اوغوز ترکان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لرغونې نړۍ په 600 میلادي کال کي

اوغوز ترکان د لويديځي تركيې وګړي وه چي د اوغوز ترکي ژبه یې ویله. [۱] د ترکانو دغه قبیلې په اتمه پیړۍ کي په منځنۍ اسیا کي د اوغوز یابګو ایالت په نوم په دودیز ډول یو قومي کنفدراسیون رامنځ ته کړ. په اوسنی نړۍ کي د ترکیې ، آذربایجان او ترکمنستان ډیری نفوس د اوغز ترکانو اولادونه بلل کیږي. د بازنطین په سرچینو کي د ترکانو دغه ښاخ ته Uzes ویل سوي دي. [۲] د اوغوز اصطلاح په تدریجي ډول د دیارلسمي پېړۍ د ترکمن او ترکمن اصطلاحاتو پوري غځیږي. [۳]

د دغه قوم کنفدراسیون د اویغورانو او کارلوک متحدینو ترمنځ ترجګړې وروسته د جیټی سو سیمي څخه لویدیځ ته وکوچېدی. په لسمه پیړۍ کي اوغوز ترکان په اوسني قزاقستان کۍ د بلخش جهيل شمال ته د سري سو ، تورګي او امبا سیندونو پر غاړه اوسیدل. [۴]

اوغوز ترکانو تر اسلام منلو وروسته خپل دودونه او بنسټونه د اسلامي نړۍ سره په تطابق کي راوستل، او د دولت جوړوني په رغنده احساس سره یې سترواکمنی هم رامنځته کړې. په 11 پیړۍ کي د سلجوق اوغوز قبیله افغانستان او فارس ته ولاړه او د سلجوق لوی امپراتورۍ د بنسټ ډبره یې کښېښودل. په همدې پېړۍ کې د اوغوز د تنګري قبیلې چې د اوز یا تورکس په نامه هم یادېږي د روسیې د سیندونو په پوله کې د پیچنیګ تسلط ړنګ او هلته یې خپل نفوس وغځاوه. د اوغز جنګیالیو د 1000 لسیزي راهیسي د منځني ختیځ په نږدې ټولو اسلامي لښکرو او همدارنګه تر هسپانیا او مراکش پورې چوپړتیاوي (خدمتونه) کړي دي. [۵]

  1. The modern Turkish, Turkmen and Azerbaijani languages are all Oghuz languages.
  2. Omeljan Pritsak, "Uzes", in Alexander P. Kazhdan, ed.
  3. Lewis, G. The Book of Dede Korkut.
  4. Grousset, R. The Empire of the Steppes.