کي
- ↑ سرچینه په ويکيډاټا کي
- ↑ سرچینه په ويکيډاټا کي
- ↑ https://modern.az/az/news/211638
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: http://www.constcourt.gov.az/laws/26 — موضوع: 21
- ↑
- ↑ LLRX.com - A Guide to the Republic of Azerbaijan Law Research
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ . Geographical data. The State Statistical Committee of the Republic of Azerbaijan
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ . Azerbaijan: Biodiversity. CAC-Biodiversity.org
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ . Azerbaijan - Climate. Azerbaijan.az
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ . Climate. Water Resources of the Azerbaijan Republic. Institute of Hydrometeorology, Ministry of Ecology and Natural Resources
- ↑ . Forestry. CAC-Biodiversity.org
- ↑ Historical Dictionary of Azerbaijan by Tadeusz Swietochowski and Brian C. Collins. The Scarecrow Press, Inc., Lanham, Maryland (1999), ISBN 0-8108-3550-9 (retrieved 7 June 2006).
- ↑ The Azerbaijani Turks: Power and Identity under Russian Rule by Audrey Altstadt. Hoover Institution Press (1992), ISBN 0-8179-9182-4 (retrieved 7 June 2006).
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- جغرافيه ويکي ډېټا
- د ويکيډاټا کارونکي مخونه
- سرچینې د ويکيډاټا څخه
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- رسمي نوم د ويکيډاټا څخه
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- د پیل نیټه د ويکيډاټا څخه
- هېواد د ويکيډاټا څخه
- عاصمة د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P150
- ساحه د ويکيډاټا څخه
- د نفوس سرشمیرنه د ويکيډاټا څخه
- لغة رسمية د ويکيډاټا څخه
- جيو کوډونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P395
- رسمي ويبپاڼه وصليدنه د ويکيډاټا څخه
- کامنز وصليدنه د ويکيډاټا څخه
- ازربایجان
- نخشه لرونکي مخونه